Jump to content

اسلام او LGBT خلک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په اسلامي نړۍ کې، د LGBT خلکو په وړاندې احساسات مختلف دي، او د ټولنو او انفرادي مسلمانانو په منځ کې توپير لري، خو په معاصر وخت کې تر يو بریده منفي دي. که څه هم له له عصري پړاونو مخکې مودود کې، په عامو خبرو، او ډېرو قضاياوو کې، لږ تر لږه تر يو بريده د هجنس خوښونکو چلندونو بالفعل رسمي قبولیت يو څه عام وو، وروستيو پرمختګونو په عام ډول د LGBT وګړو لپاره دوښمنانه چاپيريال پیدا کړی، کوم چې د نولسمې پېړۍ څخه پيل شوي دي. ډېرو اکثريت مېشته مسلمانو هېوادونو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ او د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو شورا په  ګډون، په ملګرو ملتونو کې د هغو اقداماتو مخالفت کړی چې د LGBT حقوقو ته وده ورکوي او مني يې.[۱][۲][۳][۴]

په ورته وخت کې، عصري اسلامي فقه عموماً د جنس بدلو خلکو (مخنث/مترجلات) لپاره د دوی د جنسیتي حيثيت د بدلولو امکان مني، خو يوازې له جراحي عملیاتو وروسته، چې په دې ډول د يو چا جنسیت ته له بيالوژيکي نښو سره تړاو ورکوي. بیا هم جنس بدلي خلک (نرښځيان) په هغو ټولنو کې له بدنامۍ، توپيري چلند، وېرولو او ځورولو سره مخ دي، په کومو ټولنو کې چې مسلمانان اکثریت دي. د جنس بدلو هويت ډېر ځله د دوه ګوني جنسيت لاندې بلل کېږي، په داسې حال کې چې يو شمېر معاصرو علماوو له دې سره برابر نارينه د درېیم جنس د يوې بڼې به توګه منلي دي، تر هغه وخته چې د دوی چلند په طبيعي ډول د زېږېدو پر مهال د هغوی د اصلي جنسیت په مخالفت کې وي.[۵][۶]

په دې اړوند اختلافات موجود دي چې د قرأن او وروسته بیا د احاديثو د روايتونو (په شفاهي ډول د محمد صلی الله علیه وسلم له خوا انتقال شوې ټولګې) د همجنس خوښۍ سره څه ډول چلند کوي، په داسې حال کې چې ډېر لوېديځ عالمان دليل وړاندې کوي چې احاديث په ډېر څرګند ډول منفي دي. د دې توپیرونو په استعمالولو سره، دې علماوو استدلال کړی چې د اسلام اساسي پيغمبر محمد کله هم همجنس خوښې اړيکې په قطعي ډول نه دي منع کړي، په داسې حال کې چې هغه د خپلو معاصرو سره په مطابقت کې دا اړيکې رد کړي دي. په هر حال، د اسلامي تاريخ تر لومړۍ يوې نيمې پېړۍ پورې، د مسلمانانو په ټولنو کې د همجنس خوښۍ د رواج ثبتونه په پرتليز ډول کم دي؛ په عربو کې نارينه همجنس خوښې اړيکې پېژندل کېدې او له هغوی سره توپیري چلند کېدو، خو عموماً د قانوني بنديزونو سره نه و مخ شوي. له هغې وروسته په نويو پړاونو کې، د همجنس خوښو اړيکو تاريخي ثبوتونه ډېر عام دي، او د دې اړیکو په وړاندې د بالفعل زغم څرګندونه کوي. تاريخي ثبوتونه ښيي چې د همجنس خوښۍ پر ضد قوانين کله کله پلې کېدل – عموماً د جنسي تېري په صورت کې او نورو "د ولسي اخلاقو غېر معمولي سرغړونې" په صورت کې، کوم چې په اسلامي قانون کې تشریح شوي دي. دې له اتمې زېږديزې پېړۍ څخه نيولې تر عصري پړاو پورې په اسلامي شاعرۍ او د اسلامي نړۍ په ډېرو ژبو کې لیکل شويو نورو اسلامي ادبي صنفونو کې د همجنس خوښۍ او لواطت (بچه بازي) موضوعاتو په ترويج کې مرسته وکړه. په دې لیکنو کې موندل کېدونکو همجنس خوښو تصوراتو د لرغوني یونان او لرغوني روم له دودونو سره ورته والی درلود، کوم چې د جنسي ميلان د مودرنې پوهې په خلاف وو. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

