اسلام شاه سوري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اسلام شاه سوري د پښتون شاهنشاه شېر شاه سوري زوی دی چې په سليم شاه او تر پاچايي دمخه يې اصلي نوم جلال خان ؤ. د شېرشاه سوري تر مړينې وروسته څنگه چې د ده مشر ورور شهزاده عادل خان له مرکزه ليري د رنټهور په کلا کې ؤ نو د شېرشاهي دولت مخورو او مشرانو شهزاده جلال خان چې په پټنه کې ؤ د کالنجر کلا ته راوغوښت او په ۹۵۲ هـ کال د پاچايي پر تخت کېناوه، سکه او خطبه يې د ده په نامه جاري کړه او ځان ته يې د اسلام شاه خطاب وټاکه او خپل مشر ورور ته يې وليکل چې: "ما د فتنې او آشوب د آرامولو او د سپاه د ساتلو دپاره دا جرات کړی دی، خو په حقيقت کې يې د امر له اطاعته بل منظور نشته"

هغه ؤ چې شاهزاده عادل خان هم له رنټهوره راغی او په آگره کې سره يو ځای شول او اسلام شاه خپل ورور شهزاده عادل خان ته يې ووييل چې تر اوسه پښتانه له تفرقې څخه ساتل شوي دي اوس يې تا ته سپارم، مشر ورور انکار وکړ او اسلام شاه يې تر لاس ونيوه پر تخت يې کښېناوه او لومړی ده ورته مبارکي ووييله او بيا د ده نورو ملگرو سر ورته ټيټ کړ.

اسلام شاه تر ۹۶۰ هـ. کال پورې په ډېره مړانه پاچايي وکړه، او څو جگړې چې يې د مخالفينو سره وکړې په ټولو کې بريالي ؤ. غلام حسين خان طباطبايي په سيرالمتاخرين کې ليکي چې: