اسلامي عصري توب (مډرنیزم)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اسلامي عصریتوب هغه خوځښت دی چې د «لویدیځ د کلتوري ګواښونو پر وړاندې د مسلمانانو د لومړني آیدیالوژیکي غبرګون» په توګه یادېږي او په کې هڅه شوې چې اسلامي باورونه د نویو ارزښتونو، لکه: دیموکراسي، مدني حقونو، عقلانیت، برابري او ترقي سره یوه خوله کړي. [۱]

دا د یو شمېر اسلامي خوځښتونو نه یو و – چې اسلامي سیکولریزم، اسلام پلوي او سلفیزم یا سلفیت په کې شاملېږي – چې د ۱۹ مې پېړۍ په نیمايي کې د وخت د چټکو بدلونونو په ځانګړي ډول په اسلامي نړۍ باندې د لویدیځ کلتور د تصور کېدوني برید او استعمار په ځواب کې را څرګند شو. په بنسټ اېښودونکو کې یې د الازهر پوهنتون شیخ محمد عبده چې په ۱۹۰۵ ز کال له خپلې مړینې وړاندې یې د لنډ مهال لپاره د اسلامي عصري توب هڅې وکړې او سید جمال الدین افغان شاملېږي. [۲]

د اسلامي عصریتوب له خوا اصلي اصلاح غوښتنو د پیدایښت له مهاله، د سیکولر حاکمانو او د هغو «رسمي عالمانو» د فکر د یووالي له امله چې دنده یې د دغو واکمنانو چارو ته دیني مشروعیت بښل دي، زیان لیدلی.[۳]

له سیکولریزم سره د اسلامي عصریتوب توپیر په دې کې دی چې په عام ژوند کې د ایمان لرلو پر اهمیت ټینګار لري او د سلفیت او اسلام پالنې پر وړاندې بیا د معاصرو اروپايي بنسټونو ارزښتونه او ټولنیز بهیرونه رانغاړي. د ماهاتیر محمد له خوا د اسلامي عصري توب اړوند یوه څرګندونه دا ده چې: «یوازې هغه مهال کولای شو، اسلام د ټولو دورو د دین په توګه په پام کې ونیسو چې اسلام د ۱۴۰۰ کاله وړاندې دنیا نه په توپیر نوی دنیا لپاره تفسیر کړو».[۴]

د عصري توب تاریخچه[سمول]

محمد عبده او د هغه پیروانو د نوولسمې پېړۍ په وروستیو کې له اسلام نه د دفاع، عصري کولو او د هغه د بیا پیاوړي کولو په موخه له لویدیځو بنسټونو او ټولنیزو بهیرونو سره د اسلام د همغږي کولو پروژه پیل کړه چې شلمه پېړۍ یې تر اغېزې لاندې راوسته. د دغې ایدیالوژي بنسټ ګر محمد عبده (د مړینې کال. ۱۳۲۳ هجري قمري/۱۹۰۵ ز کال) له خپلې مړینې وړاندې د لنډ مهال لپاره د الازهر پوهنتون شیخ و. دغې پروژې د نوولسمې پېړۍ نړۍ د اسلامي پوهې له لویې ټولګې سره چې په جلا چاپېریال کې راغونډه شوې وه، همغږې کړه. [۵]

دغو هڅو په پیل کې ډېر کم اغېز درلود. د عبده له مړینې وروسته، د هغه خوځښت په ۱۹۲۴ ز کال کې د عثماني خلافت په پاشل کېدو او د سیکولر لیبرالیزم په ودې سره – په ځانګړي ډول د لیکوالانو د نوي نسل په مطرح کېدو له دې ډلې د علي عبدالرزاق د نشریاتو له امله چې د لومړي ځل لپاره یې د مسلمانانو په تاریخ کې په اسلامي سیاست برید وکړ، چټکتیا ومونده. د دغه باور په نورو وروپسې لیکوالانو کې فرج فوده، الاشموي، محمد خلف الله، طاها حسین، حسین امین او نورو، په ورته لهجه استدلال وکړ.[۶]

