افغانستان په ۲۰۰۱ کال کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لاندنۍ پیښې د ۲۰۰۱ کال د میاشتو په ترتیب په افغانستان کې رامنځته شوې دي.

د دولت مشران[سمول]

  • امیرالمومنین: محمد عمر (د نومبر تر ۱۳مې)
  • ولسمشر: برهان الدین رباني (د ډیسمبر تر ۲۲مې)، حامد کرزی (حکومت یې د ډیسمبر په ۲۲مه پیل شو)
  • قاضي القضات: فضل هادي شینواری

جنوري[سمول]

  • د جنوري ۱ – شمالي ټلوالي د غور ولایت د غلمین ولسوالۍ وینوله. طالبانو څو ځلې هڅه وکړه تر څو دا ولسوالۍ بېرته ونیسي، خو ناکام شول. له دغې ولسوالۍ څخه د طالبانو په شا تګ د پنځو کسانو د مړینې او همداشان د رپوټونو له مخې ۱۳ طالبانو هم پکې ټپیان شول.
  • د افغانستان د اسلامي امارت چارواکو د پست بیه له زیاترو افغانانو له وړتیا پورته وټاکله. د مرکزي پست خونې مشر، ملا عبدالباقي مخلص وویل چې دا زیاتوالی د افغانیو له زیاتې لویدو او همدشان په بیجینګ کې په ۱۹۹۹ کال کې پست د نړیوالې ټولنې د کنګرې په تصامیمو پورې اړه لري.

فبروري[سمول]

  • د فبروري ۱۴- په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړې ماموریت مرکزي دفتر (UNSMA) د طالب چارواکو له خوا په نیویارک کې د طالبانو د دفتر د تړل کېدو پر ضد وتړل شو.
  • د فبروري نیمايي- په بریتانیا کې د نړیوالې بښنې مېښت سازمان د شمالي ټلوالې له خوا د شپږو  کسانو صحرايي/په خپل سر اعدام وغانده.

مارچ[سمول]

  • مارچ ۲ – طالبانو په بامیان کې د بودا مجسمه ونړوله، چې له نړیوال غبرګون او غندنې سره مخ شو.
  • سره له دې چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي، کوفي عنان د مارچ میاشت په لومړیو کې ډاډ ورکړی و چې د نړیوالې ټولنې له خوا په افغانستان کې دننه د سلګونو زرو بې ځایه شویو خلکو خراب وضعیت د نړیوالې ټولنې له خوا نه دي هیر شوي، خو د همدې میاشتې په وروستیو کې ملګرو ملتونو له هغو کډوالو سره له مرستې کولو ډډه وکړه چې له تاجکستان سره په پوله کې بند پاتې وو. هغه مهال دا مرستې په دې خاطر ونشوې، چې د دې ډار کېده چې دا مرستې به وسله والې ډلې ځان ته ور وګرځوي. تر دې یوه ورځ وړاندې، کوفي عنان له دواړو متخاصمو غاړو غوښتې و تر څپل په خپل منځ کې جګړې راکمې کړي. [۱]

اپریل[سمول]

  • د اپریل لومړۍ ورځې - جنرال عبدالرشید دوستم چې یو پخوانی کمونیست و، په ترکیه کې له خپل تبعید څخه وا ګرځید تر څو د طالبانو پر وړاندې مقاومت پیاوړی کړي. نوموړي وروسته له هغه چې په ۱۹۹۸ ز کال کې د هېواد په شمال کې د هغه پیاوړی سنګر طالبان ونیسي، اړ شو چې له هېواد څخه بهر ولاړ شي. وروسته یې له خپل پخواني کلک دښمن سره ولیده، تر څو په شمال کې د یوې نوې جبهې پر پرانیستلو باندې بحث وکړي. د رپوټونو له مخې، له دې وروسته په مخالفو ځواکونو کې انګېزې شدت ونیو. دغه ناسته په پنجشیر دره کې تر سره شوه، دا هغه ځای و چې د طالبانو د مخالفینو په کنټرول کې و.
  • 16 اپریل – د طالبانو د موقتي شورا مشر، ملا محمد رباني وفات شو. نوموړې د پاکستان په یوه روغتون کې د ځېګر له سرطان څخه رنځ وړ. د ملا محمد رباني مړی د ملګرو ملتونو د یوې الوتکې په مټ کندهار ته ولیږدول شو، چې پر هغوی باندې د هوايي بندیزونو سربېره، د بشرپاله چارو په برخه کې یې د فعالیت اجازه درلوده.

مې[سمول]

  • د مې لومړۍ ورځې – د طالبان ضد ائتلاف ادعا وکړه چې په ختیځ کې یې د کنړ ولایت د مرکز ځینې مهمې سیمې نیولي دي، خو طالبانو د دې ادعا په رد سره وویل چې د دوی ځواکونو د بامیان ښار ته نږدې د یکاولنګ ولسوالۍ د نیولو برید دفع کړی دی.
  • د اپریل ۱۷ –  د امریکا متحده ایالاتو اعلان وکړ چې د ۴۳ میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت مرستندویه کڅوړې به مخامخ په افغانستان کې د پروژو او تاسیساتو له بیارغاوونې سره وکړي.
  • د اپریل ۲۰ – د طالبانو حکومت په هرات، جلال اباد، کندهار او مزارشریف کې د ملګرو ملتونو د بندیزونو پر وړاندې د ملګرو متلونو دفترونه وتړل.

جون[سمول]

  • د جون ۱ – طالب ځواکونو د تخار ولایت پر مرکز د تالقانو پر ښار باندې د مخالفو ځواکونو پر پوستو تازه برید پیل کړ.[۲][۳]
  • د جون ۶ –د ازبکستان یوې بم اچوونکې سوخو سو- ۲۴ الوتکه حیرتان ته نږدې د طالبانو پر زره اې سیمو باندې د برید په مهال ووېشتل شوه او ولویدله چې په پایله کې په دې الوتکه کې سپاره ټول کسان ووژل شول.
  • د جون لومړۍ ورځې – د طالبانو مشر ملا محمد عمر خبرداری ورکړ چې د ده حکومت به د افغانستان پر پولو د ملګرو ملتونو هر ډول څارنه یو خصمانه ګام وبولي.
  • د جون نیمايي –د طالبانو د ضد ائتلاف د طالبانو رژیم پر دې تورن کړ چې د یکاولنګ په ښار کې یې سیستماتیکه ویجاړتیا رامنځته کړې ده، دا هغه سیمه وه چې په تکرار سره به د یوې بلې غاړې لاسونو ته لویده. هغوی ویل چې څه باندې ۶۰۰۰۰ اوسیدونکې له دې سیمې څخه تښتیدلي دي.  ·        

جولای[سمول]

  • د جولای ۲- د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، ملا عبدالجلیل په پاکستان کې د امریکا سفیر، ویلیام میلام ته په خطاب کې وویل چې اسامه بن لادن «محکوم شوی نه دی او طالبانو لا تر اوسه پورې هغه بې ګناه بولي».
  • د جولای ۳ – د طالبانو رژيم د امریکا د متحده ایالاتو له خوا د بندیزونو پر نوي کېدو سره خپل تند غبرګون وښود. د امریکا د متحده ایالاتو چارواکو د سعودي ترهګر (اسامه بن لادن) نه د طالبانو د ښکاره ملاتړ په اړه خبرې کړي وي.
  • د جولای نیمايي –طالبانو د اسلام ضد مطالبو د خپرولو له امله، انټرنېټ ناقانونه اعلان کړ. هغوی همداشان وویل چې له هېواد څخه بهر پوهنتونونو تحصیلي اسناد په ځانګړې توګه د پاکستان په پیښور کې د افغانستان پوهنتون نور په رسمیت نه پیژني.

اګسټ[سمول]

  • د اګسټ ۳ – ډاینا کوري او هیټر میرسر  د یوه افغان په کور کې د مسیحیت د تدریس په تور ونیول شول.
  • د اګسټ ۵ – د افغانستان د اسلامي امارت سرتیرو د "Shelter Now International" بهرنۍ مرسته کوونکې موسسې شپږ تنه د مسیحیت د عقایدو د خپرولو په تور ونیول. د همدې موسسې دفترونه هم وتړل شول.

