افغانستان په ۲۰۱۷ ز کال کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په ۲۰۱۷ ز کال کې په افغانستان کې لاندنۍ پېښې د میاشتو په ترتیب رامنځته شوې دي.

د دولت چارواکي[سمول]

  • ولسمشر: اشرف غنی
  • اجرائیه ئیس: عبدالله عبدالله

پېښې[سمول]

جنوري[سمول]

  • 1 جنوري – د ۷۵ مې لېوا د دویم غنډ رینجر سرتیرو په هېواد کې د داعش-خراسان د څانګې پر فعال قومندان باندې برید تر سره کړ. جوشوا لېچ، سره له دې چې د ګرنېټ د چاودنې له امله ټپی شوی و، د داعش جنګیالي یې په یوازې سر د دریو دقیقو لپاره مهار کړي و. په داسې حال کې چې هغه د AK-47، AK-74، AKS-74، AKS-74U او ګرنېټ تر بریدونو لاندې و، خو خپلو دوو ټپي شوو رینجر سرتیرو او ټپي شوي افغان سرتیري ته یې د دې زمینه برابره کړه تر څو له سیمې ووځي. لېچ د خپلې همدې مېړانې په خاطر د «سپینو زرو د ستوری» مېډال وګاټه. [۱]
  • 9 جنوري – افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو، د القاعدې یو ستر مشر، قاري سیف الله اختر او یو بل ترهګر په غزني کې ووژل. [۲][۳]
  • 10 جنوري – د ۲۰۱۷ ز کال د جنوري په میاشت کې د ماین چاودو له امله څه باندې ۶۰ کسان مړه او نږدې ۱۰۰ کسه ټپیان شول. [۴][۵][۶]

فبروري[سمول]

  • 4 فبروري – په ۲۰۱۷ ز کال کې په افغانستان کې د واورې ښوئیدنې له امله ۱۴۳ کسه مړه او ۱۰۳ نور ټپیان شول. [۷]
  • 7 فبروري – په کابل کې د سترې محکمې مخکې ځانمرګي برید له امله ۲۰ کسه مړه او ۴۸ نور ټپیان شول. په همدې ورځ، په لویدیځ فراه ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودیدو له امله د دې ولایت د پولیسو یو لوړپوړی کس ووزل شول. طالبانو د همدې برید پړه پر غاړه واخیسته.[۸]
  • 8 فبروري – هغه ۶ افغانان چې له سره صلیب سره یې کار کاوه د خراسان د داعش اړوند وسله والو کسانو له خوا ووژل شول او دوه نور یې لادرکه شول. داسې احتمال کېده چې هغوی به د داعش د کسانو له خوا د فاریاب په قوش تپه ولسوالۍ کې تښتول شوي وي. [۹]
  • 9 فبروري – د امریکا د متحده ایالاتو یو سرتیری وروسته له هغه په کلکه سره ټپي شو، کله چې طالبانو په هلمند کې د هغوی پر اډې باندې برید وکړ. په دغه ورځ کې په هلمند کې یو بل سرتیری هم ټپي شو. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

مارچ[سمول]

  • 1 مارچ – طالبانو د پولیسو، اردو او استخباراتي ادارو پر مرکزونو برید وکړ او ۱۵ کسه یې ووزل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل.[۱۸]
  • 7 مارچ – پاکستان د لنډې مودې لپاره د تورخم او چمن د تګ را تګ لارې پرانیستلې، تر څو له دواړو خواوو څخه یوازې هغه مسافر چې ویزې لري، هېواد ته د تلو لپاره ورته اجازه ورکړي. [۱۹]
  • 8 مارچ – د داعش خراسان ډلې ۴ جګړه مارو د کابل په تر ټولو ستر پوځی روغتون، سردار محمد داوود خان روغتون برید وکړ او څه باندې ۳۰ کسه یې ووژل او ۵۰ نور ټپیان شول. کمانډو ځواکونو له څو ساعتونو جګړې وروسته څلور سره بریدګر ووژل.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

اپریل[سمول]

