افت یا مضر موجودات (ارګانېزم)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

افت هر هغه حیوان یا نبات ته ویل کېږي چې انسانانو او د هغوی اړوندو شیانو ته زیان ولري. په ځانګړې توګه دا اصطلاح هغو موجوداتو ته کارول کېږي چې کرنیزو محصولاتو، مالدارۍ او ځنګلونو ته زیان رسوي او یا هم خلکو ته په کورونو کې د مزاحمت سبب کېږي. انسانانو د خپلو موخو لپاره چاپېریال برابر کړی او کله چې د هغوی فعالیتونه د انسان پر موخو منفي اغېز کوي، د نورو موجوداتو په پرتله چې کومه فضا اشغالوي دوی ته د زغم وړ نه ده. مثلاً فیل په خپل طبیعي استوګنځي کې د اعتراض وړ نه دی، خو کله چې محصولات تر پښو لاندې کوي بیا افت دی.

ځینې حیوانات د داړلو یا چیچلو له امله منفور دي لکه ماران، مچۍ، مېږیان، ګونګټې، ورږې او کنې. نور چې کورونو ته ننوځي لکه کورني مچان چې پر خوړو کېني او ککړوي یې، ګونګټې چې په لرګینو سوریو کې ننوځي او نور حیوانات چې د شپې له مخې پر ځمګه ګرځي لکه سوسک چې تر ډېره له غیر صحي شرایطو څخه پيدا کېږي. 

پر کرنیزو او باغي محصولاتو بېلابېل افتونه برید کوي چې تر ټولو مهم یې حشرات، پویې، چینجي او نور څښېدونکي حشرات دي. هغه زیانونه چې دوی یې اړوي هغه هم نباتاتو ته مستقیم زیان دی او هم په غیر مستقیم ډول فنجي، باکتریايي یا ویروسي عفونتونه دي چې لېږدوي یې. د دغو بریدونو پر وړاندې نباتات خپل ځانګړی دفاعي سیستم لري، خو ښايي بیا هم اغېز پرې وکړي، په ځانګړې توګه په هغو ځایونو کې چې پر نباتاتو مخکې له مخکې فشار وارد شوی وي یا افتونه په ناڅاپي ډول پېښ شوي وي او ښايي هېڅ طبیعي دښمن ونه‌لري. پر ونو اغېز لرونکي افتونه تر ډېره حشرې دي او ډېری یې ناڅاپي بلل شوي، یعنې د ونو طبیعي دښمنان نه دي او ځينې هم داسې فنجي ناروغۍ لېږدوي چې زیانمنوونکې پایلې لري.

په دودیز ډول انسانان په کرنیزو ځمکو او ځنګلونو کې د افت وژونکو موادو په مرسته د دغو افتونو مخنیوی کوي. سره له دې، په دې وروستیو کې د میخانیکي او بیولوژيکي مخنیوي په څېر نورو لارو هم وده کړې.

مفهوم[سمول]

افت د حیوان، نبات یا فنجي په ګډون هر هغه ژوندي موجود ته ویل کېږي چې انسان يې د خپل ځان، شتمنۍ یا چاپېریال لپاره مضر ګڼي. دا کمزوری مفهوم دی، ځکه یو ژوندی موجود کېدای شي د افت په چاپېریال کې وي، خو په نورو شرایطو کې ښايي ګټور، اهلي یا د منلو وړ هم وي. له بل پلوه مایکرو ارګانېزمونو لکه باکټریاوو، مایکروسکوپي فنجي، پروټېسټونو یا مضرو ویروسونو ته د افت پر ځای د ناروغۍ د لاملونو (پټوجنونو) په سترګه کتل کېږي. د «افت» کلمې پخوانی استعمال په یوې وبايي ناروغۍ په ځانګړې توګه «طاعون» پورې اړوند دی. افت په پراخې معنا سره د بشریت د رقیب په معنا دی. [۱][۲][۳]

حیوانات د افت په توګه[سمول]

