افغانستان د 2004 په اولمپيک لوبو کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

افغانستان د يونان په اتنز ښار کې د 2004ز کال د دوبي اولمپکس لوبو کې د ګډون په موخه يو پلاوی استولی و، کومې لوبې چې د 2004ز کال د اګست د مياشتې له ديارلسمې تر نهه ويشتمې نېټې تر سره کېدې. دا د اولمپيک په لوبو کې د افغانستان يوولسم ځل او د طالبانو له خوا د ښځو په وړاندې د توپيري چلند او په سپورټ کې د لوبېدو سره د ښځو د مخالفت له امله د څلور کاله بنديز څخه وروسته، په 2003ز کال کې د اولمپيک نړيوالې کمېټې ته د افغانستان له داخلېدو وروسته په اولمپيک کې د افغانستان دا لومړی ګډون و. دا پلاوی له پنځو ورزشکارانو جوړ و: د لنډ واټن منډې سيالۍ ګډونوال مسعود عزيزي او روبينه مقيميار، سوک وهونکی بشرمل سلطاني، د جوډو لوبغاړې فريبا رضايي او غېږ نيونکی (پهلوان) بشير احمد رحمتي. په دې پلاوي کې د مقيميار او رضايي ګډون لومړی ځل و چې افغانستان اولمپيک لوبو ته ښځینه لوبغاړې واستولې. پنځه واړه ونه توانيدل چې په خپلو لوبو کې د ابتدايي پړاونو څخه مخکې ولاړ شي، او په دې لوبو کې د افغانستان تر ټولو ښه فعاليت د مقيميار و، چا چې د سيالۍ په خپل پړاو کې د ښځو د سل متره منډې نوی ملي ريکارډ جوړ کړ.

مخينه[سمول]

افغانستان په لومړي ځل خپل پلاوی په اولمپيک کې د سياليو لپاره په 1936ز کال کې د برلين لوبو ته استولی و. له هغې وروسته له 1936ز څخه تر 2004ز کال پورې يوازې له پنځو پړاونو پرته، افغانستان د دوبي په هر المپيک کې ګډون کړی. دا کلونه 1952، 1976، 1984، 1992 او 2000ز کلونه وو. د 1999ز کال د اکتوبر په مياشت کې د المپيک نړيوالې کميټې (IOC) له خوا د افغانستان ګډون ځنډول شوی و، او له هغې وروسته په 2000ز کال کې د سډني اولمپيک کې پر افغانستان بنديز ولګېد، لامل يې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د ښځو په وړاندې توپيري چلند او له سپورټ څخه د ښځو منع کول وو. په 2001ز کال کې د طالبانو له سقوط وروسته، IOC له سيمه ييزو چارواکو سره مرسته وکړه، تر څو د اولمپيک یوه نوې ملي کميټه جوړه کړي. د دې هڅو په پايله کې IOC د 2003ز کال د جون د مياشتې په نهه ويشتمه نېټه، د چيک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې په خپله 115مه ناسته کې افغانستان ته بيا ځای ورکړ، او ورته یې روښانه کړه چې د راتلونکي لپاره په اولمپيک کې ګډون د افغانستان په پلاوي کې د ښځو تر شتون پورې مشروط دی.[۱][۲][۳][۴][۵]

د 2004ز کال د اتنز د دوبي لوبې، د 2004ز کال د اګست له ديارلسمې تر نهه ويشتمې نېټې تر سره شوې وې، په اولمپيک لوبو کې دا د افغانستان یوولسم ځل ګډون و. افغانستان د اولمپيک دې لوبو ته پنځه لوبغاړي واستول: د لنډ واټن ځغاستې سيالۍ لپاره مسعود عزيزي او روبينه مقيميار، سوک وهونکی بشرمل سلطاني، د جوډو لوبغاړې فريبا رضايي او غېږ نيونکی بشير احمد رحمتي. په دې پلاوي کې د مقيميار او رضايي ګډون لومړی ځل و چې افغانستان د اولمپيک لوبو ته ښځینه لوبغاړې واستولې. پنځه واړه لوبغاړي په افغانستان کې روزل شوي وو، او د یونان «Thessalonki» ته په لوبو کې د سيالیو لپاره تر سفر مخکې يې په تهران کې د ايراني روزونکو څخه روزنه لېدلې وه. د افغان چارواکو له خوا د پانګې د محدوديت له امله دې ډلې محدوده بوديجه درلوده، او په رسنيو کې عمومي نظر دا و چې دوی به په لوبو کې کوم مډال ونه ګټي. د افغانستان د ټيم يوه رزونکې «Neema Surgatar» د پرانیستې په مراسمو کې بېرغ لېږدونکې وه، او يوې بلې روزونکې «Kosia Akashi» بيا د پای په مراسمو کې بېرغ ولېږدولو.[۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

