ارمينينازم

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ارمينينازم د پروټسټنازم يوه څانګه ده، چې د اولسمې پېړۍ په لومړيو کې د اصلاح شوي هالنډي الاهيات پوه « Jacobus Arminius» او د هغه د تاریخي پلويانو چې د « Remonstrants» په نوم پېژندل کېدل، د الاهي اندونو پر بنسټ پيل شوې وه. هالنډي ارمينينازم په اصل کې په « Remonstrance» (1610) (د ارمينيانو يو سند دی) کې بیان شوی و، يو الاهي بيان، چې د نيدرلنډ عمومي ايالتونو ته وړاندې شوی و. دې له مخکې څخه د تقدير د تشریح په اړوند د کالونيزم د نظرياتو د تعديل کولو د يوې هڅې څرګندونه وکړه.

کلاسيکي ارمينينازم، په کوم کې چې «Arminius » بنسټيز ونډه لرونکی دی، او ويزليان ارمينينازم، په کوم کې چې «John Wesley» اساسي ونډه لرونکی دی، دوه مهم فکري مکتبونه دي. مرکزي ارمينيايي عقايد دا دي چې د نوي بيا تخليق لپاره د خدای له خوا چمتو کړای شوی شفقت کايناتي دی، او دا چې د خدای توجيه کونکی شفقت، کوم چې د بیا تخليق اجازه ورکوي، مخ نيونکی دی.

ډیری مسيحي فرقې له ارمينيايي اندونو څخه اغېزمنې دي، په ځانګړي ډول په اولسمه پېړۍ کې باپټيسټان، په اتلسمه پېړۍ کې ميتوډيسټان او په شلمه پېړۍ کې پينټيکاستيان.

تاریخ[سمول]

پخواني خوځښتونه او الاهياتي اغېزې[سمول]

د « Roger E. Olson» په وينا، د « Arminius» عقايد، يعنې ارمينينازم، له هغه نه دی پيل شوی. د « Waldensians» او نورو په څېر ډلو له اصلاح څخه مخکې، د ارمينينازم په توګه تايید کړې وه چې هر څوک یا خو د خدای د شفقت په وړاندې مقاومت يا د هغې په وړاندې د سر ټيټولو د ځواب انتخاب کولای شي. اناباپټيستي الاهيات پوه « Balthasar Hubmaier» هم دې ډول نظريې ته وده ورکړې ده، کومه چې له هغه څخه نږدې یوه پېړۍ مخکې د « Arminius » وه. د ارمينينازم او اناباټيزم د ژغورنې نظریات تقريباً یو شان دي. په ځانګړي ډول، له تاریخي اړخه، مينونايټان (يوه مذهبي نظريه ده) ارمينيايي وو، که هغوی په څرګند ډول د ارمينيايي اند ملاتړ کړی وي که يې نه وي کړی، او د کالوينيزم د ژغورنې نظريه يې رد کړې ده. داسې برېښي چې اناباپټيسټ الاهياتو په « Jacobus Arminius» اغېز کړی وي. لږ تر لږه، هغه د اناباپټيسټي ليدلوري سره خواخوږي درلوده، او انابټيسټان عموماً د هغه تبليغ ته حاضرېدل. په همدې ډول، « Arminius» د ډنمارک لوتري الاهيات پوه « Niels Hemmingsen» په يادولو سره ويلي دي چې هغه د ژغورنې بنسټيز نظر درلود، او شونې ده چې هغه له « Hemmingsen» څخه متاثر و.[۱][۱][۲][۳][۴][۵][۳][۶]

د ارمينينازم راڅرګندېدل[سمول]

« Jacobus Arminius» د شپاړسمې پېړۍ په وروستيو او د اولسمې پېړۍ په لومړيو کې يو هالنډی پادری او الاهياتپوه و. نوموړي ته د « Calvin» له خوا غوره شوي ځای ناستي « Theodore Beza» روزنه ورکړې وه، خو د صحيفو (د سپېڅلي انجيل) له ازمويلو وروسته، هغه د خپل استاد دا الاهيات رد کړل چې دا خدای دی چې د ژغورنې لپاره ځينې په غېر مشروط ډول ټاکي. د دې پر ځای «Arminius» وړانديز وکړ چې د خدای انتخاب د مسلمانانو دی، له همدې امله يې دا تر ايمان پورې مشروط کړ. هالنډي کلوينسټانو د « Arminius» اندونه وننګول، په ځانګړي ډول د « Franciscus Gomarus» له خوا، خو د يوې مسيحي ملي جرګې له تر سره کېدو مخکې « Arminius» مړ شو.[۷][۸]