  • ۲ اپریل –کله چې د کمانډو ځواکونو د هلمند په لښکرګاه ښار کې د چاودونکو توکو او مهماتو یو زېرمتون پیدا کړ او هغه ته یې چاودنه ورکړه، نو له امله یې ۹ ملکي وګړی ووژل شول.[۲۴]
  • ۵ اپریل – سیمه ییزو رسنیو رپوټ ورکړ چې د ترهګرۍ ضد عملیاتو په درشل کې، د داعش یو لوړپوړی مشر، سید عمر باجوړی د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې سره له خپلو ۲۴ جګړه مارو سره ووژل شو. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

مې[سمول]

  • 1 تر 2 د مې – د افغانستان د ملي اردو د ۷م غنډ د ۵ کنډک د دوو ټولیو امنیتي سرتیري له سختو سیمو څخه له په شاتګ وروسته د بدخشان د اشکاشم ولسوالۍ ته راورسېدل.دغه ځواکونه په ناڅاپي ډول د دښمن تر بریدونو لاندې راغلل او اړ شول تر څو د سیمې له خلکو څخه مرسته وغواړی تر څو له خپلو سیمو څخه دفاع وکړي،چې د مې تر دویمې پورې یې دفاعي حالت ونیو. د افغان ځانګړو ځواکونو د کمانډویانو یوه وړه ډله له ترهګرو څخه د سیمې د نیولو په موخه زیباک ولسوالۍ ته راغلل او ویل کېږی چې هوايي ځواک هم ګڼ شمېر بریدونه د طالبانو پر سیمو واورول. [۳۱]
  • 3 مې – په کابل کې د امریکا سفارت ته نږدې د ناټو خواکونو پر کاروان د موټر بم چاودنه وشوه. په دغه چاودنه کې د ۳ امریکايي سرتیرو په ګډون ۸ کسان ووژل شول او څه باندې ۲۵ نور ټپیان شول. داعش د همدې برید مسوولیت پر غاړه واخیست.[۳۲][۳۳]

جون[سمول]

  • 3 جون – د ۲۰۱۷ ز کال د جون په ۳ په کابل کې بمي چاودنې
  • 6 جون – د هرات د جامع جومات په وړاندې د ماین یوه مشکوکه چاودنه[۳۴]
  • 10 جون – د ننګرهار د سیمه ییزو چارواکو د معلوماتو له مخې، د طالبانو یوه نفوذي کس په اچین ولسوالۍ کې ۳ امریکايي سرتیري وژلي او یو یې ټپی کړی دی. [۳۵][۳۶]
  • 15 جون – په کابل کې پر یوه جومات باندې د ۲۰۱۷ ز کال د جون په میاشت کې برید
  • 22 جون – په لښکرګاه کې د جون په میاشت کې د ماین چاودنه
  • ناڅرګنده نېټه – د کمانډو ځواکونو یوه سرتیري د امریکا د ځانګړو ځواکونو پر خوا څو راکېټونه وویشتل چې له امله یې ۴ کسه ټپیان شول. [۳۷]

جولای[سمول]

  • 3 جولای – د بهرنیو ځواکونو او افغان ځواکونو د ګډو عملیاتو په ترڅ کې چې د هلمند په ناوه ولسوالۍ کې د یوې اډې مخ ته تر سره شو، د لومړۍ زغره والې فرقې د لومړي سټریکر غنډ یو امریکايي سرتیری مړ او دوه نور ټپیان شول. [۳۸]
  • 11 جولای – په کنړ ولایت کې د داعش ډلې پر مرکزونو د امریکا د هوايي ځواکونو په بمبار کې، د داعش د خراسان څانګې مشر، ابو سعید د داعش له نورو جنګیالیو سره یو ځای ووژل شو. [۳۹]
  • 17 جولای – افغان امنیتي ځواکونو چې د امریکا د سمندري واحد او بې شمېره امریکايي هوايي بریدونو په مټ یې ملتیا کېدله، د هلمد د ناوې ولسوالۍ یې بېرته له طالبانو څخه ونیوله. [۴۰][۴۱]
  • 24 جولای – د ۲۰۱۷ ز کال د جولای په ۲۴مه په کابل کې چاودنه وشوه.
  • 31 جولای – په کابل کې د عراق پر سفارت باندې په ۲۰۱۷ز کال کې برید وشو.

