افغانستان په ۲۰۱۸ کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په افغانستان کې د ۲۰۱۸ کال پیښې.

دولتي چارواکي[سمول]

  • ولسمشر: اشرف غني
  • اجراییه رییس: عبدالله عبدالله
  • ولسي جرګې رییس: عبدالرووف ابراهیمي
  • مشرانو جرګې رییس: فضل هادي مسلمیار
  • ولسمشر لومړی مرستیال: عبدالرشید دوستم
  • دوهم مرستیال: سرور دانش
  • د اجراییه ریاست لومړی مرستیال: خان محمد
  • د اجراییه ریاست دویم مرستیال: محمد محقق

پیښې[سمول]

په افغانستان کې جګړه (له ۲۰۰۱ څخه تر اوسه پورې) دوام لري.

جنوری[سمول]

  • د جنورۍ لومړۍ نېټه– د امریکا د خاصو ځواکونو د دوهم کنډک یو سرتیری د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې د ګزمې پر مهال د سپکو وسلو په برید کې ووژل شو او څلور نور عسکر ټپیان شول. همدارنګه په همدې ورځ افغان ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د طالبانو د «سرې قطعې» پر زندان برید وکړ.[۱][۲]
  • د جنوري ۱۶ مه -   طالب اورپکو ( د افغان چارواکو او د طالبانو د ویاند په وینا چې د طالبانو د سرې قطعې اړوند جنګیالي ؤ) د لنډ وخت لپاره د کندز ولایت د غلام سخي په کلي کې د لیزري وسلو په کارولو سره د افغان اردو پوستې ونیولې چې په پایله کې ېې ۶ تنه عسکر او ۲ تنه پولیس ووژل شول او ۵ تنه نور ټپیان شول.[۳]
  • د جنورۍ ۱۸مه – د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې افغان کومانډو ځواکونو د یوه شپنې هوايي برید په پایله کې چې د طالبانو پر یوه زندان تر سره شو، پنځه طالب جنګیالي ووژل شول او ۱۳ بندیان یې له بند څخه خوشي کړل.[۲]
  • د جنورۍ  ۲۰ مه  – افغان او امریکایي ځواکونو د هلمند ولایت په باغران ولسوالۍ کې د طالبانو پر یوه زندان برید وکړ او تر ۶۰ زیات افغان امنیتي ځواکونه یې له زندانه وژغورل. همدا راز په همدې ورځ طالبانو یا د حقاني شبکې وسله والو په کابل کې پر انټرکانټیننټال هوټل برید وکړ چې له امله یې ۴۰ تنه ووژل شول او څه باندې ۲۲ تنه نور ټپیان شول.[۲][۲]

فبروری[سمول]

  • د فبرورۍ لومړۍ نېټه – د افغان پوځ د ځانګړو عملیاتو قطعې د امریکا د هوايي بریدونو په مرسته د کندهار ولایت په پنجوايي او میوند ولسوالیو کې د طالبانو پر ضد عملیات پیل کړل. د ملي امنیت عمومي ریاست وايي، په دغو عملیاتو کې ۵۰ تنه طالب جنګیالي د هغوی د یو شمېر مهمو قوماندانانو په ګډون وژل شوي دي.[۴]
  • د فبروري ۴ مه - د متحده ایالاتو بي دوه پنځوس (B-52) الوتکو بمبار ۲۴ رهبري شوي بمونه وغورځول چې تر ټول قوي هغه ېې په بدخشان ولایت کې د طالبانو په یو روزنیز مرکز باندې تر سره شو. د هوايي ځواک په وینا د یادوهوايي بریدونو په پایله کې  د طالبانو د روزنیز مرکز شاوخوا درې دفاعي پوستې ویجاړې شوې چې د طالبانو د روزنېزو پروګرامونو او د عملیات د پیل مخه ېې ونیوله."[۵]
  • د فبروري ۸ مه – د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د امریکا بې پیلوټه الوتکې په یوه موټر برید وکړ چې څلور طالبان یې ووژل.[۶]
  • د فبروري ۲۴ مه - طالب اورپکو سهار وختي د فراه ولایت په بالا بلوک ولسوالۍ کې پر یوې پوځي اډې برید وکړ چې له امله یې ۱۸ افغان امنیتي ځواکونه ووژل شول. [۷]

مارچ[سمول]

