ارواښاد غازی محمدشاه خان غلجایې بابکرخیل - Mohammad Shah Khan Babakarkhail

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ارواښاد غازی محمدشاه خان غلجایې بابکرخیل

غازی محمدشاه خان غلجایي بابکرخیل د افغان - انګلیس د لمړنی جګره مخکښ ملی مشر چی د اففانستان په معاصر تاریخ کی له سترو ملی، سیاسی او نظامی مشرانو څخه شمیرل کیږی، یاد مشر د انګریزانو د سیاسی مشر (مکناټن) په وژلوکی اساسی ونډه درلوده او د انګریزانو پر ضد د خلکو د پاڅون او هڅولو به برخه کی لوی رهبر وو، نوموړی وکولای شو چی د خپلو ورونو دوست محمد خان بابکرخیل، سلطان محمد خان بابکرخیل، خدابخش خان بابکرخیل او زوم یی وزیر اکبر خان په مرسته خورد کابل او جګدلک کی شپاړس زره انګریزی پوځ تباه کړې، څکه خو یی انګریزان نه پخلا کیدونکی او لومړی درجه دښمن بولی، د انګریزانو ۷۷ کسان یي د یرغمل په توګه څه د پاسه دری میاشتی پخپله کلا د بدیع آباد په (عقل تمامه) کی وساتل. دغه په دین او وطن میین غازی په ۱۸۴۹-م کال د ۷۵ کالو په عمر د لغمان په پراشغان کی په داسی حال کی چي ټول عمر چا ته تسلیم نه شو څان یی حق ته تسلیم کړ. چه اوس د غازی محمدشاه خان بابکرخیل مقبره د لغمان ولایت د بابا صیب د زیارت تر سنګ موقعیت لری. کارن:احمدشاه بابکرخیل First Anglo-Afghan War - Wikipedia