اګسټ[سمول]

  • 1 اګسټ – په ۲۰۱۷ ز کال کې د هرات پر جومات برید وشو
  • 2 اګسټ – په کندهار ولایت کې د ناټو ځواکونو پر کاروان موټر بم چاودنه وشوه، چې له امله یې د امریکايي ځواکونو دوه سرتیري مړه او څلور نور یې ټپیان شول. [۴۲][۴۳][۴۴]
  • 3 تر 5 اګسټ – طالب ځواکونو او د خراسان د داعش ډلې ځواکونو په ګډه سره د سرپل د صیاد ولسوالۍ په میرزا اولنګ کلي کې د سیمه ییزو پولیسو پر وړاندې برید وکړ چې ۴۸ ساعته یې دوام وکړ. په دغه جګړه کې څه باندې ۵۰ ملکیان (زیاتره یې شیعه هزاره ګان)، ۱۸ سیمه ییز پولیس او ۲۸ سیمه ییزه ملیشه ووژل شوه. په مقابل لوري کې  هم ۱۲ جنګیالي مړه او ۱۲ نور یې ټپیان شول. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند، د همدې پېښې په تړاو وویل چې دولت د له لاسه ورکړل شویو سیمو د بېرته نیولو لپاره پر پلان کار کوي. همداشان، په همدې ورځ د کابل په شمال کې بګرام هوايي ډګر ته نږدې د قره باغ په ولسوالۍ کې د ناټو او افغان ملي اردو په ګډه ګزمه باندې ځانمرګی برید تر سره کړ، چې له امله یې یو ګرجستانی سرتیری مړ او ۳ نور یې ټپیان شول. سربېره پر دې، دوه امریکايي پوځیان، یو افغان ژباړونکی او ۵ نور سرتیري ټپي او ۲ ملکي افغانان ووژل شول. [۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹]

سپټمبر[سمول]

  • ۵ سپټمبر – د سره صلیب دوه کارکوونکي د وسله والو کسانو له خوا وتښتول شول او د فبروري کې بېرته ازاد شول.[۵۰][۵۱]
  • ۱۱ سپټمبر – پېنځه امریکايي سرتیري او د ناټو اړوند یو سرتیری هغه مهال سرسرن ټپیان شول، کله چې ځانمرګي بریدګر په خپل موټر کې د چاودونکو توکو په کارولو د پروان ولایت د قلعه موسی بالا په کلي کې پر هغوی برید وکړ.[۵۲]

اکټوبر[سمول]

  • ۱ اکټوبر – د افغانستان د هوايي ځواک له خوا په تیروتنې سره د یوه بمبار له امله د هلمند د ګرشک پر یوې پوستې باندې ۱۰ تنه مړه او د سنګوریانو د ډلې ۹ غړي ټپیان شول – سنګوریان هغه امنیتي ځواکونه دي چې سیمه ییز کالي اغوندي.[۵۳]
  • ۱۲ اکټوبر- د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې د برید له امله په کنړ کې د داعش ۱۴ ترهګر ووژل شول. د کنړ د والي ویاند وویل چې دغه برید یې د داعش ډلې پر هغه ناسته کړی چې پلان یې درلود یو برید تر سره کړي.[۵۴]
  • ۱۸ اکټوبر – په پکتیا ولایت کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې په برید کې د «جماعت الاحرار» د ډلې مشر، عمرخالد خراساني او ۹ نور ترهګر ووژل شول.[۵۵]

نومبر[سمول]

  • ۳ نومبر – د دولتي چارواکو او سیمه ییزو خلکو په وینا، د کندوز د چهادردرې ولسوالۍ کې د امریکايي الوتکو د برید له امله، زیات شمېر ملکي وګړي چې نږدې ۵۵ کسه وو، ووژل شول. یوې افغان امنیتي سرچینې وویل چې طالبانو د سیمې خلک مجبور کړل تر څو د مړو جسدونه د هوايي بریدونو په مهال ولیږدوي. که څه هم افغان ځواکونو دا په ډاګه کړه چې په دې برید کې هېڅ ملکي وګړی نه دی وژل شوی.[۵۶]
  • ۴ نومبر – د امریکا د دویمې لېوا د ځانګړو ځواکونو یوه سرتیري هغه مهال خپل ژوند له لاسه ورکړ چې په لوګر ولایت کې ټپي شوی و. [۵۷]
  • ۱۹ نومبر – افغان کمانډویانو او ایتلافي ځواکونو د خپلو شپنیو عملیاتو په ترڅ کې د هملند په نوزاد ولسوالۍ کې د طالبانو پر زندان برید وکړ چې په پایله کې یې ۱۵ زندانیان ازاد کړل. همداشان یې د طالبان ګڼ غړي ونیول او د ماین جوړولو مواد یې له منځه یوړل. [۵۸]

