اعلاء سنن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لیکوال مولانا محمد عمران شریف / تعلیم الاسلام ویب پاڼه


د احادیثو دا په زړه پورې او شهکاره مجموعه په ۲۲ جلدونو کې، د رأس المحدثين او عمدة المحققين شیخ الحدیث مولانا ظفر احمد عثماني رحمـة الله تعالی علیه دا عظیم علمي خدمت حضرت حكيم الأمة رحمه الله شروع کړو او بیا د حضرت حكيم الأمة رحمه الله په حکم سره او د دوی په ژوند کي د دوی تر نظارت لاندي مولانا ظفر احمد عثماني رحمـه الله د ۲۰ شل کالو په اوږده مده کې دا عظیم الشان او فقید المثال علمي او تحقیقي کارنامه مکمله کړه .


په دې عظیم کتاب کې د ائمه احناف ټول دلائل په انتهائی تفصیل د احادیثو او آثارو د تخریج اوتحقیق سره بیان کړی شوي دي.


دا عظیم کتاب د علم حدیث یو نایابه خزانه ده ، د احنافو د امامانو ټول دلائل یې چې په کوم تفصیل او تحقیق سره په دې کتاب کې جمع کړي دي په تاریخ کې د دې مثال نه ملاویږي ، او د دې عظیمې علمي کارنامې اصل سبب دا وو چې په هندوستان کې چي کله نام نهاد اهل حدیث فرقه د حنفي مذهب د مخالفت لپاره پیدا کړی شوه، نو دغي نو مولود فرقې شپه او ورځ یو کړه او د مذهب احناف خلاف یې کار شروع کړ، او په ډیر زور او شور یې دا تبلیغ شروع کړ چې حنفي مذهب د قرآن او سنت خلاف دی پر رائي او قیاس باندې مبني دی.


نو د دې وجې نه د دغو خلګو د کذب او فریب نه د پردې لرې کولو لپاره د دیوبند علماؤ د ( اعلاءُ السنن ) په څیر عظیمه علمي کارنامه ولیکل شوه ، اعلاءُ السُنَن په فقهي ابوابو باندې مشتمل دی.


د (کتاب الطهارت نه د کتاب الفرائض پورې) د احنافو ټول مسائل او اقوال یې د انتهائی تفصیلي دلائلو سره ثابت کړل ، د دې عظیم کتاب دلوستلو نه بعد یو منصف انسان برابره خبره ده که حنفي وي یا غیر حنفي د صاحب کتاب په علومو او فنونو کې د تبحر اقرار کوي.




حتی چې بعضې عرب علماؤ خو تر دې پورې تصریح وکړه چې د ( اعلاءُ السنن ) مصنف محض یو عالم نه دی بلکې مجتهد هم دی !


لکه څنګه مو چې پورته یادونه وکړه د دې عظیم کتاب د لوستلو نه بعد یو منصف انسان که حنفي وي یا غیر حنفي وي د دې په ویلو هم مجبورېږي چې ووایي واقعي د احنافو د مذهب ټول مسائل د دلائلو په اعتبار د ټولو نه قوي ترین دي او دغه مذهب په واضحو دلایلو ثابت او جوړ دی ، لیکن یو جاهل، معاند او حاسد انسان که ددې نه بعد هم انکار او بد زباني کوي نو د دې علاج خو چا سره نشته ، لهذا د دې عظیم کتاب د منظر عام راتللو نه بعد د احنافو په مذهب باندې د اعتراض کوونکو ژبې ګونګۍ شوې، او ان شاء الله د قیامت پورې به څوک صاحب علم او منصف انسان د دلائلو په رڼا کې د احنافو مذهب ته د قرآن او سنت خلاف ونشي ویلی .




باقي یو څو جاهل خلک که د فقه حنفي خلاف بد زباني کوي نو د اهل علمو په نزد د دوی هیڅ حیثیت نشته، د کتاب اول ضخیم جلد چې په زرهاؤ صفحاتو باندې مشتمل دی ، په دې کې د اصول حدیث ټول قواعد، ضوابط، تعریفات او اصطلاحات په انتهائی تفصیل سره بیان کړی شوي دي ، په ټول کتاب کې ځای په ځای انتهائی نادري علمي ملغلري خورې ورې په نظر راځي.


د دې عظیم کتاب د لیدلو نه بعد د اسلامي نړۍ مهشور عالم (په عثماني خلافت کي مفتي اعظم) علامه زاهد کوثري رحمه الله په خپل کتاب کې دا مبني بر حقیقت تبصره لیکلی ده:


" په اصل کې دا کار د یو پوره جماعت لخوا کول وو چې یو تنها فرد واحد وکړو او په امت باندې دا د زرو ۱۰۰۰ کالو نه قرض وو چې تنها دې ستر شخصیت ادا کړو ".


فجزى الله مؤلفه الإمام خير الجزاء وتغمده الله بغفرانه ورحمته ورضوانه وأسكنه فسيح جنانه ونفعنا بعلومه أللهم آمين بحرمة سيد المرسلين.


ماخذ ددارالعلوم دیوبند رسمي ویب پاڼه