استینوسفیر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

استینوسفیر د ځمکې د پاسني پوښ داسې برخه ده چې له میخانيکي پلوه کمزورې او نرمه یا کش خوړونکې ده. دا برخه د لیتوسفیر په بېخ کې د ۸۰ او ۲۰۰ کیلومترو (۵۰ او ۱۲۰ مایلونو) تر منځ تر سطحه لاندې واقع ده او تر ۷۰۰ کیلومتره (۴۳۰ مایله) پورې ژوره برخه رانغاړي. له دې سره سره، د استینوسفیر لاندېنی سرحد په سم ډول مشخص نه دی.[۱]

استینوسفیر تر ډېره جامد دی خو څه ناڅه پستوالی هم په کې شته (چې د ډبرې په پرتله څه کم ۰.۱ سلنه کېږي) او له میخانیکي کمزورۍ یا ضعیف‌والي سره یې مرسته کوي. د استینوسفیر د ډېر فشار ذوب په هغه ځای کې پېښېږي چې هلته ډبرې د ځمکې پورته برخې ته راځي او دا د ځمکې پر مخ د مګما تر ټولو مهمه سرچینه ده. دا د سمندر-منځي غونډیو د بازالټ او ځینو هغو مګماوو سرچینه ده چې په قاره‌يي چاکونو او هغو ساحو کې یې فوران کړی یا را خوټېدلې چې هلته د ځمکې جوړښتي تختې له نورو تختو څخه جلا کېږي.

مشخصات[سمول]

استینوسفیر د پاسني پوښ داسې برخه ده چې تر لیتوسفیر لاندې واقع ده او د تختو په ټکټونیکي حرکت او ایزوسټاټيک تنظیماتو کې رول لري. دا برخه له پریډوټيټ ډبرې څخه جوړه ده چې تر ډېره «اولیوین» او «پایروکسین» کاني مواد لري. د لیتوسفیر-استینوسفیر سرحد معمولاً په ۱۳۰۰ درجې سانتیګراد (۲۳۷۰ درجې فارنهایټ) ایزوتروپ کې نیول کېږي. تر دغې تودوخې لاندې (سطحې ته نږدې) د ځمکې پوښ کلک دی؛ تر دې تودوخې پورته (تر سطحې لاندې څه ناڅه ژور) بیا د پوښ حالت نرم دی. استینوسفیر هغه ځای دی چې هلته ډبره د ویلي کېدو ټکي ته نږدې کېږي او احتمالاً په دې لایه کې کمه اندازه نرمي هم شته.[۲][۳][۴]

زلزلیزې څپې د لیتوسفیري پوښ په پرتله له استینوسفیر څخه ورو ورو تېرېږي. له دې امله دا کم سرعته ساحه بلل کېږي. که څه هم دا دواړه ډېر سره ورته نه دي؛ د کم سرعته ساحې لاندېنی سرحد ۱۸۰ تر ۲۲۰ کیلومتره (۱۱۰ تر ۱۴۰ مایله) ژور واقع دی، په داسې حال کې چې د استینوسفیر بنسټ شاوخوا ۷۰۰ کیلومتره (۴۳۰ مایله) ژور واقع دی. په کم سرعته ساحه کې د زلزلیزې کمزورۍ کچه هم لوړه ده (هغه زلزلیزې څپې خپله انرژي له لاسه ورکوي چې د استینوسفیر له لارې حرکت کوي) او پام وړ ناورته‌والی هم لري (د قطبي شویو پرې کوونکو څپو سرعت په عمودي ډول تر هغو قطبي شویو پرې کوونکو څپو کم دی چې افقي دي). د کم سرعته ساحې په کشف سره زلزله‌پوهان د استینوسفیر پر شتون خبر شول او د فزیکي خواصو په اړه یې معلومات وړاندې کړل، ځکه چې د زلزلیزو څپو سرعت د سختوالي له کمېدو سره کمېږي. له لیتوسفیر څخه استینوسفیر ته د زلزلیزو څپو په سرعت کې دا کمښت ښايي په استینوسفیر کې د یوې کمې اندازې نرمۍ له امله وي، که څه هم دا چې استینوسفیر «اېس څپې» لېږي، له دې امله په بشپړ ډول نه شي ذوب کېدای یا نرمېدای.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]

باور دا دی چې د استینوسفیر پاسنۍ برخه داسې ساحه ده چې د ځمکې د پوښ کلکې ډبرینې تختې یې پر مخ حرکت کوي. په استینوسفیر کې د تودوخې او فشار شرایطو ته په کتو سره ډبرې نرمېږي او په کال کې د سانتي متر له مخې د شکل د بدلون اندازه شوې کچې ته په کتو سره د زرګونو کلیومترونو په اندازه په خطي واټنونو کې حرکت کوي. په دې توګه د تودوخې لېږدولو د جریان په څېر بهېږي او تودوخه د ځمکې له منځ څخه بېرون ته راباسي. د استینوسفیر پر سر د شکل د بدلون په هماغه سرعت سره ډبرې کش خوري او دا چې د ماتېدو وړ وي، له دې امله ښايي ماتې شي او د درزونو لامل شي. داسې فکر کېږي چې کلک یا سخت لیتوسفیر د هغه استینوسفیر پر مخ لامبو وهي یا حرکت کوي چې په ارام ډول جریان لري او دا چاره ایزوسټاټيک تعادل شونی کوي او ټکټونیکي تختو ته د حرکت زمینه برابروي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

