افریقايی استرالو پیتکوس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

افریقايی استرالو پیتکوس (د متن په دوام کې دې نوم ته ژباړن په اختصاري ډول ا.ا کاروي، ژباړن) د استرالیوپیتیسین یوه ورک شوی ډول دی. چې له ۳.۳ تر ۲.۱ میلیون کاله مخکې یې له وروستي پلیوسن (د ځمکپوهنې مهالنی مقیاس) څخه تر لومړني پلیوسن پورې په سویلي افریقا کې ژوند کاوه. دا ډولونه د تاونګ، سټرکفونټین، مکاپانساګاټ او ګلیډیسویل له سیمو څخه ترلاسه شوي دي. لومړنۍ بېلګه د تاونګ ماشوم (د افریقايي استرالو پیتکوس د یو ځوان انسان فوسیلي کوپړۍ) دی چې په ۱۹۲۴ کال کې اناتومي پوه ریمونډ ډارت کشف کړه او د لومړني هومینین لومړنۍ موندل شوې نمونه وه. که څه هم د نورو بیزوګانو په پرتله له انسان سره د هغه نږدې اړیکې د پېړۍ تر منځني مهال پورې په پراخه کچه ونه منل شوې، ځکه تر ډېره په دې باوري وو چې انسان له افریقا څخه بهر تکامل ته رسېدلي. دا روښانه نه ده چې افریقايي استرالو پیتکوس (A. africanus ) له نورو انسانانو سره څه ډول اړیکه لري او په بېلابېلو ډولونو د هومو/انسانانو او پرانتروپوس او یا یواځې د پارانتروپس او یا هم یواځې د پارانتروپس روباستوس د نیکونو ځای نیسي. د «کوچنیو پښو» نمونه تر ټولو خوندي پاتې شوی لومړنی انسان دی چې د اسکلېټ ۹۰ سلنه برخه يې روغه ده او د سویلي افریقا تر ټولو پخوانی استرالوپیت دی. که څه هم په متنازع ډول داسې هغه او هغه ته ورته نمونې په A. Prometheus /ا.پرومیتیس (په یوناني اسطورو کې د اور خدای) ویشل کېدی شي.  [۱]

د A. africanus د ماغزو حجم شاوخوا ۴۲۰-۵۱۰ سي‌سي (۲۶-۳۱ مکعب انچ) دی. د نورو لومړنیو انسانانو په څېر د دغې نوعې غاښونه لوی او ډبله مینا يې لرله. د نارینه‌وو کوپړۍ ښايي د ښځینه‌وو تر کوپړیو پیاوړې وې. د نارینه‌وو قد په متوسط ډول ۱۴۰ سانتي متره (۴ فوټه او ۷ انچه) او وزن يې ۴۰ کیلوګرامه (۸۸ پونډ) او د ښځینه‌وو قد ۱۲۵ سانتي متره (۴ فوټه او ۱ انچ) او وزن يې ۳۰ کیلوګرامه (۶۶ پونډ) و. ا.ا (africanus) یو تکړه دوه پښو لرونکی و، خو په قدم وهلو کې تر انسان لږ اغېزمن و. ا.ا د بدن په پورتنۍ برخه کې له په ونو کې ژوندکوونکو بېزوګانو سره څو مشترکې ځانګړنې لرلې. دا په بېلابېلو ډولونو په پوره یا نسبي ډول په ونو کې د ژوند کولو د شواهدو په توګه یا بیزو ته ورته د یو نیکه غیرعملکردي پاتې‌شونو په توګه تفسیریږي. د ا.ا د بدن پورتنۍ برخه د ختیځې افریقا د اسټرالوپیتیکوس افارنسیس په پرتله ډېره بیزو ته ورته ده.

