ارنست مایر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ارنست والټر مایر (زوکړه: د ۱۹۰۴ زکال د جولای ۵مه – مړینه: د ۲۰۰۵ زکال د فبروري ۳مه) د شلمې پېړۍ پر مهال مخکښ تکاملي ژوندپوه و. نوموړی همدارنګه یو مشهور ټاکسونومېسټ، استوايي کاشف، د مارغانو پېژندونکی، د بیولوژي فیلسوف او د طبیعي علومو تاریخ لیکونکی و. د هغه چارو له مفهومي انقلاب سره مرسته وکړه چې پر مټ یې له مندلي ژنټیک، تکاملي تاریخ پوهنې، دارویني تکامل او د بیولوژیکي نوعو له پراختیايي مفهوم څخه د ژنټیک معاصر تکاملي ترکیب رامنځته شو. [۱][۲][۳]

په داسې حال کې چې چارلز داروین او نورو څرګنده کړې وه چې بېلابېلې نوعې کولای شي له یوه مشترک نسب څخه تکامل ومومي، خو د دغې چارې میکانېزم ناڅرګند پاتې و او د نوعو د مفهوم په برخه کې یې ستونزه رامنځته کړې وه. ارنست مایر دغه ستونزه د نوعو لپاره د نوي تعریف پر مټ حل کړه. هغه په خپل کتاب د نوعو تاریخ او د نوعو رېښه (Systematics and the Origin of Species؛ ۱۹۴۲ زکال) کې ولیکل چې نوعې یوازې د ورته موجوداتو مورفولوژیکي ډله نه ده، بلکې هغه ډله ده چې یوازې کولای شي د نورو نوعو پر ځای د خپلو ورته نوعو ترمنځ د نسل تولید وکړي. هغه مهال چې د یوې نوعې موجود نفوس د جغرافیې، د تغذیې د ډول، د جوړې د ټاکنې او نورو مواردو له امله له یو بل جلا شي، بیا نو د ژنټیکي بدلون او طبیعي انتخاب پر مټ له نورو ورته خپلو نوعو څخه توپیر پیدا کوي او د وخت په تېرېدو سره په نوو نوعو اوړي. تر ټولو پام وړ او چټک ژنټیکي بدلون د نوعو په ډیرو کوچنیو جلا شوو ډلو کې رامنځته کېږي.

ژوند لیک[سمول]

مایر د هلن پوزینلي او ډاکټر اوتو مایر دویم زوی و. د هغه پلار حقوق پوه و (په وورتسبرګ کې څارنوال و)، خو له طبیعي تاریخ سره یې لېوالتیا لرله او خپل ماشومان به یې میداني سفرونو ته بوتلل. هغه د وورتسبرګ د سیمه ییزو مرغیو نومونه له خپل مشر ورور اوتو څخه زده کړل. سربېره پر دې یې د اماتورانو لپاره د کوزموس په نامه د طبیعي تاریخ مجلو ته هم لاسرسی درلود. د دوی پلار د مایر له ۱۳ کلنۍ لږ وړاندې ومړ. له دې وروسته د دوی کورنۍ درسدن ته کډه وکړه او تر ۱۹۱۸ زکال پورې یې د درسدن – نویشتات په سلطنتي جمنازیوم کې زده کړې وکړې او په همدغه سیمه کې یې عالي لیسه پای ته ورسوله. د ۱۹۲۲ زکال په اپرېل میاشت کې هغه مهال چې لا په ښوونځي کې و د ساکسوني د الوتونکو پېژندونکو له نوي تاسیس شوي بنسټ سره یوځای شو. په دغه ځای کې یې له روډولف زیمرمن سره ولیدل چې بیا د الوتونکو په پېژندنه کې د هغه ښوونکی شو. د ۱۹۲۳ زکال په فبروري میاشت کې هغه د عالي لیسې څخه د فراغت ازموینه په بریالیتوب ورکړه او مور یې هم په جایزه کې ورته یو دوه سترګی دوربین ورکړ. [۴][۵]

