ارنست رادرفورد

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ارنست رادرفورد (زوکړه: د ۱۸۷۱ زکال د اګست ۳۰مه – مړینه: د ۱۹۳۷ زکال د اکتوبر ۱۹مه) نیوزلنډي فیزیک پوه و چې په اټومي او هستوي فزیک کې له مخکښانو څخه ګڼل کېږي. رادرفورد د «هستوي فزیک پلار» او د مایکل فارادي وروسته لوی تجربه کوونکی ګڼل کېږي. نوموړي په ۱۹۰۸ زکال کې «د عناصرو د تجزیې او د راډیو اکټیو موادو د کیمیاوي جوړښت اړوند څېړنو له امله» د کیمیا په برخه کې د نوبل جایزه ترلاسه کړه. په دې سره له اقیانوسیې څخه لومړنی کس و چې د نوبل جایزه یې ترلاسه کړه او لومړنی کس و چې په کاناډا کې یې دغه جایزه ګټونکې چارې ترسره کړې. [۱][۲][۳]

د رادرفورد په اکتشافاتو کې د راډیواکټیو د نیمایی عمر مفهوم، د راډون راډیواکټیو عنصر او د الفا او بیتا وړانګو نوم ټاکنه او توپیر شاملېږي. رادرفورډ له توماس رویډز سره یوځای د دې د تائید اعتبار خپل کړ چې الفا وړانګې د هلیوم له هستو څخه جوړېږي. په ۱۹۱۱ زکال کې نوموړي دغه نظریه هم وړاندې کړه چې د اتومونو چارج د هغو په یوه ډېره کوچنۍ هسته کې متمرکز شوی دی. نوموړي په ۱۹۱۷ زکال کې مصنوعي القاح شوی هستوي غبرګون د یو لړ هغو ازموینو پر مټ رامنځته کړ چې په هغو کې د نایتروجن هستې په الفا ذراتو بمبارد شوې. په پایله کې هغه د فرعی اټومي زراتو خپرېدل کشف کړل چې په پیل کې یې پر هغو د «هایدروجن اتوم» نوم کېښود خو وروسته یې بیا ورته د پروتون نوم غوره کړ چې دا ورته کره نوم و. له دې وروسته نوموړي خپله دغه کشفي چاره په هسته کې د نیوترون په کشف کولو پای ته ورسوله. نوموړي د هنري موزلي په خوا کې د اتومي شمېرې ټاکنې سیسټم ته پراختیا ورکړه. د هغه په نورو لاسته راوړنو کې کولای شو د راډیویي اړیکو او همدارنګه د الټراسونډ ټکنالوژۍ په برخه کې پرمختګونو ته اشاره وکړو. [۴][۵][۶][۷][۸]

رادرفورد په ۱۹۱۹ زکال کې د کمبرېج پوهنتون د کاوندېش لابراتور مشر وټاکل شو. د هغه تر لارښوونې لاندې جیمز چادویک په ۱۹۳۲ زکال کې نیوترون کشف کړ. همدغه کال د هستې د چاودنې په موخه لومړنۍ کنټرول شوې ازموینه د جان کاکرافت او ارنست والټون په واسطه ترسره شوه چې د ده په لارښوونه یې چارې مخته وړې.

رادرفورد د خپلو علمي لاسته راوړنو له امله د خپلو نیوزلنډي او بریتانوي سیالانو ترمنځ د بارون په توګه رسمیت وموند. په ۱۹۳۷ زکال کې له مړینې وروسته نوموړی په ویسټ مینسټر کلیسا کې د چارلز داروین او اسحاق نیوټن په خوا کې خښ کړای شو. د رادرفوردیوم کیمیاوي عنصر (104Rf) په ۱۹۹۷ زکال کې د نوموړي په نوم ونومول شو.