«Arminius» مخکې تر دې مړ شو چې د هالنډ د عمومي ايالت لپاره د خپلو اندونو څوارلس مخيزو نظرياتو لنډيز د وړاندې کولو غوښتنه پوره کړي. د «Arminius» پلويانو د هغې په ځواب کې د اعتراض د پنځو مادو (1610) په چمتو کولو ځواب ووايه، په کومو کې چې هغوی د «Belgic» د اعتراف د سخت دريځي کلیوازم سره خپلې اختلافي نقطې څرګندې کړې. له همدې امله د «Arminius» پلويانو ته «Remonstrants» (اعتراض کونکي) وويل شول، او په 1611ز کال کې د يو Remonstrants مخالفت څخه وروسته، د «Gomarus» پلويانو ته «Counter-Remonstrants» (د اعتراض کونکو ضد) وويل شول.[۷][۹]

له يو لړ سياسي مانوريو وروسته، هالنډي کالونستان بريالي شول چې د « Nassau» شهزاده « Maurice» له وضعيت سره مبارزې ته چمتو کړي. « Maurice» په منظم ډول ارمينيايي مذهبي راهبان له دندو لېرې کړل او په « Dordrecht» کې يې يوه ملي مسيحي جرګه  راوغوښته. د « Dort» دا جرګه په بنسټيز ډول د هالنډي کيلونسټانو (102 تنه) لپاره پرانيستی وه، په داسې حال کې چې ارمينيايان ورڅخه ايستل شوي وو (13 تنه له رايې ورکولو منع شوي وو)، له نورو هېوادونو يې کالونسټ استازي (28 تنه) درلودل، او په 1618ز کال کې يې د « Arminius» او د هغه د پلويانو غندنه د کفر (بدعت) په توګه خپره کړه. د دې خپرونې برخه د Remonstrance د پنځو مضامينو په ځواب کې د کالوينزم مشهورې پنځه نقطې وې.[۸][۷]

په ټول هالنډ کې ارمينيايان له دندو لېرې، بنديان، له هېواده تبعيد او د چوپتيا سوګند ورکړل شو. دولس کاله وروسته هالنډ په رسمي ډول ارمينينازم ته د يو دين په توګه خونديتوب ورکړ، خو بیا هم د ارمينيايانو او کلونسټانو تر منځ دوښمني روانه وه. ډيری لومړنيو Remonstrants د ارمينينازم کلاسيکي بڼه تعقيب کړه. په هر حال، د دوی له ډلې يو شمېر يې لکه « Philipp van Limborch»، د نيمه پيليجينزم او عقل پالنې پر لور ولاړل.[۸][۱۰]

د انګلستان په کليسا کې ارمينينازم[سمول]

په انګلستان کې، تش په نوم ارمينايي عقايد له « Arminius» څخه مخکې او له هغه سره په يو وخت کې په ماده کې خپل کړای شوي وو. د دين نهه دېرش مادې (په 1517 کې وروستۍ بڼه ورکړل شوې)، تر ډېره بريده مبهمې وې، چې هغوی له ارمينيايي يا کليونسټي تشريحاتو سره سمون درلود. د انګلستان په کليسا کې ارمينينازم په بنسټيز ډول د کليون ازم د نفي کولو څرګندول و، او يوازې يو څو الاهيات پوهانو کلاسيکي ارمينينازم منلی و، خو د پاتې نورو لپاره يا خو دا نيمه پيليجين، يا پوره پيليجين و. په دې ځانګړي سياق او سباق کې، معاصر تاريخ پوهان د کلاسيکي ارمينينازم د پيروي کونکو الاهي خلکو د تمايلاتو د ښودلو لپاره د «Arminians» پر ځای د «Proto-Arminians» اصطلاح کارولو ته ترجيح ورکوي. انګلستاني ارمينينازم استازولي ارمينايي پيوريټن لکه د « John Goodwin» يا « Jeremy Taylor» او « Henry Hammond» په څېر « High Anglican Arminians» کوله. د اولسمې پېړۍ انجلیکي ارمينايان لکه « William Laud» له کيلونسټ پيروټينيانو سره وجنګېدل. دوی په اصل کې ارمينينازم ته د دولتي کليسا له نظره وکتل، دا نظر د « Arminius» له نظر څخه په ټوله معنا پردی و. دا دريځ د انګلستان د لومړي چارلس د واکمنۍ (1649-1625) پر مهال په ځانګړي ډول روښانه شو. د انګلستان له کورنۍ جګړې (1651-1642) وروسته د انګلستان دويم چارلس، چا چې پريسبيټيرين وزغملو، د انګلستان په کليسا کې ارمينيايي فکر بيا پر ځای کړ. له بېرته پر ځای کېدو (1660) وروسته د شا اوخوا پنځوسو کلونو لپاره دا هلته مسلط پاتې شو.[۸][۱۱][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۱][۱۶]

باپټسټان[سمول]

