افغانستان په ۲۰۱۳ز کال کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


افغانستان په ۲۰۱۳ز کال کې

دولتې چارواکي[سمول]

  • ولسمشر: حامد کرزی
  • د ولسمشرلومړی مرستیال: محمد فهیم
  • د ولسمشر دویم مرستیال: کریم خلیلي
  • قاضي القضات: عبدالسلام عظيمي

پیښې[سمول]

جنوري[سمول]

  • د جنورۍ  شپږمه – په سپین بولدک کې ځانمرګي بریدګر څلور تنه ووژل.
  • د جنورۍ ۱۶ مه– په کابل کې د افغانستان د ملي امنیت پر ریاست  یو ډله ایز ځانمرګی برید وشو، چې له امله یې یو امنیتي ساتونکی ووژل شو او ۱۷ نور ټپیان شول.
  • د جنورۍ ۲۶ مه– په کندز کې په یوه مارکیټ کې ځانمرګي برید لږ تر لږه لس کسان ووژل او تر شلو زیات  یې ټپیان کړل.
  • د جنورۍ ۲۷مه – د تېرې ورځې په بمي چاودنو کې د افغان ملي پولیسو لږ تر لږه شل غړي ووژل شول او همدارنګه د کندهار  په وروستي برید کې اته پولیس وژل شوي دي.

فبروري[سمول]

  • د فبروري لسمه - امریکایی جنرال جوزف ډانفورډ د جان آر الن پر ځای په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قومانده پر غاړه واخیسته.
  • د فبروري ۱۳مه - افغان چارواکي وايي، په کونړ ولایت کې د ناټو په هوايي برید کې د درې ماشومانو په ګډون لس ملکي وګړي وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
  • د فبروري ۲۴ مه - د افغانستان په ختیځ لوګر او جلال اباد ولایتونو کې په یو لړ ځانمرګو بریدونو کې دوه امنیتي ساتونکي او یو افغان پولیس وژل شوي . همدا راز په کابل کې د ملي امنیت پر ریاست د دریم برید مخه ونیول شوه.
  • افغان ولسمشر حامد کرزي په  امریکا غږ کړی، چې له میدان وردګو ولایت څخه دې هغه امریکايي ځانګړي ځواکونو وباسي چې د شکنجې کولو ادعاوې پرې شتون لري.
  • د فبروري ۲۷مه- طالبانو د افغانستان په جنوب ختیځ اندړو ولسوالۍ کې د شپني عملیاتو پایله کې ۱۷ افغان حکومت پورې تړلي ملېشې (سیمه ایز پولیس) وژلې.

مارچ[سمول]

  • د مارچ دوهمه - طلوع نیوز د پاکستان د علماو د شورا د مشر طاهر اشرفي له خولې لیکلي چې اشرفي په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د شتون له امله ځانمرګو بریدونو ته مشروعیت ورکړې. مګر اشرفي دا تورونه رد کړل، خو دغو څرګندونو د افغانانو تر منځ اندېښنې  راپارولي.[۱]
  • د مارچ نهمه - کابل ته د امریکا د دفاع وزیر چک هیګل د راتګ پر مهال په کابل او خوست کې د دوو ځانمرګو بریدونو په پایله کې لږ تر لږه ۱۹ کسان ووژل شول.
  • د مارچ لسمه – افغان ولسمشر حامد کرزی ادعا کوي چې امریکايي ځواکونه له افغان طالبانو سره کار کوي تر څو ډاډ ترلاسه کړي چې د دوی یو شمېر پوځیان په ۲۰۱۴ز کال کې له وتلو وروسته هم په دغه هېواد کې پاتې شې.
  • د مارچ ۱۱مه- په میدان وردګو ولایت کې په ایتلافي ځواکونو په وروستي برید کې دوه امریکایي او درې افغان سرتیري ووژل شول. په یوه بله پېښه کې دوه ملکي افغانان هغه مهال د امریکايي پوځیانو له خوا په ډزو ووژل شول چې هغوی کابل ته څېرمه په یوې پوستې کې تم نشول.

اپریل[سمول]

  • د اپریل دریمه – د فراه ولایت په یوه  محکمه باندې د طالب جنګیالیو د ځانمرګی برید له امله ۴۶ څخه زیات کسان ووژل شول او تر ۱۰۰ زیات ټپیان شول.
  • د اپریل څلورمه – د افغانستان په جنوب ختیځ ولایت غزني کې د ناټو په هوايي برید کې لږ تر لږه پنځه کسان ووژل شول.
  • د اپریل شپږمه– د افغانستان په جنوبي ښار قلات کې یوې بمي چاودنې درې پوځیان، دوه امریکايي ملکي وګړي او یو افغان ډاکټر ووژل. د هېواد په ختیځ کې په یوه بل برید کې یو امریکايي ملکي وګړی هم وژل شوی دی.
  • د اپریل اومه – د افغانستان په کنړ ولایت کې د ناټو په هوايي برید کې لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل شول.
  • د اپریل اتمه- افغان ولسمشر حامد کرزي په کونړ ولایت کې د ناټو ځواکونو له خوا د ۱۱ ماشومانو وژنه غندلې او په دې اړه یې د پلټنو لارښودنه کړی.
  • وسله والو طالبانو په میدان وردګو ولایت کې په یوه مسافر وړونکي بس د چاودنی پړه پر غاړه اخیستې، چې له امله یې لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي او تر ۲۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