لومړنی ژوند او زدکړې[سمول]

ارنست رادرفورد د ۱۸۷۱ زکال د اګست په ۳۰مه د نیوزلنډ نیلسون ښار ته څېرمه په برایټ واټر ښارګوټي کې وزېږېد. نوموړی د سکاټلنډ له فرت ښار څخه د کډوال بزګر جیمز رادرفورد او د انګلستان په هورنچرچ کې د ښوونځي د ښوونکې مارتا ټامپسون له دوولسو ماشومانو څخه څلورم و. د رادرفورد د زیږون په سند کې د هغه نوم ایرنست لیکل شوی چې ډیر احتمال لري د اداري تېروتنې له امله وي. نوموړي په هیولاک ښوونځي کې زدکړې وکړې او په ۱۸۸۷ زکال کې یې د خپلې دویمې ازموینې پرمټ د نیلسون کالج د زده کړو بورس ترلاسه کړ. هغه د لومړنۍ ازموینې په ترڅ کې د جغرافیې د مضمون له ۱۳۰ نمرو څخه ۷۵، د تاریخ له ۱۳۰ نمرو ۷۶، د انګریزي له ۱۴۰ نمرو څخه ۱۰۱ او د حساب بشپړې ۲۰۰ نمرې ترلاسه کړې چې په ټولیزه توګه یې له ۶۰۰ نمرو څخه ۴۵۲ نمرې ترلاسه کړې، دا په نېلسون پوهنتون کې د ټولو زده کړیالانو له نمرو زیاتې وې. د بورس له ګټلو وروسته هغه له ۶۰۰ نمرو څخه ۵۸۰ نمرې ترلاسه کړې. د زده کړو د بورس له ترلاسه کولو وروسته د هیولاک ښوونځي ورته د نړۍ د خلکو په نامه یو پنځه ټوکیز کتاب په ډالۍ کې ورکړ. هغه ته د دولتي خدمت وړاندیز وشو خو هغه دغه وړاندیز ځکه وه نه مانه چې لا یې ۱۵ میاشتې په کالج کې پاتې وې. په ۱۸۸۹ زکال کې د دویمې ازموینې وروسته نوموړي د نیوزلنډ د پوهنتون په کانټربري کالج کې د زده کړو بل بورس ترلاسه کړ، چېرې چې هغه په ټولنیزو بحثونو کې ګډون کاوه، په هر څه کې مخکښ و او د رګبي لوبه یې هم کوله. نوموړي له ۱۸۹۰ زکال څخه تر ۱۸۹۴ زکال پورې دلته زده کړې وکړې. په کانټربري کې نوموړی د ۱۸۹۲ زکال پر مهال د لاتین، انګریزي او ریاضیاتو لیسانس، په ۱۸۹۳ زکال کې یې د ریاضیاتو او فزیک د ماسټرۍ سند او همدارنګه یې په ۱۸۹۴ زکال کې د کیمیا او جیولوژي لیسانس ترلاسه کړ. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

له دې وروسته نوموړي د مخابرې یو نوی ډول اختراع کړ، همدا و چې په ۱۸۹۵ زکال کې د ۱۸۵۱ زکال د سلطنتي کمیسیون د نندارتون له خوا د څېړنو لپاره ټاکل شوې جایزه ورکړل شوه، څو پر مټ یې انګلستان ته سفر او هلته د کمبرېج پوهنتون په کاوندېش لابراتوار کې د دوکتورا په کچه زده کړې وکړي. په ۱۸۹۷ زکال کې نوموړي څېړنیز لیسانس او همدارنګه د کمبرېج د ټرینټي کالج له خوا د کوټس – زده کړیالۍ سند ترلاسه کړ. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

علمي ژوند[سمول]

هغه مهال چې رادرفورد په کمبرېج کې په زده کړو پیل وکړ، د هغو لومړنیو «پردیو» (هغه چې د کمبرېج سند یې نه درلود) څخه و چې اجازه یې لرله په دغه پوهنتون کې څېړنې ترسره کړي، ورته مهال هغه دا ویاړ ترلاسه کړ چې د جې. جې ټامسون تر نظر لاندې زده کړې وکړي.

د ټامسون په هڅونې سره هغه تر ۰.۵ مایله (۸۰۰ متره) فاصلې پورې راډیويي امواج ترلاسه کړای شول او د لنډ مهال لپاره یې د الکترومقناطیسي څپو د ترلاسه کولو نړیوال ریکارډ په خپل نامه کړ، له دې سره چې هغه د خپلې دغې چارې پایلې په ۱۸۹۶ زکال کې د بریتانیا د سلطنتي ټولنې غونډې ته وړاندې کړې، خو دې ته یې پام شو چې له ده وړاندې ګوګلېمو مارکوني توانېدلی چې د ۱۰ مایلو (۱۶ کیلومتره) په اوږدوالي د راډیویي څپو پر مټ پیغام ولېږي. [۲۴]

د راډیواکټیو وړانګو په برخه کې چارې[سمول]

