افغانستان د ۲۰۰۲ کال په آسیایي لوبو کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

افغانستان د ۲۰۰۲ کال په آسيايي لوبو کې چې د ۲۰۰۲ کال د سپتمبر له ۲۹ څخه د اکتوبر تر۱۴  پورې د سوېلي کوريا په بوسان ښار کې ترسره شوې، ګډون وکړ. دې لوبو د طالبانو د رژيم له ړنګېدو وروسته نړيوالو ورزشي سياليو ته د افغانستان د ګډون بېرته پیل کړ. په افغان پلاوي کې ۱۲ چارواکي (۱۱ نارینه او یوه ښځه) او ۴۴ لوبغاړي (۴۰ نارینه او څلور ښځې) چې په اوو بېلابېلو رشتو کې یې ګډون وکړ.

د ۱۹۸۴ کال د آسیا جام د غوراوي پړاو له سیالیو وروسته د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې خپله لومړۍ نړیواله لوبه وکړه. رویا زماني  چې په کابل کې د انګلیسي ژبې یوه ښوونکې وه، د تکواندو د متوسط وزن په کچه په  ۷۲ کیلو ګرامه وزن کې پرته د کومې لوبې له ګټلو، د برونزو مډال ترلاسه کړ. دآغلې زماني د افغانستان په ازستازیتوب یوازینی مډال ګټونکې او په ۲۰ کلونو کې لومړی افغانه مډال گټونکې وه. له پاتې لوبغاړو څخه هېڅ یو د لارموندنې له پړاو څخه تېر نه شو، او په دې توګه  یې هېڅ کوم مډال تر لاسه نه کړ.   [۱][۲]

سابقه[سمول]

افغانستان د آسيایي المپيک شورا د سوېلي آسيا د زون غړى دى، او د ١٩٥١ کال د لوبو له پرانېستلو وروسته یې په نوي ډيلي کې په آسيايي لوبو کې برخه واخيسته. طالبانو د ۱۹۹۶ کال د سپټمبر په ۲۶ نېټه کابل ونيو او د افغانستان اسلامي امارت یې تاسیس کړ.   [۳][۴]

د طالبانو تر واک لاندې ټول سپورتي فعالیتونه لغوه شول، ځکه چې دو په اند وو چې ډېری لوبې د اسلام او اسلامي شريعت  سره په ټکر کې دي. زیاتره لوبغالي لکه د کابل د غازي لوبغالی، یا ویجاړ شول او یا هم د عامو خلکو د اعدامونو او مجازاتو په ځایونو بدل شول. ښځې په هر ډول لوبو کې له ګډون منع شوې وې؛ نارینه لوبغاړو ته اجازه ورکړل شوې وه چې په یو څو رشتو کې برخه واخلي، خو د اوږدو پایڅو پتلون اغوستلو او ږیرې پرېښودلو ته اړ شوي وو. د المپیک نړیوالې کمېټې (IOC ) د ښځو پر وړاندې له دې ډول پېښو او تبعیض وروسته، د افغانستان د المپیک په ملي کمېټې بندیز ولګاوه او دوی یې د المپیک په لوبو کې له ګډون څخه محروم کړل.[۵][۶]

د المپيک نړیوالې کمېټې ( IOC ) د ۲۰۰۰ کال د المپیک له لوبو څو میاشتې مخکې، د افغانستان د المپیک ملي کمېټې ته د دې فرصت ورکړ چې د طالبانو له بیرغ پرته دې لوبو ته یوه مشروطه ډله واستوي. کمېټې د دې شرایطو په نه منلو له ګډون ډډه وکړه.   [۷]

د افغان لوبغاړو ګډون د بیرغ او د امارت (افغانستان) له استازولۍ پرته هېڅ معنا نه لري. موږ به هېڅوک په شخصي ډول ونه لېږو – عبدالشکور مطمین   [۸]