مې[سمول]

  • د مې څلورمه – کندهار ولایت کی په یوه بمی چاودنه کی پنځه امریکایی پوځیان ووژل شول، دغه راز په یو بل بریدکې ۳ تنه نور عسکر وژل شوي دي.
  • د مې شپږمه – د پوله ساتو ځواکونو په ډزو کې یو افغان سرحدي پولیس ووژل شو او دوه پاکستاني پوځیان ټپیان شول.
  • د می ۱۳مه - په هلمند ولایت کې د ایساف پر یوې اډې د طالبانو په برید کې درې ګرجستاني عسکر ووژل شول او څو نور ټپیان شول.
  • د می ۱۴مه – طالبانو په کندهار ولایت کی څلور امریکایی پوځیان ووژل.
  • د می ۱۶مه - په کابل کې یوه ځانمرګي برید د دوو امریکایي سرتیرو او د ناټو د څلورو کارکوونکو په ګډون ۱۵ کسان ووژل دغه پیښه کې ۳۹ تنه نور ټپیان شو.[۲]
  • د می ۲۴مه - د کابل په مرکزي برخه کې د افغان امنیتي ځواکونو او طالب جنګیالیو ترمنځ نښته وشوه، چې یو افغان پولیس، یو نیپالی سرتیری او څو طالب اورپکي پکې ووژل شول.
  • د می ۲۹مه – طالب جنګیالیو په جلال اباد ولایت کې د سره صلیب پر یوه مېلمستون برید وکړ.

جون[سمول]

  • د جون دوهمه - طالب اورپکو د افغانستان په ختیځ، کامدیش ولسوالۍ کې پر دوو پوستو برید وکړ، چې څلور افغان ملي پولیس یې ووژل.
  • د جون دریمه – د افغانستان په ختیځ کې یوه ځانمرګي برید د ۱۰ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۲۰ کسان ووژل.
  • د جون څلورمه - دوه برتانوي سرتیري په افغانستان کې د دوی د وخت په اوږدو کې د "ملکي وګړو جنسي او نژادي ناوړه چلند" په تور محاکمه شول.
  • د جون پنځمه - د متحده ایالاتو سارجنټ رابرټ بیلز وروسته له هغه د مرګ سزا رد کړه چې هغه د نهو ماشومانو په ګډون د ۱۶ افغان ملکي وګړو په وژلو اعتراف وکړ.
  • د جون شپږمه - په شیر غازي کې د ایساف پر یوې اډې د طالبانو  د برید په ترڅ کې اوه ګرجستاني سرتیري ووژل شول او نهه نور ټپیان شول.

جولای[سمول]

  • د جولای په دوهمه - د کابل په شمال کې د ناټو پر یوې اډې باندې د اورپکو برید دوه تنه ووژل.
  • د جولای نهمه - يو افغان سرتيري يو سلواکي عسکر وواژه او شپږ نور يې ټپيان کړل ، په همدې ورځ د سړک غاړې ماین چاودنې ۱۷ تنه ووژل.
  • د جولای ۱۸مه– په لوګر ولایت کې اته افغان کارګران هغه مهال ووژل شول چې د امریکایانو  پوځي اډې ته د کار لپاره تلل.
  • د جولای ۲۳مه– په میدان وردګو ولایت کې یوې چاودنې اته تنه ووژل، چې په کې درې امریکایي سرتیري، د ملي اردو څلور سرتیري او یو افغان ژباړن شامل و.

