افغانستان په ۲۰۰۴ ز کال کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لاندنۍ پېښې په ۲۰۰۴ ز کال کې د میاشتو په ترتیب رامنځته شوې دي.

د دولت چارواکي[سمول]

  • ولسمشر: حامد کرزی
  • مرستیال: هدایت امین ارسلا (د ډیسمبر تر ۷)
  • مرستیال: محمد فهیم (د ډیسمبر تر ۷)
  • مرستیال: نعمت الله شهراني (د ډیسمبر تر ۷)
  • مرستیال: کریم خلیلي (دویم مرستیال شو)
  • مرستیال: احمد ضیاء مسعود (د ډیسمبر له ۷ وروسته لومړی مرستیال شو)
  • قاضي‌القضات: فضل هادي شینواری

جنوري[سمول]

پنجشنبه د جنوري ۱ -  د لویې جرګې شاوخوا نیمو ګډونوالو د افغانستان د وړاندیز شوي اساسي قانون پر پنځو لانجمنو مادو باندې رای اچونه پرېښوده او د جرګې مشر صبغت الله مجددي یې وهڅاوه تر څو د مذاکراتو د پر مخ وړلو لپاره دوه ورځې ځنډ رامنځته کړي. د ملګرو ملتونو او د امریکا د متحده ایالاتو سلاکاران هم موجود و، تر څو د خلکو په منځ کې منځګړتوب وکړي. اصلي بحث پر دې و چې ایا یو پیاوړی ولسمشر ولرو که یوه پیاوړې ملي شورا. 

جمعه د جنوري ۲ – د افغانستان مشرانو له امریکايي چارواکو او د ملګرو ملتونو له چارواکو په تېره بیا د ملګرو ملتونو له استازي، لخضر ابراهيمي او د امریکا له سفیر زلمي خلیل زاد سره په خصوصي توګه په کابل کې وکتل تر څو د افغانستان د اساسي قانون دا ستونزه پای ومومي.

سه شنبه د جنوري ۶ – په کندهار کې یوې پوځي اډې ته په ۹۱ متري کې د یوه ځای پر ځای شوي ساعتي بم د چاودیدو له امله چې د مڼو په یوه کراچۍ کې یې اېښی و، لږ تر لږه ۱۶ کسان (چې شپږ یې ماشومان و) ووژل شول او ۵۸ کسان نور ټپیان شول. خو له دې چاودنې څخه ۱۵ دقیقې وروسته چې زیات شمېر خلک د پیښې په ځای کې را ټول شوي و، یوه بله چاودنه وشوه چې یوازې یو ماشوم یې ټپي کړ. د پېښې په ځای کې یو مشکوک کس چې غوښتل یې ځان په یوه نږدې کور کې پټ کړي د امنيتي پرسونل له خوا ونیول شو. دا چاودنې هغه مهال وشوې چې څو شیبې وروسته موټریز کاروان باید له دې ځایه څخه تیر شوی وای.   [۱]

فبروري[سمول]

یکشنبه د فبروري ۱ – افغان کورنیو لوی اختر ولمانځه. پخوانی پاچا محمد ظاهرشاه او د افغانستان لنډمهاله ولسمشر حامد کرزی د اختر د لمانځه د اداء کولو لپاره د ارګ جومات ته ولاړل. 

• د کډوالو د نړیوال سازمان د رپوټ له مخې، په افغانستان کې د انسان قاچاق اندېښنوونکې کچې ته پورته شوی دی.

دوشنبه د فبروري ۲ – د امریکا ولسمشر، جورج ډبلیو بوش د امریکا کانګریس ته د ۲۰۰۵ کال په وړاندې شوې بودیجه کې ۱.۲ میلیارد ډالره له افغانستان سره د مرستې لپاره ځای کړې وه، چې دا مرسته به د ښوونې او روزنې، روغتیا، زیربېناوو او د افغانستان له ملي اردو سره د مرستې لپاره ولګول شي. په دغه بودیجه کې د امریکا د پوځي عملیاتو اټکلیز لګښتونه نه و شامل.

