سټارلینک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له اسټارلینک نه مخ گرځېدلی)

سټارلینک (په انګلیسي: Starlink) یو نړیوال انټرنټي غونډال دی، چې د امریکایي پانګوال ایلان ماسک لخوا په لاره اچول شوی. د سټارلینک پروژه چې د بشپړولو سره به د نړۍ ټولې برخې بغیر له انټرنټي پایو (انټر نټي سیګنالي ستنې) د لاسرسي وړ وي. یاد انټر نټي غونډال چې په کې به د ۴۰،۰۰۰ زره سپوږمکیو له لارې د ځمکې ټولو برخو ته د سیګنالي قابونو له لارې انټرنټ لیږدول کیږي د ۲۰۱۹ م کال د مې په ۲۴ نیټه په خپله لومړنې عملي چاره کې د یوه فضایي راکټ په واسطه ۶۰ سپوږمکۍ فضاته ولیږدولې. ددې کال (۲۰۲۱) په لومړیو کې د یادې پروژې له لارې په شمالي امریکا او د بریتانیا په ځینو برخو خلک ګټه اخلي. د پروژي طراح ښاعلی ماسک ژکنه کړې چې د ۲۰۲۲م کال تر پایه به له یادې پروژې ټوله نړۍ ګټه واخلي.

سټارلینک
هېوادکينډۍ:United States
وېبپاڼهstarlink.com
اسټارلینګ

د ایلان ماسک په وینا د یاد انټرنټ سرعت او قیمت به له نورو ټولو هغه انټرنټونو څخه آرزانه وي، کوم چې اوسمهال په نړیواله توګه وړاندی میږي. د سټارلینک پروژه چې د اسپیس اکس شرکت لخوا وړاندې کیږي ۱۰ میلیارده ډالر لګښت لري، اما د پروژې د اتمام وروسته د کال ۳۰ میلیارده ډالره ګټه لري.

تخنیکي سیستم[سمول]

د پروژې انقلاب[سمول]