افغانستان په ۱۹۲۸ ز کال کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هغه پېښې چې په ۱۹۲۸ ز کال کې په افغانستان کې شوې دي، په لاندې توګه بیان شوې دي.

ځای ناستي[سمول]

  • پاچا – امان الله خان
  • لومړی وزیر – شیر احمد

د جنورۍ ۸ مه نېټه[سمول]

په مصر کې د پاچا او ملکې د وخت له پای ته رسېدو وروسته دواړه روم ته رسېږي. دلته د پاچا د هرکلي لپاره دوې رسمي دولتي مېلمستیاوې جوړېږي او پاچا له پاپ سره هم ګوري. پاچا امان الله په ایټالیا کې د اوسېدو پرمهال، د میلان او ځینو نورو ښارونو لیدنه کوي او د انجینیرۍ او ماشیني کارونو ته کلکه پاملرنه کوي. نوموړی له ایټالیا نه ریویرا او وروسته پاریس ته درومي. هلته یې د فرانسې ولسمشر له خوا په رسمي توګه هرکلی کېږي. له نورو هېوادونو د لیدنې په څېر، دلته له رسمي اوسېدو وروسته، غیررسمي اوسېدنې ته د اوږد مهال لپاره دوام ورکوي. د فبرورۍ میاشتې په ترڅ کې، د بلجیم، سویس او المان نه هم لیدنې کوي او د مارچ په ۱۳ مه لندن ته رسېږي، چېرې چې زیات شمېر خلک یې هرکلی کوي. د باکینګهام، ګیلډ هال او د بهرنیو چارو وزارت په دفتر کې د پاچا په ویاړ رسمي مېلمستیاوې کېږي. چارواکي هم د بریتانیا د دوستۍ او صداقت په برخه کې، د پاچا تر اغېز لاندې راوستو لپاره هېڅ دریغ نه کوي. د مارچ په ۲۳مه پاچا او ملکه ثریا اکسفورډ ته ځي، چېرې چې د ملکي ورور د لېسانس دوره باندې بوخت دی، پاچا هلته د مدني حقوقو دوکتورا اخلي.

د فبروري میاشتې ۱۷ مه[سمول]

د فبروري په ۱۷ مه نا پېژانده وسله وال ۱۱کسه، د کابل ښار په ابو شاکرسیمه (اوسني وزیر اکبرخان) کې په ډزو سره وژني. پولیسو وړاندوینه وکړه چې، برید کوونکي د جند الفاروق په نوم عرب ملېشې وې، د انصارالفاروق په نوم د شعیه ضد پوځي ډلې برخه. د برید انګېزه کېدای شي، د افغان پوځ له خوا د جندالفاروق تر کنترول لاندې ناحیه د بني خالد (اوسنی شیرپور) په نوم کلا بندي وه، چې د ابو شاکر ناحیې ته نږدې وه.[۱]

د فبروري میاشتې ۱۸ مه[سمول]

د فبروري په ۱۸ مه د جندالفاروق له خوا ۲۳ پولیس په ډزو سره ووژل شول.[۲]

د جندالفاروق له خوا ۱۴ کسه پښتانه، له غرمې وروسته ووژل شول. دغه کار د افغان ځواکونود غوصې او ۴۳تنو عربانو د وژنې لامل شو. راپور ورکړل شوی و چې، د پښتنو ملېشې په بن خالد کې، د جندالفاروق پیاوړې کلا ته دننه شول او د دغې سیمې ۵۶ کسه عرب اوسېدونکي یې ووژل.

د ورځې په پای کې، ۶۱ کسه عرب او ۱۷ تنه پښتانه وژل شوي وو. د جندالفاروق مشر چې محمد احمد نومېده، هم وژل شوی و. [۳]

د فبروري میاشتې ۱۹ مه[سمول]

خالد چې د محمد احمد ورور و، د فبروري په ۱۹ مه یې، د جندالفاروق کنترول ترلاسه کړ. په دغه وخت کې، پښتون ملېشو د بن خالد سیمې ۲/۳ برخې په واک کې لرلې.

