افغانستان په ۲۰۱۹ز کال کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په افغانستان کې د ۲۰۱۸ کال پیښې.

دولتې چارواکي[سمول]

  • ولسمشر: اشرف غني
  • اجراییه ریس:عبدالله عبدالله
  • د ولسي جرګې رییس: عبدالرووف ابراهیمي
  • د مشرانو جرګې رییس: فضل هادي مسلمیار
  • د افغانستان د ولسمشر لومړی مرستیال: عبدالرشید دوستم
  • د افغانستان د جمهور رئیس دوهم مرستیال: سرور دانش
  • د افغانستان د اجراییه ریاست لومړی مرستیال: خیال محمد خان

پیښې[سمول]

په افغانستان کې جګړه (له ۲۰۰۱ څخه تر اوسه پورې) دوام لري.

جنوري[سمول]

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (یوناما) د راپور له مخې په ۲۰۱۸زکال کې د ملکي تلفاتو شمېر ۱۰۹۹۳ (۳،۸۰۴ مړه او ۷۱۸۹ ټپیان) ته رسېږي چې د تېر کال په پرتله بیساری لوړالی ښئ ، چې دا ارقام د ۲۰۱۷ز کال په پرتله په ټولو ملکي تلفاتو کې ۵ سلنه او د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې ۱۱ سلنه زیاتوالی ښئۍ. یوناما د مرګ ژوبلي د زیاتوالي لاملونه د مخالفو ډلو له خوا ځانمرګي بریدونه او د حکومت پلوه ځواکونو له خوا د هوایی بریدونو زیاتوالې په ګوته کوي (په راپور کې ویل شوې چې د لومړي ځل لپاره د هوایی عملیاتو له امله ۵۰۰ نه ډیر ملکي وګړي وژل شوي).[۱][۲][۳]

فبروري[سمول]

امریکایي ځواکونو د ۲۰۱۸ز کال په وروستیو دریو میاشتو کې په چوپتیا سره د اوسپنېزې جګړې " "Iron Tempest  په نوم عملیات پای ته ورسول؛ د ۲۰۱۷ز کال په وروستیو کې یو لړ هوايي او توپچي بریدونه پیل شول تر څو د طالبانو د نشه يي توکو د قاچاق او له دغې لارې د عوایدو د ترلاسه کولو مخه ونیسي. د افغانستان د بیارغونې لپاره د ځانګړي پلټونکې (سیګار) ادارې په وینا، دغه کمپاین چې د هوايي بریدونو خورا پیچلې وړتیاوې پکې شاملې وې، د نشه یي توکو په غیر قانوني سوداګرۍ لږ اغیز درلود، افغانستان لا هم د تریاکو د تولید په برخه کې تر ټولو مخکښ هیواد ګڼل کیږي چې د۲۰۰۱ز کال په پرتله چې د متحده ایالاتو د نظامي مداخلې د پیل کلونه ګڼل کیږې دوه برابره ډیر ښودل کیږي.[۴]

  • د فبروري ۵ مه - طالب جنګیالیو د افغانستان په شمالي ولایت کندز کې د ملي اردو پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ، چې لږترلږه۲۳ د اردو سرتیري او درې پولیس افسران پکې ووژل شول. همدارنګه په بغلان ولایت کې تېره شپه یو شمېر وسله والو د پولیسو پر پوسته برید وکړ، چې په ترڅ کې یې ۱۰ عسکرو ته مرګ ژوبله واوښته. په همدې حال کې په مسکو کې د طالبانو د مرکچيانو یوې ډلې د حکومت له سیاسي مخالفینو سره چې پخواني ولسمشر حامد کرزي ېې هم ملتیا کوله، وکتل. د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر شېر محمد عباس ستانکزي په یوه مرکه کې ویلي، چې دغه ډله نه غواړي "د پوځي زور له لارې په ټول هېواد ولکه ټینګه کړي". خو زیاته ېې کړه چې د بهرنیو ځواکونو تر بشپړ وتلو پورې به اوربند ونه مني. [۵][۶][۷][۸]

مارچ[سمول]

