استعماري هند

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


استعماري هند د هند نيمه لويه وچې برخه و، چې د موندنې دورې “Age of Discovery” پر مهال د اروپايي استعماري ځواکونو تر قانوني واک لاندې و. اروپايي ځواک د بري او سوداګرۍ له لارې په ځانګړي ډول د ګټو په برخه کې کارول کېده. د هند د شتمنۍ او سوکالۍ لټون وروسته له هغې د امريکا د استعمار لامل شو، چې کرسټف کولمب په ۱۴۹۲ ز کال امريکا ته لاړه. يوازې يو څو کالونه وروسته د ۱۵ پيړۍ پای ته نږدې پرتګالي بېړۍ چلونکی واسکو ډا ګاما “Vasco da Gama” لومړنی اروپايي شو، چې د افريقا شا او خوا د سمندري سفر له لارې يې د لومړني رسېدونکي په توګه د روميانو د وخت له راهيسې له هند سره د مستقيمې سوداګرۍ اړيکې يو ځل بيا رامنځته کړې. نوموړي کاليکټ “Calicut” ته په رسېدنې سره، چې هغه وخت د ختيځې نړۍ له سترو سوداګريزو بندرونو څخه و، له ساموتيري راجا “Saamooothiri Rajah” څخه په ښار کې د سوداګرۍ کولو اجازه تر لاسه کړه. له نوموړي څخه وروسته هالنډي وګړي سيمې ته ورسېدل، چې په سيلون “Cylon” کې يې خپل اصلي مرکز يا هډه درلوده. هند ته د دوی پراختيا د ټراوانکور او هالنډ جګړې “Travancore-Dutch War” پر مهال د تراوانکور سلطنت له لورې د کولاچيل په جګړه “Battle of Colachel” کې د دوی له ماتې څخه وروسته ودرول شوه. [۱][۲][۳]

د اروپايي سمندري قدرتونو په منځ کې سوداګريزو سياليو هند ته نور اروپايي قدرتونه راوړل. د هالنډ جمهوريت، انګليستان، فرانسې او ډنمارک او ناورې ټولو د ۱۷ پېړۍ په لومړيو کې هند کې سوداګريز مرکزونه رامنځته کړل. دا چې د ۱۸ پېړۍ په لومړيو کې د مغل سترواکي له مينځه لاړه او هغه وخت د پاني پت له درېيمې جګړې څخه وروسته د مرهټيانو سترواکي “Maratha Empire” کمزورې شوه، زياتره يو څه کمزوري او بې ثباته هندي دولتونه چې رامنځته شول، د ناخپلواکو هندي واکمنانو له لارې د اروپايانو د لاسوهنې لپاره په زياتېدونکي ډول پرانيستي وو.

د ۱۸ پېړۍ په وروستيو کې لويې برتانيې او فرانسې تر خپل لاندې هندي واکمنانو او همدرانګه مسقيمې فوځي لاسوهنې يا مداخلې له لارې د واکمنۍ هڅه وکړه. په ۱۷۹۹ ز کال کې د ډارونکي هندي واکمن ټيپو سلطان “Tipu Sultan” ماتې د فرانسې نفوذ کمرنګه کړ. له دې څخه وروسته د ۱۹ پېړۍ په لومړيو کې د هند د نيمه لويې وچې په ستره برخه کې د برتانوي ځواک چټکه پراختيا رامنځته شوه. د پېړۍ په نيمايي کې برتانيې وار له مخه پر نږدې ټول هند باندې مستقيم او نامستقيم واک تر لاسه کړی وی. برتانوي هند چې په مستقيم ډول له اداره کېدونکو برتانوي رياستونو او ولايتونو څخه جوړ و، د برتانوي سترواکۍ خورا ګڼ نفوسه او ارزښتانکه برخې يې درلودې او په دې ډول «په برتانوي سلطنت کې د غمي» په توګه پېژندل کېده.