  • د مارچ نهمه - په کابل کې د یوه برید په پایله کې چې پړه ېې داعش ډلې په غاړه واخیسته لږ تر لږه نهه ملکي وګړي ووژل شول او ۱۸ ملکي وګړي ټپیان شول چې ډېری قربانیان یې شیعه مسلمانان و . همدا راز په همدې ورځ په تخار ولایت کې هم د افغان پوځ ۱۰ سرتېري او شپږ پولیس د طالبانو په برید کې ووژل شول.[۸][۹]
  • مارچ ۱۶ مه - د متحده ایالاتو  د هوایی برید په پایله کې د داعش د خراسان ډلې دوه تسهیل کونکي (چې ددې ډلې د پلوتون مشرانو له جملې څخه ؤ) پداسې حال کې ووژل چې دوی په سر پول ولایت کې سره ولیدل. همدا راز تیره ورځ افغان ځانګړو ځواکونو په جوزجان ولایت کې د داعش ډلې پر مرکز د شپې برید ترسره کړ، چې ۱۳ جنګیالي یې ووژل.[۱۰]
  • مارچ  ۲۶مه او ۲۷مه –  د ګډو ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د جوزجان ولایت د منګول په کلي کې د شپې عملیات تر سره کړل، چې د داعش د خراسان څانګې قوماندان او یو بل ترهګر یې ووژل. [۱۱]

اپریل[سمول]

  • د اپریل ۵ مه - په افغانستان کې د داعش د خراسان څانګې یو جګپوړی قوماندان او یو ساتونکی یې د فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې د امریکایانو په هوايي برید کې ووژل شول.[۱۲]
  • د اپریل ۱۱مه – د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې افغان او امریکايي ځانګړو ځواکونو شپني عملیات ترسره کړل چې په ترڅ کې یې د داعش د خراسان څانګې ۲۲ جنګیالي ووژل شول. په همدې ورځ طالبانو د غزني ولایت په خواجه عمري ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستو بریدونه کړي دي. طالبانو په دغه برید کې له سپکو او درنو وسلو کار واخیست، چې درې ساعته یې دوام وکړ، چې افغان مرستندویه ځواکونه راورسېدل او طالبان د خبر په اورېدو سره وتښتېدل. دې جګړې ۱۴ تنه ووژل.[۱۳][۱۴]
  • د اپریل ۳۰ مه ـ د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کې د امریکا د درېیمې کنډک، ۵۰۹ پلي قطعې، د څلورمې پلي لوا د جنګي ټیم، د ۲۵مې پیاده فرقې یو امریکايي عسکر د دښمن د وړو وسلو د ډزو په پایله کې ووژل شو . يو بل امريکايي سرتېری ټپي شو.[۱۵][۱۶]

جولای[سمول]

  • د جولای لومړۍ نېټه– د جلال اباد د لومړۍ حوزې په مربوطاتو کې یوه ځانمرګي بریدګر د ۱۰ سیکانو په ګډون ۱۹ کسان ووژل.[۱۷][۱۸]
  • د جولای ۱۲مه - طالب جنګیالیو د افغانستان په شمالي درزاب ولسوالۍ کې د داعش د خراسان څانګې په جنګیالیو برید وکړ تر د داعش لخوا د دوی د یو وژل شوي قوماندان غچ واخلي. دغه کړکېچ ډېر ژر زیات شو او د درزاب جګړې ته (په ۲۰۱۸ کال کې) واوښته.[۱۹]

اگست[سمول]

  • د اګست لومړۍ نېټه – له طالبانو سره د داعش له سختې جګړې وروسته په درزاب ولسوالۍ کې له ۲۰۰ ډېر داعش جنګیالي افغان حکومت ته تسلیم شول او ۱۲۸نور ېې د طالبانو له خوا ونیول شول. د داعش له ډله ییز تسلیمېدو وروسته طالبانو د درزاب ولسوالۍ د پخوانۍ سیمې بشپړ کنټرول په لاس کې واخیست. دې پیښې د درزاب د جګړې (په ۲۰۱۸ کې) ته د پای ټکی کېښود.[۲۰][۲۱]
  • د اګست ۱۰مه - طالبانو د افغانستان په جنوب ختیځ غزني ښار کې پراخ بریدونه پیل کړل.
  • اګست ۱۵ – یوه ځانمرګي بریدګر په کابل کې پر یوه روزنیز مرکز برید وکړ او ۴۸ کسان یې ووژل. برید د شیعه ګانو په یوه سیمه کې شوی او داعش د برید پړه پر غاړه اخیستې ده.[۲۲]
  • اګست ۲۶مه – نامعلومو وسله والو د تخار ولایت په درقد ولسوالۍ کې دوه تاجک سرحدي پولیس ووژل  چې بیا یوې نامعلومې بې پیلوټه الوتکې برید تر سره کړ په ترڅ کې ېې لږ تر لږه شپږ شکمن قاچاقبران یې ووژل.[۲۳]