افغانستان د ۱۹۹۸ کال آسیايي لوبو ته چې د تایلنډ په بنکاک کې ترسره شوې، د اقتصادي ستونزو له امله هېڅ کوم پلاوی نه و لېږلی. د طالبانو قوانینو هم د افغان لوبغاړو د سیالیو په وړاندې ستونزې رامنځ ته کړې. د بېلګې په توګه، د سوک وهنې نړیواله ټولنه (AIBA  ) لوبغاړو ته د ږیرې او برېتو پرېښودلو اجازه نه ورکوي، خو افغان نارینه د مخ د ویښتانو له  خريلو منع شوي دي. د روانو جګړو سربېره، افغانستان آسيايي لوبو ته د طالبانو د حکومت له نسکورېدو وروسته راستون شو. د المپيک نړیوالې کمېڼې ( IOC ) د ۲۰۰۳ کال په جون میاشت کې د خپلې ۱۱۵مې غونډې په ترڅ کې، چې په پراګ کې دایره شوه، پر افغانستان لګول شوی تعلیق لرې کړ. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]

پلاوی [سمول]

د افغانستان پلاوي د آسيايي لوبو د ١٤ دور لپاره له ١٢ چارواکو (١١ نارينه او يوه ښځينه) او ٤٤ لوبغاړو (٤٠ نارينه او څلور ښځينه) په ګډون په اوو بېلابېلو رشتو کې لکه–  سوک وهنه (٦)، بايسکل ځغلونه (١)، فوټبال (۲۰)، کراته (۱)، نښه ویشتنه (۱)، تکواندو (۷) او غېږنيونه (۸) کې ګډون کړی وو. [۱۳][۱۴]

سوک وهنه [سمول]

د سوک وهنې شپږو لوبغاړو په سیالیو کې برخه واخیسته چې له ۱۲ سیالیو څخه  یې په شپږو سیالیو کې ګډون وکړ. هېڅ افغان لوبغاړی د سیالۍ له لومړي پړاو څخه بل پړاو ته لار ونه مونده. له شپږو سوک وهونکو څخه دری — داود محمود (په ټيټ سپک وزن  کې)، روح الله مصطفی (په سپک وزن کې) او تمیم احمد اختري (لږ سپک وزن) — د حریفانو د مخکښۍ له امله سیالۍ له لاسه ورکړې. عبدالله شکیب د قزاقستاني ګینادي ګولووکین پر وړاندې د سیالۍ په مهال له لوبې کېنول شو. صادق نقشبندي د قزاقستان سرګي ریچکو ته وروسته له هغه ماتې ومنله چې لوبڅار لوبه ودروله ( RSC). سید هارون سادات یوازینی افغان سوک وهونکی و چې خپله لوبه یې د ۱۱-۱۳ امتیازونو په توپیر، د نیپال کمار اډهیکاري ته پرېښوده.  

لوبغاړی لوبه مقدماتي ۸ غوره نیمه پایلوبه پایلوبه مرجع
د سیالۍ نتیجه د سیالۍ نتیجه د سیالۍ نتیجه د سیالۍ نتیجه درجه
داود محمود ټیټ سپک وزن (۴۸ کیلو ګرامه) کیم ان چال (شمالي کوریا)

باخت RSCO

له وړاندې تګ پاتې شو [۱۵]
روح الله مصطفی سپک وزن (۵۱ کیلو ګرامه) ژو ګنګ(چين)

باخت RSCO

له وړاندې تګ پاتې شو [۱۶]
تمیم احمد اختري لږ سپک وزن (۶۰ کیلو ګرامه)  رماناند (هندوستان)

باخت RSCO

له وړاندې تګ پاتې شو [۱۷]
سید هارون سادات سپک وزن (۶۳.۵ کیلو ګرامه) کمار ادھیکاری(نيپال)

باخت ۱۱-۱۳

له وړاندې تګ پاتې شو [۱۸]
صادق نقشبندي نیمه سپک وزن (۶۷ کیلو ګرامه) سرګي ریچکو (قزاقستان)

باخت RSCO

له وړاندې تګ پاتې شو [۱۹]
عبدالله شکېب متوسط سپک وزن (۷۱ کیلوګرامه) ګینادي ګولوکین (قزاقستان)

 باخت RET

له وړاندې تګ پاتې شو [۲۰]

بایسکل ځغلونه [سمول]

