افغانستان په ۲۰۰۶ ز کال کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


په ۲۰۰۶ ز کال کې د میاشتو په ترتیب په افغانستان کې لاندنۍ پېښې رامنځته شوې دي.

د دولت چارواکي[سمول]

  • ولسمشر: حامد کرزی
  • لومړی مرستیال: احمد ضیاء مسعود
  • دویم مرستیال: کریم خلیلي
  • قاضي‌القضات: فضل هادي شینواری او وروسته عبدالسلام عظیمي

جنوري[سمول]

  • په ۲۰۰۶ ز کال کې، فارین پالیسي مجلې او په امریکا کې مېشت فکر خونې «د سولې صندوق»، افغانستان د نړۍ په کچه د «ماتې خوړولو دولتونو د شاخص» له مخې په لسم ځایګي کې اعلان کړ.  د دې بنسټ لیکونکو ویلي و چې د هغوی شاخص د هغو «لسګونو زرو مقالو» له مخې دی چې په کې بېلابېلې سرچینې کارول شوي دي او د ۲۰۰۵ کال په څو میاشتو کې را ټول شوي دي. د همدې شاخصونو امتیاز د ۱۲ میعارونو له مخې و چې دا دي: «د ګروپ د کرښو سره نابرابره اقتصادي وده»، «د کینه کولو میراث – د ډله ییز شکایت په لټه کې»، «د بشري حقونو پراخه سرغړونه»، «د فرقه يي نخبه کسانو رامنځته کېدل» او «د نورو دولتونو یا بهرنیو فعالانو لاسوهنه». [۱]
  • د جنوري ۱۳– په پاکستان کې د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د ډاماډولا هوايي برید.

فبروري[سمول]

  • د فبروري ۱ – د افغانستان تړون جوړ شو، چې له افغانستان سره یې د نړیوالو مرستو چوکاټ رامنځته کړ.

مارچ[سمول]

  • د ۲۰۰۶ کال د مارچ ۶، پاکستاني ولسمشر، پرویز مشرف ولسمشر بوش ته وویل چې باید له هغو ۳۰۰۰۰ جګړه مارو سره چې له افغانستان څخه پاکستان ته ځي، باید مبارزه او مقابله وکړي. هغه وویل چې له د ډیورنډ کرښې پرغاړه هومره پاکستان سرتیري ځای پر ځای شوي دي، چې که افغان او د ایساف سرتیري ټول هم هلته را ټول شي، بیا هم د پاکستاني سرتیرو شمېر پرې ډېر دی.[۲]
  • د مارچ ۲۹ – د لښکرګاه جګړه، چېرته چې طالبانو د ناټو پر یوې اډې باندې برید کړی و.

اپریل[سمول]

  • په ۲۰۰۶ کال کې د هالنډ او اسټرالیا عملیات د اپریل په پای کې پیل شو او د جولای تر ۱۶مې یې دوام وموند. دا عملیات یو له هغو سترو بریدونو څخه و چې په ۲۰۰۶ کال کې د ایتلافي ځواکونو له خوا تر سره شو، چې په پایله کې یې څه باندې ۳۰۰ طالبان ووژل شول او د چورا دره او د بلوڅانو ځینې سیمې د دوی تر کنټرول لاندې راغلي.

مې[سمول]

  • د مې ۱۵– د ځپلو عملیات چې د طالبانو له ماتې خوړلو وروسته تر ټولو ستر عملیات و، پیل شول.
  • د مې ۲۹ – د امریکايي سپوکزمن ریویو (The Spokesman-Review) ورځپاڼې په حواله، افغانستان «د ښار په څنډو کې د طالب وسله والو ډلو له مخ په زیاتیدونکي ګواښ سره مخ و». یو پوځي امریکايي ګاډی چې د امریکايي پوځیانو د کتار برخه وه له کنټرول څخه ووت او له ۱۲ ملکي ګاډو سره یې ټکر وکړ او له امله یې یو کس ووژل شو او شپږ نور ټپیان شول. په سیمه کې شته خلکو، له دې امله سخت په قهر شول او ټوله ورځ یې غوغا جوړه کړه ا د ۲۰ کسانو د مړینې او ۱۶۰ نورو د ټپي کېدو لامل وګرځېد. د امریکا د پوځ د ویاند په وینا، کله چې ۴۰۰ خښمېدلو کسانو د امریکايي سرتیرو پر خوا ډبرې واورولي او ډزې یې وکړي، نو امریکايي سرتیرو هم له خپله ځانه د دفاع په خاطر متقابلې ډزې وکړي. په کابل کې د فینانشیل ټایمز یوه خبریال وویل چې دا پېښه د خلکو «کرکه» او «له پردیو سره مخ په زیاتیدونکې دښمني» وه چې له ۲۰۰۴ ز کال راهیسې رامنځته شوه او اوسمهال مخ په زیاتیدو ده. دا کار ښايي د امریکا د هوايي برید په وړاندې رامنځته شوی وي، چې اونۍ وړاندې د افغانستان په سویل کې تر سره شوی و او ۳۰ ملکیان یې وژلي و؛ چېرته چې د هغې په باور «طالبان د ملکیانو په کورونو کې پټ شوي وو».[۳][۴]

