اسلامي اخلاق (دروغ)
یوویشتمه زده: اسلامي اخلاق (دروغ)
[سمول]داچې دورغ داسې یوه ګناه ده، چې ویلو ته یې وخت، ځای، ځواک، پیسو او وزلې ته اړتیا نشته؛ نو انسان پرې ژر اخته کېږي.
شته داسې نا اهله وګړي، چې خلکو ته د دروغو ژمنې ورکوي، خلک له ځان سره کوي او حکومت پرې کوي.
په دورغو ویلو انسان خورا خطرناکې کړنې کوي. د یوسف علیه السلام وروڼو په دورغو خپل پلار ته وویل: (( که یوسف د سیل لپاره راسره ولېږې؛ نو موږ به یې خیرغواړي او ساتونکي یو.)) تر هغه روسته یې په دورغو وویل: (( هغه لېوه خوړلی دی، ان د شپې شپې خپل پلار ته ورغلل او و یې ژړل.))
په زرونو ښه انسانان، د نااهلو د دروغ ویلو له لامله ښکېل او ان وژل شوي دي او یا په بند کې بندیوان شوي دي. ټول پېغمبران، دورغ ویل ګناه ګڼي.
امام حسن عسکري وايي: (( دروغ د نورو ګناهونو کونجي ده.))
لکه څنګه چې د یوسف علیه السلام وروڼو په خپلو دروغو خپل یو رور وتښتاوه او په څاه کې یې ورواچاوه او پلار یې چې پېغمبر و، په لسونو کلونو یې ویرجن او غمجن کړ.
امام صادق وايي: (( ملګري مو د رښتیا ویلو له لارې وپېژنئ، نه د هغوی د عبادت له لارې؛ ځکه کله ځینې وګړي عبادت کوي، لمونځونه کوي، روژې نیسي؛ خو خبره یې دروغ وي.))
که انسان دروغ ووايي او خبره اپوټه کړي؛ نو د نورو خلکو فکر او عمل هم اپوټه کوي.
دروغجن بېوزلېږي؛ ځکه د بېلګې په توګه، که یوه هټیوال یو څه وپلورل او په دورغو یې وویل، چې دا توکی روغ دی؛ خو که هغه توکی نیمګړی یا روغ نه و؛ نو بل ځل ترې څوک سودا نه اخلي او په خپلو همدې دروغو خپل ګهاک له ځانه توري کوي او بېوزلېږي.
دورغجن بې حیا کېږي؛ ځکه نورو ته چې یې دروغ ورڅرګند شول؛ نو آبرو یې ځي او بې آبرو او بې پته انسانان پر بې حیا چارو لاس پورې کوي.
دورغ لیکل، د دورغ ویلو په څېر دي او ګناه ده.
که یو ډاکټر رنځ تشخیص نه کړي او رنځور ته نسخه ولیکي؛ نو دروغ یې لیکلي دي.
کله موږ د تفریح او سات تېرۍ لپاره نورو ته دروغ وایو، نورو ته دروغ رانقلوو او کله په دروغو یو ناروا چار د یوه ولایت خلکو ته نسبت ورکوو.
دروغجن تل په تشویش کې وي، چې هسې نه دروغ یې نورو ته معلوم شي او بې پته شي.
په روایاتو کې راغلي دي: (( له دورغجن سره ملګرتیا مه کوئ)) خلک چې د دورغجن له دروغو خبر شي، له هغه لرې کېږي او ژوند پرې ورتریخېږي.
داسې باید و نه کړو، چې څه مو واورېدل، نورو ته یې ووایو؛ ځکه ډېری اورېدل شوي، دروغ وي.
ماشوم او کوچني ته هم دروغ ویل حرام دي. اسلام سپارښتنه کوي، چې ان په ټوکو کې هم دروغ مه ویاست.
د دروغو ډولونه:
[سمول]کله یو موټر چلوونکی په ځانګړیو څراغونو او په پرله پسې هارنډونو خلکو ته داسې څرګندوي، چې په موټر کې مې رنځور دی، حال داچې داسې نه ده، چې دا کار یې یو ډول دروغ دي.
کله انسان په خپلو کړنو دروغ وايي، د بېلګې په توګه په خپله ژمنه عمل نه کوي، یا خپل سر د ښه والي یا بد والي په نښه خوځوي، حال داچې هغسې نه دی، چې څنګه څرګندونه کوي.
البته په هر ځای کې رښتیا ویل هم جایز نه دي، د بېلګې په توګه: که څوک مو وپوښتي: پلاني په ما پسې بد ویلي که نه؟ که موږ دلته رښتیا ورته ووایو، چې هو بدې ردې یې درپسې ویلي؛ نو د دوو کسانو ترمنځ فتنه رامنځ ته کېږي؛ نو دلته به رښتیا نه وايو.
په یوه حدیث کې راغلي دي: (( که له کوچني سره مو کومه ژمنه کړې وي؛ نو پوره یې کړئ، چې دروغجن نشئ.))
دروغ اورېدل هم ګناه ده، قرآن کریم وايي: ((مؤمنانو! كه كوم فاسق سړي يو ستر خبر دروړ؛ نو (په اړه يې) څېړنه وكړئ، هسې نه په ناپوهۍ كې كومې ډلې ته زيان ورورسوئ او (بيا) پر خپلو كړنو پښېمانه شئ.[1] ))
[1] . حجرات/ ۶ آیت.