استخدام(ګومارنه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

استخدام یوه دوه اړخیزه اړیکه ده چې د حقوقو په مقابل کې د کاري خدمتونو وړاندې کول تنظیم کوي. په معمول ډول استخدام د یو هوکړه لیک پر بنسټ کېږي چې د هوکړې یو اړخ کارورکوونکی دی، چې کېدلای شي یو سهامي شرکت، غیرانتفاعي شرکت، تعاوني شرکت او یا هم هر ډول یو بنسټ وي چې د هوکړه شوي کار په بدل کې کارګر ته د هغه حقوق ورکوي. کارکوونکي د مزد په بدل کې کار کوي، کېدلای شي خپل حقونه د هر ساعت د کار له مخې، د یوې برخې کار او یا هم کلني معاش په توګه ترلاسه کړي، چې دغه چاره د کار ډول ته چې کارګر یې ترسره کوي، حاکمو شرایطو او همدارنګه د دواړو لورو له خوا چنو وهلو ته اړندوېږي. په ځینو برخو کې کارکوونکي کېدای شي انعام، بونس او یا هم په اسهامو کې برخه ترلاسه کړي. د استخدام په یو شمېر ډولونو کې کارکوونکي کېدلای شي، په  خپلو حقونو سربېره له یو شمېر نورو ښېګڼو هم برخمن شي. په دغو ښېګڼو کې کېدای شي روغتیايي بیمه، کور، د معیوبیت بیمه شامل شي. په معمول ډول د استخدام پروسه، د استخدام د قوانینو، بنسټونو او یا هم قانوني هوکړو له مخې اداره کېږي.[۱]

د استخدام هوکړه لیک(قرارداد)[سمول]

اسټرالیا[سمول]

له ۲۰۰۹ ز کال راهیسې په اسټرالیا کې د استخدام پروسه د منصفانه کار د قانون (Fair Work Act) له مخې تنظیم او اداره کېږي.[۲]

کاناډا[سمول]

د کاناډا په اونتاریو ایالت کې، د کاري مواردو اړوند رسمي شکایات د کار وزارت ته وړاندې کېږي. په کیوبیک ایالت کې شکایات کېدلای شي، د تربیتي معیارونو کمیسیون (Commission des normes du travail) ته ارجاع شي. [۳]

جرمني[سمول]

په جرمني کې د کار او استخدام د هوکړو(قراردادونو) دوه ډېر کارېدونکي ډولونه Werksvertrag او Arbeitsvertrag دي؛ چې د Dienstleistungsvertrag (خدمات محوره قراردادونو) ډولونه دي. Arbeitsvertrag کېدای شي د لنډ مهال لپاره وي، په داسې حال کې چې لنډمهاله کارکوونکي د Zeitarbeit او یا Leiharbeit له مخې کار کوي. د کاري استخدام یو بل ډول جوړښت هم Arbeitnehmerüberlassung (ANÜ) دی.[۴][۵]

هند[سمول]

هند د قراردادي کار، د لږ معاش کچې او د کارکوونکي د راتلونکي لپاره د مالي اسانتیاوو د برابرولو قانون او هم  په دې برخه کې اړوند نور بېلابېل قوانین لري. په هند کې قراردادي کارکوونکو باید ټاکل شوی لږ تر لږه  کچه معاش ورکړل شي او همدارنګه باید ورته ځانګړې نور اسانتیاوې وړاندې شي. په داسې حال کې چې لا تر اوسه د دغه قانون د بشپړ پلي کېدو په برخه کې لا زیات کار پاتې دی.[۶]

پاکستان[سمول]

پاکستان د قراردادي کار، لږ معاش کچې او د کارکوونکو د راتلونکې لپاره د مالي اسانتیاوو د برابرولو قانون نه لري. قراردادي کارکوونکو ته باید لږ تر لږه حد اقل ټاکل شوی معاش ورکړل شي او ګڼ شمېر نورې اسانتیاوې ورته برابرې شي. په داسې حال کې چې په دغه برخه کې شته قوانین تر اوسه بشپړ نه پلي کېږي.[۷]