په عصري پړاو کې، په نولسمه پېړۍ کې، د همجنس خوښۍ په اړه د مسلمانانو ولسي چلندونو کې څرګند بدلون راغلی دی، د کوم ستر لامل چې په نړۍ کې د اسلامي بنسټپالو خوځښتونو خپرېدل دي، يعنې سلفيت او وهابيت. اسلامي نړۍ د هغو جنسي تصوراتو او بنديزونو له اصولو څخه هم اغېزمنه شوې وه، چې هغه مهال په مسيحي نړۍ کې خپاره وو، په ځانګړي ډول په اروپايي ټولنو کې د همجنس خوښۍ پر ضد د قانون جوړلو په اړوند، چې ډيريو يې مسیحي قانون منلو. په دې ډول، ډېرو هغو هېوادونو چې مسلمانان پکې اکثريت دي، او يو وخت د اروپايي سترواکيو مستعمرې وې، هغه جرمي سزاګانې پر ځای ساتلي، کومې چې په اصل کې اروپايي استعماري واکمنو د هغو خلکو پر ضد پلې کړې وې، څوک به چې په همجنس خوښو کړنو کې د ښکېلتيا مرتکب ګرځېدل. له همدې امله، له همجنس خوښۍ د مسلمانانو اوسنۍ کرکه په عام ډول له عصري پړاو څخه د مخکې رواجونو مستقیم تسلسل نه بلل کېږي، بلکې يوه داسې ښکارنده بلل کېږي، چې د بېلا بېلو سيمه ييزو او واردو شويو جوړښتونو څخه منځ ته راغلې ده. له دې امله چې لوېديځ کلتور بالاخره د سيکولرزم په لوړ ولاړ او په دې ډول يې د ډېرو LGBT خوځښتونو د غوړېدو لپاره زمينه برابره کړه، ډيری مسلمانو بنسټپالانو سر راپورته کړ، تر څو لوېديځې نړۍ ته له "اخلاقي انحطاط" او په پراخه کچه د همجنس خوښۍ سره تړاو ورکړي. په معاصره ټولنه کې، تعصب، د LGBT پر ضد توپيري چلند، او / يا د LGBT ضد تاوتريخوالی –د حقوقي سيستمونو په ګډون – د اسلامي نړۍ په ډېرو سیمو کې اوس هم شته، له ټولنيز اړخه د محافظه کارو رويو او په یو شمېر هېوادونو کې د اسلامي نظرياتو د وروستيو [کله] راپورته کېدنو له امله زيات شوي دي؛ په ډېرو هغو هېوادونو کې د همجنس خوښۍ پر ضد قوانين جوړ شوي دي، چېرته چې مسلمانان اکثريت دي، او په ځينو کې يې د مرتکبينو لپاره د مرګ سزا وړانديز کوي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

تاریخ[سمول]

د اسلامي نړۍ ټولنو "د خپل جنس د غړيو تر منځ شهواني جذابيت او جنسي رويې دواړه" پېژندلي دي. دا رويې سره توپير لري؛ حقوقي علماوو همجنس خوښې کړنې غندلي او اکثره يې ورته سزاوې وضع کړي دي، خو د زغم لپاره يې په نرم ډول (او يا ډېر وخت موجودې هم نه وي) د پلې کولو اجازه ورکړې، او کله کله يې دا ډول کړنې لمانځلي دي. خپل جنس ته ميلان د رومانوي شاعرۍ يا هنري بياناتو په بڼه بېلګه ييز شوی و، چې عموماً به دا مينه له يو عمر خوړلي سړي څخه له يو ځوان سړي يا تنکي زلمي هلک سره وه. په همدې ډول، په عربي ژبه کې د همجنس خوښو اصطلاحاتو لپاره يوه ښه وييپانګه موجوده ده، په داسې حال کې چې يوازې د نارینه فاحشانو د انواعو د بیانولو لپاره په درجنونو ټکي موجود دي. شمټ (1992) په عربي، فارسي، او ترکي ژبو کې نږدې شل داسې ټکي په ګوته کوي، کوم چې هغه خلک تشریح کوي چې په هغوی کې دخول کېږي. په نورو اړوندو عربي ټکو کې مخنثون، مابون، حلقي او بغايا شامل دي.[۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