هند د خپلې استعماري دورې پر مهال د ملتونو ټولنې بنسټګر غړی، په ۱۹۰۰، ۱۹۲۰، ۱۹۲۸، ۱۹۳۲ او ۱۹۳۶ ز کالونو کې د المپيک د اوړي سياليو “Summer Olympics” کې د ګډونوال هېواد او په ۱۹۴۵ ز کال سانفرانسسکو کې د ملګرو ملتونو يو بنسټګر غړی هېواد و. دې هېواد په ۱۹۴۷ ز کال کې خپله خپلواکي تر لاسه او د هند او پاکستان په حاکميت لرونکو برخو باندې ووېشل شو، چې وروستۍ هغه يې د استعماري هند د مسلمانانو لپاره د ټاټوبي په توګه جوړ شو. [۴][۵][۶][۷]

د رومي[سمول]

له هند سره د رومي سترواکۍ د سمندري سوداګرۍ له کمېدو څخه ډېره موده وروسته پرتګاليان دويمي یعنې راتلونکي اروپايان وو، چې د سوداګرۍ په موخه يې هلته په بېړۍ کې سفر وکړ او د ۱۴۹۸ ز کال په می کې لومړنۍ بېړۍ سيمې ته ورسېدل. د عثماني سترواکې له لورې په لويديځه اسيا کې د دوديزو سوداګريزو لارو بنديدلو او له ايټالوي دولتونو سره سيالۍ پرتګال له هند سره د يوې بديلې سمندري لارې په لټه کې کړ. هند ته لومړنی بريالی سفر په ۱۴۹۸ ز کال کې د واسکو دا ګاما “Vasco da Gama” له لورې و او دا هغه مهال و چې نوموړی د “Cape of Good Hope” شا او خوا له بېړۍ چلولو څخه وروسته کاليکت “Calicu” يا نني کيرالا “Kerala” سيمې ته ورسېد. نوموړي هلته په رسېدنې سره له ساموتري راجا څخه په ښار کې د سوداګرۍ کولو اجازه تر لاسه کړه. د نوموړي دوديزه مېلمه پالنه وشوه، مګر له ساموتري (زامورين) سره يوې مرکې څرګندې پايلې ورنکړې. واسکو دا ګاما د هغه سوداګريزو توکو د ځواب وينې برخه کې تر شا د يو عامل پرېښودلو غوښتنه وکړه، چې نوموړي نه شول پلورلی. د نوموړي غوښتنه ونه ومنل شوه او پاچا ټينګار وکړ چې ګاما بايد د بل هر سوداګر په شان ګمرکي محصول ورکړي، چې د دوی اړيکې يې خرابې کړې. د تنيور سلطنت “Kingdom of Tanur” واکمن د کاليکت زامورين نوکر و، په کوژيکود “Kozhikode” کې د خپل پاچا پر وړاندې د پرتګاليانو پلوي وکړه. په پايله کې د تنيو سلطنت (Vettathunadu) په هند کې د لومړنيو پرتګالي مستعمرو “Portuguese Colonies” له ډلې څخه شو. د تنيور حاکم د کوچين “Cochin” پلوي هم وکړه. په ۱۶ او ۱۷ پېړيو کې  کوچين د شاهي کورنۍ زياتره غړي له ويټوم “Vettom” څخه ټاکل شوي وو. که څه هم د تنيور ځواکونو د پاچا تر مشرۍ لاندې د ۱۵۰۴ ز کال د کوچين جګړه “Battle of Cochin” کې د کاليکت د زامورين لپاره وجنګېدل. که څه هم په تنيو سيمه کې د ماپيلا “Mappila” سوداګرو ژمنتيا لا هم د کاليکت د زامورين په مشرۍ پاتې شوه. پرتګاليانو د زامورين او کوچي “Kochi” د سيالۍ تر منځ له کوچي سره په يو ځای کېدنې ګټه تر لاسه کړه. کله چې فرانسسکو ډی الميدا “Francisco de Almeida” په ۱۵۰۵ ز کال کې د پرتګالي هند د سلطنت د استازي يا وايسرای په توګه وټاکل شو، مرکزي اداره يې د “Kozhikode” پر ځای په “Fort Kochi” يعنې “Fort Emmanuel” کې جوړه شوه. د نوموړي د واکمنۍ پر مهال پرتګاليانو وکولی شول له کوچي “Kochi” سره پر اړيکو باندې واک ولري او پر مالبار ساحل “Malbar Coast” باندې يې يو څو لښکر کوټونه يا فوځي کلاګانې جوړې کړې. پرتګاليانو په سويلي مالابار “South Malabar” کې د زامورين ځواکونو له لورې د بريدونو له امله شاتګ وکړ، په ځانګړي ډول د کوژيکود د سمندري ځوکونو د قوماندانانو تر مشرۍ لاندې سمندري بريدونو له امله، چې د “Kunjali Marakkars” په نوم يادېږي او پرتګاليان يې د تړون غوښتلو ته اړ کړل. “کونجالي ماراکارس ته د هند ساحل د لومړنۍ سمندري ساتنې يا دفاع برابرولو امتياز ورکول کېږي. تحفة المجاهدين “Tuhfat Ul Mujahideen” چې په ۱۶ شته يا عمومي پېړۍ کې د پوناني “Ponanni” د دويم زين الدين مخدوم “Zinuddin Makhdoom II” (نږدې ۱۵۳۲ز کال کې زېږېدلی دی) له لورې ليکل شوی دی، په بشپړ ډول د کيرالا د تاريخ پر بنسټ پېژندل شوی لومړنی کتاب دی، چې يو د کيرالا سيمې د اوسېدونکي يا کيرالايټ له لورې ليکل شوی دی. کتاب په عربي ژبه ليکل شوی دی او د هغه مقاومت په اړه د معلوماتو ځينې ټوټې لري، چې له ۱۴۹۸ څخه تر ۱۵۸۳ ز کالونو څخه د مالبار ساحل د مستعمره کولو په موخه د پرتګاليانو د هڅو پر وړاندې د کاليکت د زامورين تر څنګ د کنجالي ماراکار “Kunjali Marakar” د سمندري ځواک له لورې رامنځته شوی و. په ۱۵۷۱ ز کال کې پرتګاليانو په “Chaliyam Fort” جګړه کې د زامورين ځواکونو له لورې ماتې وخوړه. [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