سرحدونه[سمول]

استینوسفیر تر سطحه لاندې له شاوخوا ۸۰ تر ۲۰۰ کیلومتره (۵۰ تر ۱۲۰ مایله) پاسني سرحد څخه تر لاندېني سرحد پورې په شاوخوا ۷۰۰ کیلومترۍ (۴۳۰ مایله) ژوروالي کې پراخ دی.[۱۰][۱۵][۱۶]

د لیتوسفیر-استینوسفیر سرحد نسبتاً تېز دی او احتمالاً د جزئي نرموالي له پیل یا په ترکیب یا ناورته‌والي کې له بدلون سره منطبق دی. د سرحد بېلابېل تعریفونه د سرحدي سیمو بېلابېل اړخونه منعکسوي. پر هغه سرحد سربېره چې د زلزلیزې ډېټا په مرسته تعریف شوی دی او له کلک لیتوسفسیر څخه نرم استینوسفیر ته لېږد منعکسوي، په سرحدونو کې یوه حرارتي لایه شامله ده چې پر سر یې تودوخه د حرارتي لېږد له لارې انتقالېږي. یو ریولوژیکي سرحد چې په کې سرعت تر شاوخوا ۱۰۲۱ ښکته وي، او یوه کیمیاوي سرحدي لایه چې پر سر یې ډبره تخلیه شوې وي او د لاندې ډبرې په پرتله یې مګنیزیم ډېر وي.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

د استینوسفیر لاندېنی سرحد[سمول]

د استینوسفیر لاندېنی سرحد کم پېژندل شوی دی، خو د پاسني پوښ په بنسټ کې واقع دی. دا سرحد له زلزلیز نظره تېز هم نه دی او په سم ډول پېژندل شوی هم نه دی، خو له کابو ۶۷۰ کیلومتره پېچلي انفصال سره منطبق دی. دغه انفصال یا بېلېدنه په ټولیز ډول د پوښ له «رینګ ووډيټ» لرونکي ډبرې څخه د «بریګمانیټ» او «پرکلاز» لرونکو ډبرو ته له لېږد سره تړاو لري.[۲۱][۲۲][۲۳]

منشا[سمول]

د استینوسفیر میخانیکي خواص په پراخ ډول د ډبرو له جزئي نرموالي سره تړلي بلل کېږي. دا احتمال موجود دی چې ښايي په ډېره برخه استینوسفیر کې کمه اندازه نرمي موجوده وي او دا هغه څه دي چې د ډبرې په پوښ کې د موجودو اوبو او کاربن ډای اکسایډ په مرسته تثبیتېږي. له دې سره سره د نرموالي احتمالي اندازه چې د ډبرې ۰.۱ سلنه هم نه ده، د استینوسفیر د بشپړې تشرېح لپاره کافي نه ښکاري. دغه نرموالی په ډبرو کې د سرحد دانو د بشپړ لوندوالي لپاره کافي نه دی او که سرحد دانې په بشپړ ډول لمدې نه‌شي، ښايي د ډبرې پر میخانیکي خواصو د نرموالي اغېزې د پام وړ نه وي. په یوه جزئي نرموالي سره د لیتوسفیر-استینوسفیر د سرحد تشرېح هم ستونزمنه ده. دا شونتیا موجوده ده چې نرموالی دې د استینوسفیر په پاسنۍ برخه کې راټول شي او دا هغه ځای دی چې لیتوسفیر ډبرې احاطه کړی دی. بل احتمال دا دی چې استینوسفیر داسې ساحه وي چې د پوښ په منرالونو کې په اوبو کې د حل کېدو وړ وي، په داسې ډول چې د نرموالي د ډېرېدو لپاره لا ډېرې اوبه موجودې وي. د میخانیکي ضعف یا کمزورۍ د رامنځته کولو لپاره یو بل احتمالي میکانیزم د سرحد دانو کشېدنه ده چې په کې دانې د یو بل له څنګه کش کېږي یا یوې او بلې خوا ته ځي.[۹][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

سرچينې[سمول]

