اذکار

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ذكار الصباح والمساء


دريمه كلمه تمجيد

سُبْحانَ اللهِ، وَالحَمْدُ للهِ، وَلاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهِ، وَاللهُ أَكْبَرُ، وَلاَ حَوْلَ وَلاَ قُوَّةَ إِلاَّ بِاللهِ العَلِيِّ العَظِيمِ: ترجمه: پاك دى الله جَلَّ جَلَالُهاوټول تعريفونه الله جَلَّ جَلَالُه لره دي اوالله جَلَّ جَلَالُه نه سوابل معبود نشته اوالله جَلَّ جَلَالُه ډير لوى دى اودگناهو نونه دبچ كيدلو طاقت اودنيك كاركو لو قوت دالله جَلَّ جَلَالُه

دطرف نه دى چه عالى شان اودعظمت خاوند دي.

څلورمه كلمه دتوحيد لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ وَحْدَهُ لاَ شَرِيْكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ يُحْيِيْ وَيُمِيْتُ وَهُوَ حَىٌّ لَّا يَمُوْتُ بِيَدِه الْخَيْرُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيْرٌ . ترجمه : الله نه سوابل معبود نشته هغه تنها يودي هغه څوك شريك نه لري دهغه بادشاهى ده اوټول تعريفونه هغه لره دي هغه ژوندى كول اومړه كول كوي هغه ژوندى دى دهميش لپاره اومرگ ورلره نشته د عظمت اولويى خاونددي بهترى دهغه لاس كى ده اوپه هرڅه بآندى قادر دى . بيت الخلاء ته دننوتلو دوعا دچپى پښى په ننوتلو سره به دادوعا وائى : اللهُمَّ إِنّي أعُوذُ بِكَ مِنَ الخُبُثِ والخبائِثِ : ([1]) ترجمه : يا الله زه تاپورى دنارينه شيطانانو اوښځينه شيطانانو څخه پنا نيسم. دبيت الخلاء نه دراوتلو دوعا اَلْحَمْدُلِلّٰهِ الَّذِيْ اَذْهَبَ عَنِّيْ الْاَذَيْ وَعَافَانِيْ : ([2]) ترجمه : ټول تعريفونه الله پاك لره دي چاچه زمانه تكليف وركوونكى څيزلرى كړو اوما ته ئي ارام راكړو. دسفردكولو دوعا سُبْحانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ وَإِنَّا إِلَى رَبِّنَا لَمُنقَلِبُونَ: ([3]) ترجمه: الله تعالي پاك دى چاچه دازمونږ په قبضه كى راكړاومونږ د هغه قدرت نه بغير دى لره قبضه كوونكى نه وو اوبيشكه مونـږلره خپل رب ته واپس كيدل دي . دسفرنه دواپسى دوعا آيِبُوْنَ، تَائِبُوْنَ، عَابِدُوْنَ، لِرَبِّنَا حَامِدُوْنَ : ([4]) ترجمه : مونږ واپس كيدونكى يوتوبه كونكى يو بنده گى كوونكى يوسجده كونكى يو دخپل رب تعريف كونكى يو . دمسافردوعامقيم ته )څوك چه په سفرځى نوپاتى خلكوته دى داسى وائى ( أَسْتَوْدِعُكُمُ اللهَ الَّذِيْ لاَ تَضِيْعُ وَدَائِعُهُ:([5]) ترجمه : تاسوسپارم هغه ذات ته چه نه ضائع كيږي هغه ته سپارل شوى شيان. ائينه كى دمخ كتلو دوعا اللَّهُمَّ اَنْتَ حَسَنْتَ خَلْقِىْ فَحَسِّنْ خُلْقِىْ ([6]) ترجمه : اى الله ! څنگه چه تازماشكل ښه جوړكړى دى زما اخلاق هم ښه كړى . كله چه څوك درته دچاسلام راورسوى نورارسوونكى ته داسى ووايه وَعَلَيْكَ وَعَلَيْهِ السَّلاَمَ ([7]) ترجمه : په تااوپه هغه باندى دى سلامتياوي. كله يوناخوښه څيز اووينى نو دادوعا وايه الحَمْدُ للهِ عَلَى كُلّ ِحَال: ([8]) ترجمه: الله تعالي په هرحال كى دتعريف حقدار دي . څوك چه درسره نيكى اوكړى نوداورته اووايه جَزَاكَ اللهُ خَيْراً: ([9]) ترجمه : الله جَلَّ جَلَالُه دي تاته ددي نه بهتره بدله دركړى . ناروغ ته دپوښتنى په وخت كى داسى وايه لاَ بَأْسَ طَهُوْرٌ إِنْ شَاءَ اللهُ : ([10]) ترجمه : هيڅ فكرمكوه ان شاء الله دامريضتيا به تادگناهونونه پاك كړي . دغوصى په وخت كى دوعا كله چه يوانسان ته ډيره غصه ورشى نوكه ولاړوى نوكښيدني اوكه ناست وى نوډډه دى ولگوى اودادى ووائي . أَعُوْذُ بِاللهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيْمِ: ([11]) ترجمه : پناه نيسم الله تعالى پورى دشيطان شړل شوي اورټل شوى نه . دتلاوت كولو اداب 1- اودس كول 2- دتلاوت دشروع پرمهال اعوذ باالله --- -اوبسم الله ---- ويل 3- دتلاوت په دوران كى دونيا وي خبرى نه كول 4- په ښى لاس سره دقرآن كريم اخيستل اوبل چاته وركول 5- دتلاوت پرمهال قبلى ته مخ كول اوپه ادب سره كښيناستل 6- دتلاوت پروخت دبدن ، لباس اوځاى پاكوالى مراعات كول 7- كله چه ډيرخلك وي نوپه ټيټ اواز سره تلاوكول 8- دنوروپه تلاوت كى اختلال نه كول 9- دتلاوت په اخر كى صَدَقَ اللهُ الْعَظِيْمَ ويل 10- ددوزخ اوعذاب ايتونو دلوستلو پروخت ژړا كول اودجنت او نعمتو نو دايتونو په لوستلو سره دهغى دوعاكول

