افغانستان په ۲۰۰۸ ز کال کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لاندې پېښې په ۲۰۰۸ ز کال کې د میاشتو په ترتیب په افغانستان کې رامنځته شوې دي.

د دولت چارواکي[سمول]

  • ولسمشر: حامد کرزی
  • د ولسمشر لومړی مرستیال: احمد ضیاء مسعود
  • د ولسمشر دویم مرستیال: کریم خلیلي
  • قاضي‌القضات:عبدالسلام عظیمي

جنوري[سمول]

  • ۱۴ جنوري – په ۲۰۰۸ ز کال کې پر سرینا هوټل د شوي برید له امله ۶ کسان ووژل شول.
  • ۲۵ جنوري – د ضابط رابرټ جیمز میلر په مشري د افغانستان د ملي اردو او امریکايي ځواکونو یوه وړه ډله د کنړ ولایت په ګواردش دره کې پیاده ګرځېدل، چې د یاغیانو له یوې ۱۵ تر ۲۰ کسیزې ډلې سره مخامخ شول؛ دغو جنګیالیو په جګړه ییزو مورچو کې سنګر نیولی و. ظابط میلر د هوايي ملاتړ له غوښتلو وروسته، دا کوچنۍ ډله سرتیري مخ په وړاندې بوتلل تر څو له هغو ۱۰۰ کسو جنګیالیو سره چې کمین یې نیولی و، وجنګیږي. په دغه جګړه کې میلر له خپله ځانه بې شانه مېړانه او وړتیا وښوده او ویې کولای شول چې ۱۰ جنګیالي ووژني. د نوموړي جګړه ییز تدابیر او لارې چارې د دې لامل وګرځېدې تر څو خپل ژوند له لاسه ورکړي، خو ویې کولای شول چې د خپل ټیم ۷ غړي او د افغانستان د ملي اردو ۱۵ سرتیري وژغوري. نوموړي ته د خپلې مېړانې او سرښندنې له امله د ویاړ مېډال ورکړل شو.

فبروري[سمول]

  • ۱۷ فبروري – په ۲۰۰۸ ز کال کې په کندهار کې یوه ځانمرګي برید کې ۱۰۰ کسه ووژل شول، چې دا یو له تر ټولو مرګونو بریدونو څخه ګڼل کېږي.
  • ۱۸ فبروري- د طالبانو یو مشر ملا عبدالمتین او د هغه یو قومندان ملا کریم آغا چې ګرشک ولسوالۍ ته په سفر روان وو، د سمندري ځانګړي ټیم له خوا چې له چورلکو کوز شوي و او دوی ته په کمین کې ناست وو، ووژل شول. [۱]
  • ۲۶ فبروری – یو ډنمارکي لیوپارډ ۲ ټانک د یوه ماین هدف وګرځېد او د کاروان لاره یې خرابه کړه. په دغه چاودنه کې چا ته زیان و نه رسېد او دا ټانک هم په خپله بیرته د جوړولو په موخه کمپ ته را وګرځېد. [۲]

مارچ[سمول]

  • د ۲۰۰۸ ز کال د مارچ په ۲۷مه، د امریکا د متحده ایالاتو حکومت د فلوریډا له میامې څخه د «AEY Inc.» شرکت چې د امریکا د پوځ له خوا استخدام شوی و، په قرارداد کې د مندرجو شرایطو د نقض له ا مله، وځنډاوه. دغه شرکت پر دې تورن و چې د بلغارستان د «MFS 2000 Inc» د کیفیت لرونکو مهماتو پر ځای یې د ۱۹۶۲ نه تر ۱۹۷۴ کلونو پورې د چین زاړه مهمات د افغانستان ملي اردو او پولیسو ته ورکړي و. د امریکا د پوځ اسناد ښیې چې دغه شرکت له ۲۰۰۴ ز کال څخه د امریکا له دولت سره د ۱۰ میلیون ډالرو په ارزښت قرارداد لاسلیک کړی و. دغو اسنادو وښوده چې یاد شرکت په ۲۰۰۷ ز کال کې د څه باندې ۲۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت د سترو قراردادونو غوښتنې تر لاسه کړې وي تر څو مهمات، بریدګرې وسلې او نورې وسلې چمتو کړي. د پوځ جنايي څېړونکې وګومارل شول تر څو د همدې قضیې اړوند اسناد د ۲۰۰۸ ز کال په جنوري کې وڅېړي. د امریکا د سنا جرګې د څارنې کمېټې اعلان وکړ چې غواړي د ۲۰۰۸ ز کال د اپریل په ۱۷مه په دې اړه یوه استماعیه غونډه جوړه کړي، چې په هغه غونډه کې به د AEY Inc. شرکت مشر، ۲۲ کلن ایفرایم ډیورولي د کنګرې له څېړنو سره مخ شي. یادې کمېټې دا خبره د ۲۰۰۸ ز کال د جون په میاشت کې خپره کړه.[۳][۴][۵][۶]

