ازمايښت

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ازمايښت هغه کړنلاره ده، چې د يوې انګېرنې د ملاتړ يا دروغ ثابتولو په موخه تر سره کېږي يا دا چې د هغه څه اغېزناکتوب يا شونتيا معلوموي، چې وار له مخه نه وي کارول شوي. ازمايښتونه د هغه څه په ګوته کولو سره په لامل او اغېز کې پوهه يا ځيرکي برابروي، چې د يو ځانګړي عامل د لاسوهنې په وخت کې څه وتنۍ پېښېږي. ازمايښتوه د موخې او کچې له مخې پراخه توپير لري، مګر تل د تکرار وړ کړنلارو او د پايلو پر منطقي شننه باندې تکيه کوي. طبيعي ازمايښتې څېړنې هم شته.

يو ماشوم ښايي په دې د پوهېدلو لپاره بنسټيز ازمايښتونه وکړي، چې شيان څه ډول ځمکې ته غورځېږي، په داسې حال کې چې د پوهانو ډلې ښايي د يوې ښکارندې په اړه د خپلې پوهې يا درک د لوړولو په موخه د منظمې پلټنې کالونه وخت ونيسي. ازمايښتونه او نور تر لاس لاندې فعاليتونه د هغو زده کوونکي لپاره خورا مهم دي، چې د ساينس ټولګي کې زده کړه کوي. ازمايښتونه د ازموينې نمرې لوړولی شي او له يو زده کوونکي سره مرسته کوي، چې د زده کړې موادو کې په ځانګړي ډول هغه وخت زيات بوخت او لېوال شي، چې هر وخت کارول کېږي. ازمايښتونه له شخصي او نارسمي طبيعي پرتلنو (لکه: د خوښې موندلو لپاره د ککو خوند ازمويل) څخه تر لوړو اداره شويو (لکه: هغه ازمايښتونه چې پېچلو اسبابو ته اړتيا لری، د زياتو پوهانو له لورې څارل کېږي او له اتوم څخه د کوچنيو ذرو په اړه د معلوماتو موندلو هيله لری). د ازمايښتونو کارونه د طبيعي او انساني پوهو تر منځ د پام وړ توپير لري. [۱]

ازمايښتونه په نمونه يي ډول ازماښتونه يا کتنې رانغاړې، چې د يو خپلواک بدليدونکي په پرتله د بدلېدونکو اندازو د اغېزو کمولو په موخه جوړې شوي دي. دا د پايلو باور زياتوي، چې زياتره وخت د ادارې اندازو او نورو اندازو تر منځ د پرتلنې له لارې وي. پوهنېزې يا ساينسي کتنې يا ازمايښتونه له پوهنيز مېتود يا لارې چارې څخه بېل دي. په نظرياتي ډول ټول په يو ازمايښت کې ټول بدليدونکي ازمويل کېږي (چې د ازمايښت د اندازو له لورې ورته ځواب ويونکي دي) او هيڅ يو يې بې ازمايښته نه دي. په دې ډول ازمايښت کې که چېرې ټولې کتنې يا ازمايښتونه د تمې له مخې کار وکړي، نو د دې پايلې اخېستل شوني دي، چې ازمايښت د ارادې له مخې کار کوي او دا پايلې د ازمويل شويو بدلېدونکو د اغېز له امله دي.

کتنه[سمول]

په پوهنيز يا ساينسي مېتود کې يو ازمايښت هغه سترواکه کړنلاره ده، چې د سيالو موډلونو يا انګېرنو منځګړتوب کوي. څېړونکي د شته نظريو د ازمويلو يا د هغوی د ملاتړ يا ناسم ثابتولو په موخه د نويو ګڼو په موخه هم له ازمايښتونو څخه ګټه اخلي. [۲][۳][۴]

يو ازمايښت په عمومي ډول هغه ګڼنه ازمايي، چې د يوې ځانګړې ښکارندې يا بهير د کار کولو د څرنګوالي په اړه تمه يا هيله ده. که څه هم يو ازمايښت ښايي د هغه څه په اړه له ځانګړې تمې څخه پرته د «څه به وشې که چېرې» پوښتنې ته ځواب ويل هم په نښه کړي، چې يو ازمايښټ يې څرګندوي يا دا چې پخوانۍ پايلې تاييد کړي. که چېرې يو ازمايښت په پاملرنې سره تر سره شي، نو پايلې يې يا د ګڼنې ملاتړ کوي او يا يې ناسمه ثابتوي. د ساينس د ځينو فلسفو له مخې يو ازمايښت هیڅکله يو ګڼنه نه شي ثابتولی او يوازې ملاتړ يې کولی شي. له بله پلوه هغه ازمايښت چې ضد بېلګې برابروي، يوه نظريه يا ګڼنه ناسمه ثابتولی شي، مګر يوه نظريه د اسانتيا يا څرګندوالي په لګښت کې تل د مناسبو ځانګړو بدلونونو په واسطه ژغورل کېدلی شي.