د افغانستان په پلاوي کې محمد بهروز یوازینی بایسکل ځغلونکی و. هغه د نارینه وو په ۱۶۹.۴ کیلومتره د سرک په انفرادي بایسکل ځغلونه کې چې د اکتوبر په ۳ مه نېټه ترسره شوه، د خپل ولس استازیتوب وکړ. په دې سیالۍ کې ټولټال ۲۸ لوبغاړو ګډون کړی و؛ بهروز یو له هغو شپږو کسانو څخه و چې سیالي یې پای ته ونه رسوله. ازبکستاني سرګي کروشیفسکي دا  سیالۍ په ۴:۱۷:۵۹ دقیقو  کې وګټله.  [۲۱][۲۲]

فوټبال [سمول]

د فوټبال په سیالیو کې د ګډون لپاره افغانستان د نارینه وو ملي لوبډله ولېږه. په ۱۹۸۴ کال کې د افغانستان وروستۍ نړيواله لوبه  د آسيايي سياليو د غوراوي پړاو په لړ کې وه. فيفا د۲۰۰۲ کال آسيايي لوبو لپاره، ، د افغانستان د فوټبال فدراسيون سره مالي مرسته وکړه، څو بوسان ښار ته سفر وکړي. ټیم د لومړني پړاو څخه پرمختګ ونه کړ، خپلې ټولې درې لوبې یې له لاسه ورکړې.  [۲۳][۲۴]

د ټيم نوملړ


شمېره


لوبغاړی


ځای

۱


جمشېد


ګول ساتونکی

۲


مهدي امیرآبادي


منځنی لوبغاړی

۳


محمد نسیم


د دفاع لوبغاړی

۴


بشیر احمد سعادت


د دفاع لوبغاړی

۵


راتل احمد


د دفاع لوبغاړی

۶


محمد نسیم حسیني


منځنی لوبغاړی

۷


محمد ذکي


حمله کونکی

۸


عتیق الله


منځنی لوبغاړی

۹


سید داود شاه


منځنی لوبغاړی

۱۰


نجیب الله کریمی


منځنی لوبغاړی

۱۱


میر شفیق الله


منځنی لوبغاړی

۱۲


محمد صادق


ګول ساتونکی

۱۳


محمد خالد

MF

منځنی لوبغاړی

۱۴


محمد ظریف


د دفاع  لوبغاړی

۱۵


ابوالفضل حاجي زاده خواجبادي


منځنی لوبغاړی

۱۶


رحمان علي نظري


منځنی لوبغاړی

۱۷


خلیل احمد


د دفاع لوبغاړی

۱۸


سید مقصود


منځنی لوبغاړی

۱۹


الیاس احمد منوچهر


حمله کوونکی

۲۰


احمد ضیا عظیمی


د دفاع لوبغاړی


ټیم


ترسره شوې لوبې


ګټلې


مساوي


بایللې


وهل شوي ګولونه


خوړل شوي ګولونه


د ګولونو توپیر


امتیازونه


  ایران

۳ ۲ ۱ ۰ ۱۳ ۱ +۱۲ ۷


                قطر

۳ ۱ ۲ ۰ ۱۳ ۲ +۱۱ ۵
 

  لبنان

۳ ۱ ۱ ۱ ۱۲ ۳ ۴


افغانستان

۳ ۰ ۰ ۳ ۰ ۳۲ −۳۲ ۰

ټاکل شوې وه چې د سپټمبر په ۲۸مه نېټه د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه د بوسان ګودیک په لوبغالي کې له ایران سره ترسره شي. د ایران لوبډله په دې لوبه کې برلاسې شوه او لوبه یې لس - صفر وګټله. عليرضا واحدي نیکبخت په دې لوبه کې پنځه ګولونه ووهل.  د ایران لپاره، په دې تورنمنټ کې دا تر ټولو لویه بریا وه. په فاینل کې، ایران جاپان ته له ماتې وروسته د سرو زرو مډال ترلاسه کړ.   [۲۵][۲۶]

سرچينې[سمول]

