Jump to content

اسماني صورت/ د ستورو ټولګه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اسماني صورت په اسماني کره کې یوه سیمه ده چې په هغه کې د ليدلو وړ ستورو یوه ډله د ستورو بېلګه یا بشپړه طرحه جوړوي چې معمولاً نکلي/روایتي شی یا یو حیوان او یا بې‌سا شی وي.  [۱]

د لومړنیو اسماني صورتونو سرچینه په احتمالي ډول تر تاریخ مخکې دور ته ورګرځي . خلکو به له هغه څخه د خپلو باورونو، تجربو خلقت او یا د خپلو اسطورو د کیسو/نکلونو ویلو لپاره کار اخیست. بېلابېلو فرهنګونو او هېوادونو له خپلو اسماني صورتونو سره توافق کړی و، چې ځينو يې مخکې له دې چې ننني اسماني صورتونه په نړیواله کچه په رسمیت وپېژندل شي د شلمې پېړۍ تر لومړیو پورې دوام درلود. د اسماني صورتونو پېژندنې د وخت په بهیر کې د پام‌وړ بدلون کړی. ځینې يې مشهور شوي، خو په تورتم کې ډوب شوي. ځينې يې یوازې په یو ملت یا یو فرهنګ پورې محدود دي.  

۴۸ لویدیځ دودویز اسماني صورتونه یوناني دي. چې د اراتوس د اثارو په پدیدو او د بتلیموس په الماجېست (په ریاضي کې د بتلیموس وتلی اثر) کې راغلې دي. که څه هم د هغوی سرچینه په احتمالي ډول تر دې اثارو څو پېړۍ مخکې ده. په لرې سویلي اسمان کې اسماني صورتونه له ۱۵مې پېړۍ څخه تر ۱۸مې پېړۍ پورې هغه مهال چې اروپايي څېړنکو سویلي نیمې کرې ته سفر پيل کړ، ورزیات شول. ۱۲ (یا ۱۳) لرغوني اسماني صورتونه په [1]منطقةالبروج پورې اړه لري (د البروج په دایره کې لمر،سپوږمۍ او سیارې ټول ورڅخه تېرېږي). د منطقةالبروج/زودیاک سرچینه له تاریخي پلوه ناڅرګنده ده؛ د هغې نجومي وېش له ميلاد څخه مخکې نږدې په ۴۰۰ کال کې په بابلي یا کلداني ستورپېژندنه کې روښانه شو. [۲]

په ۱۹۲۲ ز کال کې د ستورپېژندنې نړیوالې ټولنې (IAU) په رسمي ډول د ۸۸ اسماني صورتونو نوم‌لړ ومانه او په ۱۹۲۸ کال کې يې د اسماني صورت رسمي کرښې چې په ټولیز ډول ټوله اسماني کره پوښوي، تصویب کړې. د اسماني ځانګړنو په منظومه کې هر معین ټکی په مدرن اسمانۍ صورت کې ځای پر ځای شوی. د ستورپېژندنې د نوم‌اېښودلو ځينې سیستمونه په اسماني صورت کې شامل دي چې په هغه کې یو اسماني جسم پيدا کېږي تر څو خپل تقریبي ځای په اسمان کې وښيي. د مثال په ډول، د یو ستوري په نوم‌اېښودلو کې په فلمېسټېد سیستم کې یوه شمېره او د اسماني صورت جنسي بڼه شاملېږي.   [۳][۴]

د ستورو نورې بېلګې یا ګروپونه چې د استرمیزم / اوو ستورو په نوم یادیږي د رسمي تعریف له مخې اسماني صورتونه نه دي، خو د څارنکو له خوا په اسمان کې د شپې د لارښوونکو په توګه هم کارول کېږي. استرمیزم /اووه ستوري ښايي په یو اسماني صورت کې څو ستوري وي، یا ښايي ستوري له یو څخه زیات ګډ اسماني صورتونه ولري. د ستورو بېلګې عبارت دي له پرېوني/ثریا او د ستورو وږی (Hyades ) د ثور/غوایه په اسماني صورت کې، دروغي صلیب د سویلي او کارینا/کب او وېلا/بادبان یا د ويلا هندارې  ترمنځ په ښکاري/اورین اسماني صورت کې سره وېشل شوی.     [۵][۶]