اپریل[سمول]

  • ۴ اپریل – د خپلواکو ټولګټو هېوادونو د پارلماني شورا منشي، میخایل کروتوف وویل چې، افغانستان د خپلواکو ټولګټو هېوادونو د غړیتوب د اخیستلو لپاره خپله لېوالتیا ښودلې ده. د افغانستان پارلمان له ۲۰۰۶ ز کال راهیسې په دغه شورا کې د څارونکي غړي په توګه شتون درلود.[۷][۸]
  • د اپریل په ۲۷مه، حامد کرزی له یوه بل برید څخه روغ رمټ ووت: وسله والو کسانو د هغه پوځي پریډ د مراسمو په درشل کې چې د افغانستان د خلق دیموکراتیک ګوند د حکومت پر وړاندې د مجاهدینو د بریا د لمانځلو لپاره جوړ شوي و، ډزې وکړي. دغو ډزو ۱۵ دقیقې وخت ونیو چې له امله یې ۳ کسه مړه او ۱۰ نور ټپیان شول. [۹]
  • د اپریل په ۲۹مه، د امریکا ۲۳۰۰ سمندري ځواکونو د هلمند ولایت د ګرمسیر پر ولسوالۍ برید وکړ، چېرې چې طالبانو هلته کلک سنګرونه جوړ کړي و.[۱۰]

مې[سمول]

  • د مې له ۱۳مې تر ۲۳مې – د ناروې د ځواکونو په مشرۍ د ایساف ځواکونو په بادغیس ولایت کې پوځي عملیات تر سره کړل.[۱۱]
  • د مې ۲۶مه – د ۷۵مې لېوا د دویم کنډک د D ټولي ۷۰ سرتیرو په پکتیا ولایت کې د طالبانو د یوې ارزښتناکې پایګاه د نیولو لپاره عملیات تر سره کړل. دغې پایګاه ته نږدې له چورلکو څخه په کوزیدو سره، نوموړی ټولی د ۴۰ طالبانو تر کلک برید لاندې راغلل، د همدې پایګاه د نیولو په مهال ۴ امریکايي سرتیري ټپیان او ۱ طالب ووژل شو. په دغه برید کې یوه امریکايي سرتیري ته د ویاړ مېډال ورکړل شو.

جون[سمول]

  • ۱۰ جون – په پاکستان کې د ګورا پرای په هوايي برید کې ۱۱ پاکستانۍ ملیشې ووژل شوې.
  • ۱۳ جون – د سرپوسې په زندان برید؛ طالبانو د سارپوسې پر زندان برید وکړ او ۱۰۰۰ بندیان یې ترې ازاد کړل.
  • ۲۷ جون – د ناټو ځواکونو د اپاچي چورلکو په برید کې ملا صدیق الله ووژل شو؛ هغه په هلمند کې د طالبانو اصلي پلان جوړونکی، تسهیلوونکی او ماین جوړونکی و.[۱۲][۱۳]

جولای[سمول]