جون        [سمول]

  • د جون ۲۷ – د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو یو ۱۶ کسیز ټیم چې زیاتره په کې سمندري ځواکونه او د سکاډران سرویس سمندري ځانګړي ځواکونه شامل و او همداشان د ځانګړې پېژندنې د ډلې غړي په کې وو، د هلمند ولایت د سنګین په ولسوالۍ کې یې د ځايي وخت په مهال د سهار په ۳ بجې یې د ۴ طالب مشرانو د نیولو لپاره د ایلیوس عملیات (Operation Ilois) پیل کړل. دغه ځواکونه د طالبانو له نیولو وروسته کله چې یې غوښتل خپلو لنډرور (Land Rover) ګاډو کې سپاره شي، د ۶۰ یا ۷۰ طالبانو له کمین سره مخ شول او دا چې خپلې اډې ته ستنېدل نو پر هغوی یې ډزې وکړي چې په پایله کې د هغوی یو UKSF ډوله لنډرور په راکېټ وویشتل شو او واوښت او د سمندري ځانګړو ځواکونو یو اپراتور پکې په کلکه سره ټپي شو. وروسته دې ټيم بیا د اوبو په یوه نهر کې پناه واخیسته او د مرستې غوښتنه یې وکړه. [۵][۶][۷][۸][۹]
  • دغې جګړې له ۱ تر ۳ ساعتونو پورې دوام وموند تر څو چې ګورخه ډله دوه ځلې د دوو اپاچي چورلکو، یوې A-10 ټنډربولټ او دوو هریرر جي آر جنګي الوتکو په مټ د هغوی پر وړاندې وجنګېدل او بېرته خپلې نږدې عملیاتي اډې ته راستانه شول. په دغه جګړه کې، له څلورو نیول شویو طالب مشرانو څخه دوه یې ووژل شول او دوه نور په تېښته بریالي شول. بریتانوي ځواکونه وروسته له هغه چې خپلې عملیاتې اډې ته را ستانه شول، پوه شول چې د ځانګړو ځواکونو د پېژندنې د ډلې غړی، تورن ډیویډ پټن او د ځانګړو سمندري ځواکونو غړی، سرپرګمشر پاول بارټلټ لادرکه دي- یو له همدې ورک شوو نه له موټره ښکته شوی و چې له نورو ټپیانو سره د مرستې په مهال په مرمۍ ولګېد او ښکاري چې هلته مړ شوی وي. دویم ورک کس هم د جګړې په مهال لادرکه شوی دی. د پراشوت له لېوا څخه یو ټولی په RAF شینوک څرخکه کې د هغوی په لټون پسې را ووتل، چې وروسته یې دا دوه مړي وموندل او بېرته یې خپلې اډې ته یوړل. د ځانګړو سمندري ځواکونو یوه کومانډو ته یې له کمین سره د مخامخ کېدو له ا مله د «سره صلیب» مېډال ورکړ.

جولای[سمول]

  • جولای – د پنجوايي جګړه د کاناډايي او ناټو ځواکونو او طالبانو تر منځ وشوه. دغه جګړه په دوو پړاونو کې تر سره شوه؛ لومړی پړاو یې د ۲۰۰۶ ز کال له جولای تر اګسټ او دویم پړاو یې بیا له سپټمبر تر اکټوبر پورې دوام وکړ.
  • د جولای ۳۱ –ایساف د خپلو عملیاتو تر چتر لاندې سیمه د ۶ سویلي ولایتونو لکه ډایکندي، هلمند، کندهار، نیمروز، روزګان او زابل په ورګډولو سره لا پراخ کړ. [۱۰]

سپټمبر[سمول]

  • د سپټمبر ۲- د کاناډايي ځواکونو له خوا د مډوسا عملیات پیل شول.
  • د سپټمبر ۱۶– د غره د خښم عملیات تر سره شول.