ترمينالوژي/اصطلاحات[سمول]

د اسماني صورت کلیمه د وروستۍ لاتیني اصطلاح cōnstellātiō څخه راغلې، چې «د ستورو د ټولګې» په توګه یې ژباړلی شو؛ چې د ۱۴مې پېړۍ په بهیر کې په منځنۍ انګلیسي کې وکارول شوه. د اسماني صورت لپاره لرغوني یوناني کلیمه اېګوسټرېن/ ἄστρον ده. دا اصطلاحات په عمومي ډول د ستورو د تشخیص‌وړ بېلګو ته ویل کېږي چې ظاهر یې له نکلي/اسطوره‌يي موجوداتو یا مخلوقاتو او په ځمکه کې ګیر شیانو یا حیواناتو سره اړیکه لري. د «اسماني صورت» اصطلاح تر ټولو مدرنه معنا د هغو ۸۸ اسماني صورتونو څخه یوه ته اشاره کوي چې دIAU  (د ستورپېژندنې نړیواله ټولنه) له خوا ټاکل شوي او نن ورځ په رسمیت پېژندل شوي.   [۷][۸][۹]

په ولسي ژبه يې په کارونه کې د «اسماني صورت» او کوچنیو ستورو (د ستورو بېلګې) تر منځ کره توپير نه شته، منل شوي مدرن اسماني صورتونه لا تراوسه دا ډول توپير په پام کې نیسي د مثال په ډول پرېوني/ثریا او د ستورو وږی (Hyades ) دواړه ستوریزمونه دي او هر یو د ثور د اسماني صورت په محدودوه کې پروت دی. بل مثال یې شمالي ستورپېژندنه ده چې په عمومي توګه د [2]بېګ ډېپر/بنات العنش (په متحده ایالات کې) یا یووې (په بریتانیا کې) په توګه پېژندل کېږي، د ستور پېژندنې د نړیوالې ټولنې له خوا د ډب اکبر په اسماني صورت کې له اوو ځلېدونکو ستورو څخه جوړه شوې سیمه تعریف شوې. د دروغي صلیب سویلي ستوریزمونو کې د کارینا او ولا اسماني صورتونه او اوړنی مثلث شاملېږي، چې د لېرا، اکوېلا/شاهین او ماکیلا اسماني صورت له تر ټولو ځلېدونکو ستورو څخه جوړ شوی.  

یو اسماني صورت (یا ستوري) چې له یو خاص جغرافیوي عرض څخه د ځمکې پرمخ ښکاري چې هېڅ‌کله د اسمان تر څنډې یا افق لاندې نه لیدل کېږي د قطبي دایرې په نوم یاديږي. له شمالي قطب یا سویلي قطب څخه د سماوي استوا په شمال یا سویل کې ټول اسماني صورتونه دایره‌يي دي. د استوايي اسماني صورت د تعریف له مخې ښايي هغه په کې شامل وي چې د ۴۵ درجې شمالي او ۴۵ درجې سویلي انحرافاتو تر منځ پراته دي، یا هغه چې د سماوي استوا د البروج دایرې د انحراف له لمنې څخه د شمالي نیمې کرې په ۲۳ نیمو درجو او دسویلي نیمې کرې له ۲۳ نیمو درجو څخه تېرېږي. [۱۰]