  • د مارچ په لومړۍ نېټه – ځانمرګو بریدګرو او وسله والو سهار وختي د هیلمند ولایت په شورابک کمپ کې پر افغان امنیتي ځواکونو برید وکړ، چې په ترڅ کې ېې لسګونه کسان په داسې حال کې ټپیان او ووژل شول چې د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو اترو بل پړاو جریان لري. د امریکا د پوځ د یوه ویاند په وینا، د امریکا د سمندري ځواکونو سلاکارانو (چې کوم زیان یې نه دی لیدلی) د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړ چې دغه بریدونه ېې په شا وتمبول. [۹][۱۰]
  • مارچ ۳ – د کندهار ولایت په ګډون په ټول هیواد کې سختو بارانونو مرګوني سیلابونه راوپارول، چې لږ تر لږه ۲۰ کسان یې ووژل، د ماشومانو په ګډون یې ۱۰ تنه تري تم کړل او شاوخوا ۲۰۰۰ کورونه یې ویجاړ کړل..د ولايت مقام د معلوماتو له مخې، درنې واورې له مخکې نه تګ راتګ ستونزمن او خطرناک کړى و، چې د سيلابونو د ژغورنې او بيارغونې چارې يې هم له خنډ سره مخ کړې وې.[۱۱]

اپریل[سمول]

د حکومت او مرستندویه موسسو په وینا، د جون او جولای په میاشت کې د غنمو حاصلات به د تیر کال د سختې وچکالۍ او سختو سیلابونو له امله له جدي ستونزو سره مخ شي. پخوا د غلو ذخیرې کارول کیدې، او ځینو بزګرانو خپل تخمونه د ډوډۍ تیارولو په پار کارولي دي. کرنیزې زیربناوې لکه؛ ویالې، څاګانې او حوضونه له منځه تللي او د واورې سملاسي وریدل کولای شي چې پاخه فصلونه له منځه یوسي.[۱۲][۱۳]

می[سمول]

می  ۳مه – طالبانو هغه لویه جرګه رد کړه چې د روژې په مبارکه میاشت کې د اوربند ټینګولو لپاره په کابل کې جوړه شوې وه. ولسمشر محمد اشرف غني د ۳۲۰۰ دیني، سیاسي مشرانو او استازو په ځواب کې پر اوربند هوکړه وکړه؛ په دې شرط چې دا توافق یو اړخیز نه وي او د ښه نیت لرلو په پار ېې د ۱۷۵ طالب بندیانو پر خلاصون هوکړه وکړه. طالبانو له افغان حکومت سره مخامخ خبرې رد کړې، خو د دوحې د خبرو پر مهال یې د جګړې د درولو لپاره د امریکا وړاندیز ته ځواب ورکړ او پر امریکا یې غږ وکړ چې په بدل کې دې له زور نه کار وانخلي.[۱۴]

می ۸مه - طالبانو په کابل کې د کاونټرپارټ نړیوالې مرستندویه موسسې پر دفتر د برید مسوولیت په غاړه واخیست، چې په پایله کې ېې څلور ملکي وګړي او یو پولیس افسر ووژل شو او ۲۴ نور یې ټپیان کړل. پنځه بریدګر له یوې وحشتناکې چاودنې او له افغان امنیتي ځواکونو سره تر شپږ ساعته جګړې وروسته ووژل شول. د برید په ترڅ کې ۲۰۰ کسان ژغورل شوي دي. جان آر باس او د یوناما دفتر پر یادې مرستندویه موسسې برید وغانده.[۱۵][۱۶]

جون[سمول]

د اسټرالیا د اقتصاد او سولې انسټیټیوټ له خوا د نړۍ د سولې د شاخص له مخې افغانستان د سورېې هېواد په شاته پرېښودلو سره د نړۍ تر ټولو ناکراره هیواد وبلل شو. تېر کال افغانستان  د بل هر هېواد په پرتله د سیمه ییزو پولیسو په باور کې تر ټولو لوی کمښت تجربه کړی، چې ۳۲ سلنې ته رسېږۍ.[۱۷][۱۸]

جولای[سمول]

  • جولای لومړۍ نېټه - د ۲۰۱۹ز کال د  جولای میاشت کې کابل کې برید 
  • د جولای ۷ مه – ۲۰۱۹ز کال په غزني کې چاودنه
  • د جولای ۱۵ مه – طالبانو په شمال لوېدیځ ولایت بادغیس کې په یوه کمین کې ۲۵ لوړ پوړي افغان کمانډویان ووژل. بل لوري ته ۲۰ تنه وسله وال طالبان هم وژل شوي دي. [۱۹]
  • د جولای ۱۸ مه - په کندهار کې د پولیسو پر یوه مرکز د طالبانو ځانمرګی برید وشو، چې د ملکي وګړو په ګډون یې ۱۲ کسان ووژل او شاوخوا ۹۰ نور یې ټپیان کړل.[۲۰]
  • د جولای ۱۹ مه- د کابل پوهنتون بهر یوې چاودنې اته پولیس ووژل او ۳۳ نور یې ټپیان کړل. خو تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.[۲۱][۲۲]

اگست[سمول]

