اسماني ډبره

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اسماني ډبره د يوه شي يوه کلکه برخه يا پاتې شونې (ملبه) دي، لکه لکۍ لرونکی، کوچنۍ سياره يا شهاب (اسماني ډبره/تندر)، کوم چې په بهرني تشيال (فضا) کې منځ ته راځي او له اتموسفير نه د تېرېدو پر مهال روغ کېږي، تر څو د يوې سيارې يا سپوږمۍ سطحې ته راورسېږي. کله چې اصلي شی اتموسفير ته داخليږي، بېلا بېل لاملونه لکه سولېدل، فشار او د اتموسفيري ګازونو سره کيمياوي تعاملات د دې سبب ګرځي چې ګرم او انرژي خپره کړي. له دې وروسته دا يوه اسماني ډبره شي يا د اور په غونډاري بدل شي، د ويشتونکي ستوري يا غورځېدونکي ستوري په نوم هم پېژندل کېږي، د فکلياتو پوهان تر ټولو روښانه بېلګې ته «بلايډز» وايی. کله چې د يو ستر جسم په سطحه ځای پر ځای شي، همدا اسماني شهاب (شهاب ثاقب/ويشتل کېدونکی ستوری) په اسماني ډبرې بدليږي. د اسماني ډبرو اندازې سره ډېر توپير لري. د ځمک پېژندونکو په باور: يو بولايډ يوه اسماني ډبره ده او دومره ستر دی چې د ټکر يو سوری يا خوله جوړه کړي.[۱]

هغه اسماني ډبرې چې له اتموسفير نه د تېرېدو او له ځمکې سره د ټکر په حالت کې لېدل شوي او وروسته لېدل شوي او تر لاسه شوي وي، د اسماني ډبرو غورځېدل بلل کېږي. نور ټول د موندل شويو اسماني ډبرو په نوم پېژندل کېږي. د ۲۰۱۸ز کال د اګست په مياشت کې، نږدې ۱۴۱۲ غورځېدل ليدل شوي، چې په نړيوالو مجموعو کې یې نمونې شته. د ۲۰۲۱ز کال د جولای مياشت کې، له ۶۵۷۸۰ نه زياتې ښې مستندې شوې اسماني ډبرې موندل شوې دي.[۲][۳]

په عمومي توګه، اسماني ډبرې په درې سترو برخو وېشل شوې دي، ډبرين شهابونه، کومې چې سترې ډبرې دي چې په عمومي توګه له سيليکاټ کاني موادو نه جوړ شوي دي، اوسپنيز شهابونه، کوم چې تر ډېره بريده له فرونيکل نه جوړ شوي دي او ډبرين اوسپنيز شهابونه، کوم چې هم فلزي توکي او هم ډبرين توکي لري. موډرنې ډلبندۍ وړانديزونه دا اسماني ډبرې د دوی د جوړښت، کيمياوي او ايزوتوپي تشکيل او کاني موادو پېژندنې په نظر کې نېولو سره ډلبندي کوي. هغه دبرې چې له دوه ملي متره نه کوچنۍ وي، د ميکرو اسماني ډبرو په نامه پېژندل کېږي. له خپلې خاورې نه بهر په سپوږمۍ او مریخ کې دا ډول ډبرې موندل شوې دي. [۴][۵][۶]

د راغورځېدو ښکارنده[سمول]

ډېری اسماني ډبرې هغه مهال له منځه ځي، کله چې د ځمکې اتموسفير ته داخلېږي. په عمومي توګه له پنځو نه تر لسو پورې په يو کال کې د غورځېدو په حال کې لیدل شوې دي او بيا تر لاسه شوې دي، ساينسپوهانو پېژندلي او ورته معلوم دي. يو کم شمېر اسماني ډبرې دومره سترې دي چې د ټکر له امله ستر غارونه جوړ کړي. د دې پر ځای په خپلې بشپړې چټکتيا سره سطحې ته رسېږي او ډېر خله ډېر کوچنی سوری جوړوي.[۷]