ډیسمبر[سمول]

  • ۱ ډیسمبر – د هلمند په موسی قلعه کې د یوه برید په پایله کې د طالبانو د «سرې قطعې» مشر، ملا شاه ولي، د هغه مرستیال او ۳ نور ترهګر ووژل شول.[۵۹]
  • ۱۸ ډیسمبر- د داعش د ډلې بریدګرو په کابل کې د ملي امنیت د عمومي ریاست پر ښوونیز مرکز باندې برید وکړ.[۶۰]
  • ۲۵ ډیسمبر- یوه ځانمرګي بریدګر په کابل کې د ملي امنیت د عمومي ریاست اړوند ودانۍ کې ۶ کسه ووژل او ۳ نور یې ټپیان کړل.[۶۱]
  • ۲۸ ډیسمبر – یوه ځانمرګي بریدګر په کابل کې د شیعه ګانو پر یوه کلتوري مرکز برید وکړ چې په پایله کې ۵۰ تنه مړه او څه باندې ۸۰ نور ټپیان شول. دا برید داعش تر سره کړ.

وفات شوي کسان[سمول]

  • ۲۰ جنوري – د افغانستان د اسلامي ملي محاز د جبهې بنسټګر، احمد ګیلاني (په ۱۹۳۲ کې زوکړل شوی) مړ شو.[۶۲]
  • ۲۶ فبروري – د طالبانو والي، عبدالسلام (په ۱۹۶۸ کې زوکړل شوی) مړ شو.[۶۳]
  • ۱۰ سپټمبر – امریکايي تاریخ لیکونکي، نانسي ډوپري (په ۱۹۲۷ کې زوکړل شوې) چې د خپل عمر ۵۵ کاله یې د افغانستان د لرغونو آثارو په ساتنه کې تېر کړي و، مړه شوه.[۶۴]

سرچینې[سمول]