فلیپین[سمول]

په فلیپین کې د استخدام شرایط د کار او استخدام وزارت له خوا تنظیم کېږي.[۸]

سویډن[سمول]

د سویډن د قوانینو له مخې، درې ډوله استخدام(ګومارنه) شتون لري:[۹]

  • ازمېښتي ګومارنه(استخدام) (سویډني کې: Provanställning)، هغه چې کارورکوونکی یو کس د حد اکثر ۶ میاشتو ازمېښتي دورې لپاره په کار ګوماري. دغه ډول استخدام د دغې دورې په هر مهال کې له کوم دلیل وړاندې کېدو پرته پای ته رسېدلی شي. دغه ډول استخدام د یوه کارورکونکي او یوه کارګر له مخې یو ځل ترسره کېدلای شي. په معمول ډول د ازمېښتي استخدام له پړاو وروسته کارکوونکي ته د محدود وخت او یا هم عادي(نورمال) ډول استخدام وړاندیز کېږي.[۱۰]
  • د وخت له پلوه محدود استخدام (سویډني کې: Tidsbegränsad anställning). کارورکوونکی یو کس د ټاکلي مهال لپاره ګوماري. په معمول ډول د یوې نوې دورې لپاره هم اوږدوالی مومي. د یوه کارورکوونکي او یوه کارګر له مخې په ټولیزه توګه له دوو کلونو زیات مهال وروسته دغه ډول استخدام په اتوماتیک ډول د نورمال استخدام په توګه ګڼل کېږي.
  • عادي(نورمال) استخدام (سویډني کې: Tillsvidareanställning / Fast anställning)، هغه چې مهالیز محدودیت (له تقاعد او نورو استثناتو پرته) نه لري. دغه ډول استخدام کېدلای شي، د دوو لاملونو له مخې پای ته ورسول شي: شخصي لامل، په سملاسي ډول د استخدام پای ته رسول، د یو شمېر پیاوړو لاملونو، لکه: جرم او د کاري مسئولیتونو نه ترسره کولو له امله (سویډني کې: Arbetsbrist) د استخدام لغو کول، چې په معمول ډول د کمپنۍ د عاید د را کمېدو لامل ګرځېدلی وي.    [۱۰]        

په سویډن کې د لږ تر لږه معاش اړوند کوم قانون شتون نه لري. پر ځای یې د کارورکوونکو سازمانونو او کارګري اتحادیو ترمنځ د حداقل حقونو او د استخدام د نورو شرایطو اړوند هوکړې شتون لري.

په دغه هېواد کې د استخدام یو بل ډول قرارداد هم شته دی چې د قانون له لوري لا ندی تنظیم شوی او دا د ساعت له مخې استخدام دی (سویډني کې: Timanställning) چې کېدلای شي ،نورمال (نامحدود) استخدام وي، خو کاري وخت په کې نه دی ټاکل شوی او د فوري اړتیاوو پر بنسټ ورباندې پرېکړه کېږي. کارکوونکی اړ دی چې خپل تلیفون ته ځواب ورکړي او هر هغه مهال چې اړتیا وي، خپل کار ته حاضر شي، د بېلګې په توګه: کله چې یو کس ناروغ وي او نه شي کولای دندې ته حاضر شي، هغوی یوازې د خپل واقعي کار د مهال حقوق ترلاسه کوي او کېدلای شي، د بیاځلي اړیکې په نه ترلاسه کولو سره له کوم لامل پرته له کاره واېستل شي. دغه ډول هوکړه(قرارداد) په خصوصي سکتور کې دود ده.[۱۰]

بریتانیا[سمول]

په بریتانیا کې کاري هوکړه لیکونه، د حکومت له خوا په لاندې ډولونو ډلبندي شوي:[۱۱]