په اسماني صورت کې ستوري یو بل ته څېرمه راڅرګنديږي، خو معمولاً له ځمکې څخه په بېلابېلو فاصلو کې پراته وي. دا چې ستوري خپل خپلواک حرکت لري، ټول اسماني صورتونه د وخت په تېرېدو سره په ورو ورو بدلون کوي. پېژندل شوې کرښې به له لسګونو څخه تر سلګونه کاله وروسته د تشخیص وړ نه وي. ستورپېژندونکي کولی شي د ستورو د ګډو مناسبو حرکتونو یا cpm له اندازه کولو سره د کره ستورسنجۍ او د هغوی د وړانګیزې/شعاعي چټکتیا له نجومي طیف سنجۍ سره د تېرو او راتلونکو اسماني صورتونو د کرښو وړاندوینه وکړي. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

پېژندنه[سمول]

دواړه ډول پېژندل شوي فلکۍ صورتونه ۸۸ چې د ستورپېژندنې نړیوالې ټولنې او هغه چې د تاریخ په بهیر کې د بېلابېلو کلتورونو له خوا په رسمیت پېژندل شوي، په بنسټيز ډول انځوریزې بڼې او څېرې دي چې یوازې پر باوري اساس په حقیقي اسمان کې لیدل کېږي. ډېری په رسمیت پېژندل شوي اسماني صورتونه په نږدې ختيځ او مدیترانه کې د لرغونو نکلي/اسطوره‌يي تصوراتو پر بنسټ دي، خو د شیدو لارې په کهکشان کې د ځمکې د فزیکي موقعیت حقیقت لا هم داسې بڼې تولیدوي چې د انسان د ذهن په واسطه له یو بل سره نښلول کېږي. د مثال په ډول د ښکاري ملاتړونی ( Orion's Belt) څه ناڅه یوه بشپړه بصري کرښه جوړوي. اېچ. اې. رې/ H.A. Rey (امریکايي الاصله جرمني لیکوال او انځورګر، ژباړن) د ستورو/نجوم په اړه مشهور کتابونه ولیکل، چې د اسماني صورتونو تخیلي ماهیت او د هغوی هنري او اسطوره‌يي بنسټ او د هغوی له پېژندلو څخه علمي کارونه د معینو انځورونو له لارې ورکړل شویو کلاسیکو نومونو ته په پام سره په ګوته کوي. [۱۶][۱۷][۱۸]

د لومړني اسماني صورت تاریخچه[سمول]

د فرانسې سویل، د لاسکو غارونه[سمول]

داسې وړاندیز کېږي چې د فرانسې په سویل کې د لاسکو په غار کې موندل شوې ۱۷۰۰۰ کلن غاري نقاشۍ ښکاره ملاتړونی او پرېووني په څېر اسماني صورتونه انځوروي، لکه: توروس، اورینس بیلټ او پلیدیس، که څه هم دا ليدلوری په عمومي توګه د پوهانو تر منځ نه دی منل شوی.  [۱۹][۲۰]

بین النهرین/عراق[سمول]

د بین النهرین (نننی عراق) اړوند خټينې لکنیزې لوحې او ډبریزې کتیبې چې له میلاد څخه ۳۰۰۰ کاله مخکې دور پورې تړاو لري د انسان له خوا د اسماني صورتونو د پېژندلو لومړني منل شوي شواهد وړاندې کوي. داسې بریښي چې د بین النهرین د اسماني صورتونو تر ټولو ډېره برخه په نسبتاً لنډه مهالنۍ دوره له میلاد څخه مخکې نږدې له ۱۳۰۰ تر ۱۰۰۰ کال پورې رامنځته شوې. د بین النهرین اسماني صورتونه وروسته د یونان په ډيری کلاسیکو اسماني صورتونو کې څرګند شول. [۲۱][۲۲]

سرچينې[سمول]

[1]  په اسمانونو کې د یوې فرضي دایرې نوم، ژباړن

[2] په اسمان کې د اوو ستورو نوم دی چې د ډب اکبر د فلکي صورت یوه برخه جوړوي، ژباړن