حیوانات هغه مهال افت بلل کېږي چې خلکو یا کرنیزو محصولاتو، ځنګلونو یا ودانیو ته زیان ورسوي. هغه فیلان چې د کروندګرو پر کرنیزو محصولاتو برید کوي او ویجاړوي یې، کروندګر يې افت بولي. غوماشې او کنې ناروغۍ لېږدوونکې دي، خو دا چې چیچونه کوي نو افت هم دی. ملخونه معمولاً انفرادي نبات خوړونکي دي چې له اقتصادي پلوه چندان ارزښت نه‌لري، خو کله چې محصولاتو ته د ننوتو لپاره شرایط ورته برابر شي، د لویو زیانونو د رامنځته کېدو لامل هم کېږي. ډېری خلک د خپل ښار او باغونو په شاوخوا کې الوتونکو ته ارزښت ورکوي، خو کله چې په لویه کچه دا الوتونکي را غونډ شي، ښايي ځوروونکي وي. د مرغیو په سېلونو کې سلګونه زره الوتونکي وي، د اوسېدو ځای یې ښايي له شوره ډک وي او پیخال یا مدفوع یې ډېر وي، پیخال یې اسید لرونکی خاصیت لري چې د فلزاتو، ډبرینو کارونو او دېوالونو د خرابېدو لامل کېږي. په ښارونو کې الوتونکي ښايي د روغتیا لپاره ګواښ وي او ساحل ته نږدې سمندري الوتونکي ښايي ځوروونکي وي، په ځانګړې توګه که دومره زړور شي چې له خلکو څخه خواړه وتښتوي. په هوايي ډګرونو کې ټول الوتونکي ښايي د الوتکې په انجنونو کې ننوزي او له منځه لاړ شي چې دا کار خطرناک دی. دارکوب مرغه [لکه هُدهُد چې یو ډول مرغه دی، تېره مښوکه لري او ونې او لرګي سوري کوي] کله کله په ودانیو او دېوالونو کې سوري باسي او د برېښنا په پایو کې ځالې جوړوي چې د ودانۍ او ځای د زیانمنېدو لامل کېږي. همدا راز د ودانیو په بېلابېلو ځایونو لکه لوداڼو یا ناوو، دودکشونو، هوا کشونو او المونیمي تختو کې د مښوکې په وهلو سره شور جوړوي.[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

نباتات د افت په توګه[سمول]

نباتات هم ښايي د افت په توګه په پام کې ونیول شي، لکه تېری‌کوونکي او بې‌ځایه را شنه کېدونکي بوټي. هېڅ داسې نړیوال تعریف نه‌شته چې نبات افت وګڼي. د سوېلي استرالیا په څېر ځینو حکومتونو خپلو چارواکو ته دا اجازه ورکړې چې «هر هغه نبات چې د محلي چارواکي له نظره ښايي د سیمې پر چاپېریال، شتمنۍ، ارزښت یا د سیمې د اوسېدونکو پر روغتیا او هوساینه منفي اغېز وکړي، افتي نبات دې وبلل شي». په دغو مقرراتو کې د شاملو نباتاتو یوه بېلګه «کالتروپ» (خارخاسک) دی چې د مېږو او وزو د مسمومېدو لامل کېږي؛ خو تر ډېره د ودانیو، سړکونو او تفریحي ځایونو په شاوخوا کې د تېرو او خرابو اغزیو په لرلو سره خلکو ته د مزاحمت لامل هم کېږي. [۱۱][۱۲]

د افتونو پر وړاندې د نباتاتو دفاع[سمول]

نباتات ځینې داسې ستراتیژۍ لري چې د خپل ځان د دفاع لپاره یې کاروي، هغه ښايي اغزي یا اغزي لرونکې پاڼې یا پېرړ مومي ډوله رسوبات وي چې دویم دفاعي خط یې ثانویه مسموموونکي یا ناوړه میتابولیتونه دي. د نبات په نسجونو کې میخانیکي زیان نبات ته د پتوجنونو یا ناروغۍ پیداکوونکو لاملونو د ننوتو زمینه برابروي او نبات تحریکوي چې خپله کیمیاوي دفاع فعاله کړي. دغه نبات په چټکۍ سره د خرابو شوو نسجونو خوله تړي تر څو زیان را کم شي. [۱۳][۱۴][۱۵]

اقتصادي اغېز[سمول]

په کرنه او بڼوالۍ کې[سمول]

افتونه او ناروغۍ هر کال ۴۰ سلنه محصولات له منځه وړي. د کرنیزو افتونو په توګه د دغو موجوداتو تر ټولو مهمې ډلې حشرات، کنې، چینجي او نور څښېدونکي موجودات دي.

