استاد قيام الدين خادم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د استاد قيام الدين خادم لنډه پېژندنه[سمول]

       ۱۳۸-۱۳۸۵لمريز د برې پښتونخوا د پښتو په اوسنۍ ادبي نړۍ کې پنځه ادبي ستوري  ۱- خادم ، ۲- الفت ، ۳ – حبيبي ، ۴- رښتين ، ۵- بېنوا دي چې ډېر شهرت لري او د استادۍ درجې ته رسېدلي دي .

   دوی نه يوازې ادبي ، تاريخي ، اجتماعي ، اقتصادي ، ژبني ، فلکلوري او نور علمي مسايل څېړلي ، ليکلي او چاپ کړي دي بلکې ډېر پښتانه ځوانان يې په دې لار کې هڅولي او روزلي دي . د دغو پخوانيو استادانو څخه يو هم خادم د پښتو ژبې رښتينی خدمتګار يو پوخ ليکوال ښه شاعر نوميالي اديب او د فلسفې افکارو خاوند دی.

زوکړه :

   استاد خادم دلته له خپلې خولې درپېژنو چې خپل ژوند يې د يوې کيسې په بڼه ليکلی دی ((زه تخمينا په (۱۲۸۵) سپوږميز کال په کامه کې زېږېدلی يم ، زما د پلار نوم ملا احسام الدين او دنيکه نوم مې ملا علي ګل اخونزاده دی چې د خپل وخت جيد عالم و ، زما د پلار پلار او دارنګه زمونږ وړاندې سلسله ټول د خپل وخت  د مروجه تعليم په اساس تعليم يافته او عالمان ول ، زمونږ په سلسله کې ناخوانه سړی نه دی تېر شوی .

       مونږ د پلار له خوا د کوز کونړ د شګې د اخوندزاده ګانو څخه يو .د شګې خلک په قام زاخېل دي چې د مومندو پښتنو يو قام دی ، مګر ما له خپل پلار څخه په مکرر ډول دا اوريدلي دي چې زمونږ وړاندې نيکه د څوکنو ميا عمر صاحب دی . دغه وجه ده چې زما له نامه سره په اخبارونو کې کله د ((کاموي )) او کله د(( زاخيلي )) او کله هم د ((مياعمردی) ليکل شوی دی ،ولې زما خپل تخلص(( خادم)) دی کله کله مې د خپل نامه سره ((سېلانی )) هم ليکلی دی ځکه چې زما مورنی نيکه سيد عبدالرحمن سېلانی نوميده چې فقير صاحب يې بولي .))

زده کړه :

     استاد خادم پر خپل مهال دوديزې زدکړې کړې دي  بغدادۍ سيپاره وده ته پلار په غېږ کې ايښې او دده تر غوږو يې الفبې تېره کړې ده ، قران شريف يې هم له پلاره لوستی دی ، په خپله ليکي (( له ورکوټوالي څخه زما والد زما او زما د نورو ورونو په خواننده ګۍ کې کوښښ کاوه  د قران شريف او ځينې د نظم کتابونه ما د خپل والد څخه ولوستل ، زما له خط سره ډېرشوق و. ما د خپل ځان سره قلمونه ، کاغذونه او قسم قسم رنګونه ګرځول او تمامه ورځ به اخته وم .

   کوم وخت به چې راسره قلم او کاغذ نه و ، نو په ډکو باندې به مې په دېوالونو خط کاوه او پښتو ، فارسي يا عربي عبارتونه به مې ليکل ، دا و چې په لږه زمانه کې زما پوره املا او خوشخطي زده شوه.

      زما پلا چې زما خط ته ملتفت شو ، نو زه يې د ډېر تحسين او افرين مورد وګرځېدم ، زما پلار به د خوش طبعۍ په ډول کله کله د اشنايانو په مخ کې ويل ((د افلاطون زوی دی هرڅه يې له ځانه ياد دي .)) د خط په زده کړه همداسې بې استاده په شوق لګيا وم .

   کوم وخت چې مې په ګلستان ، بوستان او نورو فارسي کتابونو شروع وکړه ،نو څو مياشتې مې له استاد څخه هم خط وکړ .

    زما د خط د استاد نوم ملاخېل و، ما دده فقط يوه سر نامه پخه کړې ده ، چې تر اوسه مې ساتلې ده ، ټوټال به دا سرنامه پنځه کرښې وي ، دې مهربان استاد به تل زما د طبيعت ستاينه کوله او ويل به يې د ده په وچولي کې منطق ځليږي.

       تردې وروسته ما د فقې متون د ((کنزه )) پورې وويل ، ما د خپل پلار د خولې نه اوريدلي وو چې مونږ ته به يې ويل ((زه په تاسو صرف او نحوه اول وايم ، بيا د علومو اصطلاحات درښيم ، تاسو نور په خپله ملايان کېږئ.))

    زما د والدې مقوله ده ، دې به ويل (( ستاسو تنسته او پوره ورېښم دي ، تاسو ته لږ اشارت کافي دی )).

       استاد خادم کرار ناست نه دی ، ترده وروسته يې هڅه کړې ده چې د علومو په زده کړې پسې له کوره ووځي . په دې هکله ليکي ((زه د خپل پلار په تېره وينا چې اوس دده د مرحمت   سيوری زمونږ له سره پورته شوی و ، د خپل يو بل استاد په معرفت د کونړ ((بوډيالۍ )) ته د (( صرف مير )) د يادولو لپاره  لاړم .ما په خپل سبق کې دنثري ګردان صغير ټول واخيست او دغه استاد مې اريان پاتې شو ،نورو شاګردانو ته يې وويل او يوه هنګامه پورته شوه ،  پس له څو ورځو څخه ټول همدرسان دمانه مخالفه شول ، زما به دې خبر ته چندان پام نه و، ځکه چې زما مطالعه او ملاحظه لا تردې حده نه وه رسېدلې چې د نفس مقابله وکړم او موازنه د خارج او نورو اشخاصوسره وکړم . په اخره کې د ملګرو رقابت د حسد درجې ته ورسېد ، ځکه چې زه خبر نه وم او د خپلو ډېرو همدرسانو څخه تېر شوی وم.

      دلته ما په يوه مياشت کې اتلس بابه صرف مير ياد کړو او بيا کاله ته راغلم .

    په کور کې مې د صرف او نحوې کتابونه وويل . بل هغه وخت چې ما د صرف مير شروع کړی و کافيې ته رسېدلی وم او د ((مبنی ))پورې ((هدايت النحو)) او څه ((شرح ماته عامل)) سره د نظم ماته عامله مې په ياد کړه . وروسته مې ((شرح ملا)) شروع کړو،مرعاتو پورې ((شرح جامي ))په عبارت سره زما ياد شو ، اوس نو زه د کامې نه د لړه موړې ، کنډي باغ ، اګام ،ارغچ ، کيلغو ، کابل ، پېښور اوداسې نورو ځايونو په درسونو کې ګرځېدلی وم او د صرف او نحوې د کافې معلوماتو په واسطه مې په درسونو کې ښايسته شهرت حاصل کړی و او په دې اورېدوسره چې ((فلانی ښه پوهيږي )) په ما کې يو مخصوص د بې پروايۍ حس هم پيدا شوی و....... ددې مرحلې نه وروسته ما د منطق په رسالو لاس پورې کړو :

  ((ايساغوجي )) مې ياده کړه او ((حسارک )) او ( سرشاهي ) په درسونو  د ګرځېدلو نه پس لاړم ((پېښور )) ته او متعاقباً ورپسې د (مکهډ ) مدرسې ته اوبيا (ديلي ) او (لودهياڼې ) ته  لاړم .

   څو چې د خپل صحت په خرابۍ پوه شوم ؛نو بيا راغلم کابل ته ددې وخته پورې ما صرف ، نحوه ، منطق ، حکمت ، کلام ، فقه ، تفسير ، حديث ،مناظر ، اصول فقه ، طب او نور مروجه علوم  لوستي وو، کافيه ، اساغوجي او هدايته الحکمت د ډېرو کالو پورې زما د الحمد په شان ياد وو.......).

      استاد خادم تر سپين ږيرتوبه له زده کړې او لوسته لاس وانخيست . د زده کړې ، شعر او تفکر پايلې دی استادۍ ته ورساوه . ده  يوازې د کتابونو پر تورو کرښو د سترګو کسي ونه نڅول بلکې د فکر دروازې يې هم بېرته کړې او د خپل نظر پر بنسټ يې ټولنې ته ځان وړاندې کړ .