  1. Barrel, J. (1914). "The strength of the crust, Part VI. Relations of isostatic movements to a sphere of weakness – the asthenosphere". The Journal of Geology. 22 (7): 655–83. Bibcode:1914JG.....22..655B. doi:10.1086/622181. JSTOR 30060774. S2CID 224832862. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  2. Hirschmann, Marc M. (March 2010). "Partial melt in the oceanic low velocity zone". Physics of the Earth and Planetary Interiors. 179 (1–2): 60–71. doi:10.1016/j.pepi.2009.12.003. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  3. Self, Steve; Rampino, Mike (2012). "The Crust and Lithosphere". Geological Society of London. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جنوري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  4. Kearey, P.; Klepeis, K.A.; Vine, F.J. (2009). Global tectonics (چاپ 3rd). Oxford: Wiley-Blackwell. د کتاب پاڼې 49. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781405107778. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  5. Forsyth, Donald W. (1975). "The early structural evolution and anisotropy of the oceanic upper mantle". Geophysical Journal International. 43 (1): 103–162. Bibcode:1975GeoJ...43..103F. doi:10.1111/j.1365-246X.1975.tb00630.x. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  6. Philip Kearey (17 July 2009). The Encyclopedia of the Solid Earth Sciences. John Wiley & Sons. pp. 36–. ISBN 978-1-4443-1388-8.
  7. Lev Eppelbaum; Izzy Kutasov; Arkady Pilchin (29 April 2014). Applied Geothermics. Springer Science & Business. pp. 318–. ISBN 978-3-642-34023-9.
  8. Condie, Kent C. (1997). Plate tectonics and crustal evolution. Butterworth-Heinemann. د کتاب پاڼې 123. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-7506-3386-4. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مې ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Kearey، Klepeis او Vine 2009، م. 49.
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Kearey، Klepeis او Vine 2009، م. 51.
  11. Rychert, Catherine A.; Shearer, Peter M. (2011). "Imaging the lithosphere-asthenosphere boundary beneath the Pacific using SS waveform modeling". Journal of Geophysical Research: Solid Earth. 116 (B7): B07307. Bibcode:2011JGRB..116.7307R. doi:10.1029/2010JB008070. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  12. Mark Hendrix; Graham R. Thompson (24 January 2014). EARTH2. Cengage Learning. pp. 493–. ISBN 978-1-305-43687-9.
  13. Tom S. Garrison; Robert Ellis (5 December 2016). Essentials of Oceanography. Cengage Learning. pp. 19–. ISBN 978-1-337-51538-2.
  14. Kearey، Klepeis او Vine 2009، مم. 48–49.
  15. Harsh Gupta (29 June 2011). Encyclopedia of Solid Earth Geophysics. Springer Science & Business Media. p. 1062. ISBN 978-90-481-8701-0.
  16. Lev Eppelbaum; Izzy Kutasov; Arkady Pilchin (29 April 2014). Applied Geothermics. Springer Science & Business. p. 318. ISBN 978-3-642-34023-9.
  17. Harsh Gupta (29 June 2011). Encyclopedia of Solid Earth Geophysics. Springer Science & Business Media. p. 1062. ISBN 978-90-481-8701-0.
  18. Lev Eppelbaum; Izzy Kutasov; Arkady Pilchin (29 April 2014). Applied Geothermics. Springer Science & Business. p. 318. ISBN 978-3-642-34023-9.
  19. Rychert, Catherine A.; Shearer, Peter M. (24 April 2009). "A Global View of the Lithosphere-Asthenosphere Boundary". Science. 324 (5926): 495–498. Bibcode:2009Sci...324..495R. doi:10.1126/science.1169754. PMID 19390041. S2CID 329976. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  20. Artemieva, Irina (2011). The Lithosphere. د کتاب پاڼي 6, 12. doi:10.1017/CBO9780511975417. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-511-97541-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  21. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  22. Fowler, C. M. R.; Fowler, Connie May (2005). The Solid Earth: An Introduction to Global Geophysics. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0521893077. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  23. Ito, E; Takahashi, E (1989). "Postspinel transformations in the system Mg2SiO4-Fe2SiO4 and some geophysical implications". Journal of Geophysical Research: Solid Earth. 94 (B8): 10637–10646. Bibcode:1989JGR....9410637I. doi:10.1029/jb094ib08p10637. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  24. Mierdel, Katrin; Keppler, Hans; Smyth, Joseph R.; Langenhorst, Falko (19 January 2007). "Water Solubility in Aluminous Orthopyroxene and the Origin of Earth's Asthenosphere". Science. 315 (5810): 364–368. doi:10.1126/science.1135422. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  25. Karato, Shun-ichiro (March 2012). "On the origin of the asthenosphere". Earth and Planetary Science Letters. 321-322: 95–103. doi:10.1016/j.epsl.2012.01.001. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  26. Becker, Thorsten W. (November 2006). "On the effect of temperature and strain-rate dependent viscosity on global mantle flow, net rotation, and plate-driving forces". Geophysical Journal International. 167 (2): 943–957. doi:10.1111/j.1365-246X.2006.03172.x. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (لارښود)
  27. Karato 2012.
  28. Hirschmann 2010.