يو ازمايښت بايد شوني ګډوډونکي عوامل هم وازمايي، چې دا ټول هغه عوامل دي چې ښايي د ازمايښت کره والی يا درنښت او يا د پايلو د ژباړلو وړتيا زيانمنه کړي. ګډوډونکي عوامل په عمومي ډول د پوهنيزو ازمايښتونو او يا په ناڅاپي تر سره شويو ازمايښتونو کې د ناڅاپي دندې “random assignment” په نوم طريقې يا ازمايښتي تخنيک له لارې له منځه تللی شي.

په انجنيري او فزيکي پوهو کې ازمايښتونه د پوهنيز مېتود بنسټيزه برخه ده، چې تر ځانګړو حالتونو لاندې (لکه: ايا د انجنيرۍ يو ځانګړی بهير د غوښتنې وړ کيمياوي ترکيب توليدولی شي) د فزيکي بهيرونو د کار څرنګوالي په اړه نظريې او ګڼنې ازمايي. په دې څانګو کې ازمايښتونه په نمونه يي ډول په هر نقل کې د کټ مټ پايلو د توليد په هيلو کې د يو شان کړنلارو پر ورته کولو “replication” باندې تمرکز کوي. ناڅاپي دنده عامه نه ده.

په طبابت او ټولنيزو پوهو کې د ازمايښتي څېړنې پراخوالی په بېلابېلو څانګو کې پراخه توپير لري. کله چې وکارول شي، که څه هم ازمايښتونه په نمونه يي ډول د کلينيکي ازمايښت بڼه څاري، چې ازمايښتي واحدونه په کې (چې په عمومي ډول انفرادي انسانان وي) په ناڅاپي ډول د درملنې يا ازمايښت حالت لپاره ګومارل کېږي، چې يو يا زياتې وتنۍ په کې ارزول شوي دي. په فزيکي پوهو کې د معيارونو خلاف، تمرکز په نمونه يي ډول د منځنۍ درملنې پر اغېز (د درملنې او ازمايښت ډلو تر منځ په وتنيو کې توپير) يا د ازمايښت پر بلې احصائيې باندې دی، چې ازمايښت په واسطه توليد شوې ده. يوه مفرده څېړنه په عادي ډول د ارمايښت ورته والي نه رانغاړي، مګر بېلې څېړنې ښايي د منظمې کتنې او متا شننې () له لارې راټولې شي. [۵][۶]

د پوهې يا ساينس د هرې څانګې په ازمايښتي عمل کې ګڼ توپيرونه شته. د بېلګې په ډول: کرنيزه څېړنه په پرله پسې ډول ناڅاپي ازمايښتونه (لکه: د بېلابېلو حاصلاتو پرتليز ګټورتوب ازمايلو په موخه) کاروي، په داسې حال کې چې ازمايښتي اقتصاد ډېری وخت د حالتونو د اداره کولو او درملنې په موخه د اشخاصو پر ناڅاپي دنده باندې له تکيه کولو پرته د نظريې په بڼه د رامنځته شويو انساني کړو وړو ازمايښتي ازموينې رانغاړي.

تاريخ[سمول]

په معاصر مفهوم کې د عملي لارې پر بنسټ د لومړنيو لارو چارو له ډلې څخه يو يې د عربي رياضيپوه او عالم ابن الهيثم په کارونو کې لېدل کېږي. نوموړي د رڼا او ليدپوهنې څانګه کې د ځاني نيوکې، د ازمايښتونو پر ښکاره پايلو باندې باور او همدا راز د پخوانيو پا‎يلو له مخې د نېوکې په شان عواملو له امله د خپلو ازمايښتونو د اداره کولو له لارې ازمايښتونه تر سره کړل او د بطليموس په کتابونو کې د ليد او رياضيکي ستونزو ته بېرته ورګرځېد. هغه لومړنی پوه و چې د پايلو د ترلاسه کولو لپاره يې قياسي ازمايښتي مېتود څخه ګټه پورته کړه. «د رڼا او ليدپوهنې کتاب» تر سرليک لاندې خپل کتاب کې يې په يو ازمايښتي مفهوم کې د پوهې او څېړنې لپاره په بنسټيز ډول نوې لارې چارې بيان کړي: [۷]

