افغانستان په ۱۹۰۰ زېږدیز کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

هغه پېښې چې په ۱۹۰۰ ز کال کې په افغانستان کې شوې، په لاندې ډول بیان شوې دي.

د کال په ترڅ کې د روسیې د یرغل په اړه ګنګوسې ډېرې اورېدل کېږي او د هغو مواردو له جملې نه دي چې د امیر عبدالرحمن خان د ځورونې لامل کېږي. نوموړی شکایت کوي چې د بریټانیا حکومت دده اندېښنو ته هېڅ لېوالتیا نه لري او هرځل چې دی د هندوستان له دولت نه غواړي، څو د روسیې د بریدونو په اړه څېړنه وکړي او دغه وړاندیزچې افغانستان په خپله خاوره کې د اوسپنې پټلۍ او تلګراف جوړولو ته لېوالتیا وښيي، په اصل کې ځواب نه ترلاسه کوي. نوموړی وايي چې:  دا ډول رضایت د یوه افغان له نظره ناشونی دی او یوازې د له منځه تلو پرلور حرکت دی. امیر څو کاله د خپل منظم پوځ د اغېز زیاتوالي لپاره ډېره پاملرنه کړې، چې د پولې شاوخوا قبایلو له خوا یې هم ملاتړ کېږي او دغه کار کولای شي، د هر چا لپاره چې وغواړي خاوره یې ونیسي، خطرناک وي. امیر هېڅکله خپل دفاعي چلند نه دی پرې اېښی او په همدې حال کې، د هغې هوکړې له مخې یې چې له انګلستان سره لري، کولای شي په خپله خاوره باندې د غیرموجه برید په حالت کې، د بریټانیا له دولت نه د مرستې غوښتونکی شي.

له هندوستان سره سوداګري د امیر دمالي پالیسۍ له امله په ښه حالت کې نه ده. نوموړی په دې سربېره چې د بېلابېلو توکو انحصاري امتیاز خپل دولت ته ورکړی، هندوستان ته د اسونو صادرات او له هغه هېواد نه دمالګې واردول یې منع کړي دي. یوازې د اوښانو ۶۲بارونه له پېښور نه وځي، په داسې حال کې چې دغه شمېر د تېر کال په موده کې د اوښانو ۲،۲۸۵ بارونه وو.

ځای  ناستي( متصدیان)[سمول]

  • پاچا – عبدالرحمن خان

۱۹۰۰  ز جون[سمول]

په جلال اباد او کابل ولایتونو کې وبا لګېدلې او د اګست میاشتې تر لومړیو پورې دوام کوي ، چې په کابل کې د ۵۰۰۰ کسو د مړینې لامل کېږي. د سرتوماس سالټرپاین له تلو وروسته، د افغانانو ترمدیریت لاندې دولتي کارخونې خپل ورځني کار ته دوام ورکوي.

۱۹۰۰ ز  سپتمبر[سمول]

وزیر اومسعودو قبایل خپل واړه بریدونه له سره پیلوي. د دوی یوه ډله د اکتوبر په ۲۳ مه په نسران کې پریوې پوځي پوستې برید کوي، دوه کسه  وژني او د مجلې دفتر غلا کوي. بریدمل  سټوان هینیسي په دوی پسې ځي، خو د دوی د نیولو لپاره یې ځواک کافي نه وو او دوی یوې تنګې درې ته تښتي. یو مسعود چې ټپي و او پرځمکه اوږد پروت و، له دوه نیم متره واټن برید نه هینیسي په نښه کوي او وژني یې. د برید کوونکو له ډلې هم یو کس وژل کېږي او پينځه نور ټپیان کېږي.

۱۹۰۰ ز اکتوبر[سمول]

په توچي پاس کې د مداخیلو پرضد د یوې وړې پوځي قطعې له خوا بریالي عملیات ترسره کېږي. د پښتنو څلور څارنیز برجونه د پوځي ځواکونو له خوا نړول کېږي او د پښتنو له خوا هېڅ مقاومت نه کېږي. دغه عملیات له دې امله ترسره کېږي، چې مداخیلو ونه منله، څو د اورپکو څو تنه قوماندانانو، چې په ۱۸۷۹ ز کال د میزار په خونړي برید کې تورن وو، وسپاري.

۱۹۰۰ ز نوامبر[سمول]

امیر عبدالرحمن خان خپل ژوند لیک چاپوي، چې په کې د افغانستان په چارو کې د انګلستان سیاست بې ثباته او ښکته پورته والي له امله شکایت لري او له بريټانیا سره د مستقیمو ډيپلوماټیکواړیکو پراهمیت ټینګار کوي. نوموړی وايي چې:  انګلستان  باید افغانستان ته ډاډ ورکړي او ډېر مادي او معنوي ملاتړ وکړي، څو دغه هېواد وکړای شي، د پښتنو قبایلو ټاټوبی له ځان سره ضمیمه کړي او د ایران او ترکیې له مسلمانو دولتونو سره درې ګونی ائتلاف جوړ کړي. دغه راز، افغانستان باید سمندر ته ازاده لار ولري، څو د بخار بېړۍ یې په خپلو بندرونو کې بار واخلي او تخلیه شي. نوموړي فکر کاوه، چې د افغانستان سیاست باید د دوه قوي ګاونډیانو انګلستان او هند په اړه، له هغو ګاونډیانو سره چې لږ شخړې لري، دوستانه وي او د هغه ګاونډي په اړه چې غواړي، د دغه هېواد له خاورې تېر شي، که یې په خپلواکۍ کې لاسوهنه وکړي، دښمنانه وي.

۱۹۰۰ ز د نوامبر ۸[سمول]

د مېرک. ډبلیو، آر، اچ ډيره جات قوماندان د مسعود وزیرو له ۵۰۰ تنو سره خبري کوي او دوی ته د دولت شرایط اعلاموي. د ۰،۱ میلیون جریمې ورکړې غوښتنه کېږي، نیمايي باید د نوامبر تر ۲۵ ورکړل شي، له دې پرته قبیله د ډسمبر له لومړۍ نېټې کلابند کېږي. مسعودو د کلابندۍ له وېرې، چې له جریمې پورته ده، هوکړه وکړه، څو جریمه ورکړي او ډاډ ورکوي ،چې بیا برید ونه کړي. ملا پونده چې د دوی متعصبه مشر دی، شخصاً په ډسمبر میاشت کې د جریمې په راټولولو کې مرسته کوي.

سرچينې او ياداښتونه[سمول]