  • د ټاکلي مهال لپاره هوکړه(قرارداد): د یوه معلوم وخت لپاره دوام کوي چې له وخته ټاکل شوی او د یوې ځانګړې دندې په پای ته رسېدو او یا هم یوې ځانګړې پېښې په پېښېدو سره پای ته رسېږي.
  • د بشپړ مهال یا نیم مهال هوکړه: ټاکلی مهال نه لري، د هر یو لوري له خوا پای ته رسول کېدلای شي، د یوې ځانګړې دندې د ترسره کولو په موخه کېږي او ځانګړي کاري ساعتونه لري.[۱۲]
  • د آژانسونو کارکوونکي.
  • آزاد کار کوونکي، سلاکاران او قراردادیان
  • د صفر ساعت قراردادونه (Zero-hour contracts)

متحده ایالات[سمول]

کارکووني تر ډېره د خپلواکو هوکړه کوونکو پر وړاندې درېږي، په ځانګړې توګه هغه مهال چې د مشابه مالیاتو د ورکولو اړوند د کارګر د استحقاق، کاریګرو ته د تاوان او د بېکارۍ د بیمې د ښېګڼو اړوند د نظر اختلاف شتون ولري. په داسې حال کې چې د ۲۰۰۹ ز کال په سپټمبر میاشت کې محکمې په Brown v. J. Kaz, Inc قضیه کې حکم ورکړ چې خپلواک هوکړه کوونکي په هغه حالت کې چې په منظم ډول کارورکوونکي ته کار کوي، د تبعیض د قوانینو له مخې د کارکوونکو په توګه ګڼل کېږي او هم  یې څرګنده کړه چې کارورکوونکي د استخدام مهال، ځای او ډول ټاکي.[۱۳][۱۴]

په متحده ایالاتو کې د اتحادیې بهیر کاري چاپېریال کې د ناعادلانه فسخ اړوند شکایت د متحده ایالاتو د کار وزارت ته ارجاع کېږي.[۱۵]

د متحده ایالاتو په ګڼ شمېر صنایعو کې کارګري اتحادیې په قانوني ډول د کارکوونکو د استازو په توګه ګڼل کېږي. نن ورځ د دغو اتحادیوفعالیتونه د معاش پر سر په ټولیزو چنو وهنو، ښېګڼو، د دوی د غړو په کاري څرنګوالي او د کاري قراداد له مفاداتو څخه د سرغړونو د مدیریت په څرنګوالي تمرکز لري. لویې اتحادیې په معمول ډول په ایالتي او فدرال کچه د لابي کولو او ټاکنیزو تبلیغاتو په ترسره کولو لاس پورې کوي.[۱۶][۱۷]

عمر ته اړوند مسائل[سمول]

ځوان عمر لرونکي کارکوونکي[سمول]

ځوان کارکوونکي په لوړه کچه له کاري زیانونو او ځانګړو کاري ګواښونو سره مخامخ دي، دا په ټولیز ډول په لوړ ګواښ لرونکو صنعتونو کې د هغوی له استخدام سره اړیکه لري. د بېلګې په توګه: په متحده ایالاتو کې په کاري چاپېریال کې ځوانان د خپلو زیات عمر لرونکو سیالانو په پرتله دوه چنده زیات له ګواښونو سره مخامخ دي. دغه کارکوونکي په کاري چاپېریال کې د نقلیه وسایطو د ټکر له لوړ ګواښ سره مخامخ دي، هغه هم د کمې تجربې، په کمه کچه له کمربند څخه د نه ګټنې او همدارنګه د چلولو پر مهال د پام اوښتو له امله. له دغو ګواښونو څخه د مخنیوي په موخه له ۱۷ کلونو څخه کم عمر لرونکي کسان د خلکو د ټرانسپورټ او د محدود شرایطو لاندې د توکو د لېږدولو په ګډون د چلونې له یو شمېر ځانګړو ډولونو څخه منع دي.[۱۸][۱۹][۲۰]

