ارواښاد مظفر خان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د پښتو ژبې یو پخوانی سندرغاړي ارواښاد مظفر خان 

(سل په لالي پورې دا یو ه یې  دبنګړو )

ارواښاد مظفر خان دپښتو ژبې یو پخوانی او مشهور سندرغاړی و. نوموړی دپښتونخوا مر کز پېښور ته نږدې د(پاوه کي) په کلي کې په ۱۹۰۳ زیږدیز /میلادي کال کې دې  نړۍ ته سترګې پرانیستلې وې . 

ارواښاد مظفر خان په یوه سترګه ړوند و او دوې میرمنې یې درلودلې . مظفرخان دهغه وخت د موسیقۍ دبل مشهور استاد او سندرغاړي انځرگل چې د ماشوخېلو اوسیدونکی و شاگرد و. په هغه وخت کې چې مظفر خان سندرې ویلې نو دهغه وخت  مشهور سندر غاړي دبډه بهیرې زرخا ن ، غبد الجبار ، نور رحمن ، خانزاده ، سبز علی خان ، د صوابۍ ﺻﺤﺒﺖ ﺧﺎﻥ او دپبۍ عباد خان پکې ډیر مشهور ول. 

دپښتو نامتو سندرغاړې ارواښادې گلنار بیگم د مظفر خان سره نږدې کورنۍ خپلوي درلوده. کله به چې ګلنار بیګم دخپلو سندرو دثبتولو لپاره د بيښور راډیو ته را تله نو په پیښور کې به دمظفر خان په کور کې اوسیدله. 

دمظفر خان ډیرې سندرې دپیښورپه ریډیو  او آل انډیا ریديو ډیلي دپښتو څانګې نه هم خبرې شوي دي . 

مظفر خان په ۱۹۶۹ زیږدیز /میلادي  کال کې په پيښور کې وفات شو . الله دې وبخښي .  

دادي په لاندیني لینک کې دده یوه سندره اوریدلی شئ !

(سل په لالي پورې دا یو ه یې  دبنګړو )

پــــه کــــــــر ښــــــــه کـــونـکـی: رازمحمد محمدی