شونې ده چې غټې اسماني ډبرې د ويشتل کېدو د چټکتيا (له دويمې اسماني تيږي) د يوې سترې برخې سره پر ځمکه بريد وکړي (له ځمکې سره وجنګيږي) او د زياتې چټکتيا د لګېدو يوه کنده تر شا پرېږدي. د دې کندې ډول به د اندازې، جوړښت، ټوټه ټوټه کېدو د کچې او ټکر په زاويې پورې اړه لري. د دې ټکرونو ځواک د دې وړتيا لري چې ډېره ستره پراختيا رامنځ ته کړي. په ځمکه تر ټولو د زياتې چټکتيا له کبله رامنځ ته شوې کندې د اوسپنيزو اسماني ډبرو له امله رامنځ ته شوې دي، کوم چې په اسانۍ سره کولای شي، له خرابېدو پرته له اتموسفير نه تېرې شي. د هغو کندو نمونې چې د اوسپنيزې اسماني ډبرې له امله رامنځ ته شوې، دا دي: بارينګر د اسماني ډبرې کنده، اودسا د اسماني ډبرې کنده، د وابار کندزې او د ولف کريک کنده، له دې ټولو کندو سره وسپنيزې اسماني ډبرې موندل شوي دي. د دې په مقابل کې، ان ډبرين يا د يخ یو څه ستر جسمونه، لکه: کوچني لکۍ لرونکي يا کوچنۍ سيارې، تر دې چې وزن يې ميليونونه ټنه وي، په اتموسفير کې له منځه ځي او د ټکر کندې نه شي جوړولای. که څه هم د داسې له منځه تللو پېښې عامې نه دي، بيا هم د پام وړ صدمه منځ ته راوړلای شي، شونې ده چې د «تونګوسکا» مشهوره پېښه د همداسې يوې پېښې پايله وي. ډېر ستر ډبرين شيان چې قطر يې سلګونه متره يا له دې هم زيات ته رسېږي، وزن يې لسګونه ټنه يا له دې زيات وي، شونې ده چې اتموسفير ته ورسېږي او د سترې کندې لامل وګرځي، خو دا چاره ډېره نادره ده. داسې پېښې دومره له ځواک ډکې وي، چې ضربه تر لاسه کوونکی (هغه شی چې دا ورسره ټکر کوي) په بشپړ ډول له منځه وړي او هېڅ اسماني ډبرې نه پاتې کېږي. (د ۲۰۰۶ز کال د مۍ په مياشت کې په سويلي افريقا کې د ډبرين اسماني شي راپور ورکړل شوی و چې د ټکر له امله يې ستره کنده جوړه کړې وه، دا د دې نوعيت لومړۍ بېلګه ده). [۸][۹][۱۰][۱۱]

ډېرې ښکارندې (پديدې) په ښه ډول مستندې کړای شوې دي، د اسماني ډبرې د غورځېدو پر مهال ليدل شوي چې د تېز ټکر له امله د کندې د جوړولو لپاره هم خورا کوچنۍ دي. د اور هغه غونډاري چې د اتموسفير نه تېرېږي، داسې برېښي چې ډېرې روښانه  او د سختوالي له اړخه له لمر سره مقابله وکړي، خو بيا هم ډېره کمه رڼا لري او ان ممکنه ده چې د ورځې په اوږدو کې ونه ليدل شي. د بېلا بېلو رنګونو لرونکي دي: ژيړ، شين او سور په کې شامل دي. شونې ده چې د دې جسم د ماتيدو پر مهال رڼا پړکېدل او رڼا ولېدل شي. د اسماني ډبرې د غورځېدو پر مهال چاودنې، انفجارات (شور) او اوازونه اورېدل کېدای شي، شونې ده چې د اواز د تېزوالي تر څنګ يې په سترو ټوټو د اوښتو د پېښو په پايله کې د جټکو د څپو له امله هم رامنځ ته شوې وي. دا اوازونه په پراخو سيمو کې اورېدل کېدای شي، له سلو يا زيات کيلو متره په دايره کې. کله کله د شپيلي وهلو او پرشار اوازونه هم اورېدل کېدای شي، خو پرې پوهېدو کچه يې ډېره کمه وي. د اور د غونډاري له تېرېدو وروسته، په فضا کې د څو دقيقو لپاره د ګرد د پاتې شونو موجوديت غیر معمولي نه دی.[۱۲]

