ارین يون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ارین يون افغان لیکواله او سیاستواله ده په انګليسي (Aryan Yoon) ارين يون پر ١٣٤٨ل کال په کابل ولايت کې زېږېدلې ده، خو اصلاً د ننګرهار ولايت د ښېوې ولسوالۍ اوسېدونکې ده. لومړنۍ زده کړې يې د کابل په بي بي شمسو لومړني ښوونځي کې ترسره کړي او منځنۍ زده کړې يې د کابل آمنه یې فدوي لېسه کې پايته رسولي دي. په ١٣٦٦ل کال له نوموړې لېسې څخه اول نومره فارغه شوه او د کانکور په ازموينه کې يې لوړې نومرې وګټلې، چې په خپل ذوق يې د ادبياتو پوهنځي پښتو څانګه انتخاب کړه. له ١٣٦٧ څخه تر ١٣٧٠ل کال پورې يې نوموړى پوهنځى په ښه درجه ولوست او پر ١٣٧٠ل کال ترې دويم نومره فارغه شوه. تر فراغت وروسته پر ١٣٧١ل کال په امنه فدوي ښوونځي کې د ښوونکې په توګه مقرره شوه، د تظيمي جنګونو پر مهال يې هم ټول ژوند په کابل کې تېر کړاو په ١٣٧٤ل کال په کابل کې د امهات المومنين ښځينه پوهنتون د پښتو څانګې استاده شوه، پر همدې کال يې د هېواد له تکړه ليکوال محمداسمعيل يون سره ژوند شريک کړ. د طالبانو نظام پر راتګ سره ارين يون هم د نورو مېرمنو په شان خپله دنده له لاسه ورکړه، خو په کور کې يې خپلې مطالعې ته دوام ورکړ او کله کله به يې تر هېواده بهر افغاني رسنيو کې ځينې ليکنې چاپېدلې، د طالبانو نظام په له منځه تګ سره، په ننګرهار ولايت کې د ملګرو ملتونو د ځانګړو مرستو دفتر يوناما (UNAMA) کې د ښځو د برخې مسئوله شوه، په ډېر کم وخت يې په ننګرهار کې د ښځو يو غورځنګ پيل کړ، ګڼ روزنيز ورکشاپونه او سيمينارونه يې جوړ کړل او يو زيات شمېر ښځو ته يې په دولتي دفترو او خيريه ټولنو کې د کار زمينه برابره کړه. همدا مهال يې په ننګرهار کې (( د ښځو د سوکالۍ ټولنه)) جوړه کړه او ((ناهيد)) مجله يې هم چاپ کړه. مېرمن ارين يون د افغانستان د اساسي قانون د لويې جرګې يوه فعاله غړې وه.د اساسي قانون د لويې جرګې تر پايته رسېدو وروسته ارين يون بيا په ننګرهار کې د ملګرو ملتونو د دفتر له لارې څه يې چې په توان کې وو، د خپلو خلکو لپاره په ټولنيزو، تعليمي چارو او د ښځو د حقوقو د اعادې په برخه کې هلې ځلې وکړې. د ولسي جرګې لپاره تر انتخاباتو دمخه يې له دې دفتره استعفى ورکړه او د ولسي جرګې په ټاکنو کې د ننګرهار خلکو د خپلې استازې په توګه انتخاب کړه. د ولسي جرګې په څو کلن بهير کې يې په پارلمان کې د خپل هېواد د ملي او سياسي هويت د ساتنې لپاره په ټنګه مبارزه وکړه او ددې ترڅنګ يې د خپلو خلکو ستونزې او فريادونه د لوړ پوړو دولتي چارواکو تر غوږونو پورې ورسول. دغه راز يې ننګرهار ولايت ته د زيات شمېر ټولنيزو او عمراني پروژو په جلبولو کې هڅې وکړې. مېرمن ارين يون د افغانستان او پاکستان ترمنځ د امن ګډې جرګې او د سولې د ملي مشورتي جرګې غړې وه او په دواړو جرګو کې يې د هېواد د ملي ګټو د پاللو لپاره هلې ځلې کړي. مېرمن ارين يون پر ١٣٨٦ ل کال د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي په پښتو ژبې او ادبياتو کې د ماسټرۍ دپلوم ترلاسه کړ. مېرمن يون تراوسه په لسګونو کورنيو او بهرنيو علمي غونډو، سيمينارونو او کنفرانسونو کې ګډون کړى او په ښه ډول يې د خپل ولس استازي کړې ده. ارين يون تراوسه د ليکوالۍ په ډګر کې هم خپلې هلې ځلې کړي او دغه لاندې اثار يې ليکلي دي: ١- د وږمو بهير، د ښځينيه ليکوالو تذکره، چاپ ٢- لنډيو ته يوه لنډه کتنه، ناچاپ ٣- د بېلابېلو ليکنو يوه ټولګه، ناچاپ ٤- د ننګرهار اوسنۍ فرهنګي ټولنې ناچاپ ارين يون دوه لوڼې او دوه زامن لري او له خپل کور ودان (پوهندوى محمداسمعيل يون) سره په ګډه د هېواد د ملي ګټو او ملي ارزښتونو د ساتنې او پالنې لپاره کار او مبارزه کوي.