داسې بریښي چې ا.ا د ګڼو نورو تي‌ لرونکو خلاف، له څلور مالیکوله کاربني خوړو لکه واښو، زړي/دانې، ریزوم (یو ډول بوټي چې ساقه يې په ځمکه کې خښه وي، ژباړن)، تر ځمکه لاندې ‌زېرمه‌کوونکي اورګانونه یا د خوړو د ځنځیر له لوړو بالقوه موجوداتو څخه ګټه اخيسته. په هر حال یاد ډول ډېر متغیر خوراکي رژیم درلود چې هغه يې هرڅه‌پال/هرڅه خوښوونکی معرفي کاوه. ماشومان څلورو، پنځو کلونو ته تر رسېدو ښايي  په دغه دوره کې د ژوندي پاتې کېدو لپاره پالنې ته اړتیا ولري. داسې معلومیږي چې دا ډول تر ډېره پلارمحوره (patrifocal) وو او ښخينه‌وو د نارینه په پرتله تر ډېره ډله پرېښوده. ا.ا په ځنګلي ګالري کې چې په وښو او بوټو پوښل شوې وه ژوند کاوه. سویلي ا.ا د لویو ښکاریانو (د مثال په ډول لویې پيشوګانې) له ښکار کولو څخه د مخنیوي له امله په احتمالي ډول په غارونو کې سره راټول شوي او داسې ښکاري چې د تاونګ ماشوم یو ښکاري الوتونکي وژلی دی. ا.ا په عمده ډول د اقلیمي بدلونونو او په احتمالي ډول له هومو/انسان او پارانتروپوس روبوتوس سره د سیالۍ له امله ورک شوي دي.

د څېړنې تاریخچه[سمول]

استرالیایی پروفیسور اناتومي پوه ریمونډ ډارټ چې له ۱۹۲۳ کال څخه يې په سویلي افریقا کې کار کاوه، په ۱۹۲۴ کال کې د ژورفین سالمونز په نوم د خپل یوه شاګرد له‌خوا خبر شو چې د شمالي اهک شرکت د سویلي افریقا په تاونګ سیمه کې د اهکي ډبرو په معدن کې د بیزو (د پاپیو جنس بابون ډول) پاتې‌شوني چې د M.G. ډې براین وسلې په‌واسط ویشتل شوې کشف کړي. په دې وپوهېد چې سکاټلنډي پروفیسور رابرټ برنزیانګ هغه مهال په دې سیمه کې د کېندنو په حال کې و تر څو د زامبیا له کابوه څخه چې په ۱۹۲۱ کال کې کشف شوې وه د لرغوني انسان لکه هومو رودزینسیس (د شمالي رودزیا د بروکن غونډۍ د کشف پرمهال) پاتې‌شونې پیدا کړي، هغه له خپلو همکارانو څخه وغوښتل چې له معدن څخه هغه ته څه اندازه د تي لرونکو پاتې‌‌شوني ورولیږي. ډارت د ۱۹۲۴ کال د نوامبر په ۲۴مه د ډي بروین له‌خوا راټول شوي دوه صندوقه فوسیلي مواد  پیدا کړل. په هغو کې یې یوه طبعي مغزي غده او د تانګ ماشوم ۲.۸ میلیون کاله پخوانۍ ځوانې کوپړۍ مخ ولیده چې لږ ځنډ وروسته يې د انسان او بیزو تر منځ د یو انتقالي پاتې‌شوني په توګه کشف کړه. تر ټولو مهمه دا چې د ماغزو اندازه يې کوچنۍ وه، خو د فارامین مګنوم سوري د موقعیت له مخې دوه پښې لرونکی و. ډارټ وروسته له دې چې بېړه يې پاتې‌شونې له خپل متریکس څخه خوشي کړل له مخکې يې په ۱۹۲۵ کال کې د یو نوي جنس او نوي ډول په توګه ونومول. په دې وخت کې ټولې لویې بیزوګانې چې د غیر انساني بیزوګانو فوسیلونه په کې شامل وو د پانجېډي په کورنۍ کې او هومېنډیان د انسانانو د نیکونو په توګه ډلبندي شول. ډارت احساس وکړ چې د تاونګ ماشوم له دې دواړو څخه په هېڅ یو پورې تړاو نه لري او د همومو-سمېډیا («انسان-بیزوګانې») کورنۍ يې رامنځته کړه. د کورنۍ دا نوم ډېر زر لرې کړای شو او ډارت په ۱۹۲۹ کال کې د استرالوپیتسیډ وړاندیز وکړ. د سویلي افریقايي لرغوني ژوندپوهاند رابرټ بروم له ا.ا څخه هومېنډیا ته د ا.ا د انتقال وړاندیز وکړ، چې هغه مهال یواځې انسانان او د هغه نیکونه په کې شاملېدل.  [۲]