له دې امله چې اسماني ډبرې اتموسفير ته د اخلېدو پر مهال ګرميږي، د دوی سطحې هم وېلې کېږي او له منځه تلل تجربه کوي. د دې پروسې په اوږدو کې بېلا بيلې بڼې غوره کوي، کله کله د دوی په سطحه د ګوتې د نښان په څېر کمه ژوره خاليګا جوړوي چې ريګماګلايپټ يې بولي. که چېرې يوه اسماني ډبره له غورځېدو پرته د يوې مودې لپاره يو ټاکلی لوری ساتي، شونې ده چې مخروطي (پوزې ته ورته مخروطي) يا «د تودوخې د سپر» په څېر بڼه غوره کړي. د چټکتيا په تېزېدو سره، په پايله کې د سطحې وېلې شوی پوړ په يو نري پوښ کې سره يو ځای او کلکیږي، کوم چې په ډېرو اسماني ډبرو کې تور رنګه وي (شونې ده چې په ډېرو «اکونډريټ» کې دا سره نښتی پوښ ډېر روښانه رنګ ولري). په ډبرينو اسماني ډبرو کې، له تودوخې نه اغېزمنه شوې سيمه زيات نه زيات څو ملي متره ژوره وي، په اوسپنيزو اسماني ډبرو کې، کومې چې ډېره تودوخه رسوي، شونې ده چې له سطحې لاندې د دې اوسپنيز جوړښت تر يو سانتي متره (۰.۳۹ انچه) تودوخې پورې اغېزمن شوی وي. معلومات ډول ډول دي، داسې راپورهم ورکړل شوی دی چې، اسماني ډبرې د غورځېدو پر مهال «له لګېدو سره سم سختې تودېږي او سوځي»، په داسې حال کې چې د نورو په اړه ويل کېږي چې دومره یخې دي چې اوبه راټولوي او یخ ځينې جوړوي.[۱۳][۱۴][۱۵]

هغه اسماني ډبرې چې په اتموسفير کې تيت و پرک کېږي (تجزيه کېږي)، د اسماني شهاب ثاقب د باران په څېر راغورځي، کوم چې له يوازې څو دانو نه نيولې، تر څو زره جلا جلا دانو پورې ورسيږي. هغه سیمه چې د شهاب ثاقب باران پرې غورځېږي، د همدې د توکو د شيندل شوي ميدان په توګه پېژندل کېږي. دا شیندل شوي ميدانونه په عمومي توګه په بيضوي بڼه وي، چې اصلي محور يې هم د الوت له لور سره برابر وي. په يوه اورېدلي حالت کې ترټولو ستر شهاب ثاقب په شيندل شوي ميدان کې تر ټولو ښکته ځای کې موندل کېږي.  [۱۶]

ډلبندي[سمول]

ډېری اسماني ډبرې له ډبرو جوړې وي چې «Chondrites» او «Achondrites» بلل کېږي. يوازې شپږ سلنه اسماني ډبرې يې له اوسپنې جوړې شوې يا د ډبرې او فلزاتو ګډوله وي چې ډبرينې-اوسپنيزې اسماني ډبرې بلل کېږي. د اسماني ډبرو اوسنۍ ډلبندي ډېره پېچلې ده. کروت ايټ ال (۲۰۰۷ز) د ارونو په ليکنه کې د اوسنيو اسماني ډبرو لنډيز وړاندې کړی دی.[۱۷]