       ده که د ښوونځي دولس کاله وو او که د پوهنتون څلور کاله او همداسې د ماسټرۍ او دکتورا لوړو زده کړو ورونه نه دي ليدلي او نه يې په پستو څوکيو او پاسته ټغر لوست ته پلتې وهلې ، نه يې ګېډه غوړه شوې او نه يې ستونی لوند شوی ، په نهرو کولمو د دوبي په ګرمۍ او د ژمي په سړه څيله کې په رېږدلو شونډو ، د لاسونو په کوف کولو په هرچا پسې پنځو ټکو زده کړې ته سيپاره ګرځولې ، د کرکېلې يوې ، جغ سپاره ...يې ګرځولې ، د لو لور يې ګرځولی ، مالونه يې څرول ، د بل منتونه يې پرځان اخيستل ،خو پنځه ټکي يې هم ګردانول ، اننګي يې څپېرو ته نيولي ، خو دوديز علوم يې داسې لوستي چې په ډېر لږ وخت کې يې ځان پرې ملا کړی  ، د ده ذهني کچې پرلوړوالي ، فکري ځواک او پوهې دومره اغېز کړی چې ده ته يې په ليک لوست کې  د منطق او استدلال خواږه ورکړي دي ، زمونږ ښوونځي او پوهنځي بايد د دوی د زده کړو له تجربو کار واخلي .

ليکوالي:[سمول]

له تاسو سره لومړی دا پوښتنه پيداکيږي چې داسې لوی شخصيت ليکوالۍ ته څنګه مخه کړه؟

لومړی يې نظم وليکه که نثر ؟

څنګه يې وليکل ؟

  د دې پوښتنو ځواب به په خپله د خادم صيب نه واورو:

   (( اول وار زه په (۱۳۰۴) لمريز کال په کامه کې د ابتدايي مکتب معلم مقرر شوم او بيا لږ وروسته لاړم هندوستان ته ، بيا په جلال اباد کې معلم مقرر شوم ، په دې موده کې زه سخت پرېشان وم او د پرېشانۍ اسباب مې ناجوړتيا ، د تحصيل پرېښودل او د حيات په کارزار کې داخلېدل وو، په دې وخت کې زه د ژوندانه د يو سخت په چپو کې روان وم ...راغلم د لواړګي په يو کلي کې مې اوياتنو هلکانو ته ليک لوست زده کاوه .))

       زه موفق شوم چې په درې مياشتو کې هلکان خواننده او په شپږو مياشتو کې يې خواننده او نويسنده کړم ...زه تقريبا دوه نيم کاله په لواړګي کې وم . همدلته زما د شاعرۍ ، نويسنده ګۍ او ادبياتو مرموز ذوق انکشاف پيدا کړ ، همدلته وم چې کوژده مې وکړه او له همدې ځايه د (۱۳۱۲) کال په اخره کې د کندهار پښتو ادبي انجمن عضويت مې ترلاسه کړ او  لاړم، د تعليم په ضمن کې ما اردو ژبه زده کړې وه ليک مې  هم پکې کولای شو ، تعليم مې په عربي کې و او په عربي مې ښه څه ليکلای شول،  پښتو مې خپله ژبه وه او له اوله څخه ما د پښتو په ليک شروع کړې وه څه نا څه په انګرېزۍ هم پوهېدم ،نو ګويا ما ته د نويسنده ګۍ زمينه تياره وه د شاعرۍ ذوق په ما کې له وړوکينې څخه و.

        د ورکوټوالي په ماکې د يو نامعلوم تحير ، تجسس او لټون ماده پرته وه ، زما ياد دي چې زه وړوکی وم او چېرته لرې د خپلو دېوالونو په يو کور کې اوسېدم ، هلته يوه ښځه وه چې زه به يې تل په دې رټلم چې ((ته څومرډېرې پوښتنې کوې؟)) زه اوس پوهېږم چې دا زما د فطرت تقاضا وه ، بروز کول يې غوښتل حاصل دا چې په تمام عمر کې زما دا خاصيت و چې هرشي ته به مې په يوه بېله نګاه کتل ، تخمونه به مې کرل او ژر ژر به مې راسپړل چې وګورم دا څنګه کيږي ؟

کارتوس څنګه لوېږي ؟

ګوټکه څنګه کښته پورته کيږي؟

او داسې نور...د ګاډي سټېشن ته به چې  لاړم خلکو به نورڅه کول ، مانه به ملګري ولاړل ، زه به ولاړ وم ، کتل به مې چې يوه پرزه په بلې څه تعلق لري ؟ څنګه حرکت کوي ؟ او څه رنګ دا دروند بارکش کوي دغسې به زه کايناتو او د هغې نظام ته هم ملتفت کېدم ، د حيات په شاوخوا او د اجتماع ادارې ته هغه وخت زما فکر پيدا شو چې د اخبارونو سره اشنا شوم . دغه وخت د قوميت ، مليت او په اخره کې د انسانيت معناګانو ته ملتفت شوم او هغه حيرت او تحير چې په ما کې طبعي پروت و،اوس ورسره درداو خوږ هم ملګري شو. دا درد مجمل و او زه يې په تفسير قادر نه وم ، خو هغه وخت چې ما د ((اقبال)) اثار ولوستل زما  د زړه د مبهم درد ترجماني  راڅه څه وکړه  ...زما لومړنی نظم چې په ((اتحاد مشرقي)) کې نشر شوی ((شه بيدار پښتونه! )) نوميږي ، زما ړومبی نثر چې هغه هم په اتحاد مشرقي کې نشر شو ی دی له  اردو څخه يوه ترجمه ده چې د کار او صحت په متعلق ده ...

         ښه اوس چې پر يو انسان د ژوند داسې سړې او تودې تېرې شوې وي او له داسې حالاتو سره مخ شوی وي ، دومره متجسس وي ، د حساس ذهن او فکر څښتن وي ، خيال يې د اسمان په شنو کې الوت کوي ، د کامې سمسورې غېږې هوا يې څښلي وي ، د کونړي سيند پر اوبو يې د خپلې تندې هډونه مروړلي او ساړه کړي وي ، د ادب پر چرګۍ پاتې شوی وي ، نو هغه به څنګه له شاعرۍ ځان خلاصوي ، شعر خو هغه د خوشحال بابا خبره ورپسې درومي په دنبال . استاد خادم په خپلو خبرو کې د ليکوالۍ د نيا ته د مخه کېدو کيسه ښه په زور او زېر وکړه ، لومړی يې هم نظم ليکلی او خپور کړی دی . دده د خپلې خولې شفاهي وينا ده چې پښتانه ليکوالي په شاعرۍ پيلوي .

       استاد خادم به څنګه نه شاعر کېده ؟ يو خو په دې برخه کې د ده خپل استعداد او بل دده مسافري ، تنګلاسي ، په تېره بيا د لواړګي په څېر وچې غرنۍ سيمه کې د ده استوګنه چې د استاد حمزه او په ټوله کې د خېبر ادبي مکتب د زوکړې سيمه پاتې شوې ، هغه باب دی چې د ده پر حساس ذهن، دردمن زړه يې اغېزه کړې . دغو لاملونو د ده عواطف او تخيل راپارولی ، پر ده يې شاعري لورولې هغه متل دی د لندې خټې لږې اوبه دارو وي ، د استاد خادم په څېر د حساس ذهن او زړه څښتنانو ته د طبيعت لږه کرشمه ا ود ژوند داسې شرايط د تخيل او عواطفو پارونې ته لږه په کار دي ، يا د دوی لږ ه سکونډنه په کار ده .

           ښه دا خو د استاد خادم  د ليکوالۍ د پيل کيسه وه ، دا کيسه همداسې پسې غځيږي ، پلټونکی او ځيرمن خادم د ژوند دغه داستان او له ليکوالۍ سره مينه پالي او همداسې يې پسې غځوي تر دې چې دی د استادۍ مقام ته رسوي .لسګونه ځانګړي اثار او بېلابېلې ليکنې پرې رامينځته کوي.

         استاد خادم د ليکوالۍ پر بنسټ ماموريت ته لار پيدا کوي دا نو د استاد خادم  د ژوند د کيسې بل څپرکی دی .

