افغانستان په ۱۹۰۷ ز کال کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هغه پېښې چې په ۱۹۰۷ ز کال کې په افغانستان کې شوې، په لاندې توګه بیان شوې دي.

ځای ناستي[سمول]

  • پاچا – حبیب الله خان

۱۹۰۷ز کال د جنوری۲[سمول]

امیر د (گیلبرټ ایلوت-موري-کینیموند، ارل اول مینتو) د نائب السلطنې د مېلمه په توګه په بریټانیايي هند کې له راج نه د لیدنې په حال کې دی، نوموړي په اګره کې له ۳۰،۰۰۰ کسیزه پوځ نه د لیدنې پرمهال، چې ویل کېږي، امیرترډېر اغېز لاندې راغلی وو، لنډي کوتل او وروسته د جنورۍ په ۲۸ کلکتې ته ځي. نوموړی کلکته پرېږدي او ممبۍ ته ځي او د فبرورۍ په ۱۲مه نېټه هلته رسېږي. نوموړی د فبرورۍ په ۲۵مه له ممبۍ نه په بېړۍ کې د کراچۍ پر لور خوځېږي او د فبرورۍ په ۲۷ مه کراچۍ ته رسېږي او د مارچ په ۷ مه نېټه له پېښورنه د خپل کور پرلور خوځېږي. له دغې هوکړې چې هېڅ سیاسي پوښتنه یې ونه شي، په کلکه یې ملاتړکېږي؛ دغه لیدنه یوازې د شخصي درناوي د تبادلې په موخه وه او دا چې، امیر وکړای شي، په دغه لنډ وخت کې د بریټانیا د راج په اړه ډېر معلومات ترلاسه کړي. داسې ښکارېده چې، امیر په مخلصانه توګه د خپل هرکلي نه خوشحاله دی، خو افغانستان ته د ستنېدو پرمهال یې له مذهبي اړخه، له اروپاييانو سره له ډوډۍ خوړلو نه ناخوښي څرګندوله. سره له دې چې هېڅ شی نه افشا کېږي او که چېرې د هغو هر ډول نښه ولیدل شي، نو په کلکه ځپل کېږي.

۱۹۰۷ د اګسټ ۳۱ مه[سمول]

د بريټانیا او روسیې ترمنځ یو تړون لاسلیک کېږي، چې په لاندې برخو کې له افغانستان سره اړوند دي:

  • د بریټانیا دولت په افغانستان کې د سیاسي حالت بدلون هر ډول نیت ردوي او ژمنه کوي چې، نه خپله په افغانستان کې اقدام کوي او نه افغانستان داسې اقدام ته هڅوي چې، روسیه وګواښي. د روسیې دولت، افغانستان د نفوذ د یوې سیمې په توګه پېژني او موافقه ده، چې له افغانستان سره ټولې اړیکې د بریټانیا دولت له لارې ترسره کړي او ژمنه کوي چې افغانستان ته هېڅ استازی ونه لېږي.
  • بریټانیا د ۱۹۰۵ کال مارچ ۲۱ تړون د موادو پیروي کوي او ژمنه کوي، چې د افغانستان هېڅ یوه برخه به هغه څه چې په میثاق کې ویل شوي، له خاورې سره ضمیمه او نه نیسي، د افغانستان په کورنۍ اداره کې به لاسوهنه نه کوي. دغه شرط هم اېښودل کېږي، چې امیر باید هغه څه چې په یاد تړون کې یې ژمنه کړې، عملي کړي.
  • افغان او روسي چارواکي، په ځانګړي ډول د سرحد اړوندو مسایلو د حل لپاره په سر او یا ولایتونو کې ګومارل شوي، کولای شي د سیمه ییزو مسایلو د حل لپاره چې سیاسي ماهیت نه لري، په مستقیم ډول اړیکې ټینګې کړي
  • روسیه او بریټانیا اعلاموي چې، دوی په سوداګري کې د مساواتو د اصل چلند په رسمیت پېژني او هوکړه کوي، ټولې هغه اسانتیاوې چې د بریټانیا او بریټانوي هند د سوداګرو او سوداګرۍ لپاره مخکې رامنځته شوې، یا په راتلونکې کې ترلاسه کېږي، په مساوي توګه په روسي سوداګرو یا سوداګرۍ باندې د تطبیق وړدي.
  • دغه هوکړې ترهغې چې بریټانیا له روسیې سره د امیر هوکړه ابلاغ نه کړي، نه نافذ کېږي. وروستۍ موخه دا ده، څو یوازې روان حالت وساتل شي؛ دا به د انګریزانو په ګټه وي، څو روسیه حتمي له افغانستان سره د مستقیمو اړیکو ټول حقوق باطل کړي، په داسې حال کې چې، له بله پلوه د سوداګرۍ مساواتو ورکړه، د روسیې لپاره یوه سنجول شوې ګټه ده.

سرچينې[سمول]