نوموړی په ۱۹۲۳ زکال کې د ګرایفسوالډ پوهنتون ته ولاړ او د ده په خپله خبره «د خپل کورني دود د پوره کولو په موخه یې د طبابت په برخه کې زده کړو ته مخه کړه خو له یوه کال زده کړو وروسته یې د طبابت د خوشي کولو پرېکړه وکړه او د بیولوژي په پوهنځي کې یې نوم ثبت کړ. مایر د مارغانو د پوهنې سره بې پایه لیوالتیا لرله همدا و چې «په بالتیک کې یې ګرایفسوالډ پوهنتون د خپلو زده کړو لپاره غوره کړی و، ځکه چې دغه پوهنتون د مارغانو پوهنې په برخه کې تر ټولو ښکلی موقعیت درلود». په داسې حال کې چې نوموړي په ښکاره بڼه هوډ درلود ډاکټر شي، خو «په لومړۍ درجه کې د مارغانو پېژندونکی و». د لومړي سمستر د رخصتۍ پر مهال د هغه ټولګیوال سټرسمن ده ته دنده وسپارله څو د چڼچڼو مرغیو ډولونه تشخیص کړي او مایر وکولای شول هغه په سمه توګه تشرېح کړي. سټرسمن بیا څرګنده کړه چې مایر «د طبیعي تاریخ عالم زیږېدلی دی». په ۱۹۲۵ زکال کې سټرسمن هغه ته وړاندیز وکړ چې طبابت پرېږدي او باید د بیولوژی په پوهنځي کې نوم ثبت کړي او له دې وروسته د برلین له موزیم سره په دې لرلید مل شي چې ګرمو سیمو ته د مرغیو د سفرونو معلومات راغونډ او همدارنګه په ۱۶ میاشتو کې د دوکتورا په کچه خپلې زده کړې پای ته ورسوي. همدا و چې مایر د ۱۹۲۴ زکال د جون په ۲۴مه د ۲۱ کلنۍ په عمر د برلین له پوهنتون څخه د مرغیو پېژندنې په برخه کې د ډاکټر کارل زیمر په لارښوونه چې یو بشپړ مهالی پرفیسور و، د دوکتورا سند ترلاسه کړ. نوموړي د جولای په لومړۍ نېټه په دغه موزیم کې د دندې وړاندیز ومانه چې میاشتنی معاش یې ۳۳۰.۵۴ رایشمارکه و. [۶][۷][۸][۹]

په بوداپست کې د ژوي پوهنې د جوړ شوي نړیوال کانګرس په ترڅ کې مایر د سټرسمن له خوا بانکوال او طبیعت پېژندونکي والټر روچیلډ ته ور وپېژندل شو او هغه ترې وغوښتل چې د ده او همدارنګه په نیویارک کې د امریکا د طبیعي تاریخ د موزیم پر استازولۍ نوې ګینې ته سفر وکړي. په نوې ګینه کې مایر د الوتونکو مارغانو څو زره پوستکي راغونډ کړل (هغه د خپل ژوند په اوږدو کې په ۲۶ نویو الوتونکو مارغانو نومونه کېښودل) او په دغه بهیر کې یې د ګلانو ۳۸ نوو نوعو ته هم نومونه وټاکل. په نوې ګینه کې د پاتې کېدو پر مهال هغه ته بلنه ورکړل شوه چې د سلیمان ټاپو ګانو ته په ویتني سوت سي کشفیاتي سفر کې ونډه واخلي. همدارنګه هغه مهال چې په نوې ګینه کې و، له لوتری مبلغینو اوتوتیله او کریسټین کیزر سره یې د فینشاهفن په سیمه کې ولیدل. نوموړی په ۱۹۳۰ زکال کې جرمني ته راوګرځېد.