د خالد زوی چې عمر نومېده، د جندرالفاروق تر کنترول لاندې سیمه کې د کلابندۍ پرمهال، د پوځ په ملاتړ د پښتون ملېشو له خوا ووژل شو.

د هغې ورځې  تر غرمې پورې جندالفاروق ډله له سیمې ووتله، خو بیا هم د سیمه ییزو عربواو پښتنو ترمنځ نښتې کېدې.

د ورځې تر پایه ۳ کسه عرب او ۱۶ تنه پښتانه وژل شوي وو.[۴]

د اپریل ۵ مه[سمول]

پاچا امان الله، له انګلستان نه د ختیځې اروپا پرلور ځي. په همدې مهال، هغه د اړتیا له مخې په برلین کې پاتې کېږي او خپلو تانسلونوعملیات کوي. کله چې نوموړی په المان کې و، د المان حکومت ورته د راحتې چوکۍ لرونکې یوجانکرز الوتکه( Junkers aeroplane )ډالۍ کوي. نوموړی د افغانستان او فارس ترمنځ د هوايي کرښې د موضوع په اړه له پروفیسور یونکرز سره د نظر تبادله کوي. (د اپریل په ۲۹ مه) پاچا او ملکه، له برلین نه وارسا ته ځي، دوې ورځې وروسته مسکو ته رسېږي او هلته په دې سربېره چې کوربه د سلطنتي مراسمو ضد دی، خو د دوی سلطنتي هرکلی کېږي. په روسیه کې د استوګنې پرمهال، دوی د لینینګراد لیدنه کوي، چېرې چې په کرونشتات کې د بالتیک پوځي بېړیو د پرېټ لیدنه کوي. بل هېواد چې باید لیدنه یې وکړي، ترکیه دی، هغه هېواد چې پاچا امان الله ورسره ځانګړې لېوالتیا ښيي. د مې په ۲۰ مه نېټه، د نوموړي په ویاړ په انقره کې رسمي مېلمستیا جوړه شوې وه، د ترکیې ولسمشر مصطفی کمال پاشا د افغان او ترک د خلکو ترمنځ د اړیکو په نږدې والي ټینګار کوي او پاچا امان الله د یوې وینا په ترڅ کې د ولسمشر لاسته راوړنو په ستایلو سره ځواب ورکوي. سلطنتي ډله، له انقرې د استانبول پر لورځي او په هغه ښار کې، له څو ورځو اوسېدو وروسته، د ترکیي په بخار بېړۍ کې باتوم ته ځي. په دغه سفر کې ترکي او روسي جنګي بېړۍ د نوموړي ملتیا کوي. دوی د جون په ۹ مه تهران ته رسېږي، چېرې چې دوی د پاچا او د هغه د زوی له خوا چې ولیعهد دی، د ډېرو خلکو په شتون کې هر کلی کوي. دوی د جون په ۱۶ مه نېټه په موټر کې له تهران نه د مشهد پر لورځي او له هغه وروسته، د کابل پرلور خپل سفر د هرات، فراه، کندهار، مقر او غزني له لارې، لږ په الوتکه اویو څه په موټر کې پای ته رسوي. د جولای په لومړۍ نېټه، سلطنتي ډله، له اووه میاشتو غیابت وروسته کابل ته رسېږي. د دوی هرکلی د زیات شمېر خلکو له خوا کېږي او د دوی بېرته ستنېدل د پرتمین جشن د جوړولو لامل کېږي.

اپریل[سمول]

د کابل او تاشکند ترمنځ د هوايي خدمتونو لپاره د روسیې او افغانستان ترمنځ هوکړه لیک وروستی(نهایي) کېږي.

د مې ۲۵مه[سمول]

د افغانستان او ترکیې ترمنځ د دوستۍ او امنیت په نوم یو ژمنلیک چې په لومړي قدم کې لس کاله اعتبار لري، لاسلیک کېږي.