لکه څنګه چې چارلز داروین په ۱۸۷۱ کال کې د انسانانو ټبر په نوم خپل کتاب کې فرض کړي وو، ا.ا لومړني شواهد وو چې دا یې څرګندوله چې انسان په افریقا کې تکامل کړی. که څه هم د تاونګ د ماشوم په اړه د ډارت ادعا د انسان او بیزو تر منځ د انتقالي پړاو په توګه د هغه مهال د انسان د دود تکاملي طریقې سره مخالفه وه، چې پر اساس یې تر دوه پېښې کېدلو مخکې د ماغزو لويې اندازې او انسان ته ورته ځانګړنو په کې وده کړې وه. په پایله کې ا.ا په تولیز ډول د ګوریل یا شامپانزو کورنۍ د یو غړي په توګه په ځانګړي ډول د ښاغلې ارتور کېت په‌واسطه ګوښه شو. دې نظریې په ۱۹۱۲ کال کې د بریتانوي پېلټډون من په‌واسطه دوام وکړ. پردې سربېره په چین کې د انسان ته ورته (نېغ انسان pekinensis) پېکین من له کشف هم داسې ښکاري چې د بشر سرچینه له افریقا څخه بهر ده. د تاونګ ماشوم انساني ځانګړنو ته د نومونې له نوې ځوانۍ سره تړاو ورکړل شو، په دې معنا چې یادې ځانګړنې له بلوغ سره له‌منځه ځي. له دې سره ډارت او بروم دې استدلال ته دوام ورکړ چې استرالوپیتکوس له شامپانزو څخه ډېر لرې دي او له انسانانو سره څو فزیکي او چلندیز ورته‌والي ښيي. ډارت تر دې حده د استرالوپیتکین په غارونو کې د لویو تی لرونکو د هډوکنیو ټوټو ادغام ته اشاره وکړه چې اوس‌مهال د کفتار له فعالیت سره تړل کېږي. که څه هم ډارت وړاندیز وکړ چې هډوکي د هغه په بدل کې چې نوموړي «اسئودنتوکراتیک» ونومول، د استرالیايي ښکارچیانو له‌خوا تولید شوي چې له لویو هډوکو، غاښونو او ښکرونو څخه په ګټې اخیستنې يې وسلې جوړولې.  [۳][۴]

په دغه تېزس کې انسانان له وژونکو ژوندیو بېزوګانو بېل تاييد شوي: هغه غوښه خوړونکي موجودات، چې ژوندی ښکار يې په تاوتریخوالي ولکه کاوه او هغه یې د مرګ تر بریده وهه، ‍د بدن ماتې ټوټې يې بند په بند بېلولې او د قربانیانو په توده وینه يې خپله وحشي تنده ماته کړې او په حرصناک ډول يې د هغوی د بدن ژوندۍ غوښې خوړلې.  

سرچينې[سمول]

  1. "Australopithecus africanus". humanorigins.si.edu. Smithsonian Institution. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Tobias, P. V. (1998). "Ape-Like Australopithecus After Seventy Years: Was It a Hominid?". The Journal of the Royal Anthropological Institute. 4 (2): 283–308. doi:10.2307/3034503. JSTOR 3034503. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Wolberg, D. L. (1970). "The Hypothesized Osteodontokeratic Culture of the Australopithecinae: A Look at the Evidence and the Opinions". Current Anthropology. 11 (1): 22–37. doi:10.1086/201087. JSTOR 2740696. S2CID 145545699. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Dart, R. A. (1953). "The Predatory Transition from Ape to Man". International Anthropological and Linguistic Review. 4 (4). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)