وروسته له هغه چې مایر د امریکا د طبیعي تاریخ په موزیم کې دنده واخیسته، د مرغانو د پېژندنې په برخه کې یې د ځوانو پوهانو په لارښوونه د امریکا د الوتونکو پېژندنې په څېړنو اغېز وکړ. مایر د امریکایي او جرمني مرغۍ پوهانو په ټولنو کې له توپیرونو حیران پاتې و. هغه څرګنده کړه چې جرمنۍ ټولنه «څو ځله د امریکايي ټولنې په پرتله له علمي پلوه مخکې ده؛ سربېره پر دې د الوتونکو د ژوندانه او تکامل د تاریخ او همدارنګه د هغو اړوند د وروستیو ادبیاتو سره پریمانه لېوالتیا لري». [۱۰]

مایر د نیویارک د لینیان ټولنې تر څار لاندې یو میاشتنی سیمنار ترتیب کړ. د جې. اې آلن، فرانک چپمن او جاناتان ډوایټ تر اغېز لاندې دغې ټولنې د الوتونکو مارغانو په ډلبندۍ تمرکز وکړ او وروسته یې د مارغانو لپاره د خوندي استوګنځایونو په څېړنه او د هغو د مشاهداتي سوابقو راټولولو ته مخه کړه. [۱۱]

مایر په ۱۹۵۳ زکال کې د هاروارډ پوهنتون له علمي پلاوي سره مل شو او هلته یې له ۱۹۶۰ زکال څخه تر ۱۹۷۰ زکال پورې د تطبیقي ژوي پوهنې په موزیم کې د مدیر په توګه خدمت وکړ. له تقاعد وروسته نوموړي له ۲۰۰ څخه زیاتې مقالې په بېلابېلو مجلو کې خپرې کړې – دا له هغې کچې څخه زیات شمېر وې چې یو شمېر مخکښو پوهانو د خپل کاري دوران پر مهال خپرې کړې وې. د هغه له ۲۵ کتابونو څخه ۱۴ یې له ۶۵ کلنۍ وروسته خپاره شول. د یوې پېړۍ ژوند کوونکي کس په توګه هغه بیا هم د کتابونو لیکلو ته دوام ورکړ. نوموړي په خپله ۱۰۰مه کلیزه کې د ساینټیفیک امریکن په نامه مجلې سره مرکه وکړه. [۱۲]

مایر د ۲۰۰۵ زکال د فبروري په ۳مه د ماساچوستس په بدفورډ کې د یوې لنډ مهالې ناروغۍ له امله مړ شو. نوموړي د ۱۹۳۵ زکال په مۍ میاشت کې له خپلې جرمنۍ همکارۍ مارګاریت «ګرتل» سایمون سره واده وکړ (دوی دواړو د ۱۹۳۲ زکال پر مهال په منهتن کې د یوې میلمستیا پر مهال له یو بل سره لیدلي و) او همدارنګه یې له مایر سره په یو شمېر چارو کې مرسته کړې وه. [۱۳]

مارګاریت په ۱۹۹۰ زکال کې مړه شوه. له هغه څخه دوه لورانې (کرېسټا مېنزل او سوزان هریسون)، پنځه لمسیان او ۱۰ کړوسیان پاتې شول. [۱۴][۱۵]