دندې :[سمول]

        استاد خادم هيله لري چې دوديزو علومو يو کتاب هم ترې نالوستی پاتې نشي ، زده کړې وکړي ،خو د ژوند تنګلاسي او بې وسي چې پرې بريد کوي ، نو د ده دغه هيله مروړي ، په خپله وايي (( ما پنځه لس کاله سفر وکړ ، زيات د طبيعت د ناسازۍ او لږ د دې جهته چې زما تحصيل تر يوه حده ورسېده ، نو زه لا تر اوسه بې ږيرې هلک وم چې د تدريس مقام ماته په لاس نشو راتللای ، نو لا علاجه مې په نوکرۍ شروع وکړه او په جلال اباد کې د ابتدايي مکتب معلم شوم ، څه موده پس ورپسې د رشديې تعليمونه هم راکړای شو، مګر زه په دې وختونو کې ناسازه وم .))

  خو په يو بل ځای کې ليکي چې (( اول وار زه په ۱۳۰۴لمريز کال په کامه کې د ابتدايي مکتب معلم مقرر شوم .)) خير د ده د دندې لومړنی بنسټ د ښوونې سپېڅلې دنده ږدي او له  څرګندونو يې داسې ښکاري چې لومړی ځل په خپل پلرني ټاټوبي (کامه ) کې په ښوونه بوختيږي ، يو څه مهال يې رنځ د هندوستان پرطبيبانو ګرځوي له هغه ځايه چې راستنيږي ، نو بيا په جلال اباد کې ښوونکی ټاکل کيږ ي داسې پوه شخصيتونه غواړي چې  د ژوند تر پايه زده کړې وکړي ، خو د مهال تنګلاسي او بې وسي يې د زړه هيله نه خړوبوي ، خادم صيب چې هم د زمانې تنګلاسي او بې وسي زده کړې ته نه پرېږدي ، نو لاس کاروبار ته اچوي ، پرېشاني او د زمانې د ناخوالو رنځورتيا دی فکر ته هم نه پرېږدي چې په کارو بار کې کومه لاره ونيسي .((...زه د ژوندانه د يوسخت انقلاب په چپو کې روان وم . ما د ځان دپاره کوم مسلک نه و خوښ کړی چې په هغې مشغول شوی وای د تعليم د دايرې راوتلی وم يا په بل عبارت د خپلې يوې خوږې او د زړه پورې معشوقې نه په ناچارۍ بېل شوی وم ، په تياره شپه کې روان وم، لاره رانه ورکه وه او نه پوهېدم چې چېرته ولاړ شم ؟

   خير کوم وخت چې اعليحضرت نادرشاه شهيد په خپل جلوس د پښتنو تاج ته زينت ورکړ ، نو زه د معالجې لپاره پېښور ته  لاړم ، په هغه حوزه کې تر کوهاټه پورې وګرځېدم او بيا راغلم د لواړګي په يو کلي کې مې اويا تنو هلکانو ته ليک لوست زده کاوه ، زه موفق شوم چې په درې مياشتو کې خواننده او په شپږو مياشتو کې خواننده او نويسنده کړم ...زه تقريبا دوه نيم کاله په لواړګي کې وم ، همدلته زما د شاعرۍ ، نويسنده ګۍ او ادبياتو مرموز ذوق انکشاف پيداکړ ، همدلته وم چې کوژده مې وکړه او همدې ځايه (۱۳۱۲) په اخر کې د کندهار د پښتو ادبي انجمن په عضويت مقرر شوم او لاړم.))

     خادم صاحب د خپل هڅاند ذهن ، پوهې او فکر له برکته د لواړګي تر جوماته پاتې نه شو . کندهار ته پر ۱۳۱۱/۱۱/۱۴ ځي او هلته د کندهار په ادبي انجمن کې پر ۱۳۱۲ مقرريږي کله چې دغه انجمن پر ۱۳۱۴/۵/۲۵ کابل ته راکډه کيږي او تر يو مهاله د پوهنې په وزارت پورې تړل کيږي او له هغه وروسته پر۱۳۱۵ کابل انجمن د پښتو پر انجمن ګډيږي، نو پښتو ټولنه رامنځته کيږي، نو ددې ټولنې خپرونه (زېری) د درې مياشتو لپاره ده ته سپارل کيږي ، پر ۱۳۱۸ په همدې ټولنه کې د تاليف او ژباړې د څانګې مشر ټاکل کيږي .

     د خادم صيب وړتيا ورو ورو  دی خپل مقام ته رسو ي د ۱۳۲۰ کال د زمري پر لومړۍ د پښتو ټولنې عمومي مرستيال ټاکل کيږي ، پر ۱۳۲۱ د اتحاد مشرقي مدير او پر ۱۳۲۴ د دايرة المعارف د ژباړې د مدير په توګه دنده پرمخ بيايي ، خو پر ۱۳۲۵ له مطبوعاتي بهيره کډه د تعوني ديپو د پلټنو مديريت ته وړي او هلته د يادې څانګې د لوی مدير په توګه ګومارل کيږ ي له دغه ځايه بيا سر په هرات لګي ، خو پر ۱۳۲۹ کال بېرته خپل مسلک ته راځي او د کندهار د طلوع افغان مدير ګومارل کيږي ، شاوخوا يو کال دغلته دنده ترسره کوي . پر ۱۳۳۰ کال د کابل مجلې چلوونکی ټاکل کيږي ، يو کال دغه دنده هم پرمخ بيايي ، خو په ۱۳۳۱ کال له مطبوعاتي بهيره کډه د سروبي برېښنا فابريکې کوپراتيف مديريت ته وړي او د مدير په توګه ګومارل کيږي له يو کال مديريته وروسته پر ۱۳۳۲ د اصلاح ورځپاڼې د مدير په توګه راځي ، له دغې دندې وروسته څو کاله د کورسونو د مدير ((د پښتو تدريساتو مديريت )) او د زيري چلوونکی پاتې کيږي پر ۱۳۳۵ کال چې پښتو ټولنه له مديريته رياست ته لوړيږي ، استاد الفت يې مشر ګومارل کيږي او د پښتو تدريستاتو لوی مديريت د زيري جريدې په ګډون په پښتو ټولنې پورې تړل کيږي ، دامهال پښتو ټولنې غړيو ته د علمي درجو لايحه منظوريږي ، نوکره او پاخه ليکوالان ورته رامخه کوي ، دا مهال استاد خادم  د پښتو ټولنې غړی ټاکل کيږي . د علمي درجو پر بنسټ دی او استاد الفت د څېړنوال په علمي درجو ومنل شول ، پر۱۳۴۱ کال چې په پښتو ټولنه کې ادلون بدلون راغی ، نو استاد خادم ته دندې خوند نه ورکاوه ، کرار په کور کېناست ، يو کال يې په کور کې له ماموريته  وزګار وخت  پر ليکنو تېر کړ ، خو د ۱۳۴۲ کال په لومړيو مياشتو کې د رئيس په بست کې د هېواد د ورځپاڼې د مسوول مدير په توګه وټاکل شو او تر ۱۳۴۴کال پورې د دې ورځپاڼې مشر و.

  پر۱۳۴۴کال د مشرانو جرګې لپاره د انتسابي سناتور په توګه د ملت خدمت ته ټاکل کيږي ، چې د دې دورې له پای ته رسېدو وروسته يې بيا بله رسمي دنده وانخيسته .

  استاد بختانی خدمتګار ليکي چې (( استاد سره له پخوا نه دا شوق و چې د ملي شورا غړی (وکيل) شي ، د ولسي جرګې د وکالت د اتمې دورې لپاره يې ځان په کامه کې کانديد کړی و ، مګر د بې علمۍ عموميت او دحاکمه طبقاتو د زياتو مداخلو او په انتخاباتو کې زياتو پيسو د لګولو په وړاندې ،خلکو  ونشو کولای چې خپل خادمان انتخاب کړي استاد خپله ناکامي وليده (د زړه درد ) يې داسې څرګند کړ:

د پښتو په غلامۍ مــــې زړه خوږيږي

د خپل قام په بدنامۍ مې زړه خوږيږي

غيرتي پښتون غــلام د بــل غـــــلام دی

د فلک په بې راسۍ مې زړه خوږيـــږي

يار د يار جيبو ته ګوري دی سلګۍ کا

د دې مينې په خامۍ مې زړه خوږيــږي

نه د ځان او نه د قام شولــې خـــادمــــــه

ستا په داسې ناکامۍ مې زړه خوږيږي.