  1. "Ranger receives Silver Star for saving Afghan soldier during raid on ISIS commander". Army Times. 19 May 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "US military kills AQIS leaders, fighters in southern Afghanistan". Long War Journal. 26 April 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Afghan intelligence confirms top al Qaeda leader killed in raid". Long War Journal. 19 February 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Six heroin labs destroyed in Afghan crackdown". Al Jazeera. 30 January 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "U.S. Airstrikes Hit Taliban After Attack on an Afghan Army Post". Washington Post. 31 January 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "US air raids hit Afghan Taliban after tunnel attack". al jazeera. 1 February 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "More than 100 die as avalanches bury villages in Afghanistan, Pakistan". CNN. 7 February 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "At least 20 killed in blast outside Afghanistan's Supreme Court". the independent. 7 February 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Six Afghan ICRC workers 'killed by Islamic State'". BBC. 8 February 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "A U.S. soldier is wounded in Sangin, highlighting a tragic irony about the Afghanistan war". military.com. 9 February 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "2 US Soldiers Wounded in Afghanistan Clash". military.com. 12 February 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Suicide bomber kills seven in Afghanistan". Sky News Australia. 12 February 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  13. "U.S. Airstrikes In Afghanistan Kill At Least 18 Civilians: UN Report". Huffington post. 12 February 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Pakistan temporarily reopens border with Afghanistan". Aljazeera. 7 March 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Taliban overruns Afghan district where al Qaeda ran training camps - FDD's Long War Journal". د لاسرسي‌نېټه ۱۳ اپرېل ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "10 Police Officers Killed in Ambush by Militants in Afghanistan". New York Times. 25 February 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "U.S. Drone Strike Kills Regional Taliban Leader in Afghanistan". NBC news. 27 February 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "U.S. airstrike in Kunduz signals a new chapter in Afghanistan". Military Times. 11 March 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Pakistan temporarily reopens border with Afghanistan". Aljazeera. 7 March 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Afghanistan: IS gunmen dressed as medics kill 30 at Kabul military hospital". BBC. 8 March 2017. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "31 Taliban Insurgents Killed In Helmand Operation". Tolonews. 12 March 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Suicide Bomber in Afghanistan Slams Into Packed Minibus". New York Times. 13 March 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Suicide bombers target Afghan troops, local official in Afghanistan". Military Times. 17 March 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "Afghan official: 9 civilians killed in southern Afghanistan". Washington post. 2 April 2017. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ اپرېل ۲۰۱۷ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Violence, Bloodshed Mount in Afghanistan, Report Says". NBC news. 30 April 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Afghanistan: Maryland Green Beret killed in ISIS fight remembered as hero". Fox News. 13 April 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Ryan Brown. "US special operations soldier was killed today in Afghanistan". CNN. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Thomas Gibbons-Neff. "U.S. soldier killed fighting the Islamic State in Afghanistan". The Washington Post. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Roadside bomb kills nine Afghan forces battling the Taliban". ABC News. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Airstrikes kill 18 militants in N. Afghan province". Xinhua. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. "One small battle could lead to massive strategic loss in Afghanistan". Fox News. 2 May 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Car bomb kills eight people near US Embassy in Kabul". CNN. 3 May 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. "IS gunmen in deadly battle at Afghan TV". BBC. 17 May 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. (په 6 June 2017 باندې). Suspected bomb kills seven outside historic mosque in Afghanistan's Herat. Reuters.
  35. "2 US soldiers killed in Afghanistan". Anadolu Agency. 10 June 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. "Official: Afghan soldier kills 3 US service members". CNN. 11 June 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. "In bid to beat back the Taliban, Afghanistan starts expanding its commando units". Washington Post. 11 August 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "Death of U.S. soldier in Afghanistan highlights the evolving role of conventional combat troops there". Washington Post. 5 July 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. "Head of Isis in Afghanistan killed by US air strike, Pentagon says". the Independent. 14 July 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. "Afghan forces retake district in southern province of Helmand". Reuters. 17 July 2017. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جولای ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. "U.S. airstrikes in Afghanistan are at levels not seen since Obama troop surge". Washington Post. 17 July 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. "Military identifies Fort Bragg soldiers killed in Afghanistan suicide bomb attack". Stars and Stripes. 3 August 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. "US soldiers killed in Afghanistan identified". Fox News. 3 August 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  44. "Two US soldiers killed in Taliban suicide bomb attack in Afghanistan". the Guardian. 2 August 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. "ISIS and Taliban join forces in deadly village attack, Afghan officials claim". CNN. 7 August 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. "Taliban free 235 villagers in northern Afghanistan; gunmen open fire on US base". Stars and Stripes. 9 August 2017. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ اگسټ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. "Joint Taliban-ISIS Attack Kills Dozens, Afghan Officials Say". New York Times. 6 August 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. "NATO: Georgian soldier killed, two Americans wounded in latest Afghan attack". Stars and Stripes. 4 August 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. "Taliban free 235 villagers in northern Afghanistan; gunmen open fire on US base". Stars and Stripes. 9 August 2017. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ اگسټ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. "US airdropping supplies in Afghanistan again as war heats up". Military Times. 27 September 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. "Two kidnapped Afghan ICRC workers freed". BBC. 5 September 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  52. "Suicide attack wounds US troops in Afghanistan on anniversary of 9/11". CNN. 11 September 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  53. "Afghan security forces killed in 'friendly fire' incident". Reuters. 1 October 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  54. "US drone strike 'kills 14 Isis militants in Afghanistan'". the Guardian. 14 October 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  55. "Pakistan militant leader 'killed by drone' in Afghanistan". BBC. 19 October 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  56. "US airstrikes kill scores of civilians in Kunduz province, Afghans say". The Guardian. 4 November 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  57. "US soldier killed during operations in eastern Afghanistan identified". Stars and Stripes. 4 November 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  58. "Afghan commandos rescue 15 people from Taliban prison". CNN. 19 November 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  59. "Top al-Qaeda leader reported killed in Afghanistan in U.S.-Afghan operation". Washington Post. 5 December 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  60. "Gunmen storm building near Afghan intel training center". CBS News. 18 December 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  61. "Kabul suicide attack kills six near Afghan intelligence agency". The Guardian. 25 December 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  62. (په 21 January 2017 باندې). Government says High Peace Council chief dies.
  63. (په 27 February 2017 باندې). Senior Taliban leader killed in Kunduz air raid. Al Jazeera.
  64. "Nancy Dupree: Renowned US historian dies in Afghanistan". Al Jazeera. 10 September 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)