لوبغاړي[سمول]

د اتلس کلنۍ په عمر کې په لومړي ځل د اولمپيک په لوبو کې برخه اخيستونکی مسعود عزٍيزي يوازينی نارینه لوبغاړی و، چې د افغانستان لپاره يې په ځغاسته کې سيالي کوله. نوموړی له هغې وروسته د اتنز په لوبو کې د ګډون وړ وبلل شو، کله چې فوق العاده کارت ورکړل شو، ځکه چې د نارينه و د سل متره واټن ځغاستې لپاره د تمرین پر مهال د 11.16 ثانيې تر ټولو غوره حالت (B)، اولمپيک ته د وړتيا تر لاسه کولو له معيار څخه 0.08 ثانيې کم و. له لوبو مخکې په يوه مرکه کې عزيزي وويل، «ياړم چې د نړۍ د نورو اتلانو سره يم. زه دوی به ته خپل ځان معرفي کړم»، او «زه خپل ټول کوښښ کوم چې خپل هېواد ته څه ورکړم. هر څوک د مډال تر لاسه کول غواړی، خو که دوی يې تر  لاسه هم نه کړي، دا د ګټې يا بايلات خبره نه ده. مهم يې ګډون دی». نوموړی د اګست په يو ويشتمه نېټه د اتو نورو ځغلېدونکو سره په څلورمه ډله کې د سيالۍ لپاره چمتو شوی و. عزيزي په 11.66 ثانيو کې اتم او تر ټولو وروستی ځغلېدونکی شو؛ له هرې ډلې څخه يوازې درې تر ټولو لومړي او له ټولو لسو ډلو څخه تر ټولو مخکې لس چټک په ټوليز ډول مخکې تګ کې بريالي شول، او نوموړی له سياليو وايستل شو. عزيزي په 2008ز او 2012ز کلونو اولمپيک لوبو کې هم دوه ځلې د افغانستان استازولي وکړه.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

اتلس کلنه روبينه مقیميار د ځغاستې په سيالۍ کې يوازينۍ ښځينه لوبغاړې وه چې د 2004ز کال اولمپيک کې يې د افغانستان استازولي کوله. نوموړې هغه مهال د اولمپيک لپاره وړ وبلل شوه، کله چې IOC نوموړې ته فوق العاده کارت ورکړ، ځکه چې د هغې 13.76 ثانيو تر ټولو غوره وخت د اولمپيک (B) لپاره وړ ګرځېدو د معيار څخه 1.74 سانيې کم و، کوم معيار چې د ښځو د سل متره لپاره ټاکل شوی دی. د نوموړې کورنۍ د اتنز په سيالیو کې د هغې له ګډون سره موافقه کړې وه. د جوډو (Stig Traavik) مقيميار وليدله چې په اونۍ کې يې دوه ځلې په غازي سټيډيوم کې د منډې وهلو په خرابېدونکې لاره روزنه پيل کړې وه، کله کله به پښې لوڅې وه، خو د ځورېدو او بريد له وېرې به تل له نارينه وو څخه لېرې وه. له لوبو مخکې، نومړې د بي بي سي نړيوال سروس ته وويل چې غواړي د افغان مېرمنو لپاره يوه بېلګه وګرځي. د 2004ز کال د اګست په شلمه نېټه، مقيميار په اومه ډله کې برخه واخيسته، د 14.14 ملي ريکارډ وخت په درلودلو سره، په اتو برخه والو کې په اوم شمېره وه. نوموړې له سياليو وايستل شوه، ځکه چې له هرې ډلې څخه يوازې لومړي درې او له ټولو لسو ډلو څخه لس تر ټولو چټک په ټوليز ډول راتلونکې پړاو ته ورسېدل. له هغې وروسته مقيميار وويل «ما يو څه وېره احساس کړه، ځکه ټولې نړۍ ماته کتل. خو د تمرين پر مهال نورو لوبغاړو ماته وويل، دوی له هغو سختيو خبر دي چې دې ته د رارسېدو په لار کې زه ورسره مخ شوې يم، او زه يې وهڅولم. په لوبغالي کې، ما د هڅونې ډېرې چغې واورېدې "روبينه! روبينه!" او همدې ما ته ښه احساس راکړ». نوموړې يو ځل بيا د 2008ز کال د بيجينګ په لوبو کې د افغانستان استازولي وکړه.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]