که څه هم په هند کې د پرتګاليانو شتون په لومړيو کې په ۱۴۹۸ ز کال کې پيل شو، مګر استعماري حکومت يې له ۱۵۰۵ څخه تر ۱۹۶۱ زکال پورې دوام وکړ. پرتګالي سترواکۍ په ۱۵۰۲ ز کال په کيولن (کولام) “Quilon” (Kollam) کې لومړنی اروپايي سوداګريز مرکز جوړ کړ. د باور له مخې په هند کې استعماري دوره په “Quilon” کې د همدې پرتګالي سوداګريز مرکز په جوړولو سره پيل شوه. په ۱۵۰۵ ز کال کې د پرتګال پاچا لومړي مانويل “Manuel I of Portugal” فرانسسکو دی الميډا “Francisco de Almeida” او ورپسې په ۱۵۰۹ زکال کې ډوم افونسو ډي البکرک “Dom Afonso de Albuquerque” په هند کې د پرتګاليانو د سلطنت د استازو په توګه وټاکل. البکرک په ۱۵۱۰ ز کال کې د ګوا ښار ونيو، چې د مسلمانانو له لورې اداره کېده. نوموړي له ځايي هندي نجونو سره د پرتګالي سرتېرو او بېړۍ چلونکو د واده تګلاره پرانېسته، چې پايله يې په ګوا او د اسيا لويې وچې په نورو پرتګالي سيمو کې د هغو خلکو د نژاد سمول (اصلاح) وه، چې د بېلابېلو توکمونو غړي ګڼل کېدل. په هند کې د پرتګاليانو د شتون يوه بله بڼه د انجيل منلو او کاتوليک پلوۍ ته د ودې ورکولو پر وړاندې د دوی اراده يا خوښه وه. په دې برخه کې يسوعيانو بنسټيزه ونډه ولوبوله او تر نن ورځې پورې د هندي کالتوليکانو په منځ کې د يسوعي مذهبي مبلغانو د “Saint Francis Xavier” په نوم هسپانوي يسوعي د ډلې  درناوی کېږي. مګر انجيلي کېدنه د کاتوليکانو د سيمه ييزو اوسېدونکو له لورې له مذهب څخه په زور د اوښتون لامل شوه، چې په همدې سره په ګوا کې د عيسوي مذهب د هغې بې رحمه ډلې رامنځته کېدل پيل شول، چې له دين څخه د اوښتو وګړو پلټنه يې کوله. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. Corn, Charles (1998). The Scents of Eden: A Narrative of the Spice Trade. Kodansha. د کتاب پاڼي xxi–xxii. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-56836-202-1. The ultimate goal of the Portuguese, as with the nations that followed them, was to reach the source of the fabled holy trinity of spices ... while seizing the vital centers of international trade routes, thus destroying the long-standing Muslim control of the spice trade. European colonisation of Asia was ancillary to this purpose. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Donkin, Robin A. (2003). Between East and West: The Moluccas and the Traffic in Spices Up to the Arrival of Europeans. Diane Publishing Company. د کتاب پاڼي xvii–xviii. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87169-248-1. What drove men to such extraordinary feats ... gold and silver in easy abundance ... and, perhaps more especially, merchandise that was altogether unavailable in Europe—strange jewels, orient pearls, rich textiles, and animal and vegetable products of equatorial provenance ... The ultimate goal was to obtain supplies of spices at source and then to meet demand from whatever quarter. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. کينډۍ:Cite magazine
  4. Mansergh, Nicholas (1974), Constitutional relations between Britain and India, London: His Majesty's Stationery Office, د کتاب پاڼې xxx, د کتاب نړيواله کره شمېره 9780115800160, د لاسرسي‌نېټه ۱۹ سپټمبر ۲۰۱۳ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Quote: "India Executive Council: Sir Arcot Ramasamy Mudaliar, Sir Firoz Khan Noon and Sir V. T. Krishnamachari served as India's delegates to the London Commonwealth Meeting, April 1945, and the U.N. San Francisco Conference on International Organisation, April–June 1945."