حشرات په لویه کچه محصولاتو ته دوه ډوله زیانونه اړوي. لومړی هغه مستقیم زیان دی چې دوی یې نباتاتو ته رسوي، ځکه دوی له نسجونو څخه تغذیه کېږي. دا کار د فوتوسنتېز عمليې لپاره د پاڼو د کمېدو، د مخ پر وده څانګو د خرابېدو او د نبات د ودې او قدرت د کمېدو لامل کېږي. دویم هغه غیر مستقیم زیان دی چې حشرات یې نبات ته په کمه اندازه اړوي، فنجي عفونتونه، باکټریاوې او ویروسونه انتقالوي یا نبات ته د پتوجن د ننوتلو اجازه ورکوي.  [۱۶][۱۷]

هغه کنې چې په کرنیزه ځمکه کې تر ټولو ډېره ستونزه جوړوي، عنکوبتي کنې دي. قطر یې تر یو ملي متر کم دی، شمېر یې ډېر زیات دی او په ګرمو او وچو شرایطو کې وده کوي. هغوی تر ډېره د پاڼو په لاندې برخو کې اوسېږي او د تغذیې لپاره د نبات حجرې سورۍ کوي. هغوی تقریباً په ټولو مهمو غذايي محصولاتو او ښکلايي نباتاتو کې هغه که بهر وي یا د ننه موجود دي. بله ډله کنې صفراوي کنې دي چې پر ډېرو نباتاتو اغېز کوي، بېلابېل ډوله کنې اصلي افتونه دي چې د محصولاتو لپاره د لوی اقتصادي زیان لامل کېږي. هغوی د نبات له ریښو یا له ځمکې بهر برخو څخه تغذیه کېږي او ویروسونه لېږدوي.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

په کرنه او بڼوالۍ کې د افتونو مخنیوی[سمول]

په محصولاتو کې د افت د کنټرول تاریخ د تمدن پیل ته ور ګرځي. د مخنیوي یا کنټرول لومړنۍ تګلاره میخانیکي وه، له یویې (قلبې) نیولې بیا د لاس په مرسته د حشراتو تر لرې کولو پورې. په لومړنیو طریقو کې د سلفرو یا ګوګړو د ترکیباتو استفاده هم شامله وه چې تر میلاد وړاندې ۲۵۰۰ کاله مخکې په سومریا کې دا کار کېده. په لرغوني چین کې له نباتاتو څخه ترلاسه شوي حشره وژونکي مواد تر میلاد وړاندې تر ۱۲۰۰ کال پورې د غلو دانو د درملنې او پر نباتاتو د دوا شیندلو لپاره کارېدل. چینايي کرنې د افتونو د طبیعي دښمنانو په واسطه بیولوژيکي مخنیوی او د افتونو د کمېدو لپاره د کرلو د وخت بدلون تر میلاد وروسته په لومړۍ پېړۍ کې په رسمیت وپېژانده. په اروپا کې کرنیز انقلاب د نباتاتو لپاره اغېزناک حشره وژونکي معرفي کړل؛ لکه پیرتروم، ډریس، کواسیا او د تنباکو عصاره. همدا راز د بورډوکس مخلوط (چونه او کافر سلفېټ) او پاریس ګرین (د ارسینیک ترکیب) چې دا دواړه ډېر کارېدونکي دي.[۲۵]

سرچینې[سمول]