  • ۵ جولای – د ډنمارک یو A52 لیوپارډ ټانک په هلمند ولایت کې د سړک غاړې ماین ښکار شو، چې له امله یې د ټانک چلونکی ووژل شو. په هغه شېبه کې له طالبانو سره د جګړې په مهال، پر دویم ټانک باندې هم چاودنه وشوه خو هېڅوک په کې ټپي نه شو. [۱۴]
  • ۶ جولای – د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې د ولسوالۍ په ده بالا کلي کې د واده په مراسمو کې د چاودنې له امله یو زیات شمېر افغان ملکي وګړي چې زیاتره یې ښځې وي، ووژل شوې. دا چاودنه هغه مهال وشوه چې د کلي خلکو ناوې د زوم کلي ته وړله.
  • ۷ جولای – په ۲۰۰۸ کال کې په کابل کې د هند پر سفارت موټري بم چاودنې د ۴ هندیانو په ګډون ۵۸ کسان ووژل. د دغې چاودنې مسؤلیت هند د پاکستان پر ISI واچاوه.
  • ۱۲ جولای – د برتانیې ځانګړو ځواکونو، ملا بسم الله په ډزو سره وواژه؛ هغه د هلمند ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې د طالبانو کليدي مشر او قومندان و، چې د جون په وروستیو کې له ملا صدیق الله سره د هغه وژنه، د هلمند په شمال کې د طالبانو پر لوژیستیکي او تسهیلاتي برخو کې کلکه ضربه وارده شوه.[۱۵][۱۶]
  • ۱۳ جولای – د وانټ جګړه. طالبانو د ناټو پر یوې قرارګاه برید وکړ  او ۹ امریکايي سرتیري یې ووژل. د برتانیې د پوځي الوتکې د راکېټې برید په پایله کې عبدالرزاق ووژل شو؛ هغه د طالبانو یو مشر و چې خپل جنګیالي به یې د موسی قلعه ولسوالۍ شاوخوا رهبري او منسجم کول.[۱۷]

اګسټ[سمول]

  • ۱۹ اګسټ – طالبانو د سروبي په اوزبین کې د یوه کمین په پایله کې ۱۰ فرانسوي سرتیري ووژل.
  • ۲۲ اګسټ – د هرات د شینډنډ ولسوالۍ په عزیزاباد کلي کې د امریکايي الوتکو د هوايي بمبار له امله له ۷۸ تر ۹۲ پورې ملکي وګړي ووژل شول.
  • ۲۷ اګسټ – په هلمند کې د شاهین د څوکې عملیات پیل شول.

سپټمبر[سمول]

  • سپټمبر – د امریکا د متحده ایالاتو او پاکستان تر منځ نښتې.
  • 3 سپټمبر – د پاکستان په انګور اډه کې د امریکايي ځانګړو ځواکونو له خوا هوايي برید.

اکټوبر[سمول]

  • د ۲۰۰۸ ز کال په اکټوبر کې، واشنګټن پوست د امریکا د سمندري ځواکونو د پخواني وزیر جان لیمن سرلیکنه خپره کړه: هغه څه چې د افغانستان جګړه یې د امریکا د پوځ په تاریخ کې د یوې مهمې پېښې په توګه بدله کړې ده، هغه دا ده چې دا جګړه د ټولو سرویسونو د ځانګړو عملیاتو د ځواکونو چې ورسره د سمندري او هوايي ځواک تاکتیکي ځواک هم مل و او همداشان د شمال ټلوالې او سې ای اې عملیاتونه هم په مساویانه توګه سره مهم و په یو موټي ډول یې عمل وکړ. په دې جګړه کې د پوځ یا سمندري ځواک هېڅ ستر ځواک و نه کاریده.[۱۸]
  • د ۲۰۰۸ ز کال د اکټوبر په لومړۍ نېټه، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لوپوړي جنرال، ډیویډ مک کیرنان خبرداری ورکړ، چې ښايي د افغانستان حالت به ډېر کړکېچن شي. په افغانستان کې دننه نړیوال ځواکونه د دې جوګه نه و تر څو هغه سیمې چې دوی تصفیه کړې وي، د ځواکونو د نشتوالي له امله یې په کنټرول کې وساتي. له همدې امله، نوموړي جنرال د دریو جنګي لیواګانو (شاوخوا ۲۰ زرو سرتیرو) غوښتنه وکړه. سیمې ته د همدې سرتیرو له هر څه ژر لېږلو پرته، طالبان کولای شی هغه سیمې چې د نړیوالو ځواکونو له خوا تصفیه شوې وي، بېرته تر خپل واک لاندې راولي. جنرال په خپله لیکنه کې زیاته کړې وه چې ښايي وضعیت په افغانستان کې وړاندې تر دې چې غوره شي، خراب شي.[۱۹]
  • د ۲۰۰۸ ز کال د اکټوبر په لومړۍ نېټه، د امریکا یوې بې پیلوټې الوتکې، له افغان پولې سره نږدې د خیبر پښتونخوا ایالت کې پر ملیشو باندې برید وکړ. ویل کېږي چې په دې برید کې شپږ کسان ووژل شول. دا ډول بریدونو د اسلام اباد تند غبرګون له ځان سره درلود او د امریکا متحده ایالات یې د خپل هوايي حریم پر نقض کولو باندې تورناوه.[۲۰]