  • د اګست ۷مه – د طالبانو موټر بم چاودنې ۱۴ تنه ووژل او تر ۱۵ زیات یې ټپیان کړل.[۲۳]
  • د اګست ۱۷ـ په کابل کې یوه ځانمرګي بریدګر د واده په یوه تالار کې ځان ته چاودنه ورکړه، چې لږترلږه ۸۰ کسان یې ووژل او تر ۱۶۰ ډېر یې ټپیان کړل. ویل کیږي چې چاودنه هغه مهال شوې وه چې د واده په مراسمو کې تر زرو زیات کسان ورغلي وو. طالبانو سمدلاسه په دې برید کې خپل لاس لرل رد کړل.[۲۴][۲۵]
  • د اګست ۲۱ – د امریکا د پوځ قوماندانې تایید کړه چې په افغانستان کې د یوې نښتې په ترڅ کې د ځانګړو ځواکونو دوه سرتېري وژل شوي دي.[۲۶]

سپتمبر[سمول]

  • د سپتمبر ۲ مه - طالبانو د هغه موټر بم چاودنې پړه پر غاړه واخیسته چې په کابل کې د څو نړیوالو سازمانونو سیمې ته نږدې چاودنه وشوه، چې پایله کې۱۶ کسان ووژل شول او له ۱۰۰ څخه ډیر نور یې ټپیان کړل. [۲۷]
  • سپتمبر ۵ مه - د طالبانو له خوا موټر بم چاودنې ۱۰ تنه ووژل او لسګونه نور یې ټپیان کړل. دغه چاودنه د امریکا د سفارت مخې ته وشوه.[۲۸]

سرچینې[سمول]

  1. . Afghanistan: Civilian deaths at record high in 2018 - UN. BBC News.
  2. . The Most Corrupt Countries In The World. Forbes.
  3. . Advice On How To Be Happy From The 3rd Least Happy Country In The World. NPR.
  4. . The U.S. Sent Its Most Advanced Fighter Jets to Blow Up Cheap Opium Labs. Now It's Canceling the Program. Time.
  5. . Taliban 'not seeking to seize all of Afghanistan'. BBC News.
  6. "Taliban launch deadly attacks as they attend Afghan peace talks". Al Jazeera. February 5, 2019. د لاسرسي‌نېټه February 5, 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. . Taliban Attack Kills Dozens Of Soldiers And Police, Even As Peace Talks Continue. NPR.
  8. . U.S. Heightens Attacks on Taliban in Push Toward Peace in Afghanistan. The New York Times.
  9. . Taliban Attack Afghan Army Base During Lull in Peace Talks, Deadly clash shows violence isn't abating despite negotiations to end 17-year war. The Wall Street Journal.
  10. . Taliban fighters try to storm base in Helmand province housing US Marines and Afghan forces. Marine Corps Times.
  11. . Deadly, destructive flooding kills at least 20 across Afghanistan. AccuWeather.
  12. . After drought and floods, Afghanistan confronts critical harvest. Reuters.
  13. . UN report: Afghan, US forces contributed to more civilian deaths in Afghanistan than Taliban, ISIS in first three months of 2019. CNN.
  14. . Taliban rejects calls for Ramadan truce in Afghanistan. BBC News.
  15. . At Least 5 Dead After Taliban Attacks U.S.-Based Aid Group Offices in Afghanistan. AP via Time.
  16. . In southern Afghanistan, U.S. airstrikes kill up to 18 members of Afghan forces. The Washington Post.
  17. . Afghanistan overtakes Syria as least peaceful nation, report says. Stars and Stripes.
  18. . Hope dwindles for cease-fire in Afghanistan at end of Ramadan. The Washington Post.
  19. . Taliban kills 25 Afghan commandos. The Long War Journal.
  20. . 12 killed, scores wounded in Afghanistan Taliban car bombing. Reuters.
  21. . Blast Kills At Least Eight Outside Kabul University. RadioFreeEurope RadioLiberty.
  22. . Blast near university in Afghan capital kills eight, wounds dozens. TRT World.
  23. Ehsan Popalzai. "14 dead and 145 people injured in Taliban bomb attack in Afghanistan". CNN. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Afghan wedding suicide blast kills 63". The Canberra Times. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په 21 August 2019 باندې). Death toll in Afghanistan wedding blast rises to 80. www.aljazeera.com.
  26. "NATO force says 2 US service members killed in Afghanistan". TribLive. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اگسټ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 3 September 2019 باندې). Massive Kabul blast kills 16 as Taliban steps up attacks. www.aljazeera.com.
  28. "Taliban car bomb rocks Afghan capital near US embassy area". Dunfermline Press. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)