يو ځل بيا يې وغوښتل چې ځان کانديد کړي مګر د برياليتوب لپاره يې کوم روګودر ونه ليده او پاتې شو ...)).

د استاد قيام الدين خادم اثار :[سمول]

   استاد قيام الدين خادم له دوه اويا کله عمر څخه نهه څلوېښت کاله د پښتو ادب څېړلو ته بېل کړي ول ، د ژوند۴۹ پسرلي يې د قام له خدمته ځار او نذرانه کړل د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې له قلم او کاغذ سره پاتې شو ، ده په دغه عمر کې په لسګونو اثار وليکل چې څه يې دده په ژوند او څه له ژونده وروسته خپاره شول ، خو څه يې لا اوس هم لا درکه دي .

   استاد په ټولنه کې د يو څېړونکي ، شاعر ، کره کتونکي ، ژورنالست ، سناتور او بالاخره د ملت د يو رښتيني خادم په نوم شهرت لري.

د استاد خادم صاحب نظم :[سمول]

   استاد خادم لومړنی نظم پر ۱۳۰۹ل، کال ليکلی دی ، د استاد نظم روان خوږ او له پېچلتيا خلاص دی ، د ده د منظومې وينا ځمکه په شاعرانه خم هم رنګېدلې او سموسوره شوې ده ، په منظومه وينا کې يې يو پټ شور او کيف محسوسيږي .

  مصنوعي وينا او صفتونه نه کاروي ، د خپل چاپېريال روانه او طبيعي انځور نه کوي ، په لوی لاس لوستونکی د وهمونو په دريات نه لاهو کوي ، لوستونکی يا اوريدونکی له ځانه سره لاس نيولی پر طبيعي منظرو او سردرو ګرځوي همدا لامل دی چې د ده د شاعرۍ لوستل سړی نه ستړی کوي . ژوند په خوږو کې نغاړي يوازې تشه مفکوره نه موزونوي بلکې مفکوره يا فکر د خيال پر ټال زنګوي په ځيونو نظمونو کې يې هڅه دا ده چې لوڅې خبرې ، وچه مفکوره ، بربنډ پيغام يوازې د پيغام په توګه وړاندې نه کړي بلکې د هنر ځلايي اوبه ورکړي ، دی غواړي دغه ارزښت وپرکوي او ويې ځلوي چې لوستونکی و ده ته رامات شي . د نقد ترخه د هنر په کپسول کې نغاړي سمه لار ، ملي فکر ، يووالی ، پرمختګ ، سمون ، هېواد پالنه او...د ژوند بنسټونه او ښکلا ګڼي .همدا بنسټونه د سرو زرو پر خښتو ږدي په هغو خبرو کې يې رانغاړي چې ستړې کوونکې او ځوروونکې نه وي ، د ده دغه يوه وينا چې هغه د يوې ژوندۍ ټولنې تګلاره ده ، د خيال او فکر يوه لوړه بېلګه ګڼلی شو . دغه ډول ويناوې د افاقيت پور وهي او دکلاسيک رنګ لري ، د شعر يوه ښه بېلګه يې ده ، چې په هر مهال تازه او ژوندی پاتې کېدای شي :


صحيح لاره به ښـــايم که وم وم که نه وم نه وم

رښتيا رښتيا به وايم که وم وم که نه وم نه وم

استاد دغه شعر د وزير محمد ګل خان مومند د يو نظم پر ځمکه (پښتو زه به دې ستايم که وم وم که نه وم نه وم ...) د ده په ياد سندربوله کې وويلې .

        استاد خادم د ژوند لومړني کلونه له ولس سره په خپل پلارني ټاټوبي کې تېر کړي ، ځکه خو يې پر نظم د ولسي يا ملي نظمونو بازار تود و ، چار بيتې وې ، سروکي و، بګتۍ وې ، کيسې وې او ...د خادم وينا هم همدا اوبه څښلي ، دی به هم په لومړي د پښتو ملي نظمونه پر ځمکه نظمونه پر هغه لړ پېيلې چې د پښتو ځانګړې موسيقي لري چې يوه بېلګه يې د مومندو د کوډا خېلو ملک محمد عمر خان د شهادت په باره کې ده ، دغه ولسي بدله پر ۱۳۱۲لمريز کال سندريزه کړې ده :

د ډېره غمــــه مـــې د خولــــې آه وارمان درومي

چې عمرخان غازي په کوچ ددې جهان درومي

    د هغه مهال د شاعرۍ لپاره يوه توده موضوع له پرنګيانو سره د افغانانو مبارزه او د خپلواکۍ غږ و، زمونږ په ولسي نظمونو کې همدغه موضوع منظومه شوې ده ، خادم صاحب هم په دې باب يوه چاربيته ليکلې ده :

پيرانګی راغـی په ګنداو کـــوي جنګونه

مخې ته يې درومي د سرحد واړه پوځونه

  د دغه ولسي او ملي سندرې به لکه د نورو ناظمانو په څېر ولسي سندر غاړو ويلې ، خو کله چې خادم علمي مرکزونو ته راځي او رسنيو ته مخه کوي ، نو د نظم ځمکه منځپانګه بڼه يې هم بدليږي . د ده په ملي سندرو کې شعري ځواک او فکر څپې وهي ، هر شاعر د يو شهکار نظم څښتن وي . استاد پر خپل مهال داسې له تعزل او شعري کيفه ډک نظمونه ليکلي دي چې په انتخاب کې يې سړی دوه زړی کيږي کاميابه شاعري هم دا ده چې هغه د بېلابېلو کسانو له خوا داسې غوره شي چې په غوراوي  يا انتخاب کې يې بېلګې سره توپير ولري . استاد خادم پر دوديزو قاليبونو سربېره پښتو ځانګړې سندرې ، د خپلو تجربو پربنسټ رامنځته شوې سندرې يا نظمونه هم لري چې هغه د کلياتو په وروستۍ برخه کې راغلي دي ، د خادم صاحب غزل د يو ځانګړي کيف او شاعرانه شور او خوږو نه برخمن دی د ده د غزل موسيقيت داسې اوډلی چې لوستونکی يې په اسانه ويلی شي . ده د غزل دغه ښېګڼه په پام کې نيولې چې سکښت او جوړښت يې بايد داسې روانه او ښکلې موسيقي ولري چې لوستونکی يا اورېدونکی ستومانه نه کړي ، قافيوي ښېګڼې او ښکلا ولري ، د رديف په ټاکنه کې حساس دی د غزل په رديف او قافيه جوړ مزل کوي معنوي ټکر نه لري، د لفظونو موسيقي يې دومره خوږه ده چې يو ښکلی او زړه منلی اهنګ يې رامنځته کړی .

       د خادم صاحب څلوريزې او قطعې هغه رسالت ترسره کوي چې زمونږ کلاسيکو شاعرانو دغه فورم يوازې د يو فکر او پيغام لېږدونې لپاره په کاروه ، خادم صاحب هم پر هماغه پلونو پل ايښی ، د ده څلوريزې او قطعې د ټولنې پرمختګ ، سولې ، انسانيت ، ملي يووالی ،لوري ته د ټولنې سوق کولو پيغام په شاعرانه الفاظو کړی دی .  ماته دده څلوريزو او قطعو د لوستلو پرمهال د ژوند لوری او د ځان جوړونې فکر رازده کړ او د ده له شاعرۍ مې خوند واخيست ، ښاغلي ښادم د منظوم کلام يوه ستره ښېګڼه دا ده چې دی فکر يا مفکوره وچه او شعاري نه وړاندې کوي بلکې مفکوره يا فکر په خيال کې رانغاړي او شعر ترې جوړوي .

       د استاد خادم لومړني نظم ( شه بيدار پښتونه !) نوميږ يچې د ده په خپله وينا په اتحاد مشرقي کې خپور شوی لومړنی نثر يې چې له  اردو څخه ژباړلی و هم په اتحاد مشرقي کې خپور شوی دی ، همداسې وروسته يې د هېواد په يو شمېر نورو خپرونو ، زېري ، انيس ، هېواد ، اتحاد مشرقي ، اصلاح ، ننګرهار مجله ، کلنۍ او ... نظمونه خپرېدل ، د ده دغه نظمونه په ځانګړو ټولګو کې هم خپاره شوي دي چې دلته يې درپېژنم :

۱ – مرغلرو امېل : لومړۍ ټولګه ده چې پر ۱۳۴۱ د اصلاح ورځپاڼې له خوا بشپړه خپره شوه ، تر دې وړاندې دغه ټولګه تر شپېتو مخونو د طلوع افغان په چاپخونه کې خپره شوې وه ، په دې ټولګه کې د استاد خادم د شلو کلونو نظمونه ځای شوي دي ، دغه ټولګه ۱۱۹ مخونه لري دغه کتاب اوس هغه د چا خبره د مرغۍ پۍ ګرځېدلی ، محمدظاهر شکېب راته د دغه کتاب يوه عکسي بڼه راوسپارله چې په ډېرې خوارۍ مې وليکله او په ځينو برخو خو يې هيڅ پوهه نه شوم.