په بېرته ژوندي کوونکو خوځښتونو اغېز[سمول]

اخوان المسلمین[سمول]

اسلام پالي خوځښتونه، لکه: اخوان المسلمین د اسلامي عصري توب او سلفیت تر پیاوړي اغېز لاندې و. د دغه خوځښت بنسټ اېښودونکی حسن البنا د محمد عبده او د هغه د سلفي شاګرد رشید رضا تر اغېز لاندې و. البنا د رسمي علماوو په تقلید کولو نیوکه وکړه او ټینګار یې وکړ چې یوازې قرآن مجید او معتبر احادیث باید د شریعت منابع وي. په ورته مهال دا سوریايي سلفي عالم رشید رضا و چې په حسن البنا یې ډېر اغېز درلود. هغه به تل د رشید رضا لیکنې او د هغه له خوا خپره کېدونې مجله المنار لوستله. البنا د اسلامي تمدن د زوال اړوند د رضا اصلي اندېښنه شریکوله، هغه په دې باور و چې له دغې چارې نه مخنیوي یوازې له لاسوهنې پرته اصلي اسلام ته په مراجعه کېدلای شي. البنا د رضا په څېر (د اسلامي عصري توب غوښتونکو پر خلاف) په معاصر دوران کې لویدیځ سیکولر افکار د اسلام پر وړاندې لوی ګواښ باله. په داسې حال کې چې د اسلامي عصري توب د باورونو ملاتړ د سیکولر واکمنانو او رسمي عالمانو له خوا کېده، اخوان المسلین دودیز او محافظه کاره لوري ته مخ کړ، «چې د هغو کسانو لپاره د وتو یوازنۍ لار وه چې د لویدیځ پالنې د اغېز له امله یې دیني او کلتوري احساسات پارېدلي وو». اخوان المسلمین له معاصرو ستونزو سره د مسلمانانو د مخ کېدو اړوند له سلفي حل لارې دفاع کوله او د سلفیت د بیا را ژوندي کولو د نظریې په بنسټ یې د شریعت د پلي کېدو له مخې د یوه اسلامي دولت له جوړېدو ملاتړ کاوه.[۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

په داسې حال کې چې اخوان المسلمین په رسمي ډول ځان د یوه سلفي خوځښت په توګه څرګندوي، آرامه سلفیان تر ډېره خپل سلفي اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي. اخوانیان د عصري توب له ګواښونو سره په مبارزه کې له پیوریسټانو یا خالصانو سره توپیر لري او په دولت باندې په مخ پر زیاتېدونکي کنټرول تمرکز لري. له دې سره، دواړه لوري هم اخوان المسلمین او هم سلفیان د شریعت له پلي کېدو ملاتړ او د حضرت محمد(ص) او د هغه د صالحو ځای ناستو یا سلف صالح په پیروي ټینګار کوي.[۱۴]

سلفي فعالین چې سیاسي چارو ته اوږد مهاله دودیز لاسرسی لري، په لوړه کچه په اسلامي خوځښتونو: لکه: اخوان المسلمین او نورو بېلابېلو څانګو کې فعال دي. اخوان المسلمین ته د اړوند پخواني مصري ولسمشر محمد مرسي په وینا: [۱۵]

«قران زموږ اساسي قانون دی، حضرت محمد(ص) زموږ رهبر، جهاد زموږ لار او د الله (ج) په لار کې مرګ زموږ تر ټولو لویه هیله ده ... شریعت، شریعت او په پای کې بیا هم شریعت. دغه ملت یوازې د اسلامي شریعت له لارې د برکت او بیا ژوندي کېدو خوند اخیستلای شي».[۱۶]

محمدیه[سمول]

په ۱۹۱۲ ز کال کې د اندونیزیا د اسلامي سازمان محمدیې بنسټ کېښودل شو. ډېری مهال د سلفي او ځینې مهال د اسلامي عصري بنسټ په توګه ستایل کېږي، چې له علماوو نه «په پټو سترګو» له تقلید سره په مخالفت د قرآن مجید او احادیثو په پیروي ټینګار کوي. ویل کېږي چې له ۲۰۰۶ ز کال راهیسې، د اندونیزیا د علماوو د شورا د مشر محمد سراج الدین شمس الدین تر مشرۍ لاندې یې «په شدت سره د اسلام محافظه کاره ډول ته انحراف موندلی».[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