اګسټ[سمول]

  • د اګسټ لومړۍ نېټه  - په افغانستان کې د ناټو ځواکونو وروسته له هغې پلټنې پیل کړې چې په ننګرهار ولایت کې د امریکا په هوايي برید کې پنځه افغان پولیس ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.
  • د اګست دریمه – په جلال اباد کې د هند کونسلګرۍ ته څېرمه په ځانمرګي برید کې نهه ماشومان ووژل شول.
  • د اګست پنځمه – د کندهار په یوه مارکیټ کې چاودنې لږ تر لږه څلور کسان ووژل.
  • د اګست پنځمه - په افغانستان او پاکستان کې د سیلابونو له امله له ۱۶۰ څخه ډیر خلک مړه شول.
  • د اګست اتمه - په ننګرهار ولایت کې په یوه هدیره کې چاودنې لږ تر لږه ۱۴ کسان ووژل.
  • د اګست ۱۱مه-  په پکتیا ولایت کې په یوه برید کې درې امریکايي عسکر ووژل شول.
  • د اګست ۱۱مه – په کابل ولایت کې ناڅاپه سیلابونو ۲۲ کسان ووژل.
  • د اګست ۱۷مه – د افغانستان په لویدیځ کې په یوه پوځي کمپ کې د جنګیالېو له خوا لس تنه ووژل شول.
  • د اګست ۲۳مه -  د برتانوي پاراټروپرانو ګډه ورځنۍ ګزمه، د متحده ایاالتو سمندري او افغان سرتیرو د ناقانونه وسلو په لټه کې د هلمند په ولایت کې یو کلی په نښه کړ. دغه ځواکونه د چینوک هلیکوپتر له ښکته کېدو وروسته د طالبانو له خوا پرې برید وشو، چې ۴۵ دقیقې یې دوام وکړ. په پایله کې ۱۱ تنه اربکیان ووژل شول او ۴ تنه نور ټپیان شول. د امریکا د سمندري ځواکونو یو سرتیری هم ټپي شوی او یو عسکر ته د (ویکتوریا کراس) مډال ورکړل شو.

سپټمبر[سمول]

  • د سپتمبر اتمه– کابل ته څېرمه د استخباراتو پر دفتر د طالبانو برید د ملي اردو څلور سرتېري ووژل.
  • د سپتمبر ۱۳مه - طالبانو په هرات کې د امریکا پر کونسلګرۍ برید وکړ، دوه افغان ملي پولیس یې ووژل او شاوخوا ۲۰ نور یې ټپیان کړل.
  • د سپتمبر ۱۵مه -  افغانستان کې د ډبرو سکرو د یوه کان د نړیدو له امله لږ تر لږه ۲۷ کان کیندونکي مړه شول.

اکټوبر[سمول]

  • د اکتوبر ۱۵مه – د لوګر ولایت په یوه جومات کې بمي چاودنې د دغه ولایت والي جان ارسلا جمال وواژه او ګڼ نور یې ټپیان کړل.
  • د اکتوبر ۲۶مه – د کابل په څنډه کې د افغان او بهرنیو ځواکونو تر منځ وسله والې نښتې لږ تر لږه یو امنیتي ساتونکی وواژه او څو نور یې ټپیان کړل.
  • اکتوبر ۲۷مه – د افغانستان په ختیځ کې سړک ته څېرمه یوې چاودنې ۱۸ کسان ووژل. 
  • د اکتوبر ۲۸مه – د استرالیا صدراعظم ټوني ایبټ افغانستان ته د خپل سفر په ترڅ کې اعلان وکړ چې د استرالیا جګړه  په افغانستان کې پای ته رسېدلې ده.

نومبر[سمول]

  • د نومبر ۱۳مه - په افغانستان کې د کوکنارو کروندګرو د اپینو په تولید کې بې ساري زیاتوالی اعلان کړ.
  • د نومبر ۱۶مه – په کابل کې موټر بم چاودنې شپږ تنه ووژل او شل نور یې ټپیان کړل.

ډسمبر[سمول]

  • د ډسمبرڅلورمه- د متحده ایالاتو د ډرون بریدونو د  اعتراض په ځواب کې افغانستان ته د پاکستان  له لارې اکمالات وځنډیدل.
  • د ډسمبر شپږمه - د شاهي سمندري ځواکونو قومندان دریم بریدمن الکساندر بلیکمن د نظامي محکمې له خوا د یو بې وسلې جنګیالي  د وژلو په تور په عمري بند محکوم شو.
  • د ډسمبر ۱۵مه – د استرالیا وروستي سرتیري له افغانستانه ووتل. [۳]
  • د ډسمبر ۲۳مه - تورن / کیپټن ریچارډ هولوی، د ځانګړو سمندري چوپړتیاوو یو غړی، د افغان ټاکنو نه مخکې، د کابل په ختیځ کې په یوه دره کې د طالب جنګیالیو په وړاندې د ځانګړو سمندري ځواکونو او افغان ځواکونو له خوا د ګډو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو له خوا ووژل شو.

سرچینې[سمول]

  1. Pakistani Cleric's Suicide Bomber Comments Anger Afghans – March 5, 2013, Radio Free Europe/Radio Liberty
  2. Graham-Harrison, Emma (May 16, 2013). "Taliban suicide blast in Afghanistan 'targeted Nato advisers'". The Guardian. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په November 27, 2014 باندې). Special Forces soldier died in perilous raid on Taliban haven.