۲   - څاروان: د نظمونو دوه يمه ټولګه ده چې پر ۱۳۴۶ کال خپره شوه . په دې ټولګه کې يو شمېر داسې نظمونه هم ځای شوي دي چې هغه د مرغلرو امېل کې هم ځای شوي دي .

۳ -  بلکا : دا د استاد خادم د نظمونو يوه بله ټولګه ده چې پر ۱۳۸۰ کال د خادم د اينسټي له خوا په لومړي ځل خپره شوې ده ، په دې ټولګه کې زياتره غزلې ، ملي سندرې ، څلوريزې او قطعې ځای شوې وې ، دغه ټولګه ۲۲۱ مخونه لري .

۴ – نصوص الحکم : د استاد د څلوريزو قطعو او د ګوتو په شمېر نيمګړو غزلو او بيتونو هغه ټولګه ده چې پر ۱۳۷۹ ل کال د خادم کورنۍ له خوا په پېښور کې خپره شوه .

د استاد قيام الدين خادم نثري ټولګې :[سمول]

استاد قيام الدين خادم په نظم ليکنې په ټولنه کې د استاد نثر ليکونکي په توګه پېژندل شوی دی ، نظم يې تر نثره مشر دی ، خو په مهال يې په يوه اخبار اتحاد مشرقي کې خپور کړی دی ، د ده لومړنی نثر له  اردو ژبې ژباړه ده ، ده د هنري او ادبي ټوټو په چوکاټ کې نثرونه چې دا د ده او د ده د زمانې يوه ځانګړې لاسته راوړنه ده ليکلي دي  ، پردې سربېره يې څېړنيزې او تحليلي ليکنې او کره کتنې هم کړي دي چې يو ځانګړی ځای لري ، د تذکره ليکنې ، تاريخي پېښو او متن پېژندنې په برخه کې د ستاينې وړ اثار لري دلته يې در پېژنو :

ټولنيزې ، فولکلوريکې او تحليلي ليکنې :[سمول]

۱ – د استاد خادم صاحب پښتونولي :[سمول]

د ا د استاد خادم هغه څېړنيزه رساله ده چې لومړی پر ۱۳۱۶ کال په کابل کلنۍ کې خپره شوه ، وروسته په جيبي کچه د پښتو ټولنې له خوا پر ۱۳۳۱ کال په ځانګړي ډول خپره شوه .

۲ – د استاد قيام الدين خادم نبوغ او عبقريت :[سمول]

  دا د استاد خادم يو تحليلي او فلسفي اثر دی چې پر۱۳۴۰ کال د پښتو ټولنې له خوا خپور شوی دی .

۳ – لرغوني پښتانه قومونه :[سمول]

  استاد په دغه څېړنيز کتاب کې د پښتنو شجره  نسبت د خپل تحليل او مطالعې پر بنسټ وړاندې کړې ، دغه کتاب پر ۱۳۵۲ کال ليکل شوی او پر ۱۳۵۶کال په پېښور کې خپور شوی دی .

تذکره ليکنه د استاد قيام الدين خادم  له اصولو او له نظره

  استاد خادم يو له هغو لومړنيو ليکوالانو څخه دی چې په پښتو کې يې د تذکره ليکنې بنسټ کېښود ، د ده زيار او کار له برکته د پښتنو ليکوالانو د تذکرة الشعرا او پښتانه شعر لړۍ توده کړه . نه يوازې دا چې په دې برخه کې پښتانه نثر ليکونکي او ناظمان را پېژندلي بلکې د تذکره ليکوني (ليکوال )  لپاره يې د تذکره ليکنې يوه تيوري او عملي بېلګه هم وړاندې کړې ده ، د ده تذکرې دا دي:

۱ – د قيام الدين خادم صاحب د پښتو ننني ليکوال :[سمول]

      د غه تذکره د کابل کلنۍ پر۱۳۳۷-۱۳۳۸ ګڼو کې خپره شوې ده ، په دې تذکره کې استاد په خپل خواږه قلم د ليکوالانو پېژندنه او د هغوی د اثارو بېلګې وړاندې کړي دي .

۲ – د خادم  صاحب د پښتو نثر تاريخي تحولات او د نثر ليکونکيو  تذکره :[سمول]

  په دې تذکره کې استاد هغه ليکوال راپېژندلي چې نثر ليکي ، پخوانيو نثر ليکونکيو د ژوند او فن سپړنه يې کې ده ، دغه تذکره د کابل کلنۍ په ۱۳۱۹ او ۱۳۲۰ ګڼو کې خپره شوې ده .

۳ – پښتانه شعرا :[سمول]

  که څه هم دغه لړۍ تر پنځم ټوکه پورې خپره شوې او شپږم او اووم ټوک يې هم د استاد بختاني په زيار د چاپ جوګه دی .

  استاد خادم د دغه لړۍ په لومړي چې د استاد حبيبي په زيار او دويمه کړۍ چې د استاد رښتين په زيار خپره شوې ، يو څو غمي ايښي ، په لومړي ټوک کې مدون ليکلي چې :

(( ښاغی قيام الدين خادم چې تر ټولو لومی حق لري او د کتاب ډېرې برخې يې ليکلي او په پلټنو کې يې زيار کښلی دی )) خو د دويم ټوک مدون بيا په مرستندويانو کې راوستی دی .

۴ – مجلسي شاعران:[سمول]

  دغه کتاب زما تر سترګو شوی نه دی خو استاد خادم په خپلو ناچاپو اثارو کې ګڼلی دی .

۵ – بايزيد روښان :[سمول]

  دا يوه بشپړه تذکره ده چې يوازې د بايزيد روښان ژوند او کارنامې راسپړي ، تردې ليکنې وړاندې مونږ په پښتو ادبياتو کې داسې کومه تذکره نه ده ليدې چې هغه دې د يو شخص د ژوند او کارنامو په باب خپره شوي وي ، دغه رساله په ۱۳۳۲ کال شاوخوا کې خپره شوې ده ، خو استاد پر ۱۳۱۳ کال کې ليکلې ده ، دا نو داسې زمانه ده چې بايزيد روښان په داسې بشپړه توګه چې د هغه ژوند او کارنامې خلکو ته وړاندې شي ،نه دی پېژندل شوی ، بايزيد روښان په سيمه کې د پير تاريک په نوم شهرت لاره .

۶ – روهي ګلونه :[سمول]

       روهي ګلونه که څه هم تذکره نه ده ، خو د تذکره ليکنې يو څه تومنه لري او هغه دا چې په دې ټولګه کې استاد په خپل عالي ذوق له بيټ نيکه رانيولې ان تر ملا احمد ګل د پنځوسو شاعرانو منظومې بېلګې غوره او راټولې کړي دي ، دغه اثر پر ۱۳۲۶ کال خپور شوی دی .

د استاد قيام الدين خادم ژباړې[سمول]

  استاد قيام الدين خادم په پښتو ادبي نثر ليکوالۍ کې يو له هغو معاصرو لومړنيو ليکوالانو څخه ګڼل شوی  چې منثور ژباړه يې کړې ده ، استاد پر پښتو او دري سربېره په اردو او عربي ژبو دومره برلاسی و  چې ترې ژباړه يې کوله اردو يې په هندوستان کې د پاتې کېدو پرمهال او عربي يې د ديني کتابونو پر لوست او زده کړه ، زده کړې وه .په دې برخه کې ښاغلي استاد يو لړ اثار راپريښي چې څه يې په کتابي بڼه خپاره شوي او ځيني يې لا هم خواره واره پراته دي ( يو مسلمان او ټوله اروپا ) د داستان يو ژباړل شوې بېلګه ده .