سلفیه خوځښت[سمول]

سید جمال الدین افغاني، محمد عبده، محمد الطاهر بن عاشور، سید احمد خان او تر یوه بریده محمد الغزالي، د لومړني مسلمان نسل (سلف) مهال ته د اسلامي درک د «بېرته ګرځېدو» په موخه د فقهي استنباط (اجتهاد) د دروازې په خلاصولو چې دوی هغه تړلې لیدلې وه، د وهابیت یو شمېر آرمانونه لرې کړل. یو شمېر تاریخ پوهان باور لري چې معاصرینو د «سلفیت» اصطلاح، د خپل خوځښت لپاره کارولې (په داسې حال کې چې دغه موضوع کم تر کمه د یوه عالم هنري لوزییرله خوا په کلکه رد شوې). امریکايي عالم نوح حامیم کلر لیکلي:[۲۲][۲۳]

د سلفیت اصطلاح د وروستیو مسلمانانو ترمنځ د یوه شعار او خوځښت په توګه د محمد عبده د پیروانو له خوا را ژوندی شوه.

اسلامي معاصرین[سمول]

په داسې حال کې چې ټول لاندې یاد شوي کسان یادو خوځښتونو ته اړوند نه وو، خو دوی ټول په زیاته او لږ کچه د عصري چلند د تفکر په خپرولو کې ګډې اړیکې لري.

  • محمد عبده (مصر)
  • سید جمال الدین افغان (افغانستان)
  • محمد الغزالي (مصر)
  • محمد الطاهر بن عاشور (تونس)
  • چراغ علي (بریتانوي هند)
  • سید امیر علي (بریتانوي هند)
  • قاسم امین (مصر)
  • مالک بن نبي (الجزایر)
  • موسی جار الله بیکیف (روس)
  • احمد دحلان (اندونیزیا)
  • فرج فوده (نوی معاصر)(مصر)
  • عبدالروف فطرت (ازبکستان، وروسته روسیه)
  • محمد اقبال (بریتانوي هند)
  • ونګ جینګازي (چین)
  • محمد احمد خلف الله (مصر)
  • سید احمد خان (بریتانوي هند)
  • شبلي نعماني (بریتانوي هند)
  • عبدالناصر قرصاوي (روس)
  • محمد شلتوت (مصر)
  • علي شریعتي (ایران)
  • محمود محمد طاها (نوی معاصر)(سوډان)
  • رفاعه الطهطاوي (مصر)
  • محمود طرزي (افغانستان)

معاصر مډرنیسټان[سمول]

  • جمال البنا (مصر)
  • صهیب بن الشیخ (فرانسه)
  • عبدالنور بدر (فرانسه)
  • جاوید احمد غامدي (پاکستان)
  • فتح الله ګولن (ترکیه)
  • وحید الدین خان (هند)
  • ارشاد منجي (کاناډا)
  • عبدالوهاب المدب (فرانسه)
  • طارق رمضان (سویتزرلنډ)
  • محمد طاهر القادري (پاکستان)
  • حمزه یوسف (متحده ایالات)

سرچینې[سمول]