جون[سمول]

په کابل کې د پاچهۍ تخت یو مدعی ادعا کوي، چې د امیر محمد یعقوب خان لمسی دی راڅرګنديږي، خو ژر معلومېږي چې، هغه یو دښمن دی او هېڅ ملاتړي نه لري. له دې مسئلې پرته، د پاچا په غیاب کې هېواد په بشپړډول ارامه و.

جولای[سمول]

د پاچا له بېرته راستنېدو  لږ وخت  وروسته، داسې شکایتونه کېدل، هغه پيسې چې نوموړي د سفر پرمهال لګولې دي، له بیت المال نه ناسمه ګټنه ده. نوموړي دغه شکایتونه دې  ته  په اشارې سره غلي کړل، چې د هغو ډالیو ارزښت چې ده له ځان سره راوړې، د سفر له  لګښتونو ډېر دی. نوموړی په ویاړ سره وايي: افغانستان یې د اوچتو(لوړو) امکاناتو(پوتانسیل) لرونکي هېواد او د هغه هېواد په توګه چې دوستي ورسره ارزښت لري، نړۍ ته ورپېژندلی دی. له دې جملې د نوموړي د سفر غوڅې پایلې، چې هغه د دې جوګه دی، اعلام کړې چې په نږدې راتلونکې کې له دیارلسو هېوادونو سره د تړون نهايي کېدل، له فرانسوي او الماني شرکتونو سره د اوسپنې پټلۍ د مقدماتي نقشې د جوړولو لپاره، چې کابل، کندهار، هرات او کشک ښارونه له یو بل سره نښلوي، د هوکړه لیکونو لاسلیک او د څه باندې ۵۰۰۰۰ وسلو اخیستل، له ۱۰۰ زیات جنګي توپونه، شپږ ډوله ماشیندار، شپږ ټانکونه او پینځه زغروال موټر. په همدې حال کې دغه اخیستل شوي پوځي وسایل، د کال په ترڅ کې افغانستان ته نه را رسېږي. د پاچا امان الله سفر، نوموړی تر ډېره د اروپا تمدن تر قوي اغېز لاندې راوستی و. د لوېدیځ له نامتو شخصیتونو سره اړیکو د اصلاحاتو لپاره د نوموړي لېوالتیا نوره هم زیاته کړه او هوډمن شو چې، د امکان ترحده به د مصطفی کمال پيروي وکړي. هغه چې د ترکیې بریالیتوبونو حیران کړی و، دغه حقیقت چې د ترکیې او افغانستان ترمنځ یو اساسي توپیر شته، بابېځه ګڼي: ترکان له یوه مرکزي حکومت نه د اوږد ملاتړ مخینې درلودونکي خلک دي، خو افغانان بیا د بېلابېلو قومونو درلودونکي خلک دي چې له یوې  اندازې ځان واکۍ  سره  عادت لري او له خپلو سیمه ییزو دودونو سره ډېر تړاو لري. هغه  بهرنیان چې پاچا ته  ډېر نږدې وو، سلاکار یې مشوره ورکوي، څو اصلاحات  په کراره ترسره کړي، خو د هېواد لویدیځه کېدو سره د نوموړي سخته  لېوالتیا هغه  اړباسي چې، د خپل ترکي سیال په  پرتله، ژر سوله وکړي. له سفر راستنېدو وروسته،  د سفر ثمره ډېر ژر رعیت  ته ښودل کېږي، دا هغه وخت دی چې ملکه له حجاب پرته په یوه رسمي دولتي مېلمستیا کې ګډون کوي. ملایان د ملکې له دغه کاره بېزاره کېږي او پاچا غندي.  پاچا دوی ته  اشاره کوي، ښځې چې په کلیو کې کار کوي، حجاب نه  اغوندي او دوی ته وړاندیز  کوي چې خپلې رمې وساتي. دوی د څو شیبو لپاره حیرانېږي، خو اړکېږي  چې د پاچا له ناسمو نوښتونو سره جوړ جاړی وکړي.