  1. Sharma, Kalpana (په October 20, 2002 باندې). A tale of three women. The Hindu.
  2. "Medal Standing – Afghanistan". busanasiangames.org. Busan Asian Games Organizing Committee. د اصلي آرشيف څخه پر March 31, 2003 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 3, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "NOCs – Asian map of NOCs (45)". ocasia.org. Olympic Council of Asian. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ فبروري ۲۰۱۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه January 6, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. McDonald, Scott (په August 17, 2000 باندې). Taleban hope to get ban revoked. rediff.com
  5. Goodwin, Jan. "Buried Alive: Afghan Women Under the Taliban". mtholyoke.edu. Mount Holyoke College. د اصلي آرشيف څخه پر January 2, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 6, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Hennessy-Fiske, Molly (په April 28, 2011 باندې). Kabul's scarved boxers – Female Olympic hopefuls train at a stadium where the Taliban used to publicly execute women. Los Angeles Times.
  7. McDonald, Scott (په August 17, 2000 باندې). Taleban hope to get ban revoked. rediff.com
  8. McDonald, Scott (په August 17, 2000 باندې). Taleban hope to get ban revoked. rediff.com
  9. (په June 29, 2003 باندې). Afghanistan back in Olympics – Olympic bosses have cleared the way for Afghanistan to compete at the Games in Athens next year. BBC News
  10. (په October 3, 2002 باندې). The Koreas united, for a day – Plus Afghanistan's sporting comeback. The Economist.
  11. "WSB Technical and Competition Rules-Season 2-Final version  – Eligibility of boxers – Medical eligibility" (PDF). worldseriesboxing.com. World Series of Boxing (AIBA). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر مارچ 9, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه جنوري 6, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Mongolia confirms participation, making it 42 nations Asiad". sadec.com. Sadec Asia Pacific. November 23, 1998. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ اکتوبر ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه January 6, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په October 3, 2002 باندې). The Koreas united, for a day – Plus Afghanistan's sporting comeback. The Economist.
  14. "Participation General – Each Nation & Regional". busanasiangames.org. Busan Asian Games Organizing Committee. د اصلي آرشيف څخه پر January 10, 2003 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 3, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Game Result – Light flyweight(48 kg) Preliminary Bouts". busanasiangames.org. Busan Asian Games Organizing Committee. October 4, 2002. د اصلي آرشيف څخه پر December 2, 2002 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 5, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Game Result – Flyweight(51 kg) Preliminary Bouts". busanasiangames.org. Busan Asian Games Organizing Committee. October 5, 2002. د اصلي آرشيف څخه پر December 2, 2002 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 5, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Game Result – Lightweight (60 kg) Preliminary Bouts". busanasiangames.org. Busan Asian Games Organizing Committee. October 7, 2002. د اصلي آرشيف څخه پر December 2, 2002 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 5, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Game Result – Light welterweight (63.5 kg) Preliminary Bouts". busanasiangames.org. Busan Asian Games Organizing Committee. October 2, 2002. د اصلي آرشيف څخه پر December 2, 2002 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 5, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Game Result – Welterweight (67 kg) Preliminary Bouts". busanasiangames.org. Busan Asian Games Organizing Committee. October 3, 2002. د اصلي آرشيف څخه پر December 2, 2002 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 5, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Game Result – Light middleweight (71 kg) Preliminary Bouts". busanasiangames.org. Busan Asian Games Organizing Committee. October 4, 2002. د اصلي آرشيف څخه پر December 2, 2002 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 5, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Schedule – Cycling – Road Race". busanasiangames.org. Busan Asian Games Organizing Committee. د اصلي آرشيف څخه پر December 18, 2002 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 5, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "14th Asian Games – Men's 169.4km Individual Road Race". autobus.cyclingnews.com. Future plc. د لاسرسي‌نېټه January 5, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. (په October 3, 2002 باندې). The Koreas united, for a day – Plus Afghanistan's sporting comeback. The Economist.
  24. "Goal Programme — Afghanistan Football Federation – 2004". fifa.com. FIFA. November 11, 2008. د اصلي آرشيف څخه پر June 7, 2007 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 6, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. "Games Result – JPN : IRI Final (gold medal match) Group No. 44". busanasiangames.org. Busan Asian Games Organizing Committee. October 13, 2002. د اصلي آرشيف څخه پر December 2, 2002 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 3, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Game Result – AFG : IRI/League-E Group No. 9". busanasiangames.org. Busan Asian Games Organizing Committee. September 28, 2002. د اصلي آرشيف څخه پر December 18, 2002 باندې. د لاسرسي‌نېټه January 3, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)