  1. "Definition of constellation". Oxford English Dictionary. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ جنوري ۲۰۱۳ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۲ اگسټ ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Britton, John P. (2010). "Studies in Babylonian lunar theory: part III. The introduction of the uniform zodiac". Archive for History of Exact Sciences. 64 (6): 617–63. doi:10.1007/S00407-010-0064-Z. JSTOR 41134332. S2CID 122004678. [T]he zodiac was introduced between −408 and −397 and probably within a very few years of −400. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Delporte, Eugène (1930). Délimitation scientifique des constellations. International Astronomical Union. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Ridpath, Ian (2018). "Star Tales: The final 88". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. "DOCdb Deep Sky Observer's Companion – the online database". لاسرسي‌نېټه ۲۱ سپټمبر ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. "A Complete List of Asterisms". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۹ سپټمبر ۲۰۱۲ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۱ سپټمبر ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. "constellation | Origin and meaning of constellation by Online Etymology Dictionary". www.etymonline.com. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. "Definition of constellation". Oxford English Dictionary. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ جنوري ۲۰۱۳ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۲ اگسټ ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. "Constellation". Oxford Dictionary of Astronomy. لاسرسي‌نېټه ۲۶ جولای ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Norton, Arthur P. (1959). Norton's Star Atlas. مخونه 1. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. "Resolution C1 on the Definition of a Spectroscopic "Barycentric Radial-Velocity Measure". Special Issue: Preliminary Program of the XXVth GA in Sydney, July 13–26, 2003 Information Bulletin n° 91" (PDF). IAU Secretariat. July 2002. مخونه 50. لاسرسي‌نېټه ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۷. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Kovalevsky, Jean; Seidelmann, P. Kenneth (2004). Fundamentals of Astrometry. Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-64216-3. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Soffel, M; Klioner, S. A; Petit, G; Wolf, P; Kopeikin, S. M; Bretagnon, P; Brumberg, V. A; Capitaine, N; Damour, T; Fukushima, T; Guinot, B; Huang, T.-Y; Lindegren, L; Ma, C; Nordtvedt, K; Ries, J. C; Seidelmann, P. K; Vokrouhlický, D; Will, C. M; Xu, C (2003). "The IAU 2000 Resolutions for Astrometry, Celestial Mechanics, and Metrology in the Relativistic Framework: Explanatory Supplement". The Astronomical Journal. 126 (6): 2687–706. arXiv:astro-ph/0303376. Bibcode:2003AJ....126.2687S. doi:10.1086/378162. S2CID 32887246. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. "Do Constellations Ever Break Apart or Change?". NASA. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ اکتوبر ۲۰۱۱ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۷ نومبر ۲۰۱۴. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Theo Koupelis; Karl F. Kuhn (2007). In Quest of the Universe. Jones & Bartlett Publishers. مخونه 369. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7637-4387-1. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. What Are the Constellations?, University of Wisconsin, http://www.astro.wisc.edu/~dolan/constellations/extra/constellations.html
  17. "Forest for the Trees – Why We Recognize Faces & Constellations". Nautilus Magazine. 19 May 2014. لاسرسي‌نېټه ۰۳ فبروري ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)[مړه لينکونه]
  18. Rey, H.A. (1954). The Stars: A New Way to See Them. Houghton Mifflin Harcourt Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0547132808. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Rappenglück, M. (1997). "The Pleiades in the "Salle des Taureaux", grotte de Lascaux. Does a rock picture in the cave of Lascaux show the open star cluster of the Pleiades at the Magdalénien era (ca 15.300 BC?"". Astronomy and Culture: 217. Bibcode:1997ascu.conf..217R. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Cunningham, D. (2011). "The Oldest Maps of the World: Deciphering the Hand Paintings of Cueva de El Castillo Cave in Spain and Lascaux in France". Midnight Science. 4: 3. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. Rogers, J. H (1998). "Origins of the ancient constellations: I. The Mesopotamian traditions". Journal of the British Astronomical Association. 108: 9. Bibcode:1998JBAA..108....9R. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Schaefer, Bradley E. (2006). "The Origin of the Greek Constellations". Scientific American. 295 (5): 96–101. Bibcode:2006SciAm.295e..96S. doi:10.1038/scientificamerican1106-96. PMID 17076089. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)