اګسټ[سمول]

په پغمان کې لویه جرګه جوړېږي، چې په کې د یو شمېر اصلاحاتو په اړه، چې پاچا یې وړاندیز کړی، بحث کېږي. په نورو مواردو سربېره، پریکړه کېږي چې، د دولت شورا دې په ملي شورا بدله شي. شورا چې ۱۵۰ غړي لري او د لویې جرګې له لوري د درې کلونو لپاره انتخابېږي او دا چې په شرایطو برابر دولتي کارکوونکي ملي شورا ته په شرایطو برابر نه دي، داچې د عسکرۍ جبري خدمت باید له له دوو کلونو درېو ته تمدید شي او ټول استثنات دې لغوه شي، دا چې افغان ملایانو ته دې د دیني تبلیغ بريلیکونه ورکړل شي او هغه ملایان چې له ګاونډیو هېوادونو نه هېواد ته راځي، د فعالیت اجازه ونه لري او هغه کسان چې دولتي دندې ترلاسه کوي، باید څو ښځې و نه لري. دغه راز پریکړه کېږي چې، د افغانستان د اوسني بیرغ پرځای چې تور لري، باید نوی درې رنګه بېرغ غوره کړي. ویل کېږي چې اوسنی بیرغ، د وېراوغم ښکارندوی دی او داچې افغانستان خپلواکي ترلاسه کړې، دغه بیرغ یې وړ نه دی. پاچا دغه راز غواړي، څو له۲۲ کلونو مخکې د هلکانو او له ۱۸ کلونو مخکې د نجونو واده ممنوع کړي، خو نه شي  کولای، چې د دغې غوښتنې لپاره د جرګې هوکړه  ترلاسه کړي. وروسته له هغې چې یو شمېر ملایان خلک پاڅون ته راپاروي، په  پایله کې جرګه  پای ته رسېږي. پاچا ډېر ژر د دغو ملایانو مشر نیسي او د اکتوبر په  ۳۰ مه د کابل قاضي او درې نور ملایان اعداموي. پاچا خپلو اصلاحي پروګرامونو ته دوام ورکوي.  نوموړی له  مخکې نه فرمان ورکړی، چې تر یوې مشخصې کچې پورې ښوونه او روزنه په  ټولو الزامي کړي او بې وزلو ته دې په  وړیا توګه  وړاندې شي. د اکتوبر تر پایه‎ پورې، څو سړکونه  او پلونه جوړېږي، د کابل او لویو ښارونو ترمنځ تلګراف او ټیلیفونونه خپل کار پيلوي او  په کابل او کندهار کې د ځینو  پوهنتونونو ودانۍ جوړېږي. د دې لپاره چې پوځ پیاوړی شي، ۶۵ پوځي افسران روسیې، فرانسې او ایټالیا ته لېږل شوي او ټاکل شوې وه چې ۲۰ تنه یې انګلستان ته ولاړشي، له دې سره سم، ټاکل شوې وه چې، وړو ضابطانو ته سټف کالج جوړشي. د پاچا د اصلاحي پروګرامونود مخ ته وړلو لپاره زیات شمېر بهرنیان هېواد ته رابلل کېږي. پاچا لېواله دی، چې د کابینې حکومتولۍ نظام جوړ کړي، خو شیر احمد خان هغه څوک چې دنده ورته سپارل شوې وه، نه شي کولای چې کابینه جوړه کړي او څرنګه چې نوموړی وايي: لومړی وزیر باید خپله وي.

د نومبر پای[سمول]

د پاچا اصلاح غوښتونکې کړنې(اقدامات) د افغانستان په ختیځ کې د شینوارو د لویې قبیلې له پاڅون سره، چې تر ډېره د ملاچکنور تر اغېز لاندې په ناڅاپي توګه بندېږي، هغوی جلال اباد ته نږدې ځواکونه راټول او ښار کلابند کوي. پاچا په دې پوهېږي چې د اړتیا پرمهال نه شي کولای، په پوځ تکیه وکړي، ځکه یې د تنخوا(معاش)د نه ورکړې له امله ناخوښه دی.

سرچينې[سمول]

  1. أنصار الفاروق من البداية الى النهاية ch 8 p 273-278
  2. جند الفاروق ج ٢ ص ١٦٢
  3. جند الفاروق ^
  4. ^ جند الفاروق