۱ – د استاد قيام الدين خادم د کوچنيانو اخلاقي پالنه :[سمول]

  استاد دغه اردو رساله چې سپنسر ليکلې پښتو ته راژباړلې ده ،د کتاب په باب کې خپل تحليل او څرګندونې هم ځای پرځای ليکلي ، دغه ژباړه پر ۱۳۱۴ ل کال د پښتو ټولنې لخوا خپره شوه چې د پښتو ټولنې د چاپ کړو اثارو په لړ کې لومړنۍ اثر ګڼل کيږي.

۲  - د استاد خادم صاحب د اصحاب کرام په برخه :[سمول]

  دغه ترجمه دوه ځلې خپره شوې ده په لومړي وار پر ۱۳۱ل او بيا پر ۱۳۵۰ ل په پېښور کې د (لوی اصحابان ) په نوم خپره شوه ، ددې کتاب خطي نسخه د استاد بختاني په وينا په دوه ټوکو کې د افغانستان د اسلامي جمهوريت په ملي ارشيف کې تر ۶۳او ۶۵ نومرو لاندې خوندي ده .

۳ – د استاد خادم مکارم الاخلاق په برخه :[سمول]

  دغه کتاب په عربي ژبه د شيخ عبدالقادر المغربي له خوا د ((الاخلاق والواجبات )) په نوم ليکل شوی دی ، استاد دغه کتاب په ډېره روانه او خوږه ژبه او نثر د مکارم الاخلاق په نوم راژباړلی دی ، استاد دغه کتاب ژباړه پر ۱۳۱۸ بشپړه کړې ده ، خو پر ۱۳۴۳ کال د هېواد ورځپاڼې د ادارې له خوا خپور شوی ، دغه کتاب په دويم ځل په پېښور کې يونيورسټي بک ايجنسۍ خپور کړ.

۴ – د استاد قيام الدين خادم نوې رڼا په برخه :[سمول]

  نوې رڼا د استاد خادم د سلو خورو ورو څېړنيزو او تحليلي ليکنو ټولګه ده چې پر ۱۳۴۳ کال د هېواد ورځپاڼې له خوا خپره شوې ده.

  دغه ليکنې لومړی د هېواد په بېلابېلو خپرونو کې خورې ورې خپرې شوې وروسته راټولې کړل شوې او کتابي بڼه يې ورکړه په دې ټولګه کې پر لوړ ادبي ذوق او هنري ګاڼه پسولل شوې يو شمېر  داسې ليکنې هم ځای شوي چې هغه نثر شعر ګڼلی شو ، داکتاب په دې وروستيو کې د خادم صاحب د کورنۍ له خوا يو ځل بيا خپور شو .

د استاد قيام الدين خادم کيسې او ډرامې

  استاد په خپل هنري ژوند کې يو شمېر ولسي کيسې ټوکې او ډرامې هم ليکلې دي چې د هېواد په خپرونو کې خورې ورې چاپ شوي څه يې په کتابونو کې هم راغلي دي.

۱ ) سورګل :

استاد دغه ډرامه په خپلو ناچاپو اثارو کې ياده کړې ده .

۲ ) ادبي قصې :

دا هم د استاد د کيسو ټولګه ده چې خپره شوې نه ده استاد په خپلو ناچاپو اثارو کې وړاندې کړې ده ، داستاد ځيني کيسې خورې ورې خپرې شوې هم دي.

د استاد خادم صاحب ژبنۍ څېړنې او درسي کتابونه :[سمول]

  استاد خادم په هنري او تحليلي نثر سر بېره يو لړ ژبنۍ څېړنې او تحليلي ليکنې هم کړي دي ، دی په لومړي ځل هم پر يوې ژبنۍ ليکنې وياړل شوی نمانځل شوی دی ، په خپله وايي (د      (( زه ، زما ، څوک او  چا )) مسئاله د محمد ګل خان وزير صاحب داخله له خوا په مسابقې کېښودل شوه چې ددې کلمو تفريق د ګرامر په لحاظ هرڅوک وکړي او د استعمال ځايونه يې وښيي ، هغه به انعام وړي ، په دې مسابقه کې ډېر پښتانه ادبا شامل شوه ، مګر په اخره کې هغه څه چې ماليکلي و، قبول شول او يو اوميګا ساعت او پارکر قلم د وزير صاحب له خوا ماته په نمانځنه کې راکړل شول .)

افغان ملت او ويښ زلمي د استاد خادم صاحب په برخه :[سمول]

  وړاندې تر دې چې د استاد خادم تګلوری وپېژنو ښه به دا وي چې د دغه مفکر ليکوال پر شخصيت چې د ده د ژوند اډانه جوړوي يو څه معلومات ولولو:

د لويو شخصيتونو او مفکرينو ځاني ژوند د زمانو له بلها ناخوالو او ستونزو سره لاس او ګرېوان وي ، د زمانې پر ژرنده دل شوی وي ، دوی پر خپلې خېټې او نمايشي لباس فکر نه کوي ، دوی په داسې ماڼيو کې ژوند کوي چې نور يې په تصور کې هم نشي ليدلای ، دوی د دروغجن او نارښتيني ژوند په رنګينيو نه تېر وځي ، دوی د ژوند د مانا په هغه پت شور کې نغښتي چې مادي ژوند يې نشي ليدلای ، ددوی تر جسمه زيات د دوی فکر او مانا ژوند کوي . استاد خادم يو له هغو شخصيتونو څخه دی چې د ده فکري او مانوي ځواک دی په زړونو کې ژوندی ساتي او د ذهن پر ډيوو يې نمانځنه کيږي ، داسې شخصيتونه بيا يوه تګلاره څرګندوي د دې لپاره چې دا ډول اشخاص د ټولنې خدمتګاران پاتې شي ، نو ځان د ټولنې په هېنداره کې ويني ، استاد خادم د دنيا د نورو مفکرينو په څېر پر ځان د خلکو انتقاد اوري او د منطقي ځواب په لټه کې کيږي.

   دی په خپله  وايي(( په ژوندانه کې هيڅوک له انتقاده نه دی خلاص ، هغه انتقادونه چې په مايې خلک کوي دا دي :

۱ – وايي نه منونکی سړی دی . دا انتقاد به پر ما باندې زما والدې هم هر وخت کاوه ، مګر زما ځواب به داو چې که زه نه منونکی وای ، خو زه به هم د نورو خلکو غوندې وای په ورکوټوالي کې به مې له مور سره په دې خبره تل جنګ و ، دې به ويل (( خلک داسې کوي او ته داسې کوې. )) ما به ويل (( خلک راته مه يادوه خلک خو هر څه کوي.))

د استاد خادم ځواب په دې برخه کې يو منطق لري او هغه دا چې دی په خپله د يو فکر څښتن دی ، د فکر څښتنان هڅه کوي چې خپله خبره وکړي ، خپل منطق ووايي ، نورو خبرې که هم کوي ، نو هغه لومړی له ځان سره تحليلوي ، هضموي يې د يوفکر په پايله يې له منطقي تسلسل او خپل نظر سره د وړاندې کولو هڅه کوي ، يوازې حوالې نه ورکوي . داسې انسانان غواړي چې له خپله ځانه وړتيا وښيي ، په لقمان حکيم صاحب پورې يو اړونده خبره ده چې وايي ادب دې له چا نه زده کړ؟

د لقمان حکيم صاحب ځواب ورته داو چې له بې ادبانو څخه ، څه چې هغوی کول ده به نه کول ، نو خادم صاحب هم د نورو خبرې او افکار د هغوی بولي ،خو په خپله خوښه له هغوی نه زده کړه کوي ، خو هغه کار نه کوي چې د ده نظر په کې شامل نه وي . دی هغه چاره ترسره کوي چې د ده نظر او عمل په کې ځان څرګند کړي.

   يو بل ځای بيا خپل اصولي او منطقي دريځ چې په هغې کې د ده علمي او عملي شخصيت څرګنديږي داسې په ګوته کوي (( وايي ډېر بحث کوئ او نه قانع کېږئ ، مګر ما مخکې ويلي دي چې په ورکوټوالي کې به هم زه خپلو خپلوانو په دې ترټلم چې ((څومره ډېرې پوښتنې کوې؟)) داخبره زه نشم فيصله کولای چې دا د خلکو قصور دی او زما عيب ؟

استادان به هم زما پوښتنو ته اريان وو، زه په خپله هم په دې قانع نه يم چې بحث مې خوښ دی مګر په اساسي او اصولي خبرو نه مطلق بحث. دغه وجه ده چې په عادي مجالسو کې زه اکثره غلی پاتې کېږم او خلک وايي ډېر ښه اوساکت سړی دی ، زه د خلکو نه دې شا کې يم چې ماته هيڅکله د پوره بحث موقع نه ده راکړل شوې چې ما في الضمير ښه واضيح ووايم او هغه چې وروسته يې صداقت ښکاره کيږي ، دوی پرې پوه کړم.))