اکټوبر[سمول]

  • په ۲۰۰۶ ز کال کې د جرمني سرتیرو شخړه

نومبر[سمول]

د ۲۰۰۶ کال په نومبر کې، د ملګرو ملتونو د امنیت شورا خبرداری ورکړ چې، افغانستان ښايي د طالبانو د زورزیاتي د زیاتیدو، د نشه يي توکو د ناقانونه تولید زیاتوالي او دولتي ناکارنده ادارو له امله په یوه ماتې خوړلې هېواد باندې بدل شي.[۱۱]

په ۲۰۰۶ کال کې، افغانستان د ماتې خوړلو هېوادونو په لیکلړ کې راغی او لسم ځای یې خپل کړ. په داسې حال کې چې په ۲۰۰۵ کال کې یې یوولسم ځای درلود. له ۲۰۰۵ تر ۲۰۰۶ کال پورې، د ځانمرګو بریدونو، مخامخ بریدونو او اېښودل شویو بمونو شمېر زیاتوالی وموند. هغه محرم اطلاعات چې په ۲۰۰۶ کال کې یې افشاء شول، ښیې چې د القاعدې، طالبانو، حقاني شبکې او اسلامي حزب پټنځایونه تر هغه وخت پورې په افغانستان کې څلور برابره زیات شوي و. په افغانستان کې د ولسمشرۍ بریالۍ ټاکنو طالبان له واک نیولو څخه په شا کړل، خو هغه اصلي موخه چې په دې هېواد کې د القاعدې د فعالیت پای ته رسول و، ډېر کم څه یې تر لاسه کړل. [۱۲][۱۳]

ډیسمبر[سمول]

  • د ډیسمبر ۳ – د هغو ستونزو پر وړاندې چې کاناډايي ځواکونو ورسره د مډوسا په عملیاتو کې مخ شول، د ۲۰۰۶ کال د ډیسمبر په میاشت کې د (Lord Strathcona’s Horse) د B ډلګي نه د لیوپارډ C2 ټانکونه په کندهار کې ځای پر ځای کړل. [۱۴]

سرچینې[سمول]

  1. (په May 2, 2006 باندې). Sudan tops 'failed states index'. BBC News.
  2. (په March 4, 2006 باندې). Bush Says Pakistan Cannot Expect Nuclear Deal Like One With India. The New York Times.
  3. (په 29 May 2006 باندې). npr: Truck Accident Sparks Riots in Afghanistan.
  4. Constable, Pamela (1 June 2006). "U.S. troops fired at mob after Kabul accident". The Washington Post. Washington. د کتاب پاڼې 1. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ سپټمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Neville, Leigh, Special Forces in the War on Terror (General Military), Osprey Publishing, 2015 کينډۍ:ISBN, p.239-241
  6. Bishop, Patrick (2007). 3 Para. HarperPress. د کتاب پاڼې 120. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-00-725778-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Macy, Ed, Apache, Harper Perennial , 2009 کينډۍ:ISBN, p.2-9
  8. (په 6 July 2006 باندې). Killed NI soldier 'was due home. BBC News.
  9. "Commando who fought off 70 Taliban in Afghanistan is honoured in secret". the telegraph. 22 March 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. O. Tanrisever (15 February 2013). Afghanistan and Central Asia: NATO's Role in Regional Security Since 9/11. IOS Press. د کتاب پاڼي 197–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-61499-179-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Afghanistan could return to being a 'failed State,' warns Security Council mission chief". د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جون ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Bhat, Anil (2008). Afghanistan: and the troubled future of unconventional warfare By Hy S. Rothstein. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788170493068. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جون ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په December 13, 2006 باندې). One War We Can Still Win. The New York Times.
  14. (په 2008-10-08 باندې). In to Action - Canadian Leopard C2 tanks and the TLAV M113A3s in Combat. Canadian American Strategic Review