له عصريت مخکې پړاو[سمول]

د اسلامي پړاو په لومړۍ يوه نيمه پېړۍ کې په اسلامي ټولنو کې د هم جنس خوښو کړنو شواهد ډېر کم دي. د اتمې زېږديزې پېړۍ په وروستیو کې، په ناڅاپي ډول همجنس خوښه شاعري راڅرګنده شوه، په ځانګړي ډول په بغداد کې د ابو نواس (756-814) په اثارو کې، څوک چې د عربي شاعرۍ د ټولو عصري صنفونو ماهر وګرځېد. مشهور ليکوال جاحظ له خراسان څخه د عباسي لښکرو له راتګ څخه د عباسي اوښتون (انقلاب) څخه وروسته د همجنس خوښۍ په اړه په رويه کې د ناڅاپي بدلون د تشریح کولو هڅه وکړه، چې د عباسيانو په اړه ويل کېږي کله چې دوی له ځانه سره د خپلو مېرمنو د بېولو څخه منع شول، نو هغوی به په نارينه خادمانو خپل ځان ته تسکين ورکاوه. له لومړيو فتوحاتو وروسته د مخ پر زياتېدونکې سوکالۍ سره په دوه سپېڅلو ښارونو مکه او مدينه کې د "اخلاقياتو فساد" هم شامل و، او اټکل کېدای شي چې دا مهال همجنس خوښي د بهرنيو دودونو د منلو په پايله کې ډېره خپره شوه، لکه د مخنثانو له خوا موسيقي غږول او نڅا کول، څوک چې تر ډېره بريده په اصل کې بهرنيان وو. د عباسي خليفه الامين (809-8013) په اړه ويل کېږي چې غوښتنه يې کړې وه تر څو ښځینه وينځو ته د نارينه وو لباس واغوښتل شي، تر څو هغه وکولای شي له دوی سره جنسي اړيکو ته چمتو شي، او د دې پړاو په ادبياتو کې د غلاميت (د هلکانو په څېر نجونې) يو پراخه فيشن منعکس شوی دی.د اندلس د واکمن دویم الحکم (961-976) په اړه هم همدا خبره شوې ده.[۲۸][۲۹]

سرچينې[سمول]