د ځوانو کارکوونکو لپاره په لوړ ګواښ لرونکو صنایعو کې کرنه، رستورانت، د خځلیو مدیریت او د کانونو اېستل شاملېږي. په متحده ایالاتو کې له ۱۸ کلنۍ څخه کم عمر لرونکي کسان، له هغو ځانګړو چارو څخه منع کېږي چې د منصفانه کار د معیارونو د قانون له مخې خطرناک ګڼل کېږي.[۲۱][۲۲][۲۳]

سرچینې[سمول]

  1. Dakin, Stephen; Armstrong, J. Scott (1989). "Predicting job performance: A comparison of expert opinion and research findings" (PDF). International Journal of Forecasting. 5 (2): 187–94. doi:10.1016/0169-2070(89)90086-1. S2CID 14567834. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 2008-03-19 باندې). House of Reps seals 'death' of WorkChoices. Australian Broadcasting Corporation
  3. Lazonick, William (1990). Competitive Advantage on the Shop Floor. Cambridge, MA: Harvard University Press. د کتاب پاڼې 37. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-15416-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Gross, Willi; Söhnlein, Walter (1990), Gross, Willi; Söhnlein, Walter (المحررون), "Werkvertrag", Bürgerliches Recht 3: Fall · Systematik · Lösung · Schuldrecht · Besonderer Teil. Kauf und Tausch · Schenkung · Miete und Pacht · Leihe · Verwahrung · Darlehen · Bürgschaft · Dienst- und Werkvertrag (په الماني ژبه کي), Wiesbaden: Gabler Verlag, د کتاب پاڼي 127–135, doi:10.1007/978-3-322-99402-8_13, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-322-99402-8, د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "§ 631 BGB - Einzelnorm". www.gesetze-im-internet.de. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Lazonick, William (1990). Competitive Advantage on the Shop Floor. Cambridge, MA: Harvard University Press. د کتاب پاڼې 37. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-15416-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Ostergaard 1997, p. 133.
  8. "Brown v. J. Kaz, Inc., No. 08-2713 (3d Cir. Sept. 11, 2009)". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ مارچ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Lag om anställningsskydd (1982:80)
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ Claire Melamed, Renate Hartwig and Ursula Grant 2011. Jobs, growth and poverty: what do we know, what don't we know, what should we know? Archived May 20, 2011, at the Wayback Machine. London: Overseas Development Institute
  11. "Contract types and employer responsibilities". gov.uk. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ مې ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Brown v. J. Kaz, Inc., No. 08-2713 (3d Cir. Sept. 11, 2009)". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ مارچ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. 26 U.S.C. § 3401(c)
  14. United States v. Latham, 754 F.2d 747, 750 (7th Cir. 1985).
  15. "Termination". United States Department of Labor. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Brown v. J. Kaz, Inc., No. 08-2713 (3d Cir. Sept. 11, 2009)". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۳ مارچ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Ferguson 1995.
  18. "Young Worker Safety and Health". www.cdc.gov. CDC NIOSH Workplace Safety and Health Topic. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په September 2013 باندې). Work-Related Motor Vehicle Crashes. NIOSH Publication 2013-153. NIOSH
  20. "Work-Related Motor Vehicle Crashes: Preventing Injury to Young Drivers" (PDF). NIOSH Publication 2013-152. NIOSH. September 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "Young Worker Safety and Health". www.cdc.gov. CDC NIOSH Workplace Safety and Health Topic. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په September 2013 باندې). Work-Related Motor Vehicle Crashes. NIOSH Publication 2013-153. NIOSH
  23. Joseph Holden, Youth employment programmes – What can be learnt from international experience with youth employment programmes? Economic and private sector professional evidence and applied knowledge services https://partnerplatform.org/?fza26891