  هوښيار او  د منطق خاوندان هڅه کوي چې پر يو څه ځان ښه پوه کړي ، په پټو سترګو او کڼو غوږونو يو څه ژر نه مني ، ځان پرې قانع کوي او بيا يې منل هم د خپل تحليل او نظر سره وړاندې کوي . استاد خادم د فلسفي او منطقي نظرونو څښتن دی ، نو د منطق پر خاوندانو د خپلې ژر ، بې دليله او بې منطقه خبرو منل ناشونې ده .

استاد غواړي چې په بار بار پوښتنو يوه موضوع ځانته ښه څرګنده کړي ، دغه څرګندتيا او په بار بار پوښتنې په عين وخت کې د ده د نظر او فکر څرګندونه هم کوي . دی په هغو مجلسونو کې چې هلته د فکر او نظر څرګندونه نه کيږي ، غلی پاتې کيږي ، خو په هغه مجالسو کې چې پر منطق او فکر ولاړ دي ، په هغو ی کې دی د خپل نظر او فکر څرګندونه غواړي.

لکه څرنګه چې استاد خادم په غونډه او مجلسونو کې د منطقي خبرو ، فکر او نظر څرګندولو پلوي دی ، همداسې دی غواړي چې هر انسان بايد د خپل نظر او فکر پرته له کوم خنډ وځنډه څرګند کړي ، دا د هر انسان يو طبيعي حق بولي .((وايي سرشوخه دی)) مګر دوستان مې وايي ادبي شجاعت لري په ورکوټوالي کې راته خلکو ويل چې ((کلان کار دی )) ولې په ازادۍ خو زه هم قايل يم او داځکه  چې د طمعې بار زماپه  ورمېږ نشته ) لوی خلک هيڅکله هم پر خپلو اورمېږونو د طمعې بار نه وړي د داسې فکر څښتنانو ژوند پر واقعيت او حقيقت ولاړ وي دوی د جرئت ، پر خپل نفس حاکميت او مېړانې څښتنان وي او د ژوند ګاڼه هم اخلاقي جرئت ګڼي ، د استاد خادم جرئت له استغنی زېږېدلی ، پر لېمو کوز ګوري باڼه او مړاوې وريځې نه مني .

دی پر خپلې استغنی لېمو ته د غرور درس ورکوي او باڼه لکه پښتانه ګرځوي ، د وېرې او ډار ساړه يې هم په زړه کې نه ننوځي ، نېغه خبره کوي که وم وم که نه وم نه وم ، د داسې نظريې انسان چې هغه د ژوند شمله د تمې پښو ته ټيټه نه کړي ، د هغوی ژوند له حقيقت سره وي  او همداسې زيږې او نرۍ خبرې کوي ، که هغه په ماته کښتۍ سپور هم وي او توپانونه يې هم په مخکې وي ، نو پردې لاره يې بيايي که و ، و که نه و ، نه و.

      داسې شخصيتونه چې د ژوند او شخصيت بنسټ يې پر استغنی ، اخلاقي جرئت ، منطق ، فکر او نظر ولاړ وي ، طبعي خبره ده چې هغه د يوې سياسي ايډيالوژۍ او ټولنيزو اخلاقو خاوندان وي ، د هغوی فکر د ځان څرکندولو لپاره يو لوری نيسي . استاد خادم پر همدې بنسټ د خپل نظر څرګندولو لپاهر څو نور ملګري پيداکوي له هغوی سره په ګډه د افغان ملت بنسټ ږدي قلمي مبارزه پيل کوي او د افغان ملت په جريده کې ليکنې خپروي، خو ((کله چې په دې ډله کې درز راغی ، يو شمېر کسان ترې بېل شوه او د (ملت ) په نوم بله جريده يې وايستله ، استاد خادم هم خواشينی شو ، ډله يې پرېښودله او د خپلو افکارو ، نظرياتو او اثارو د خپرولو لپاره يې په () کې د (افغان ولس ) په نوم خپله جريده وايستله د دې جريدې د امتياز خاوند او چلوونکی په خپله ساتاد و ، هغه غوښتل چې د دې جريدې په شاوخوا کې ، يوه ملي ډله جوړه کړي ، خو ونه شو.))

استاد خادم دغه جريده هم د مالي کمزورۍ او د حکومت د فشار له کبله تر يو ولسو ګڼو زياته خپره نه شوه کړای .

  د استاد سياسي مبارزې له ادبي مبارزې رنګ اخيستی و . د ادب له لارې يې سياست ته مخه کړه ، سياست د يو رښتيني خدمتګار په توګه ملي يووالي ، ځپلواکۍ ، پوهې دودول ، د ولس ذهني او فکري کچې لوړاوی پرمختګ شعور وده کول او قوم ته رښتني خدمتګار و، سياست يې د چل ، فرېب ، غلامۍ او مادياتو په نوم نه و ، داسې رښتيني سياست مداران د ټولنې د پرمختګ ، سرلوړۍ او  سوکالي په فکر کې وي ، د ټاکنو پروسې ته هم د يو فکر له مخې مخه کوي ،خو کله چې د ولس د پوهې برخه خواره ويني نو ملامتيا په ځان کې ويني ، ناهيلی کيږي نه ، بلکې لا هم خپلې مبارزې ته دوام ورکوي او د قلم له لارې تر وروستۍ سلګۍ د قوم د بيدارۍ لپاره کار کوي .

د استاد خادم د ژوند وروستي کلونه ، بند او مړينه:[سمول]

  استاد خادم وروستي کلونه له فکر ، خيال او ليک سره په بوختيا تېر کړل ، له هغه مهاله چې ده رسمي دنده پرېښې ، نو بيا يې هم وخت وزکار نه دی پرېښی ، د وخت پر اوږو يې  د ژوند داسې بارونه وړي چې نن يې مونږ له معنوي فيضه برخمن يو ، ده په تېر عمر  دومره ثمر راپرېښي چې نن زمونږ مانا ماڼۍ پرې رنګينه او شتمنه ده . لوی خلک تر هغه مهاله چې سترګې د ژوند په ځولۍ کې غړولې وي ، د قام او ملت د سرلوړۍ لپاره کار کوي ، د ژوند هره شېبه يو ښه فرصت ګڼي ، په هر سهار کې د سترګو په پرانيسته کې نوی زېږي نوی ژوند مومي او نوی فک رکوي ، استاد خادم پر همدې بنسټ ځان بوخت کړی ، د ژوند نهيليو وره ته  يې په نوي فکر کولپ (قفل ، جندره) اچولې ، بېرته ماشوم شوی ، له خيال سره يې ځان بوخت کړی او پر پستو وږمو يې د ناز په خوب ويدې غونچې راويښې کي ، ځکه خو دابيت يې د ژوند پر وره وليکله :

د ناز په خوب ويدې غونچې ورو ورو راويښومه

خادم باد سبا يم کــــــه وم وم کـــــــه نــــه وم نــــه وم

           استاد بختانی د ده د ژوند وروستيو يو انځور کاږي چې په هغې کې د دغه لوی انسان او د ملت خادم څېره  له ورايه ځليږي (( په استاد خادم باندې وړې تبې راتلې او شلېدلې ، مګر لويه تبه يې د ژوند تر پايه پورې و نه شلېدله . هغه د پښتنو د يووالي ، ترقۍ او انکشاف غم و، چې د ده په زړه کې يوځای نيولی و.

          هغه د ژوند وروستي کلونه بې کاره او ظاهره ارام تېرول ، مګر چا چې ورسره ناسته ولاړه درلوده او زړه ته يې غوږ نژدې کړی و، په هر نفس کې يې د پښتون پښتون اواز ، د پښتو پښتو ښکالو ، د پښتونولۍ فرياد او د افغان افغان آه و فغان اورېده .

