استیکا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

استيکا: ددې ويي لغويمانا (شته) ده، استيکا د ناستيکا پرخلافد برهمن دين ټولې گروهې، چې بنست يې په وېداگانو ولاړ دى، او شپړ فلسفي ډلې (دارشانا) دي، مني. په هندي فلسفه کې يو سپېڅلې نوم چې (برهما ) نومېږي، د فکري بشپړتيا او لوړتيا کې پوره لاس لري، ددې فلسفې له مخې د (برهما) قوت زموږ د وجود په تل کې کرل شوې، او په هر گړۍ کې د انسان د خدمت لپاره تيارسې وي، خو هغه پدې شرذ چې موږ ورڅخه ځان په بشپړ ډو خبر کړو. او هغه داسې چې لدې درې لورو څخه ځان ورنږدې کړو: د پوهې له لارې د احساساتو له لارې د عمل او کړنې له لارې. هندي مفکرين د وجود پټو (اسرارو) ته د رسېدو لپاره په يوه بې سره او بې پايه ډکر کې ډېر اوږده واټنونه وهلي. پدې ډگر چې لومړې پل (قدم) کېږدي، هغه رياضت، د دونيوي مزاياؤ شاته غورځول، د رزيلو ځآنگړتياؤ جرړې ويستل، ترڅو وکولاى شي پدې توگه د تيارو لدې گرداب څخه ځآن وباسي، او د روښنايۍ نړۍ ته ځآن ورسوي. هندي فلسفه د اروا او مادى ترمنځ د يو ډېر لوى توپير خبره کوي، او همدا توپير د هندي فلسفې له مهمو ځانگړتياوو څخه دي، چې په خپل فلفيي فکر کې د اروا لپاره په يوه ځانگړي ځاى قائله ده. هغه ستر توپير چې د اروا او مادې ترمنځ دى، په سانکي فلسفه کې، چې وروسته به بيان شي، په ښه ډول تشرېح شوې. په هندي فلسفه کې انسان يواځينې روحاني وجود دى، چې د خپلې اروا په روزلو سره کولې شي، لدې نړۍ څخه وراخوا (ماوراى طبيعت) ليدنه وکړي، هغه څوک چې د نړۍ وراخوا څخه ليدنه وکړي، لپاره تېره زمانه، حال او راتلونکې نشته، هغه دې نړۍ ته د تلپاتې شي په سترگه گوري، د هغه لپاره رون او سبا هم شتون نلري. د يوه هندو مومن لپاره دا اړينه ده ترڅو د هندويزم د قانون يو بنسټيز شرط ومن، او هغه په وېداگانو چې هغه د خپل ايمان پېل او پاى وگڼي، گروهه ده. پدې ډول د وېدا څلور کتابونه د دوه شرحو او دوه تفسيرونو سره چې يو يې (براهمني) او بل يې (اوپنېشادونه) دي، د هندو دين او فلسفې بنسټيز توکي دي. د عام هندو (ارتودوکس) فلسفه د ۱۰۰۰ کلونو (له ۵۰۰م ز څڅه تر ۵۰۰ز) کلونو پورې وخت کې راجوړه شوې، چې بيا ۱۰۰۰ کاله نور پدې ولږېدل، ترڅو دا فلسفي نظريات تصفيه شي، سم او منظم شکل ترلاسه کړي، که څۀ هم د هند د فلسفي ډلو تداد ډېر زيات دى، مگر خپله هندي مفکرينو دا ډلې په شپږو ښوونځيو کې راټولې کړي دي. پدې ډول ددې ښوونځيو دننه فلسفي سېسټم کې د پينځو نورو ښونځيو سره اختلاف ښکاري.

دا هم وگورئ[سمول]

سرچینې[سمول]

  • فلسفه، لیکوال: محمد نادر ایوبي. کوېټه