استثمار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

Exploitation استثمار ‎استثمار د ثمر څخه اخیستل شوي مانا یې ګټه اخیستنه ده ، چې په ټولنیزو او اقتصادي مباحثو کې د بل چا د څخه وړیا ګټې اخیستنې ته وایې. ‎په هغو ټولنو کې چې دا د تولید د وسایلو مالکیت په غیر عادلانه شکل ویشل شوی وي استثمار موجود دي ، ځکه د مالکیت دا ‌‌‌‌‌‌ډ‌ؤل توزیع په ټولنه کې د طبقاتي افراط او تفریط سبب ګرځي ، د ملي مترقي تفکر له مخې ) استثمار د استعمار مقدمه او نتیجه ده ) په دې توګه په نړیواله کچه د ملتونو د استثمار موضوع رامنځته کېږي ، آمپریالیستي او سوسیال امپریالیستي هیوادونه هڅه کوي چې پخپلو ټولنو کې د اقتصادي بحران د مخنیوي او دخپلو هیوادونه د اقتصادي ودې لپاره د خپلو کارګرانو نه زیات د مستعمره هېوادو زیار ایستونکي استثمار کړي .