اروپايي پارلمان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

 اروپايي پارلمان داروپايي ټولنې یواځینۍ برخه ده چې راېې ورکونکي پکې خپل استازي ټاکي. اروپايي پارلمان۷۵۱ پارلماني غړي لري- چې د پنځوکلونو لپاره ټاکل کېږي. کله چې د اروپايي پارلمان په هکله غږېږئ،برسلز یا بروکسل ورسره مه تړئ، ځکه چې پارلمان دوه جلا خونې یا جرګې لري چې یوه ېې دبلجیم په برسلز یا بروکسل ښار کې او بله ېې دفرانسې په ستراسبورګ ښارکې غوڼدې کوي. د اروپايي پارلمان رول خورا ډیر زیات شویدی او اوس دپارلمان غړي وکیلان د وزیرانو دشورا سره یوځاې قانون جوړونکي واکونه لري چې وزیران او پارلمان قوانین تصویبولاې شي خود وړاندیزکولو واک ېې نه لري. دقوانینو وړاندې کول د اروپايی ټولنې د مدني څانګې یعنې اروپايي کمېسیون کاردی. که د ملي پارلمان د کارونوسره آشنايي لرئ ځینې نورشیان شته دي چې باید ورته پام وکړئ: اروپايي پارلمان کې حاکم ګوند یا مخالف ګوند نشته- په یو مفهوم هرغړی یوعادي استازی دی. د اروپايي پارلمان غړي دخپل سیاسي تړاو له مخې سره کښېني، نه په ملي ډلوکې. هلته اوه سیاسي ډلې او یوکوچنی شمېر’ بې تړاوه’ غړي شته چې کومې رسمي سیاسې ډلې سره تړاو نه لري. اروپايي پارلمان یو رییس لري چې د دوه نیمو کلونو لپاره خدمت کوي.