د ټامسون تر لارښوونې لاندې رادرفورد په ګازونو باندې د ایکس وړانګو په اغېزو کار وکړ، چې له امله یې الکترون کشف شو او په ۱۸۹۷ زکال کې د ټامسون له خوا وړاندې شو. رادرفورد د یورانیمو په برخه کې د هنري بکرل د تجاربو څخه په خبرېدو د راډیواکټویټي اړوند په څېړنو پیل وکړ چې دوه ډوله نورې وړانګې یې کشف کړې چې اغېز یې له ایکس وړانګو سره توپیر درلود. هغه په کاناډا کې د خپلو څېړنو پر دوام په ۱۸۹۹ زکال کې د خپلو نوو کشف کړو وړانګو لپاره د الفا او بېتا نومونه غوره کړل. [۲۵][۲۶][۲۷]

په ۱۸۹۸ زکال کې رادرفورد د ټامسون په وړاندیز د کاناډا په مونټریال کې د مک ګېل پوهنتون په فزیک پوهنځي کې د مک ډونالډ د پروفیسرۍ څوکۍ ترلاسه کړه. نوموړي په ۱۹۰۱ زکال کې د نیوزلنډ له پوهنتون څخه د ساینس په برخه کې د دوکتورا سند ترلاسه کړ. [۲۸]

له ۱۹۰۰ زکال څخه تر ۱۹۰۳ زکال پورې په مک ګېل کې له نوموړي سره ځوان کیمیا پوه فردریک سودي (په ۱۹۲۱ زکال کې د کیمیا د نوبل د جایزې ګټونکی) مل شو، هغه ورته د توریم له راډیواکټیو عنصر څخه د وتونکی نجیب ګاز ستونزه مطرح کړه چې خپله هم یو راډیواکټیو ګاز و او نور مواد یې هم پوښل. هغه مهال چې نوموړي دغه ګاز له نورو ټولو معمولي کیمیاوي غبرګونونو څخه لرې کړ، څرګنده یې کړه چې کېدای شي دا یو بې اغېزه ګاز وي او په هغه باندې یې د تورون نوم کېښود. وروسته څرګنده شوه چې دا د راډون ایزوتوپ، ۲۲۰ راډون دی. دوی همدارنګه د توریم ایکس په نامه بله ماده پیدا کړه چې وروسته د ۲۲۴ راډون په نوم وپېژندل شوه او هڅه یې وکړه په هغو کې د هیلیوم اغېزې ومومي. سربېره پر دې یې د ویلیام کروکس په «یورانیم ایکس» (پروتاکتینیم) او د ماري کیوري د راډیمو په نمونو کار وکړ. رادرفورد له رابرټ اووینز سره په همکارۍ په تورون باندې څېړنې وکړې او وه یې موندله چې په هره کچه راډیو اکټیو مواد د تجزیې په موخه هومره مهال ته اړتیا لري چې د هغو یوه کوچنۍ نمونه ورته اړتیا لري (یعنې ۱۱.۵ دقیقې وخت ته اړتیا ده)، هغه ښکارنده چې ده ورته د «نیمايي ژوند» اصطلاح وکاروله. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

سرچينې[سمول]