  1. Encyclopedia of Islam and the Muslim World, Thompson Gale (2004)
  2. Akyol, Mustafa (June 12, 2020). "How Islamists are Ruining Islam". Hudson Institute. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Ruthven, Malise (2006) [1984]. Islam in the World. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 318. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780195305036. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Warde, Islamic finance in the global economy, 2000: p.127
  5. Encyclopedia of Islam and the Muslim World, Thompson Gale (2004)
  6. The Modernist Approach to Hadith Studies By Noor al-Deen Atabek| onislam.net| 30 March 2005
  7. Ruthven, Malise (1984). Islam in the World (الطبعة first). Penguin. د کتاب پاڼې 311. Theologically, Banna's views were fairly close to those of Abduh and his Salafi disciple, Rashid Rida. He attacked the taqlid of the official 'ulama, insisting that only the Quran and the best-attested hadiths should be the sources of the Sharia. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Salafi Archived 2015-01-01 at the Wayback Machine. oxfordislamicstudies.com
  9. "The battle for al-Azhar". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. The split between Qatar and the GCC won't be permanent Archived 2016-11-17 at the Wayback Machine. thenational.ae
  11. "HASAN AL-BANNA AND HIS POLITICAL THOUGHT OF ISLAMIC BROTHERHOOD". IKHWANWEB The Muslim Brotherhood Official English Website. 13 May 2008. مؤرشف من الأصل في ۱۵ فبروري ۲۰۱۶. But it was Abduh's disciple, the Syrian Rashid Rida (1865-1935), who most influenced Al-Banna... He shared Rida's central concern with the decline of Islamic civilization relative to the West. He too believed that this trend could be reversed only by returning to an unadulterated form of Islam.. Like Rida at the end of his life — but unlike Abduh and other Islamic modernists — Al-Banna felt that the main danger to Islam's survival in the modern age stemmed... from the ascendancy of Western secular ideas. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Sageman, Marc (2004). "Chapter 1: The Origins of the Jihad". UNDERSTANDING TERROR NETWORKS. Philadelphia: University of Pennsylvania Press. د کتاب پاڼې 7. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8122-3808-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Ruthven, Malise (1984). Islam in the World (الطبعة first). Penguin. د کتاب پاڼې 317. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Durie, Mark (6 June 2013). "Salafis and the Muslim Brotherhood: What is the difference?". مؤرشف من الأصل في ۲۴ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په 25 July 2015 باندې). Salafism: Politics and the puritanical.
  16. Durie, Mark (6 June 2013). "Salafis and the Muslim Brotherhood: What is the difference?". مؤرشف من الأصل في ۲۴ مارچ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Abu Fayadh, Faisal (23 July 2021). "Ustadz Adi Hidayat: Kita Semua Salafi" [Ustadz Adi Hidayat: We are all Salafis]. Retizen. مؤرشف من الأصل في ۲۳ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Muhammadiyah Itu Golongan Ahlus Sunnah was Salafiyyah" [Muhammadiyah The Ahlus Sunnah was Salafiyyah]. Pwmu. 3 November 2017. مؤرشف من الأصل في ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Muhtaroom, Ali (August 2017). "STUDY OF INDONESIAN MOSLEM RESPONSES ON SALAFYSHIA ISLAMIC EDUCATION TRANSNATIONAL INSTITUTION". Ilmia Islam Futuria. 17 (1): 73–95. doi:10.22373/jiif.v17i1.1645 – عبر Research Gate. the development ofSalafi in Indonesia has inspired the emergence of anumber of organizations reformers of modern Islam in Indonesia. Organizationssuchas Muhammadiyah, Al-Irsyad,shared similar intentions to purify faith with the call back to the Quran and Sunnah, and leave many traditional customs that are claimed to be contaminated by heresy,tahayyul, and superstition... For Muhammadiyah, the purification of faith and the return to the Quran and Sunnah is an obligation... Muhammadiyah doctrine theology agrees with salafi, namely puritanist by going back to Al-Quran and As-Sunnah... الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Palmier, Leslie H. (September 1954). "Modern Islam in Indonesia: The Muhammadiyah After Independence". Pacific Affairs. 27 (3): 257. JSTOR 2753021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. In Indonesia, Islam loves democracy| Michael Vatikiotis | New York Times |6 February 6, 2006
  22. The Modernist Approach to Hadith Studies By Noor al-Deen Atabek| onislam.net| 30 March 2005
  23. Lauzière, Henri (2015-12-08). "1. Being Salafi in the Early Twentieth Century". The Making of Salafism: Islamic Reform in the Twentieth Century (په انګلیسي ژبه کي). Columbia University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780231540179. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)