  1. Rehman, Javaid; Polymenopoulou, Eleni (2013). "Is Green a Part of the Rainbow? Sharia, Homosexuality, and LGBT Rights in the Muslim World" (PDF). Fordham International Law Journal. Fordham University School of Law. 37 (1): 1–53. ISSN 0747-9395. OCLC 52769025. خونديځ د اصلي څخه ۲۱ جولای ۲۰۱۸. لاسرسي‌نېټه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Schmidtke, Sabine (June 1999). "Homoeroticism and Homosexuality in Islam: A Review Article". Bulletin of the School of Oriental and African Studies. Cambridge and New York: Cambridge University Press on behalf of the School of Oriental and African Studies (University of London). 62 (2): 260–266. doi:10.1017/S0041977X00016700. eISSN 1474-0699. ISSN 0041-977X. JSTOR 3107489. S2CID 170880292. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Murray, Stephen O. (1997). "The Will Not to Know: Islamic Accommodations of Male Homosexuality". In Murray, Stephen O.; Roscoe, Will (سمونګران). Islamic Homosexualities: Culture, History, and Literature. New York and London: NYU Press. مخونه 14–54. doi:10.18574/nyu/9780814761083.003.0004. JSTOR j.ctt9qfmm4. OCLC 35526232. S2CID 141668547. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780814774687. خونديځ د اصلي څخه ۱۹ اپرېل ۲۰۲۳. لاسرسي‌نېټه ۰۶ نومبر ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Polymenopoulou, Eleni (18 May 2020). "Forum: LGBTQ+ Issues in International Relations, Human Rights & Development – Same-Sex Narratives and LGBTI Activism in the Muslim World". Georgetown Journal of International Affairs. Washington, D.C.: Walsh School of Foreign Service at the Georgetown University. ISSN 1526-0054. خونديځ د اصلي څخه ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۰. لاسرسي‌نېټه ۰۷ ډيسمبر ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Yusuf, Nasruddin, et al. "Islamic Legal Status on Hajj for Transgender People according to Muslim Scholars in North Sulawesi." Mazahib 21.1 (2022): 29-62.
  6. Zaharin AAM, Pallotta-Chiarolli M. Countering Islamic conservatism on being transgender: Clarifying Tantawi's and Khomeini's fatwas from the progressive Muslim standpoint. Int J Transgend Health. 2020 Jun 16;21(3):235-241. doi: 10.1080/26895269.2020.1778238. PMID 34993508; PMCID: PMC8726683.
  7. Murray, Stephen O.; Roscoe, Will; Allyn, Eric; Crompton, Louis; Dickemann, Mildred; Khan, Badruddin; Mujtaba, Hasan; Naqvi, Nauman; Wafer, Jim; Westphal-Hellbusch, Sigrid (1997). "Conclusion". In Murray, Stephen O.; Roscoe, Will (سمونګران). Islamic Homosexualities: Culture, History, and Literature. New York and London: NYU Press. مخونه 307–310. doi:10.18574/nyu/9780814761083.003.0004. JSTOR j.ctt9qfmm4. OCLC 35526232. S2CID 141668547. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780814774687. خونديځ د اصلي څخه ۱۹ اپرېل ۲۰۲۳. لاسرسي‌نېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Rowson, Everett K. (30 December 2012). "HOMOSEXUALITY ii. IN ISLAMIC LAW". Encyclopædia Iranica XII/4. New York: Columbia University. 441–445. DOI:10.1163/2330-4804_EIRO_COM_11037. 
  9. "Liwāṭ". Encyclopaedia of Islam, Second Edition 5. (1986). Leiden: Brill Publishers. DOI:10.1163/1573-3912_islam_SIM_4677. ISBN 978-90-04-16121-4. 
  10. Schmidtke, Sabine (June 1999). "Homoeroticism and Homosexuality in Islam: A Review Article". Bulletin of the School of Oriental and African Studies. Cambridge and New York: Cambridge University Press on behalf of the School of Oriental and African Studies (University of London). 62 (2): 260–266. doi:10.1017/S0041977X00016700. eISSN 1474-0699. ISSN 0041-977X. JSTOR 3107489. S2CID 170880292. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Murray, Stephen O.; Roscoe, Will; Allyn, Eric; Crompton, Louis; Dickemann, Mildred; Khan, Badruddin; Mujtaba, Hasan; Naqvi, Nauman; Wafer, Jim; Westphal-Hellbusch, Sigrid (1997). "Conclusion". In Murray, Stephen O.; Roscoe, Will (سمونګران). Islamic Homosexualities: Culture, History, and Literature. New York and London: NYU Press. مخونه 307–310. doi:10.18574/nyu/9780814761083.003.0004. JSTOR j.ctt9qfmm4. OCLC 35526232. S2CID 141668547. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780814774687. خونديځ د اصلي څخه ۱۹ اپرېل ۲۰۲۳. لاسرسي‌نېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. "Liwāṭ". Encyclopaedia of Islam, Second Edition 5. (1986). Leiden: Brill Publishers. DOI:10.1163/1573-3912_islam_SIM_4677. ISBN 978-90-04-16121-4. 