سپټمبر[سمول]

  • د سپټمبر ۱ – د افغانستان د اسلامي امارت له خوا په افغانستان کې د مسیحیت د دودولو او تبلیغ په تړاو نږدې ۲۰ بهرني مرستندویان وشړل شول. دغه مرستندویان د “SERVE” او د نړیوالې مرستې د ماموریت په نوم د موسوو کارکوونکي وو.
  • د امریکايي وګړو ډاینا کوري او هیټر مرسر مور او پلار له امریکايي ډپلومات سره یو ځای له ډیویډ ډوناهو سره نږدې ۳۰ دقیقې له خپلو لورانو سره خبرې وکړي. کوري، مرسر او شپږ نور بهرني مرستندویان (دوه جرمنیان او څلور اسټرالیایان) چې د "Shelter Now International" موسسې کارکوونکي و د مسیحیت دین د دودولو او تبلیغ په تور ونیول شول چې وروسته بیا اته کسه نور بهرني مرستندویان هم د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکز څخه یوه ناڅرګند ځای ته ولېږدول شول. [۴]

اکټوبر[سمول]

  • د اکټوبر ۶ – ولسمشر جورج ډبلیو بوش د راتلونکې برید په اړه د ګنکرې له مشرانو سره خبرې وکړي.
  • د اکټوبر ۷ – اسامه بن لادن له بریدونو له پیل وړاندې یوه ثبت شوې ویډیويي بیانیه خپره کړه.
  • د سهار په ۹:۳۰ بجو د شمالي ټلوالې مشر وویل چې باور لري د متحده ایالاتو په مشرۍ به بریدونه «ډېر ژر» پیل شي.  
  • د سهار په ۱۱:۳۰ بجو اسراییلو د کېدونکې برید په اړه خبر تر لاسه کړ.

نومبر[سمول]

  • د نومبر ۸ – پاکستان یوازینی هغه هېواد دی چې لا اوس هم له طالبانو سره دپلوماتیکې اړیکې لري، له افغانستان څخه یې وغوښتل تر څو په کراچۍ کې خپله قونسلګیري وتړي.

دری جاپانۍ جنګي کښتۍ له څو سوه کارګرو سره د هند اقیانوس پر خوا ولاړې. د دوی موخه دا ده تر څو د امریکا د متحده ایالاتو په مشرۍ ځواکونو لپاره غیرجنګي پوځي مرسته وکړي. دا له دویمې نړیوالې جګړې را وروسته د جاپان لومړنی پوځي ماموریت و.

دې ته ورته، د هالنډ لومړي وزیر ویم کوک اعلان وکړ چې د دې هېواد ۱۰۰۰ سرتیري به د ترهګرۍ پر وړاندې دې جګړه کې برخه واخلي. [۵][۶]

ډیسمبر[سمول]

  • د ډیسمبر ۳ – خبري رپوټونو کې راغلي چې د استرالیا، بریتانیا، فرانسې، المان او روسیې ځانګړې ځواکونه د امریکا له ځانګړو او سمندري ځواکونو سربېره په افغانستان کې پوځي شتون لري.
  • د ډیسمبر ۱۷– د تورې بوړې د جګړې په مهال د افغانستان اسلامي امارت د امریکايي او شمال ټلوالې له خوا له واک څخه وشړل شول. [۷]

سرچینې[سمول]

  1. "India joins anti-Taliban coalition". د اصلي آرشيف څخه پر April 1, 2001 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Cooper, Tom; Troung; Koelich, Marc (10 February 2008). "Afghanistan, 1979–2001; Part 2". ACIG. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Russia opens way for US attack" Flight Global, 2 October 2001. Retrieved: 23 December 2014.
  4. U.S. sought attack on al-Qaida, White House given plan days before Sept. 11 NBC News, 16 May 2002
  5. "آرشیف کاپي". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۰ جون ۲۰۰۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "msnbc: news, video and progressive community. Lean Forward". MSNBC. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ ډيسمبر ۲۰۰۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ نومبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Scott Peterson (په December 4, 2001 باندې). [{{{url}}} A view from behind the lines in the US air war: Special operatives are key to the success of American airstrikes in Afghanistan]. The Christian Science Monitor.