ډسمبر[سمول]

  • ۱۱ ډسمبر – د سره خنجر د عملیاتو پیل
  • ۱۹ ډسمبر- د امریکا متحده ایالاتو ژمنه وکړه چې، افغانستان ته به دری زره نور سرتیري لیږي.
  • د ۲۰۰۸ کال د ډسمبر ۳۰مه – د پاکستان امنیتي ځواکونو د خیبر په دره کې د جګړه مارو پر خلاف د عملیاتو د پیلولو له امله دا تدارکاتي لاره وتړله، خو له دری ورځو جګړو وروسته یې بېرته پرانېستله.[۲۱][۲۲]

سرچینې[سمول]

  1. (په 22 February 2008 باندې). Mullah Abdul Matin.
  2. (په March 16, 2008 باندې). Leopardenjagd am Hindukusch. Frankfurter Allgemeine Zeitung
  3. "Committee Announces Hearing on Arms Contract". House Oversight Committee. د اصلي آرشيف څخه پر December 2, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 14, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. U.S. suspends supplier of arms to Afghanistan, CNN, March 27, 2008
  5. Arms dealer's dad wanted 'nice' doctor son, CNN, March 28, 2008
  6. "Committee Holds Hearing on AEY Contracts with the U.S. Government". House Oversight Committee. د اصلي آرشيف څخه پر December 2, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه December 14, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) (retrieved from Archive.org)
  7. Afghanistan Applies for CIS Membership Archived January 30, 2016, at the Wayback Machine. - Turkish Weekly, 7 April 2015
  8. Афганистан вступит в СНГ - "Afghanistan to join CIS", 4 April 2008, RBC News
  9. Nick Meo (په April 27, 2008 باندې). Hamid Karzai escapes as Taleban target military parade – Times Online. The Times.
  10. "Marines launch assault in Afghanistan". د لاسرسي‌نېټه December 20, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Telemark Battalion in new combat with Taliban Archived June 1, 2008, at the Wayback Machine., Aftenposten, May 27, 2008
  12. "Key Taliban Leaders in Afghanistan Eliminated". ABC News. 24 July 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Afghanistan: Special forces kill Taliban leader in 'critical blow' to insurgency". the guardian. 17 July 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Status over fredagens begivenheder – Afghanistan: Alle danske soldater er nu tilbage i deres respektive lejre i Helmand provinsen" (په ډېنمارکي ژبه کي). Royal Danish Army. July 25, 2008. د اصلي آرشيف څخه پر October 17, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه July 31, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Key Taliban Leaders in Afghanistan Eliminated". ABC News. 24 July 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Afghanistan: Special forces kill Taliban leader in 'critical blow' to insurgency". the guardian. 17 July 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Key Taliban Leaders in Afghanistan Eliminated". ABC News. 24 July 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Washington Post Editorial, John Lehman former Secretary of the Navy, October 2008
  19. Miami Herald: International. 'Afghan war could get worse, top U.S. commander warns' [۱] Retrieved on 2008-10-03[مړه لينکونه]
  20. (په October 1, 2008 باندې). Suspected US missile strike kills 6 in Pakistan. The Guardian.[مړه لينکونه]
  21. Move against Taliban shuts US supply line, NYT, December 30, 2008
  22. Pakistan Reopens Supply Route, NYT, AP wire story, January 2, 2009[مړه لينکونه]