  په دې کلونو کې به هغه د پښتنو د اصل او نسب ، تاريخ ، رواياتو او عنعنو په باره کې فکر ، مطالعه او ليکنه کوله ، له ورځنيو سياسياتو نه ګوښې د ملي فرهنګي سياست پر بنيادونو يې فکر او کار کاوه په ځينو ادبي تحقيقي سمينار ونو کې يې برخه اخيستله ، مقالې به يې ليکلې او اورولې ، د خپل فکر او طرز اړم و، ده د بايزيد روښان په بين المللي سمينار کې د روښانيانو مبارزې شرحه کړې ، د پښتو څېړنو د بين المللي مرکز د تاسيس په بين المللي سمينار کې يې د پښتونولۍ رڼا واچوله او په دوو وروستيو پېړيو کې يې د پښتو د چاپ شويو اثارو په سمينار کې يې د ملتونو په رڼا کې د پښتنوحياتي فلسفه څرګنده کړه او داسې نور...

        دی به کله روغ او کله ناروغ و، کله به په کور و او کله په صحرا ،کله به په کابل و او کله په ننګرهار کې او کله به يې پېښور ته هم سر ښکاره کاوه ، مګر په هر حال کې د افغاني ثقافت غم وروسره و او له دې خدمته نه وزګارېده . استاد د خپل ژوند په بهير کې د زندان تورې تنبې هم ليدلي دي په (۱۳۵۷ل) کال په لومړۍ نيمايي کې يوې غميزې استاد د زندان د تورو تنبو شاته پرېست ، استاد د خپل منطق او پوهې پربنسټ داسې څوک نه ليده چې له ده دې تحقيق وکړي ، سخته يې پرځان منلې وه ، خو د هغه کسانو پوښتنو ته چې تر ده يې علمي سويه ټيټه وه ، کوم ليکلی او شفاهي ځواب ونه وايه ، دده په خوله همدا يوه خبره وه (( زه د دې وطن ليکوال او د خلکو خادم يم زه هرچاته تحقيق نشم ورکولای )) بالاخره داخبرې پاس ورسېدې د شل پنځه ويشت ورځو بند نه وروسته خوشې شو .

        د مانا دغه کوه طور ، په پښتنو باندې د الله د دغه لوی کمر د ۱۳۵۸ل کال د وږي په پنځمه د دوشنبې په ورځ چې د۱۳۹۹س  کال د شوال المکرم پنځمې او د۱۹۷۹ز کال د اګست له يوولسمې سره سمونو خوري راونړېد او د علي اباد په روغتون کې يې د ابدي ژوند جام په سر راواړاوه . روح يې ښاد .

         دغه لويه هستي په سبا باندې په خپلې پلرنۍ هديره (زر شوي کامه ) کې خاورو ته وسپارل شو، پر ګور يې د ګوتو په شمار قلموال او د سيمي ولسي خلک راټول شول ، مړينه يې د يو فقير انسان وه .

د استاد خادم صاحب د اشعارو بېلګې :

ځوانان راټولوم[سمول]

خرابې ميــخانـــې لــــــــره مـــــستـــــــــان راټولوم

د مينې کاروبـــــــار تـــــه عــــاشــقــــــــان راټولوم

حجرې د پښتنو شوې ګډې وډې پښتونخوا کې

کوڅه په کوڅه ګرځمـــــــه ځــــوانـــــــــان راټولوم

تاخچې نه رالوېدلې پاڼې پاڼې په محــراب کې

د زړه  په شــــــواخـــون ســـــــــره قـــــران راټولوم

پښتو مسلماني له منځه تللـــــــــــې پښتنو نه

خولۍ وړم هديرې لــه شهيـــــــــــــدان راټولوم

پرې ايښی شعر بيا شونډوته راغللو خــادمه

ورځم مشاعـــــرې تــــــــه رفيقـــــــــان راټولوم

د استاد خادم صاحب د شعر د بېلګې په توګه :

هوسېږم[سمول]

ماشــــــــوم يمــــــه پرويـــــن او ثـــريـــــــا ته هوسېږم

د ځمکــــــې نه مــــــايوس يمـــــــــه فضا ته هوسېږم

دا ښکلې سپوږمۍ وينمه دشنه اسمان په منځ کې

واوۍ ده ګـــــــلالـــــــــۍ زه ښــــکــــــــــلا ته هوسېږم

داهره ورځ چــــــــــې وينـــــــــــم له پرونــــــــه بتــــــــــــره

کوچنــــــی يمـــــــه چې نـــن پســــــې سبــــا ته هوسېږم

د استاد خادم د غزل د بېلګې په توګه :

دعا[سمول]

خدايه پښتنو لره ورکــــــــــړې ښـــــــــــــــه نظام

دغــــــــــه دعا زما کړم يې صبــــــــــــــح و شـــام

ژوند مو نـــــــارامـــــــــه دی روح موناارامه دی

ای ! خــــــاونده کلـــــــــــه به وي دغـــــــــــــه ارام

يو قام ونژاد يو مونږ نه خـــــوږيـــــــږو يــو په بل

وګوره داحال زمونږ بــــــد مـــــــو شـــــــــو انجام

هغه ويښ زلمو لره څوک چې په دې راز وي پوه

زه خــــــــــادم په ډېــــــر نيـــــــــــاز وايمـــــــه سلام

د استاد قيام الدين خادم د اشعارو د بېلګې په توګه :

دا چې نن کيږي څه کانې دي ته يې وينې که نه ؟

ملي تخريب تـــــــــه بهانې دي ته يې وينې که نه ؟

له هرې خوا نه  استعمار زمونــــــږ لاسونه وهي

ورسره بېـــــلـــــــې ترانې دي ته يې وينې که نه ؟

مونږ ته هر چا دامونه ايښــــي دمرغانو په څېر

پې اچولــــــې يــــې دانې دي ته يې وينې که نه ؟

که څوک خدمت کوي دنيا کې مشالونه نشته

خادمه دغه څــــــه کانې دي ته يې وينې که نه ؟

پايله :[سمول]

         دا چې هر محصل له پوهنتون يا دارالمعلمين څخه يانې عالي تحصيلاتو يا نيمه عالي تحصيلاتو څخه فارغيږي مخکې له فراغت څخه يو موضوع يا مونو ګراف د خپل بري ليک د سند ترلاسه کولو لپاره ليکي ، نو زما موضوع د ښاغلي قيام الدين خادم ژوند او فن دی چې تر دې دمخه يوازې د خادم صاحب له نوم سره اشنا وم او همدومره پوهېدم چې خادم صاحب د پښتو ژبې د پنځه ادبي ستور له جملې څخه دی ،نو اوس د ښاغلی قيام الدين خادم صاحب ټاټوبی او زده کړې سره همدارنګه د خادم صاحب ليکوالۍ او شاعرۍ سره همداشان د خادم صاحب په نثري او شعري مفکوره باندې پوهه شوم ، همدار راز د مولانا خادم صاحب چاپي او ناچاپي اثارو د مفرداتو لايق او لارښود استاد په مرسته او مشوره ترتيب او تنظيم کړل چې تردې ليکنې پخوا پرې نه پوهېدم ، نو په تلوتلو کې يو ځل بيا د ښاغلي محترم استاد ښوويالي هجرت الله دولت زي څخه يوه نړۍ مننه کوم چې ماته يې د کتاب رساله ليکلو چل راياد کړ او دده له عملي او علمي ګټورو مشورو څخه برخمنه شوم .

په درنښت

ماخذونه[سمول]

1.     بېنوا ، استاد عبدالروف ، اوسني ليکوال ، لومړی ټوک ، کابل ۱۳۴۰لمريز.

2.   روهي ، کانديد اکاډمېسن محمد صديق ، پښتو ادبياتو تاريخ ، دويم چاپ ، دانش خپرندويه ټولنه ، ۱۳۷۸لمريز.

3.   زېور ، پوهاند داکتر زېورالدين ، پښتو ادبياتو تاريخ اوسنۍ دوره ، دويم چاپ ، ساپی خپرندويه  ټولنه ۱۳۸۷لمريز.

4.     خادم ، قيام الدين ، مکارم الاخلاق ، کابل چاپ ۱۳۵۰لمريز.

5.     خادم ، قيام الدين ، اصحابان  ، کابل چاپ ۱۳۴۰لمريز.

6.     خادم ، قيام الدين ، لرغوني پښتانه قومونه او پښتو پټې  ، ۱۳۴۱لمريز.

7.     خادم ، قيام الدين ، څاروان د اشعارو نوې ګېډۍ  ، ۱۳۶۴لمريز.

8.   خدمتګار بختانی عبدالله د ملي ادم او ژورناليزم خادم ، د ژورنالېستانو ټولنه دولتي مطبعه کابل ۱۳۶۸لمريز.