«موږ د دې لپاره چې پلټنه په خپلو اصولو او پيليزو کې له سره پيل کړ، بايد د شته شيانو په يوې پلټنې او د ښکاره څيزونو د حالتونو په يوې سروې سره خپله پلټنه پيل کړو. موږ بايد د ځانګړتياوو ځانګړنې يو له بل څخه بېلې او هغه څه د قياس له لارې يو ځای کړو چې د ليد د پېښېدلو پر مهال په سترګو پورې اړه لري او هغه څه چې د ورته، نه بدلېدونکي، څرګند او ناشکمن اوسېدلو په موخه د حس په کړو وړو کې موندل کېږي. وروسته له هغه څه چې موږ يې بايد په خپله څېړنه او استدلال کې وار په وار او په منظم ډول پورته يوسو، پايلو ته په پام سره پيليزو باندې نيوکې کوو او احتياط پلی کوو، چې په دې ټولو کې زموږ نښه دا ده چې د پلټنې تابع يې کړو او د عدالت کارونې بيا کتنه وکړو او بېځايه پلوي ونه کړو او په ټول هغه څه کې پاملرنه وکړو چې موږ يې قضاوت کوو يا پرې نيوکه کوو او اصل دا دی چې موږ حقيقت پلټو او بايد د نظريې تر اغېزې لاندې رانه شي. موږ ښايي په پای کې له دې لارې هغه حقيقت ته ورسېږو، چې زړه خوشحالوي او په وار وار او پاملرنې سره هغه پای ته ورسېږو، چې ډاډ په کې څرګندېږي؛ په داسې حال کې چې د نيوکې او پاملرنې له لارې موږ ښايي هغه رښتيا تر اغېزې لاندې راوړو، چې مخالفتونه له منځه وړي او شکمنې مسېئلې حل کوي. د دې ټول له امله موږ په انساني مزاج يا طبيعت کې له شته ککړتيا څخه خالي نه يو، مګر موږ بايد په خپل بشري ځواک سره خپله زياته هڅه وکړو. موږ په ټولو شيانو کې له خدای څخه مرسته تر لاسه کوو». [۸]

سرچينې[سمول]

  1. Stohr-Hunt, Patricia (1996). "An Analysis of Frequency of Hands-on Experience and Science Achievement". Journal of Research in Science Teaching. 33 (1): 101–109. Bibcode:1996JRScT..33..101S. doi:10.1002/(SICI)1098-2736(199601)33:1<101::AID-TEA6>3.0.CO;2-Z. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Cooperstock, Fred I. (2009). General Relativistic Dynamics: Extending Einstein's Legacy Throughout the Universe (الطبعة Online-Ausg.). Singapore: World Scientific. د کتاب پاڼې 12. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-981-4271-16-5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Griffith, W. Thomas (2001). The physics of everyday phenomena : a conceptual introduction to physics (الطبعة 3rd). Boston: McGraw-Hill. د کتاب پاڼي 3–4. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-07-232837-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Wilczek, Frank; Devine, Betsy (2006). Fantastic realities : 49 mind journeys and a trip to Stockholm. New Jersey: World Scientific. د کتاب پاڼي 61–62. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-981-256-649-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Holland, Paul W. (December 1986). "Statistics and Causal Inference". Journal of the American Statistical Association. 81 (396): 945–960. doi:10.2307/2289064. JSTOR 2289064. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Druckman, James N.; Green, Donald P.; Kuklinski, James H.; Lupia, Arthur, المحررون (2011). Cambridge handbook of experimental political science. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0521174558. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. El-Bizri, Nader (2005). "A Philosophical Perspective on Alhazen's Optics". Arabic Sciences and Philosophy (Cambridge University Press). 15 (2): 189–218. doi:10.1017/S0957423905000172. S2CID 123057532. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Ibn al-Haytham, Abu Ali Al-Hasan. Optics. د کتاب پاڼې 5. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)