اکتوبر[سمول]

  • د اکتوبر ۱۸مه - د کندهار ولایت امنیه قومندان عبدالرزاق اڅکزی د امریکا او ناټو له یوه جګپوړي قوماندان سره تر لیدو وروسته د طالبانو د یوه ځانمرګي بریدګر په ډزو کې ووژل شو او دوه امریکايي پوځیان ټپیان شول. د کندهار د والي د دفتر مخې ته نن له غرمې وروسته له یو ځانمرګی برید څخه جنرال سکاټ مېلر روغ ووته خو د کندهار د ملي امنیت رئس په ګډون ېې یو شمېر نور ټپیان کړل.[۲۴][۲۵]

نومبر[سمول]

  • د افغانستان په غزنی ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې درې امریکایی پوځیان وژلی او درې نور یې ټپیان کړی دی. (سرچینه: بي بي سي)
  • متحده ایالات په پام کې لري چې له طالبانو سره د سولې خبرو د دوام  په موخه د ۲۰۱۹ ز کال د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډولو غوښتنه وکړي (سرچینه: وال سټریټ ژورنال). له دې وروسته د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر ولسمشرۍ ته خپله نوماندي اعلان کړه او په ډاګه یې کړه، چې له طالبانو سره د سولې پر هوکړې کلک باور لري.
  • په سویل ختیځ ولایت خوست کې د ملي اردو په یوه جومات کې چاودنې لږ تر لږه ۲۷ سرتیري وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي. څو ورځې وړاندې د کابل په یوه هوټل کې د چاودنې له امله ۵۵ تنه ځوانان او دیني عالمان ووژل شول چې د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد (ص) د میلاد لمانځغونډې لپاره راټول شوي ؤ. دا د ملي اردو د یوې قرارګاه دننه پر جومات د برید لومړۍ ثبت شوې پېښه وه، چې وروسته ېې داعش پړه پر غاړه واخیسته (واشنګټن پوسټ) (رویټرز).[۲۶]

دسمبر[سمول]

  • افغانستان د عراق په شاته پریښودلو سره په نړۍ کې د ترهګرۍ تر ټولو خونړی هېواد شو  چې په ۲۰۱۷ کال کې د ترهګرۍ اړوند د ټولو مرګونو څلورمه برخه په یوازې ځان جوړوي.[۲۷]
  • د ډسمبر لومړۍ نېټه: د هلمند ولایت د نوزاد په ولسوالۍ کې د امریکایانو په هوايي برید کې د جنوبي ولایت هلمند لپاره د طالبانو تش په نوم والي ملا عبدالمنان اخند او د هغوی نظامي قومندان ووژل شول.[۲۸]
  • د ډسمبر ۳ مه - د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د خبرو لپاره اتو هېوادونو ته سفرونه پیل کړل.  افغانستان، پاکستان، روسیې او متحده عربي اماراتو ته یې سفرونه وکړل او له لوړ پوړو طالب چارواکو سره یې خبرې وکړې.[۲۹]
  • د ډسمبر ۶ مه - طالبانو په لوېدیځ هرات ولایت کې د شپې له خوا د ملي اردو پر دوو پوستو همغږي برید وکړ، چې ۱۴ افغان سرتېري یې ووژل.[۳۰]
  • د ډسمبر ۱۸ مه - ډونالډ ټرمپ د خپلو پوځي سلاکارانو له مخالفت سره سره له افغانستانه خپلو پوځیانو ته د نیمايي سرتېرو د ایستلو امر وکړ. د شاوخوا ۷۰۰۰ عسکرو وتل ښايي میاشتې وخت ونیسي. [۳۱]
  • د ډسمبر ۲۴مه - په کابل کې یوې حکومتي ودانۍ ته څېرمه بمي چاودنې تر ۴۰ ډېر کسان ووژل، چې ډېری یې دولتي کارکوونکي وو. خو کومې ډلې یې مسؤولیت نه دی منلی.[۳۲]

مرګونه[سمول]

  • د اپریل ۳۰ مه - شا مری، ژورنالیست او عکاس
  • د سپتمبر ۲ مه - شعیب مرادوف (په 1985 کې زیږیدلی) مشهور کمانډو، د افغانستان په شمال کې د یوې پوځي الوتکې د غورځیدو په پیښه کې. [۳۳]
  • د سپتمبر ۳مه - جلال الدین حقاني (1939 زیږیدلی) جنګیالی، د حقاني شبکې بنسټ ایښودونکی[۳۴]
  • د سپتمبر ۵ مه - د ټلویزیون خبریال صمیم فرامرز (د زوکړې کال ۱۹۹۰) په کابل کې له کمره مین رامز احمدي سره د یوې چاودنې د ژوندی پوښښ پرمهال ووژل شو. [۳۵]
  • د اکتوبر ۱۷ مه - پخوانی جنرال عبدالجبار قهرمان د پارلماني ټاکنو د کمپاین پر مهال د طالبانو له خوا ووژل شو.[۳۶]
  • د اکتوبر ۱۸ مه – برید جنرال عبدالرازق اچکزی له خپلو امریکايي سیالانو سره د ناستې پر مهال د طالبانو لخوا ووژل شو.[۳۷]