نارینه

لوبغاړی سيالي ډله منځلوبه نيمه پايلوبه پايلوبه
پايله مقام پايله مقام پايله مقام پايله مقام
مسعود عزيزي 100 m 11.66 8 مخکې تګ يې ونه کړ[۳۱]


ښځې

لوبغاړی سيالي ډله منځلوبه نيمه پايلوبه پايلوبه
پايله مقام پايله مقام پايله مقام پايله مقام
روبينه مقیميار 100 m 14.14 NR 7 مخکې تګ يې ونه کړ[۳۲][۳۳]

سوک وهنه (بوکسنګ)[سمول]

بشرمل سلطاني د اتنز د لوبو پر مهال نولس کلن و، او يوازې د اولمپيک په لوبو کې يې ګډون کاوه. د کم او منځنۍ کچې وزن د کټګورۍ اسيايي وړتيا پړاونو کې د درېيم مقام په تر لاسه کولو سره په خپله د وړتيا ځای تر لاسه کولو کې له ناکامۍ وروسته نوموړي ته IOC په لوبو کې د ګډون کولو لپاره د فوق العاده کارت بلنه ورکړه. سلطاني د اګست په پنځلسمه نېټه د پيرسټري اولمپيک سوک وهنې په تالار کې په دوه دېرشم پړاو کې د مصر محمد هيکل مقابلې ته ووت. نوموړي په 12/40 نومرو کې لوبه وبايلله، او له همدې امله يې سيالي پای ته ورسېده. که څه هم له ماتې سره مخ شو، د سيالبينو يوې کوچنۍ ډلې سلطاني ته چکې ووهلې، او د (The Atlanta Journal-Constitution) ته يې د اولمپيک په لوبو کې د خپل ګډون په اړه وويل «دا زما په ژوند کې يوه غوره شيبه وه، او د نورو لوبغاړو لپاره به هم همداسې وي، کله چې هغوی سيالۍ ته راځي».[۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

لوبغاړی سيالي 32 پړاوه 16 پړاوه منځلوبه نيمه پايلوبه پايلوبه
د مقابل لوري پايله د مقابل لوري پايله د مقابل لوري پايله د مقابل لوري پايله د مقابل لوري پايله مقام
بشرمل سلطاني د کم او منځنۍ کچې تر منځ وزن  هيکل (مصر)

L 12–40

مخکې تګ يې ونه کړ[۳۸]

سرچينې[سمول]

