اسلامي اخلاق (ژبه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کتاب ځانګړنې:

د کتاب نامه: اسانه اسلامپوهنه ( د ژڼیو لپاره)

لیکوال: شیخ محسن قرآیتي (د تفسیر نور مفسر)

ژباړن: ډاکټر ذبیح الله اقبال

وېبپاڼه:www.andyal.com

دوه ویشتمه زده کړه: اسلامي اخلاق (ژبه)[سمول]

ژبه کوچنۍ؛ خو کارونه ستر کوي.

ترڅو چې چا خبرې نه وي کړې؛ نو نیمګړتیا او هنر یې پټ وي.

مولا علي کرم الله وجهه وايي: (( د انسان مقام یې تر ژبې لاندې پټ دی.[1]))

الله په قرآن کې وايي : ((وَلِسَانًا وَشَفَتَيْنِ=او يوه ژبه او دوې شونډې؟![2]))

د نېکیو سرچینې[سمول]

دلته د ژبې په باب د الله ځینو احکامو ته اشاره کوو:

1- په ژبه د خدای عبادت وکړئ، یاد یې کړئ او مننه یې وکړئ

2- په ژبه کتاب الله ولولئ.

3- په ژبه خلک نېکیو ته راوبلئ.

4- په ژبه خلک له بدیو منع کړئ.

5- په ژبه د ظالم خلاف غږ پورته کړئ او له مظلومه ملاتړ وکړئ.

6- په ژبه پر خلکو سلام ویاست او زړونه نږدې کړئ.

7- په ژبه خلک ښاد کړئ.

8- په ژبه ورزدکړه وکړئ.

9- په ژبه اذان وایو.

10-                باید له خلکو سره ښې خبرې وکړو.

11-                موروپلار ته ترخه خبره و نه کړو.

12-                د خلکو خوالې بربنډې نه کړو.

13-                تر شوني بریده قسم و نه خورو.

14-                داسې څه و نه وايو، چې نور پرې خپه کړو.

15-                په خبرو کې انصاف ولرو.

16-                د هغه کار ژمنه له چا سره ونکړو، چې له وسې مو پوره نه وي.

د ژبې ځنې ښه آثار:[سمول]

د ګناهونو سرچینه:[سمول]

دلته د ژبې ځینو ګناهونو ته اشاره کوو:

1-      په ژبه بل ته پېغور ورکولای شو او له ځانه یې خپه کولای شو. (وَيْلٌ لِكُلِّ هُمَزَةٍ لُمَزَةٍ[3]=  افسوس دې وې پر هر بدژبي عيب لټوونكي ( پېغور ورکوونکي)! )

2-     په ژبه په بل پسې خبرې او سپکې سپورې ویلای شو.

3-   په ژبه ظالم هڅولای شو.

4-    په ژبه یو کس کږلارولای شو.

5-    په ژبه بل سپکولای شو.

6-     په ژبه د دښمن په ګټه ګړېدای شو.

7-    په ژبه چټیات ویلای شو او د نااهلو ستاینه کولای شو.

8-   په ژبه د بل خواله بربنډولای شو.

هو! ژبه د کونجي په څېر ده، یو لوري ته په حرکت ورکولو، ور پرانځي او بل لوري ته په چورلولو، ور تړلی شي. هغه ژبه، چې هومره عبادتونه پرې کولای شو، ډېری ګناهان هم پرې کېږي.


[1] . نهج البلاغه/۳۹۲ حکمت.

[2] . بلد/۹ آیت.

[3] . همزه/ لومړی آیت.