سرچینې[سمول]

  1. . US soldier killed in Afghanistan. CNN
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ۲٫۲ ۲٫۳ "US and Afghan forces free Taliban prisoners in Helmand". Military Times. January 23, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Taliban Fighters Using High-Tech Gear Kill Afghan Forces". The New York Times. January 16, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Rights group calls for probe of alleged executions by Afghan forces". Stars and Stripes. February 21, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Watch as a B-52 takes out a Taliban training camp in Afghanistan". Army Times. February 7, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "US drone strikes kill 11militants in Pakistan, Afghanistan". The Washington Post. February 9, 2018. د اصلي آرشيف څخه پر February 9, 2018 باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Afghan soldiers killed in Taliban raid on military base". CNN. February 24, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Neuman, Scott. "ISIS Claims Responsibility For Deadly Attack Aimed at Afghan Hazaras". NPR. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Afghanistan: Blast in Kabul's Shia area kills at least seven". Al Jazeera. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "US, Afghan special operations target ISIS foreign fighters in northwest Afghanistan". Stars and Stripes. March 22, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Video shows nighttime raid by Afghan and US special forces that killed ISIS commander". ABC News. March 29, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "US airstrike kills top Islamic State commander in Afghanistan". Military Times. April 9, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "US and Afghan SOF kill more than 20 ISIS militants in northern Afghanistan". Stars and Stripes. April 16, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "14 killed in Taliban attack in Afghanistan's Ghazni province". CNN. April 12, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Army IDs Soldier Killed by Small Arms Fire in Afghanistan". Military.com. May 1, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "US Service Member Killed, Another Wounded in Afghanistan". Military.com. April 30, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په July 1, 2018 باندې). Suicide Attack Targets Sikhs in Jalalabad, 19 Killed. TOLO
  18. (په July 1, 2018 باندې). Deadly blast hits Afghanistan's Jalalabad. Al Jazeera English
  19. Bill Roggio; Caleb Weiss (18 July 2018). "Taliban, Islamic State continue battle in northern Afghanistan". Long War Journal. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Najim Rahim; Rod Nordland (2 August 2018). "Taliban surge sees 200 ISIL fighters and top commanders captured in northern Afghanistan". National Post. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Bill Roggio (1 August 2018). "Taliban says Islamic State has been 'completely defeated' in Jawzjan". Long War Journal. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Afghanistan: ISIL Suicide bomber targets school in Kabul". Al Jazeera. 16 August 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Reuters Editorial . Tajik or Russian plane bombs Afghan border area, six dead: Afghan.... U.S..
  24. . Top Afghan police chief killed, 2 Americans wounded in Kandahar attack. CNN.
  25. "DTM Afghanistan: Drought Response Situation Report - Herat (9 September - 12 October 2018)". ReliefWeb. 12 October 2018. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جنوري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. . Afghanistan war: US strike in Helmand killed 23 civilians, UN says. BBC News.
  27. . Afghanistan becomes world's deadliest country for terrorism, overtaking Iraq. NBC News.
  28. . Key Afghanistan Taliban commander killed in US air strike. BBC News.
  29. . US envoy for Afghan peace embarks on multi-nation tour amid concerns in Kabul. Stars and Stripes.
  30. . New Taliban Attack Prompts Familiar Question: What's Next In Afghanistan?. WBUR.
  31. . US military ordered to begin planning to withdraw about half the troops in Afghanistan. CNN.
  32. . More Than 40 Dead After Attack At Government Compound In Afghanistan. NPR.
  33. What 3 Deaths Among Thousands Tell Us About Afghanistan In 2018
  34. "Death of Afghan group's founder unlikely to weaken militants". د اصلي آرشيف څخه پر September 8, 2018 باندې. د لاسرسي‌نېټه September 8, 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. (په 2018-09-06 باندې). ‘We Live Death’: A Chronicler of Afghan Loss Is Killed on Live TV. The New York Times.
  36. "What 3 Deaths Among Thousands Tell Us About Afghanistan In 2018". NPR.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "What 3 Deaths Among Thousands Tell Us About Afghanistan In 2018". NPR.org (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)