نږدې اته شپېته سلنه اسماني ډبرې «Chondrites»دي، چې په دې کې د کوچنيو اوګردو ذرو د شتون له امله دا نوم ورکړل شوی دی. دا ذرې يا کندرول تر ډېره بريده له سيليکاتي کاني موادو نه جوړ شوی دي او ګومان کېږي چې هغه مهال وېلي شوي دي، کله چې په تشيال کې لامبو وهونکي جسمونه وو.[۱۸][۱۹][۲۰]

سرچینې[سمول]

  1. C. Wylie Poag (1 April 1998). "Introduction: What is a Bolide?". The Chesapeake Bay Bolide: Modern Consequences of an Ancient Cataclysm. US Geological Survey, Woods Hole Field Center. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ سپټمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Meteoritical Bulletin Database". The Meteoritical Society and Lunar and Planetary Institute. 6 July 2021. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Meteoritical Bulletin Database. Lpi.usra.edu. Retrieved on 27 August 2018.
  4. McSween Jr., Harry Y. (1976). "A new type of chondritic meteorite found in lunar soil". Earth and Planetary Science Letters. 31 (2): 193–199. Bibcode:1976E&PSL..31..193M. doi:10.1016/0012-821X(76)90211-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Rubin, Alan E. (1997). "The Hadley Rille enstatite chondrite and its agglutinate-like rim: Impact melting during accretion to the Moon". Meteoritics & Planetary Science. 32 (1): 135–141. Bibcode:1997M&PS...32..135R. doi:10.1111/j.1945-5100.1997.tb01248.x. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 19 January 2005 باندې). Opportunity Rover Finds an Iron Meteorite on Mars. JPL
  7. "Meteoritical Bulletin". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. کينډۍ:Cite report
  9. Make your own impact at the University of Arizona. Lpl.arizona.edu. Retrieved on 17 December 2011.
  10. Bland, P.A.; Artemieva, Natalya A. (2006). "The rate of small impacts on Earth". Meteoritics and Planetary Science. 41 (4): 607–631. Bibcode:2006M&PS...41..607B. doi:10.1111/j.1945-5100.2006.tb00485.x. S2CID 54627116. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Maier, W.D.; Andreoli, M. A. G.; McDonald, I.; Higgins, M. D.; Boyce, A. J.; Shukolyukov, A.; Lugmair, G. W.; Ashwal, L. D.; Gräser, P.; et al. (2006). "Discovery of a 25-cm asteroid clast in the giant Morokweng impact crater, South Africa". Nature. 441 (7090): 203–206. Bibcode:2006Natur.441..203M. doi:10.1038/nature04751. PMID 16688173. S2CID 4373614. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Sears, D. W. (1978). The Nature and Origin of Meteorites. New York: Oxford Univ. Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-85274-374-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Fall of the Muzaffarpur iron meteorite. Lpi.usra.edu (11 April 1964). Retrieved on 17 December 2011.
  14. Fall of the Menziswyl stone. Lpi.usra.edu (29 July 2006). Retrieved on 17 December 2011.
  15. The Temperature of Meteorites. articles.adsabs.harvard.edu (February 1934). Retrieved on 28 May 2014.
  16. Norton, O. Richard; Chitwood, Lawrence (2008-05-25). Field Guide to Meteors and Meteorites (په انګلیسي ژبه کي). Springer Science & Business Media. د کتاب پاڼې 184. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84800-157-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Krot, A.N.; Keil, K.; Scott, E.R.D.; Goodrich, C.A.; Weisberg, M.K. (2007). "1.05 Classification of Meteorites". In Holland, Heinrich D.; Turekian, Karl K. (المحررون). Treatise on Geochemistry. 1. Elsevier Ltd. د کتاب پاڼي 83–128. doi:10.1016/B0-08-043751-6/01062-8. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-08-043751-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Meteoritical Bulletin Database. Lpi.usra.edu (1 January 2011). Retrieved on 17 December 2011.
  19. The NHM Catalogue of Meteorites Archived 30 March 2008 at the Wayback Machine.. Internt.nhm.ac.uk. Retrieved on 17 December 2011.
  20. MetBase. Metbase.de. Retrieved on 17 December 2011.