افغانستان په ۱۹۳۲ ز کال کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هغه پېښې چې په ۱۹۳۲ ز کال کې په افغانستان کې رامنځته شوې دي، په لاندې ډول سره بیانیږي.

د کابل پوهنتون جوړ شو او د دې پوهنتون د جوړولو په مهال یوازې د طب پوهنځی موجود و.

متصدیان[سمول]

  • پاچا – محمد نادر شاه
  • لومړی وزیر – محمد هاشم خان

د ۱۹۳۲ز کال د فبروري میاشت[سمول]

د افغانستان د نوي دولت بنسټیز قواعد د یوې بیانیې په ترڅ کې د کابل د اصلاح په نوم د همدې میاشتې په پای کې خلکو ته اعلان شول. د همدې بیانیې له مخې اعلان شول چې افغانستان هم په بهرنیو چارو او هم په کورنیو چارو کې په بشپړه توګه سره خپلواک دی او کابل یې پلازمېنه ده. اسلام د دې هېواد رسمي دین او اسلامي قوانین (شریعت) به جاري وي. د افغانستان وګړي کولای شي شخصي آزادي او له سوداګرۍ، صنعت او کرهڼې کې له هر ډول آزادي څخه ګټه پورته کړي او غلامي او اجباري کار ممنوع دی. د ملي شورا مجلس جوړیږي چې په کې به د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه ۱۲۰ استازي ولري او هغه قوانین چې باید نوي جوړ کړل شي هغوی ته به ور لېږل کېږي. همداشان د اعیانو مجلس به جوړیږي چې ۴۰ تنه غړي به لري او هغوی به پاچا له خوا انتصابیږي. لومړنۍ زده کړې اجباري دي او هغه بهرنۍ ورځپاڼې چې د اسلام له دین او د دولت له سیاستونو سره په ټکر کې نه وي هم کولای شي هېواد ته را وارد کړل شي.

د ۱۹۳۲ز کال د سپټمبر وروستۍ[سمول]

د عبدالرحمن خان د مشهور جنرال، غلام حیدرخان چرخي زوی، سردارالله غلام نبي خان چې د شاه امان الله په واکمنۍ کې د څو کلونو لپاره په مسکو کې د افغانستان استازی و او یو ځل یې د ۱۹۲۹ ز کال د مۍ په میاشت کې د روسیې په ملاتړ هڅه کړې وه تر څو د پاچاهي تخت وګټي، کله چې نادرخان واک ته رسیږي له برلین څخه کابل ته راځي. هغه د نومبر په لومړیو کې په ختیځو قبایلو کې، چېرته چې د هغه کورنۍ پراخ اغېز درلود او د شوروي په ملاتړ په دې نیت چې د شاه امان الله حکومت بېرته راولي، د اړودوړ د رامنځته کولو په تور نیول کېږي. هغه د نومبر په لومړیو کې د محاکمې لپاره لویې جرګې ته راوړل کېږي او د وړاندې شویو اسنادو له مخې ورته د اعدام سزا ورکول کېږي او اعدام کېږي. د غلام جیلاني خان په نوم د هغه یو ورور چې تازه له مسکو څخه را ستون شوی نیول کېږي او د غلام صادق خان په نوم بل ورور یې چې په برلین کې د افغانستان استازی دی هم له خپلې دندې څخه لرې کېږي. د پاچا ورور، سردار شاه محمود په پوره انرژۍ سره د جنوب پر لور ځي تر څو هلته یو یا دوه را پورته شوي مدعیان له منځه یوسي.

سرچينې او ياداښتونه[سمول]