  5. Fernandes, Leela (2014). Routledge Handbook of Gender in South Asia (په انګلیسي ژبه کي). Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-317-90707-7. Partition of colonial India in 1947 – forming two nation-states, India and Pakistan, at the time of its independence from almost two centuries of British rule – was a deeply violent and gendered experience. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Trivedi, Harish; Allen, Richard (2000). Literature and Nation (په انګلیسي ژبه کي). Psychology Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-21207-6. In this introductory section I want to touch briefly on four aspects of this social and historic context for a reading of Sunlight on a Broken Column: the struggle for independence; communalism and the partition of colonial India into independent India and East and West Pakistan; the social structure of India; and the specific situation of women. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Gort, Jerald D.; Jansen, Henry; Vroom, Hendrik M. (2002). Religion, Conflict and Reconciliation: Multifaith Ideals and Realities (په انګلیسي ژبه کي). Rodopi. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-90-420-1166-3. Partition was intended to create a homeland for Indian Muslims, but this was far from the case; Indian Muslims are not only divided into three separate sections, but the number of Muslims in India--for whom the Muslim homeland was meant--still remains the highest of all three sections. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Sreedhara Menon, A. (January 2007). Kerala Charitram (الطبعة 2007). Kottayam: DC Books. د کتاب پاڼې 27. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-264-1588-5. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Logan, William (2010). Malabar Manual (Volume-I). New Delhi: Asian Educational Services. د کتاب پاڼي 631–666. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788120604476. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. S. Muhammad Hussain Nainar (1942). Tuhfat-al-Mujahidin: An Historical Work in The Arabic Language. University of Madras. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. J. L. Mehta (2005). Advanced Study in the History of Modern India: Volume One: 1707–1813. Sterling Publishers Pvt. Ltd. د کتاب پاڼي 324–327. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-932705-54-6. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. (په 11 February 2017 باندې). Give Indian Navy its due. The Asian Age.
  13. A. Sreedhara Menon. Kerala History and its Makers. D C Books (2011)
  14. A G Noorani. Islam in Kerala. Books [۱]
  15. Roland E. Miller. Mappila Muslim Culture SUNY Press, 2015
  16. K. K. N. Kurup (1997). India's Naval Traditions: The Role of Kunhali Marakkars. Northern Book Centre. د کتاب پاڼي 37–38. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-81-7211-083-3. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Prabhakar, Peter Wilson (2003). "3. Liberation of Goa, Daman and Diu". In Rai, Naurang (المحرر). Wars, Proxy-wars and Terrorism: Post Independent India (الطبعة 1st). New Delhi, India: Mittle Publications. د کتاب پاڼي 39–41. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788170998907 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "The ugly and good side of conversions in South Asia". NewsIn Asia. 10 March 2020. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Crowley, Roger (2015). Conquerors: How Portugal Forged the First Global Empire. London: Faber & Faber. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Anthony D’Costa (1965). The Christianisation of the Goa Islands 1510-1567. Bombay: Heras Institute. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)