  1. "Afghanistan". Sports Reference. د اصلي آرشيف څخه پر 24 جولای 2018 باندې. د لاسرسي‌نېټه 23 سيپټمبر 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Zeiss Stange, Mary; K. Oyster, Carol; E. Sloan, Jane, المحررون (9 جنوري 2013). The Multimedia Encyclopedia of Women in Today's World. SAGE Publications. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4522-7037-1. مؤرشف من الأصل في 24 سيپټمبر 2018. د لاسرسي‌نېټه 23 سيپټمبر 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 11 April 2004 باندې). A Run to The Future.
  4. (په 29 June 2003 باندې). Afghanistan back in Olympics. BBC News.
  5. (په 21 August 2004 باندې). Islamic women stride into history. Deseret News.
  6. "Afghanistan". Sports Reference. د اصلي آرشيف څخه پر 24 جولای 2018 باندې. د لاسرسي‌نېټه 23 سيپټمبر 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. (په 18 June 2004 باندې). Athens Olympic journey for five.
  8. (په 5 July 2004 باندې). Running free after escaping iron rule of the Taliban.
  9. (په 7 June 2004 باندې). Olympics; Unveiling New Face of Afghan Freedom.
  10. (په 18 June 2004 باندې). Athens Olympic journey for five.
  11. (په 19 August 2004 باندې). For Iraqi and Afghan Olympians, victory is just being there.
  12. (په 13 August 2004 باندې). Flag bearers for Opening Ceremony. Rediff.com.
  13. "Flag Bearers for the Closing Ceremony". International Olympic Committee. 29 August 2018. مؤرشف من الأصل في ۱۵ اگسټ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اپرېل ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "Masoud Azizi Bio, Stats, and Results". Sports Reference. د اصلي آرشيف څخه پر 23 سيپټمبر 2018 باندې. د لاسرسي‌نېټه 23 سيپټمبر 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په 7 June 2004 باندې). Olympics; Unveiling New Face of Afghan Freedom.
  16. "IAAF Games of the XXX Olympiad – Athens 2004 Entry Standards"". International Association of Athletics Federations. 5 فبروري 2008. مؤرشف من الأصل في 11 سيپټمبر 2018. د لاسرسي‌نېټه 23 سيپټمبر 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په 18 June 2004 باندې). Athens Olympic journey for five.
  18. (په 7 June 2004 باندې). Olympics; Unveiling New Face of Afghan Freedom.
  19. "Olympic results for 21 August: Results – 21/08/2004". BBC Sport. 21 اګست 2004. مؤرشف من الأصل في 10 مې 2007. د لاسرسي‌نېټه 23 سيپټمبر 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Masoud Azizi Bio, Stats, and Results". Sports Reference. د اصلي آرشيف څخه پر 23 سيپټمبر 2018 باندې. د لاسرسي‌نېټه 23 سيپټمبر 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Robina Muqim Yaar Bio, Stats, and Results". Sports Reference. د اصلي آرشيف څخه پر 23 سيپټمبر 2018 باندې. د لاسرسي‌نېټه 23 سيپټمبر 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په 5 July 2004 باندې). Running free after escaping iron rule of the Taliban.
  23. "IAAF Games of the XXX Olympiad – Athens 2004 Entry Standards"". International Association of Athletics Federations. 5 فبروري 2008. مؤرشف من الأصل في 11 سيپټمبر 2018. د لاسرسي‌نېټه 23 سيپټمبر 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په 17 August 2004 باندې). Afghan women making Olympic history.
  25. (په 19 August 2004 باندې). For Iraqi and Afghan Olympians, victory is just being there.
  26. (په 21 August 2004 باندې). For Afghan runner, an unforgettable Games. The Philadelphia Inquirer.
  27. (په 22 June 2004 باندې). Afghan women's Olympic dream. BBC News.
  28. "Today's Track and Field Results: August 20, 2004". ESPN. 28 سيپټمبر 2004. مؤرشف من الأصل في 28 سيپټمبر 2004. د لاسرسي‌نېټه 23 سيپټمبر 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. "Robina Muqim Yaar Bio, Stats, and Results". Sports Reference. د اصلي آرشيف څخه پر 23 سيپټمبر 2018 باندې. د لاسرسي‌نېټه 23 سيپټمبر 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. (په 21 August 2004 باندې). Afghanistan athlete sprints toward equality. The Miami Herald.
  31. "Olympic results for 21 August: Results – 21/08/2004". BBC Sport. 21 اګست 2004. مؤرشف من الأصل في 10 مې 2007. د لاسرسي‌نېټه 23 سيپټمبر 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. (په 21 August 2004 باندې). Islamic women stride into history. Deseret News.
  33. "Today's Track and Field Results: August 20, 2004". ESPN. 28 سيپټمبر 2004. مؤرشف من الأصل في 28 سيپټمبر 2004. د لاسرسي‌نېټه 23 سيپټمبر 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "Basharmal Sultani Bio, Stats, and Results". Sports Reference. د اصلي آرشيف څخه پر 23 سيپټمبر 2018 باندې. د لاسرسي‌نېټه 23 سيپټمبر 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. (په 19 August 2004 باندې). For Iraqi and Afghan Olympians, victory is just being there.
  36. "Welterweight (69kg/152lbs) Round of 32". NBC Sports. 15 اګست 2004. د اصلي آرشيف څخه پر 24 اګست 2004 باندې. د لاسرسي‌نېټه 23 سيپټمبر 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. (په 18 August 2004 باندې). Athens 2004: For Afgans, Freedom to Compete is Golden. The Atlanta Journal-Constitution.
  38. "Welterweight (69kg/152lbs) Round of 32". NBC Sports. 15 اګست 2004. د اصلي آرشيف څخه پر 24 اګست 2004 باندې. د لاسرسي‌نېټه 23 سيپټمبر 2018. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)