  1. "What is a pest?". Commonwealth of Australia: Department of Health. 1 November 2010. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  2. "Pests and pathogens". Julius Kühn-Institut: Federal Research Centre for Cultivated Plants. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Merriam-Webster dictionary, accessed 22 August 2012.
  4. van Emden, H. F.; Service, M. W. (2004). Pest and Vector Control. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 8–11. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-01083-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Pest advice for controlling pigeons, gulls and other birds". PestAware. BPCA. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Stopping Woodpecker Damage". Joy of Birdwatching. 22 March 2018. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Three Reasons Why Woodpeckers Drill Holes on Houses". Woodpeckers. Cornell Lab of Ornithology. 2002. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Masilamani, J.; Jesudoss, K.; Kanavillil, Nandakumar; Satpathy, K. K.; Nair, K.; Azariah, J. (2000). "Jellyfish ingress: A threat to the smooth operation of coastal power plants". Current Science. 79: 567–569. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Jones, Richard (2015). House Guests, House Pests: A Natural History of Animals in the Home. Bloomsbury Publishing. د کتاب پاڼې Preface. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4729-0624-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Turner, Robin (March 2002). "People and nature on St Kilda". Context 73. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Caltrop: what you should know". Government of Western Australia. 1 June 2017. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Prescribing pest plants". Government of Western Australia. 25 October 2017. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Walling, L. L. (2000). "The myriad plant responses to herbivores". Journal of Plant Growth Regulation. 19 (2): 195–216. doi:10.1007/s003440000026. PMID 11038228. S2CID 11842328. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Heil, Martin (1997). Fiala, Brigitte; Linsenmair, K. Eduard; Zotz, Gerhard; Menke, Petra. "Food body production in Macaranga triloba (Euphorbiaceae): A plant investment in anti-herbivore defense via symbiotic ant partners". Journal of Ecology. 85 (6): 847–861. doi:10.2307/2960606. JSTOR 2960606. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Young, Truman P.; Stubblefield, Cynthia H.; Isbell, Lynne A. (January 1997). "Ants on swollen-thorn acacias: species coexistence in a simple system". Oecologia. 109 (1): 98–107. Bibcode:1997Oecol.109...98Y. doi:10.1007/s004420050063. PMID 28307618. S2CID 26354370. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Speiser B. (2002). "Chapter 219. Molluscicides". 506–508. PDF In: Pimentel D. (ed.) (2002). Encyclopedia of Pest Management. کينډۍ:ISBN.
  17. Stange, L.A. (created September 2004, updated March 2006). "Snails and Slugs of Regulatory Significance to Florida" Archived 2 December 2010 at the Wayback Machine.. Division of Plant Industry, Florida Department of Agriculture and Consumer Services. Accessed 27 August 2010.
  18. Campbell, Neil A.; Reece, Jane B. (2002). Biology (الطبعة 6th). Pearson Education. د کتاب پاڼي 661–670. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-201-75054-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "True bugs (Order: Hemiptera)". Amateur Entomologists' Society. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اپرېل ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Jeppson, L.R.; Keifer, Hartford H.; Baker, Edward William (1975). Mites Injurious to Economic Plants. University of California Press. د کتاب پاڼې 15. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-520-02381-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Zhang, Zhi-Qiang (2003). Mites of Greenhouses: Identification, Biology and Control. CABI. د کتاب پاڼې 47. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-85199-841-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Hummer, Kim; Postman, Joseph (2000-03-01). "Black Currant Gall Mite". Currant and Gooseberry Pests. USDA/ARS National Clonal Germplasm Repository. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ سپټمبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مارچ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. کينډۍ:Cite thesis
  24. Skoracka, A (2007). "Reproductive barriers between populations of the cereal rust mite Abacarus hystrix confirm their host specialization". Evolutionary Ecology. 22 (5): 607–616. doi:10.1007/s10682-007-9185-5. S2CID 2428949. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Flint, Mary; van den Bosch, R. (1981). Chapter 4, A History of Pest Control (PDF). Introduction to Integrated Pest Management. Springer. د کتاب پاڼي 52–81. doi:10.1007/978-1-4615-9212-9_4. OCLC 840286794. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4615-9212-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)