افغانستان په ۱۹۱۹ ز کال کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هغه پېښې چې په ۱۹۱۹ ز کال کې په افغانستان شوې، په لاندې ډول دي.

ځای ناستي[سمول]

  • پاچا ــ حبیب الله خان (د فبرورۍ تر ۲۰ مه)، نصرالله خان (د فبرورۍ له ۲۱مې تر ۲۸ مې)، امان الله خان ( د فبرورۍ له ۲۸ مې وروسته)

۱۹۱۹ د فبرورۍ ۲۰مه[سمول]

امیر حبیب الله خان چې تل بریټانیا ته وفادار دوست و، په لغمان کې د ښکار پرمهال ووژل شو. له دغې پېښې وروسته، د شاهي تخت ترلاسه کولو لپاره سیالۍ شروع شوې. له جلال اباد نه اعلامیه صادرېږي، چې نصرالله خان ځان سلطان بولي، خو په کابل کې واک د امان الله خان له خوا چې د وژل شوي امیر درېیم زوی دی، نیول شوی دی. د امان الله خان مور ، د حبیب الله خان ځواکمنه ښځه وه؛ خو د وژل شوي امیر مشر زوی چې عنایت الله خان دی، په ظاهره یې د نصر الله خان د ادعا ملاتړ کړی دی، خو امان الله خان ډېر ژر ښيي چې، حالت یې تر کنټرول لاندې دی او مدعي سیال یې لرې کوي. د دې لپاره چې د نصرالله خان(د وژل شوي شاه ورور) خواشیني د حبیب الله خان د ترور په اړه بې ځایه نه ده، له ګومان پرته نور څه هم شته. نوی امیر خپله پاجهي له دغه اعلام سره چې، د پلار په ترور کې شاملو کسانو ته به سزا ورکړي، په هېواد کې اصلاحات راولي، لکه: په هېواد کې چې په فجیع توګه دشته مجازي غلامي لغو کول او دا چې، له هندوستان سره به دوستي پالي، پيلوي. د اپریل په ۱۳مه نېټه، په کابل کې محکمه جوړېږي، چې په کې د وژل شوي امیر ترور څېړل کېږي. یو ډګروال د امیر په وژنې محکوم او اعدامېږي. د نوي امیر تره، چې نصرالله خان دی، هم په وژنه کې شریک بلل شوی او په حبس ابد محکومېږي.

۱۹۱۹ ز د مې لومړۍ نېټه[سمول]

شاه امان الله خان، هغه څه چې پيلوي، وروسته د افغان ـ انګلیس په درېیمې جګړې مشهوره کېږي. د هندوستان پولې ته ډېر افغان ځواکونه رسېږي او په پراخه کچه، د شمال لوېدیځو ولایتونو چورتالان پيلوي. څو ورځې وروسته او مخکې له دې چې افغان پوځ سخته ماتې وخوري، امیر د هندوستان له حکومت سره لنډمهالې خبرې پيلوي. جګړه دوام کوي او د بریټانوي ځواکونو مشري، په پوله کې د سرارتور بریت له خوا کېږي. د هندو ـ انګریز اړونده الوتکې، جلال اباد او کابل بمباردوي. له ډېرځنډ وروسته، په پایله کې د جولای په ۲۶ مه په راولپنډۍ کې یو کنفرانس پيل کېږي، چې په کې د هندوستان د دولت استازيتوب سرهملټون ګرانت او د امیر استازیتوب سردار علي احمد خان کوي. د سولې یو مقدماتي تړون (د راولپنډۍ تړون) د اګسټ په ۸ مه لاسلیک کېږي. د دغې هوکړې د موادو له مخې، هغه پاتې مرستې چې له وژل شوي امیر سره یې ژمنه شوې وه، ضبط کېږي. اوس له نوي امیر سره هېڅ راز مرسته نه کېږي. هغه امتیاز چې افغانستان ته له هندوستان نه د وسلو او مهماتو د واردولو په برخه کې ورکړل شوی وو،هم باطل کېږي. هغه پوله چې په خیبر کې ټاکل شوې ، باید هرومرو د هندوستان دولت له خوا په نښه او افغانان باید دغه نښې وپېژني. په همدې حال کې، د هندوستان دولت شپږ میاشتې وروسته، د افغانستان د نوي سیاسي دفترد منلو په برخه کې خپل رضایت څرګندوي. په دغو مواردو سربېره، یوه بل څه ته هم په تفاهم لیک کې ځای ورکړل شوی و، چې وروسته اعلامېږي او په انګلستان کې سختې نیوکې راپاروي. پخوا د افغانستان او د بریټانیا دولت ترمنځ یو هوکړه لیک و، چې له مخې یې، افغانستان باید له بریټانیا پرته، له بل هېڅ هېواد سره اړیکې نه لرلی. د نوي تړون له مخې، دغه شرط لرې شوی او په پایله کې د امیر حکومت بشپړه آزادي ترلاسه کړې، څو له هربهرني هېواد سره اړیکه ټینګه کړي. ډېرو د هوکړه لیک دغه مواد، د مصیبت راوړونکو موادو په توګه پېژندل او امیر د دغه کال په ترڅ کې د سیاسي ماموریت لپاره مسکو ته ولاړ.

د ۱۹۱۹ ز کال د اپریل ۱۳مه[سمول]

شاه امان الله خان، د افغانستان خپلواکي له بریټانیا اعلاموي.

سرچينې[سمول]