په هغو جوایزو کې چې مایر ترلاسه کړي و، د علومو ملي مډال، د بالزان جایزه، د علومو د تاریخي ټولنې سارتون مډال، د بیولوژي په برخه کې نړیواله جایزه، د لویي او آلډن میلر څېړنیزه جایزه او د علمي لیکنو په برخه کې د لیویس توماس جایزه شامله وه. په ۱۹۳۹ زکال کې نوموړی د اسټرالیا د مرغانو پېژندنې د سلطنتي ټولنې مسئول وټاکل شو. نوموړي په ۱۹۴۶ زکال کې د فیلادلفیا د طبیعي علومو له اکاډمۍ څخه د لیډي جایزه ترلاسه کړه. مایر په ۱۹۵۸ زکال کې په لندن کې له لینیان ټولنې څخه د داروین والاس عالي مډال او په ۱۹۸۳ زکال کې یې د نیویارک له لینیان ټولنې څخه د آیرنمن مډال ترلاسه کړ. هغه د حیواني نوعو او تکامل تر عنوان لاندې د اثر لیکلو له امله په ۱۹۶۷ زکال کې د علومو د ملي اکاډمۍ څخه د د ډانیل ګیروډ الیوټ مډال واخیست. نوموړی په ۱۹۸۸ زکال کې د سلطنتي ټولنې د بهرني غړي په توګه وټاکل شو. سربېره پر دې یې په ۱۹۹۵ زکال کې د متحده ایالاتو له فلسفي ټولنې څخه چې د هغو غړیتوب یې هم درلود؛ د ساینس په برخه کې د پام وړ لاسته راوړنو له امله د بنجامین فرانکلن مډال هم ترلاسه کړ. مایر هېڅکله د نوبل جایزه ترلاسه نه کړه، خو څرګنده کړې یې وه چې د تکاملي ژوند پوهنې په برخه کې دغې جایزې شتون نه درلود او داروین هم دغه ډول جایزه نه ده ترلاسه کړې. (په حقیقت کې هم د ژوند پوهنې یا بیالوژي په برخه کې د نوبل جایزه شتون نه لري). [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

سرچينې[سمول]

  1. Bock, Walter J. (2006). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Ernst Walter Mayr. 5 July 1904 -- 3 February 2005: Elected ForMemRS 1988"]. Biographical Memoirs of Fellows of the Royal Society 52: 167–187. doi:10.1098/rsbm.2006.0013. 
  2. Meyer, A. (2005). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "On the Importance of Being Ernst Mayr"]. PLOS Biology 3 (5): e152. doi:10.1371/journal.pbio.0030152. 
  3. Rennie, J. (1994), Profile: Ernst Mayr – Darwin's Current Bulldog, Scientific American 271 (2), 24-25.
  4. Haffer 2007:12
  5. Haffer 2007:22
  6. Haffer 2007:22
  7. Mayr & Provine, 1998:p. 413.
  8. Haffer 2007:23.
  9. Haffer 2007:35.
  10. Barrow, Mark V. (1998), A Passion for Birds: American Ornithology after Audubon. Princeton University Press. کينډۍ:ISBN.
  11. Barrow, Mark V. (1998), A Passion for Birds: American Ornithology after Audubon. Princeton University Press. کينډۍ:ISBN.
  12. Barrow, Mark V. (1998), A Passion for Birds: American Ornithology after Audubon. Princeton University Press. کينډۍ:ISBN.
  13. Barrow, Mark V. (1998), A Passion for Birds: American Ornithology after Audubon. Princeton University Press. کينډۍ:ISBN.
  14. Snibbe, Kris (2005-02-04). "Evolutionary theorist dies at 100". NBC News (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Bradt, Steve (2005-02-10). "Ernst Mayr, giant among evolutionary biologists, dies at 100". Harvard Gazette (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Four Awards Bestowed by The Academy of Natural Sciences and Their Recipients"]. Proceedings of the Academy of Natural Sciences of Philadelphia 156 (1): 403–404. June 2007. doi:10.1635/0097-3157(2007)156[403:TFABBT]2.0.CO;2. 
  17. "Daniel Giraud Elliot Medal". National Academy of Sciences. د اصلي آرشيف څخه پر December 29, 2010 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Benjamin Franklin Medal for Distinguished Achievement in the Sciences Recipients". American Philosophical Society. د لاسرسي‌نېټه November 27, 2011. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "APS Member History". search.amphilsoc.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Golden Plate Awardees of the American Academy of Achievement". www.achievement.org. American Academy of Achievement. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Shermer, M.; Sulloway, F.J. (2000). "The grand old man of evolution". Skeptic 8 (1): 76–82. http://www.stephenjaygould.org/library/mayr_interview.html. Retrieved 2007-04-12.