اسلام کلا
اسلام کلا (په دري ژبه: اسلام قلعه، په انګریزي: Eslām Qalʿeh) چې له تاریخي پلوه په کافر کلا شهرت لري، د افغانستان په لویدیځ هرات ولایت کې سرحدي ښار دی چې د افغانستان – ایران په پوله کې موقعیت لري. دا د ایران له تایباد ښار سره په ګاونډ کې د افغانستان رسمي ځمکنی بندر دی. [۱]
د اسلام کلا بندري ښار د هرات ولایت د اسلام کلا ولسوالۍ د برخې په توګه اداره کېږي او د اسلام کلا – هرات لویې لارې پر مټ له هرات ښار سره نښلي. دغه ښار د افغانستان په اقتصاد کې مهم رول لوبوي ځکه چې په پام وړ کچه د افغانستان ملي سوداګري له همدغې لارې کېږي. [۲][۳][۴][۵]
ویل کېږي چې د اسلام کلا ښار د وګړو شمېر نږدې ۱۶۴۰۸ تنه دی. یاد ښار په وروستیو دوه لسیزو کې د بېلابېلو تسهیلاتو د جوړولو له امله په تدریجي ډول پراختیا موندلې. په دغو تسهیلاتو کې د بېرته راستنېدونکو کډوالو یو مرکز هم شتون لري چې په هغو کې هره ورځ ګڼ شمېر بېرته راستنېدنکي د افغانستان د کډوالو د چارو د وزارت او د کډوالو د نړیوال سازمان (IOM) له خوا ثبت اکېږي. دغه ښارګوټی د افغان سرحدي ځواکونو او همدارنګه د ملي امنیتي ځواکونو قوماندانۍ لري. [۶][۷][۸][۹]
تاریخچه[سمول]
اسلام کلا په نوولسمه پېړۍ کې د درانیانو د سترواکۍ پر مهال وروسته له هغه چې افغانستان په یوه خپلواک هېواد واوښت په سرحدي ښار بدل شو. د تاریخ په اوږدو کې ګڼ شمېر پوځونه، سوداګر او سیلانیان له دغې لارې لارې تېر شوي. د آسیا لومړۍ شمېره لویه لار (AH1)، چې د آسیایي لویې لارې د شبکې برخه ده د جاپان له توکیو څخه د ترکیې د استانبول ښار تر لویدیځ او له هغه ځایه بیا د اروپا له E80 لویې لارې سره په لیزبون کې نښلي له اسلام کلا تېرېږي. [۱۰]
د ۲۰۲۱ زکال د فبروري په ۱۳مه د فساد او همدارنګه د کاري ناغېړیو له امله ګڼ شمېر لوی موټر د اسلام کلا د بندي ښار په یوه تم ځای کې د اورلګېدنې له امله وسوزېدل. دغه ښار د ۲۰۲۱ زکال د جولای په ۹مه د کومې شخړې پرته د طالب وسله والو لاس ته ورغی. له دغه مهال راوروسته چې فساد له منځه ولاړ د تېر کال په پرتله په څه کم یو کال کې یې عواید له ۸ میلیاردو افغانیو واوښتل. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]
د هوا حالات[سمول]
د اسلام کلا ښار د هوا حالات د هغو د سیمه ییز تپه یي جوړښت څخه اغېزمن دی او په دې سره د کوپن طبقه بندۍ له مخې نیمه وچه یخه هوا لري. په دغه ښار کې د تودوخې منځنۍ کچه ۱۷.۳ سانتي ګراد درجې ده په داسې حال کې چې د کلني اورښت منځنۍ کچه په کې ۲۲۵ ملي متره ده.
د جولای میاشت په کې تر ټولو ګرمه میاشت ده چې په منځنۍ کچه په کې تودخه ۲۹.۵ سانتي ګراد درجو ته رسېږي. تر ټولو یخه میاشت یې د جنوري میاشت ده چې په منځنۍ کچه تودوخه په کې ۵.۵ سانتي ګراد درجو ته رسېږي.
سرچينې[سمول]
- ↑ National Geospatial-Intelligence Agency. Geonames database entry. (search) Accessed 2011-05-12.
- ↑ (په April 25, 2022 باندې). Iran-Afghan Border Reopens in Herat Province. Khaama Press.
- ↑ (په 30 October 2022 باندې). Afghan Pine Nuts Exported to Europe For First Time. TOLOnews.
- ↑ (په 25 January 2023 باندې). Afghan truckers decry extortion, harassment by Iranians. Pajhwok Afghan News.
- ↑ (په 25 January 2023 باندې). Afghan truckers decry extortion, harassment by Iranians. Pajhwok Afghan News.
- ↑ "World Gazetteer". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ فبروري ۲۰۱۳ باندې. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په January 23, 2023 باندې). More than 3,000 Afghan refugees return home in past three days. Ariana News.
- ↑ (په 31 October 2022 باندې). Nearly 5,000 Afghan refugees return from Iran in 2 days. Pajhwok Afghan News.
- ↑ (په October 16, 2022 باندې). Taliban Prevents Bulk Cash Smuggling from Afghanistan to Iran. Khaama Press.
- ↑ ESCAP. "Asian Highway Route Map" (PDF). د لاسرسينېټه March 19, 2017. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په 17 February 2021 باندې). Corruption, Negligence Witnessed During Herat Customs Fire. TOLOnews
- ↑ "Islam Qala Explosion". Planet Labs. Feb 25, 2021. الوسيط
|CitationClass=
تم تجاهله (مساعدة) - ↑ (په February 20, 2021 باندې). 500 vehicles in flames after fuel tanker explodes on Afghanistan-Iran border. CNN
- ↑ (په 5 April 2021 باندې). Drivers Seek Redress for Customs Fire, Block Herat Roads. TOLOnews.
- ↑ (په March 1, 2021 باندې). Illiterate personnel presence led to Islam Qala blaze. Pajhwok Afghan News.
- ↑ (په February 17, 2021 باندې). More Than 1,000 Trucks Damaged in Islam Qala Fire: Officials. Bakhtar News Agency.
- ↑ (په 25 January 2023 باندې). Afghan truckers decry extortion, harassment by Iranians. Pajhwok Afghan News.