  13. Rowson, Everett K. (30 December 2012). "HOMOSEXUALITY ii. IN ISLAMIC LAW". Encyclopædia Iranica XII/4. New York: Columbia University. 441–445. DOI:10.1163/2330-4804_EIRO_COM_11037. 
  14. Everett K. Rowson (2004). "Homosexuality". Encyclopedia of Islam and the Muslim World. Ed. Richard C. Martin. MacMillan Reference USA. 
  15. Khaled El-Rouayheb. Before Homosexuality in the Arab-Islamic World 1500–1800. مخونه 12 ff. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Ali, Kecia (2016). Sexual Ethics And Islam. Oneworld Publications (Kindle edition). مخونه 105. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Ibrahim, Nur Amali (October 2016). "Homophobic Muslims: Emerging Trends in Multireligious Singapore". Comparative Studies in Society and History. Cambridge and New York: Cambridge University Press. 58 (4): 955–981. doi:10.1017/S0010417516000499. ISSN 1475-2999. JSTOR 26293235. S2CID 152039212. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. . How homosexuality became a crime in the Middle East.
  19. Ibrahim, Nur Amali (October 2016). "Homophobic Muslims: Emerging Trends in Multireligious Singapore". Comparative Studies in Society and History. Cambridge and New York: Cambridge University Press. 58 (4): 955–981. doi:10.1017/S0010417516000499. ISSN 1475-2999. JSTOR 26293235. S2CID 152039212. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Siraj, Asifa (September 2012). ""I Don't Want to Taint the Name of Islam": The Influence of Religion on the Lives of Muslim Lesbians". Journal of Lesbian Studies. Taylor & Francis. 16 (4: Lesbians, Sexuality, and Islam): 449–467. doi:10.1080/10894160.2012.681268. PMID 22978285. S2CID 22066812. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. Zaharin, Aisya Aymanee M.; Pallotta-Chiarolli, Maria (June 2020). "Countering Islamic conservatism on being transgender: Clarifying Tantawi's and Khomeini's fatwas from the progressive Muslim standpoint". International Journal of Transgender Health. Taylor & Francis. 21 (3): 235–241. doi:10.1080/26895269.2020.1778238. ISSN 1553-2739. LCCN 2004213389. OCLC 56795128. PMC 8726683 تأكد من صحة قيمة |pmc= (لارښود). PMID 34993508 تأكد من صحة قيمة |pmid= (لارښود). S2CID 225679841. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  23. Rowson, Everett K. (30 December 2012). "HOMOSEXUALITY ii. IN ISLAMIC LAW". Encyclopædia Iranica XII/4. New York: Columbia University. 441–445. DOI:10.1163/2330-4804_EIRO_COM_11037. 
  24. Everett K. Rowson (2004). "Homosexuality". Encyclopedia of Islam and the Muslim World. Ed. Richard C. Martin. MacMillan Reference USA. 
  25. Murray, Stephen O. (1997). "The Will Not to Know: Islamic Accommodations of Male Homosexuality". In Murray, Stephen O.; Roscoe, Will (سمونګران). Islamic Homosexualities: Culture, History, and Literature. New York and London: NYU Press. مخونه 14–54. doi:10.18574/nyu/9780814761083.003.0004. JSTOR j.ctt9qfmm4. OCLC 35526232. S2CID 141668547. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780814774687. خونديځ د اصلي څخه ۱۹ اپرېل ۲۰۲۳. لاسرسي‌نېټه ۰۶ نومبر ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. John Boswell (2009). Christianity, Social Tolerance, and Homosexuality: Gay People in Western Europe from the Beginning of the Christian Era to the Fourteenth Century. University of Chicago Press. مخونه 195–. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226067148. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. Rowson, Everett K. (October 1991). "The Effeminates of Early Medina" (PDF). Journal of the American Oriental Society. American Oriental Society. 111 (4): 671–693. CiteSeerX = 10.1.1.693.1504 10.1.1.693.1504. doi:10.2307/603399. ISSN 0003-0279. JSTOR 603399. LCCN 12032032. OCLC 47785421. S2CID 163738149. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۱ اکتوبر ۲۰۰۸ باندې. لاسرسي‌نېټه ۰۷ نومبر ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. Rowson, Everett K. (30 December 2012). "HOMOSEXUALITY ii. IN ISLAMIC LAW". Encyclopædia Iranica XII/4. New York: Columbia University. 441–445. DOI:10.1163/2330-4804_EIRO_COM_11037. 
  29. "Liwāṭ". Encyclopaedia of Islam, Second Edition 5. (1986). Leiden: Brill Publishers. DOI:10.1163/1573-3912_islam_SIM_4677. ISBN 978-90-04-16121-4.