  • د ملګرو ملتونو د خوړو او کرهڼې سازمان د ۲۵.۵ میلیون امریکايي ډالرو غوښتنه وکړه تر څو د افغانستان په څلورو هغو ولایتونو لکه بدخشان، هلمند، کندهار او ننګرهار کې چې د اپیومو اصلي تولیدوونکي ولایتونه و په راتلونکو پنځو کلونو کې هلته کرهڼيزې پرمختيايي پروژې پلي کړي. [۲]

مارچ[سمول]

دوشنبه د مارچ ۱ – په هغو مراسمو کې چې په کابل کې د شیعه وګړو له خوا د محرم لسمه د امام حسین (ع) د شهادت ورځ لمانځل کېده، د افغانستان د اردو یوه سرتیري په سپکاوي کوونکو نارو او پر بېنر باندې د خپلو لاړو په توکلو سره، د شیعه ګانو احساسات را  وپارول او په دې سره هغوی افغان سرتیري په ډبرو وویشتل، چې افغان سرتیرو هم پر دوی ډزې وکړي او یو نفر یې مړ او ۱۶ نور یې ټپیان کړل.

سه شنبه د مارچ ۲ – د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېسیارۍ له خوا هېواد ته د کډوالو د داوطلبانه را ستنیدو پروګرام له څلور میاشتني ځنډ څخه وروسته بیرته پیل شو، دا ځنډ هغه مهال رامنځته شو کله چې د دې سازمان یو کارکوونکی د نومبر په میاشت کې ووژل شو.

اپریل[سمول]

پنجشنبه د اپریل ۱ – نږدې ۵۰ د نوي زیلانډ ځانګړي هوايي ځواکونه د «اوږد واټن د اکتشاف او مستقیم اقدام» لپاره افغانستان ته ولیږل شول.

دوشنبه ۵ اپریل – د بدخشان ولایت د نشه يي توکو سره د مبارزې پولیسو د هیرویینو څـلور لابراتوارونه ویجاړ کړل، ۱۰ ټنه خشخاش یې ضبط او څو تنه یې په دې تړاو ونیول.

  • په افغانستان کې د امریکا سفیر زلمي خلیلزاد وویل چې په پاکستان کې د ترهګرۍ ځالې او مرکزونه لا اوس هم شته او هلته را ټولیږي او پراختیا مومي. هغه زیاته کړه که چېرته اړتیا وه نو د مخالفینو د نیولو لپاره به امریکايي سرتیري د پاکستان خاورې ته هم ور دننه شي. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، شیخ رشید احمد، دا څرګندونې «زیان اړونکې» وبللې او ویې ویل چې پاکستان به هېڅکله په خپله خاوره کې بهرنیو سرتیرو ته د ورتګ اجازه ور نه کړي. له بلې خوا، سپینې ماڼۍ سمدلاسه د خلیلزاد خبرې بې اهمیته وښودلې.

مې[سمول]

یکشنبه د مې ۲ – په افغانستان کې مېشت ۶۰ سرتیري د پاکستان د الوارا منډي کلي ته ورغلل او د شپې له خوا یې هلته خپلې پلټڼې وکړي. دا یو ناڅاپي برید و او یوازې ۲۵ دقیقې وخت یې ونیو.

دوشنبه د مې ۳ – د افغانستان د ملي اردو لس سرتیري چې کله د افغانستان په سویل کې وتښتول شول، ووژل شول. د پنځو سرتیرو جسدونه د کندهار ولایت د میانشین ولسوالۍ د یوه غره په لمنه کې وموندل شول او د پنځو نورو سرتیرو جسدونه بیا د سورغوګان په سیمه کې وموندل شول.

چهارشنبه د مې ۵ – د امریکا متحده ایالاتو شاوخوا ۲۰۰۰ سمندري ځواکونه له خپل ۲۲م MEU (SOC) څخه د ارزګان ولایت ترینکوټ ښار شاوخوا سیمو ته ولیږدول.

جون[سمول]

سه شنبه د جون ۱ –  د جلال اباد د پولیسو قومندان، حاجي عجب شاه د هغه ماین د چاودیدو له امله چې د ده د موټر تر سیټ لاندې اېښودل شوی و، ووژل شو او دری کارکوونکي یې ټپیان شول.

چهارشنبه د جون ۲ -  دوه تنه افغانان هر یو فیصل احمد او بسم الله، بلژیکی هیلین ډي بیر، نارویې ایګل ټیناس او هالنډی ویلیم کوینټ چې ټول د بې پولو ډاکترانو کارکوونکي وو د بادغیس ولایت د خیرخانې په سیمه کې د یوه کمین په ترڅ کې ووژل شول. دوی د دې سازمان تر ټولو لومړني قربانیان و. د طالبانو ویاند، ملا عبدالحکیم لطیفي د دې برید مسوولیت پر غاړه واخیست.