  1. Eve, A. S.; Chadwick, J. (1938). "Lord Rutherford 1871–1937". Obituary Notices of Fellows of the Royal Society. 2 (6): 394. doi:10.1098/rsbm.1938.0025. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "Ernest Rutherford". Environmental Health and Safety Office of Research Regulatory Support. Michigan State University. مؤرشف من الأصل في ۲۲ جون ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جون ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Badash, Lawrence. "Ernest Rutherford | Accomplishments, Atomic Theory, & Facts | Britannica". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۶ سپټمبر ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جون ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Campbell, John. "Rutherford – A Brief Biography". Rutherford.org.nz. مؤرشف من الأصل في ۱۲ مې ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Rutherford, E.; Royds, T. (1908). "Spectrum of the radium emanation". Philosophical Magazine. 16 (92): 313. doi:10.1080/14786440808636511. مؤرشف من الأصل في ۲۳ ډيسمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Longair, M. S. (2003). Theoretical concepts in physics: an alternative view of theoretical reasoning in physics. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 377–378. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-52878-8. مؤرشف من الأصل في ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Rutherford, E. (1919). "Collision of α particles with light atoms. IV. An anomalous effect in nitrogen". The London, Edinburgh, and Dublin Philosophical Magazine and Journal of Science. 37 (222): 581–587. doi:10.1080/14786440608635919. مؤرشف من الأصل في ۰۲ نومبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ نومبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Rutherford, E. (1920). "Bakerian Lecture. Nuclear Constitution of Atoms". Proceedings of the Royal Society A: Mathematical, Physical and Engineering Sciences. 97 (686): 374–400. Bibcode:1920RSPSA..97..374R. doi:10.1098/rspa.1920.0040. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. A.H. McLintock (18 September 2007). "Rutherford, Sir Ernest (Baron Rutherford of Nelson, O.M., F.R.S.)". An Encyclopaedia of New Zealand (1966). Te Ara – The Encyclopedia of New Zealand. ISBN 978-0-478-18451-8. 
  10. J.L. Heilbron (12 June 2003). Ernest Rutherford And the Explosion of Atoms. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 12. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-19-512378-6. مؤرشف من الأصل في ۲۹ اگسټ ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. کينډۍ:DNZB
  12. (په 7 October 1886 باندې). Local and General News.. Marlborough Express.
  13. "Results of Nelson Scholarships Examinations for December 1885". paperspast.natlib.govt.nz. مؤرشف من الأصل في ۰۸ اگسټ ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اگسټ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "The Marlborough Express. Published Every Evening. Monday, December 28, 1885. Local and General News". paperspast.natlib.govt.nz. مؤرشف من الأصل في ۰۸ اگسټ ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اگسټ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "The Marlborough Express. Published Every Evening Wednesday, January 5, 1887. Local and General News". paperspast.natlib.govt.nz. مؤرشف من الأصل في ۰۸ اگسټ ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اگسټ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Papers Past | Newspapers | Marlborough Express | 25 January 1887 | Local and General News". paperspast.natlib.govt.nz. مؤرشف من الأصل في ۰۸ اگسټ ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اگسټ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Papers Past | Newspapers | Marlborough Express | 4 October 1887 | Marlborough Express. Published Every Evening..." paperspast.natlib.govt.nz. مؤرشف من الأصل في ۰۸ اگسټ ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اگسټ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Ernest Rutherford Biographical". The Nobel Prize. Nobel Prize Outreach AB. مؤرشف من الأصل في ۰۳ جون ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Famous Canterbury graduate Ernest Rutherford turns 150". The University of Canterbury (په انګلیسي ژبه کي). 27 August 2021. مؤرشف من الأصل في ۰۳ جولای ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ جولای ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Ernest Rutherford Biographical". The Nobel Prize. Nobel Prize Outreach AB. مؤرشف من الأصل في ۰۳ جون ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. کينډۍ:Acad
  22. 1851 Royal Commission Archives
  23. "Papers Past | Newspapers | Ashburton Guardian | 13 July 1895 | European and Other Foreign Items". paperspast.natlib.govt.nz. مؤرشف من الأصل في ۰۸ اگسټ ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ اگسټ ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. (په 13 May 2022 باندې). Marconi's first radio broadcast made 125 years ago. BBC News.
  25. "Know the scientist: Ernest Rutherford". The Hindu (په انګلیسي ژبه کي). 17 June 2021. مؤرشف من الأصل في ۲۳ جون ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جون ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Buchwald, Jed Z.; Warwick, Andrew (30 January 2004). Histories of the electron: the birth of microphysics. Cambridge, Mass.: MIT Press. د کتاب پاڼي 21–30. د کتاب نړيواله کره شمېره 0262524244. مؤرشف من الأصل في ۲۹ اگسټ ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جون ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Trenn, Thaddeus J. (1976). "Rutherford on the Alpha-Beta-Gamma Classification of Radioactive Rays". Isis. 67 (1): 61–75. doi:10.1086/351545. JSTOR 231134. S2CID 145281124. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. McKown, Robin (1962). Giant of the Atom, Ernest Rutherford. Julian Messner Inc, New York. د کتاب پاڼې 57. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. کينډۍ:Cite arXiv
  30. "Ernest Rutherford Biographical". The Nobel Prize. Nobel Prize Outreach AB. مؤرشف من الأصل في ۰۳ جون ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. کينډۍ:Cite arXiv
  32. "Ernest Rutherford Biographical". The Nobel Prize. Nobel Prize Outreach AB. مؤرشف من الأصل في ۰۳ جون ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اکتوبر ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)