د « Calvin» او « Arminius» د پلويانو تر منځ بحث له اصلاح وروسته د کليسا د تاريخ ځانګړتيا ده. د بېلګې په ډول، د اولسمې پېړۍ په انګلستان کې راڅرګندېدونکی باپټيست خوځښت، د کليونسټ او ارمينيايانو تر منځ د تاریخي بحث يوه کوچنۍ نړۍ وه. لومړي باپټسټان ارمينيايان وو– څوک چې عمومي باپټسټان بلل کېدل، ځکه دوی په عام يا لامحدود جبران اعتراف کاوه. د باپټسټ خوځښت پيلونکی « Thomas Helwys» و، چا چې خپل سرپرست « John Smyth» (څوک چې د امسټرډيم د هالنډي واټر لينډ مينونايټس د شریکې عقيدې او نورو امتيازاتو کې لېږېدلی و) پرېښی او په 1611ز کال کې د لومړۍ انګلستاني باپټسټي کليسا د پيل کولو لپاره بېرته لندن ته راغلی و. وروسته عمومي باپټسټانو، لکه « John Griffith, Samuel Loveday» او « Thomas Grantham» د اصلاح شويو ارمينيايي الاهياتو دفاع وکړه، کوم چې د « Arminian» د ارمينينازم عکاسي کوله. عمومي باټسټانو خپل ارمينيايي نظریات په ګڼو اعترافاتو کې راټول کړل، په کومو کې چې تر ټولو زیات اغېز د 1660 معياري اعتراف و. د 1640ز لسيزه کې، ځانګړي باپټسټان جوړ شول، څوک چې له ارمينيايي نظريې څخه سخت اوښتي او د پريسبيټيرينانو او خپلواکانو پياوړی کلونيزم يې خپل کړی و. د 1644ز کال د لندن باپټسټ اعتراف او 1689ز کال د لندن دويم اعتراف په څېر اعترافاتو کې د هغوی پياوړي کليون ازم ته شهرت ورکړل شو. د 1689ز کال د لندن اعتراف وروسته په امريکا کې د کليوينسټي باپټسټ (چې د فلاډيلفيا باپټسټي اعتراف په نوم ېادېږي) استعمال کړ، په داسې حال کې چې د 1660ز کال معياري اعتراف، د انګلستان د عمومي باپټسټ امريکايي وارثانو له خوا وکارول شو، کوم چې ډېر ژر د « Free Will Baptists» په نوم وپېژندل شو.[۱۷][۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Olson 2014، ص. 1.
  2. Sutton 2012، ص. 86.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Bangs 1985، ص. 170.
  4. Olson 2013b. "I am using "Arminianism" as a handy [...] synonym for "evangelical synergism" (a term I borrow from Donald Bloesch). [...] It’s simply a Protestant perspective on salvation, God’s role and ours, that is similar to, if not identical with, what was assumed by the Greek church fathers and taught by Hubmaier, Menno Simons, and even Philipp Melanchthon (after Luther died). It was also taught by Danish Lutheran theologian Niels Hemmingsen (d. 1600)—independently of Arminius. (Arminius mentions Hemmingsen as holding the basic view of soteriology he held and he may have been influenced by Hemmingsen.")
  5. Bender 1953. "Mennonites have been historically Arminian in their theology whether they distinctly espoused the Arminian viewpoint or not. They never accepted Calvinism either in the Swiss-South German branch or in the Dutch-North German wing. Nor did any Mennonite confession of faith in any country teach any of the five points of Calvinism. However, in the 20th century, particularly in North America, some Mennonites, having come under the influence of certain Bible institutes and the literature produced by this movement and its schools, have adopted the Calvinist doctrine of the perseverance of the saints or "once in grace always in grace." In doing so, they have departed from the historic Arminianism of the Anabaptist-Mennonite movement."
  6. Visconti 2003، صص. 253–.
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ ۷٫۲ Wynkoop 1967، chap. 3.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ ۸٫۲ ۸٫۳ Heron 1999، ص. 128.
  9. Loughlin 1907.
  10. Olson 2009، ص. 23.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ ۱۱٫۲ McClintock او Strong 1880.
  12. Wallace 2011، ص. 233. "According to Edwards, it was only after the Restoration that non-Calvinist views come to be adopted by many of the clergy of the Church of England. Foremost among those who rejected Calvinism had been the Arminians, and Edwards appeared on the scene as a defender of Calvinism against Arminianism at a time when it was more often the Dissenters who were battling it and calling attention to the triumph of Arminianism in the Church of England."
  13. Delumeau، Wanegffelen او Cottret 2012، ص. 65-66.
  14. MacCulloch 1990، ص. 94. "If we use the label "Arminian" for English Churchmen, it must be with these important qualification in mind [of been related to the theology of Arminius]; "proto-Arminian" would be a more accurate term."
  15. Tyacke 1990، ص. 245. "Of the various terms which can be used to describe the thrust of religions change at the time Arminian is the least misleading. It does not mean that the Dutch theologian Jacobus Arminius was normally the source of the ideas so labelled. Rather Arminian denotes a coherent body of anti-Calvinist religious thought, which was gaining ground in various regions of early seventeenth-century Europe."
  16. Tyacke 1990، ص. 24، کينډۍ:Zwnj.
  17. Torbet 1963، ص. 37, 145, 507.
  18. Gonzalez 2014، صص. 225–226.