جولای[سمول]

پنجشنبه د جولای ۱ -  یوه اسټرالیايي خبریاله، کارمیلا بارانوسکا چې ویل کېدل په هلمند ولایت کې لادرکه شوې ده، له خپل مستخدم سره یې اړیکه ونیوله او ویې ویل چې هغه چا نه ده نیولي. نوموړې د جون له ۲۸ راهیسې چا نه وه لیدلې او نه یې هم په اړه چا معلومات درلودل. کارمیلا هغه مهال لادرکه شوه چې د «طالبانو د هېواد» په نوم د خپل مستند د جوړولو په حال کې وه.

شنبه د جولای ۳ -  پولیسو په مزارشریف کې د نشه يي توکو ستره زېرمه کشف او ونیوه او وروسته یې سیمه ایز قومندان عطامحمد نور په دې ناقانونه سوداګرۍ کې پر لاس لرلو تورن کړ.

یکشنبه د ۲۰۰۴ کال د جولای ۴- د افغانستان د لنډمهالې ادارې مشر حامد کرزي د امریکا د پنسلوانیا په فیلاډلفیا کې د فیلاډلفیا د ازادۍ مېډال تر لاسه کړل.

  • د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې د سړک غاړې یو ماین وچاودید، چې په کې د لښکرګاه ښاروال حاجي مناف خان او د هغه ساتونکي ټپيان شول.

اګسټ[سمول]

یکشنبه د اګسټ ۱ – د افغانستان د ملي اردو، امریکايي سرتیرو او مخالفینو تر منځ د خوست په ژوره کې دری ورځنۍ جګړه پیل شوه. د امریکا ځواکونه د B-1 لنسر، A-10 ټنډر بولټ 2 او جنګي چورلکو په مټ هوايي ملاتړ هم له ځانه سره درلود. په دغه جګړه کې له ۱۰ تر ۷۰ پورې یاغیان ووژل شول او د افغانستان د ملي اردو یو سرتیری هم ووژل شو.

  • د خوست ولایت د ګربز په ولسوالۍ کې د یاغیانو او افغان ځواکونو تر منځ څو کسه ووژل شول.
  • یاغیانو د کندهار په ولایت کې د ماین پاکوونې یوه دفتر ته ګرنېټ ور واچاوه.
  • په لوګر ولایت کې، د لوګر د ښاروال او یوه قاضي موټر د سړک غاړې له بم سره وجنګېده چې په پایله کې د قاضي دری زامن ووژل شول.

سپټمبر[سمول]

چهارشنبه د سپټمبر ۱ – اسیايي پراختیايي بانک په راتلونکو دریو کلونو کې له افغانستان سره د ۶۰۰ میلیون امریکايي ډالرو د مرستې ژمنه وکړه.

  • د واردېش کلي ته نږدې د امریکايي الوتکو په هوايي برید کې لږ تر لږه ۶ ملکي وګړي ووژل شول.

پنجشنبه د سپټمبر ۲ – د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر، ډاکتر عبدالله عبدالله هند ته ولاړ او هلته یې د هند له بهرنیو چارو وزیر، ناتوار سینګ او لومړي وزیر، مانموهان سینګ سره ولیدل او له افغانستان سره یې د هند د ۴۰۰ میلیون ډالري مرستې په اړه خبرې وکړي.

اکټوبر[سمول]

جمعه د اکټوبر ۱ – په سلګونو افغان کډوالو او ښځو د پاکستان په کوټه او پیښور کې د نوم لیکنې مرکزونو ته نږدې په لیکو کې ولاړ و.

  • د افغانستان د پوهنې پخواني وزیر، یونس قانوني په هرات ولایت کې یوه غونډه جوړه کړې وه چې په کې په سلګونو کسانو ګډون کړی و.
  • د افغانستان د ملي اردو سرتیرو هغه ۶۰ یاغیان چې د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو د بهیر د خرابولو نیت یې درلوده، سپین بولدک ولسوالۍ ته نږدې یې ونیول.

شنبه د اکټوبر ۲ – د افغانستان د ولسمشرۍ د څوکۍ لپاره نوماند، یونس قانوني په کندهار کې غونډه جوړه کړه.

ډیسمبر[سمول]

  • د ډیسمبر له ۱۶ تر ۲۸ مې پورې ګڼ شمېر امریکايي سرتیري د هلمند په لاره کې ووژل شول.

سرچینې[سمول]

  1. "Afghanistan 2004". Constitute. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ فبروري ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Pakistan trying to stop attacks inside Afghanistan: Musharraf". Reuters. مؤرشف من الأصل في ۱۴ مې ۲۰۰۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اپرېل ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)