تلاوت كوونكى بايد دنورو خلكو نه په اوچت ځاى باندى ناست وى .)[12](

څوك چه تاته مال دركوى هغه ته دوعا بَارَكَ اللهُ لَكَ فِيْ أَهْلِكَ وَمَالِكَ ([13]) ترجمه : بركت دى واچوى الله تالپاره په اهل اومال ستاكى . مسجدته دننوتلو دوعا مسجدته په ښى ښپى سره ننوتل اودادوعاويل اللَّهُمَّ افْتَحْ لِيْ أَبْوَابَ رَحْمَتِكَ: ([14]) ترجمه: اى الله ! مادپاره دخپل رحمت دروازى پرانيزه مسجد نه دوتلو دوعا دمسجدنه په چپى ښپى سره وتل اودادوعاويل اللَّهُمَّ إِنِّيْ أَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ([15]) ترجمه اى الله ! زه ستا نه ستا دفضل سوال كوم . مسجد طرف ته تللو په وخت كى دوعا اللَّهُمَّ اجْعَلْ لِيْ نُوْراً فِيْ قَبْريْ..وَنُوْراً فِيْ عِظَامِيْ وَزِدْنِيْ نُوْراً وَهَبْ لِيْ نُوْراً عَلَى نُوْرٍ : ([16]) ترجمه : يا الله وگرځوه ماته په قبركى رڼااووگرځوه رڼا ځماپه هډوكوكى اوزياته كړه ماته رڼا اوراكړى ماته رڼا سره درڼا . په قبرستان ) هديرى ( دتيريدولودوعا السَّلاَمُ عَلَيْكُمْ أَهْلَ الدِّيَارِ، مِنَ الْمُؤْمِنِيْنَ وَالْمُسْلِمِيْنَ، وَإِنَّا إِنْ شَاءَ اللهُ بِكُمْ لاَ حِقُوْنَ أَسْأَلُ اللهَ لَنَا وَلَكُمُ الْعَافِيَةَ ([17]) ترجمه : اى ددى ځاى اوسيدونكومومنانواومسلمانانوپه تاسودى سلام وى او مونږه ان شاء الله ستاسوخواته درتلونكى يواومونږ خپل ځان اوستاسو دپاره دعافيت سوال كو. كله چه دد ښمن ويره وى نودادوعا وايه اللَّهُمَّ إِنَّا نَجْعَلُكَ فِيْ نُحُوْرِهِمْ وَنَعُوْذُ بِكَ مِنْ شُرُوْرِهِمْ: ([18]) ترجمه : اي الله !جَلَّ جَلَالُه مونږ تالره د )دوشمنانو( په سينو كى تصرف كو نكى جوړوو اودهغوى دشرارتونونه په تاسره پناه غواړو. دپرنجى كولو په وخت كى دوعا څوك چى پرنجى وكړى نوداسى دى ووائي : الْحَمْدُ ِللهِ: ترجمه : ټول تعريفونه الله جَلَّ جَلَالُه لره دى ددى په جواب كى دى بل مسلما ن داسى اووائي يَرْحَمُكَ الله : ترجمه: الله جَلَّ جَلَالُه دى په تا رحم اوكړي . ددى په جواب كى دى پرنجى واله داسى اووائي يَهْدِيْكُمُ اللهُ وَيُصْلِحُ بَالَكُمْ : ([19]) ترجمه : الله جَلَّ جَلَالُه دى تاپه هدايت باندى لرى اوستاحال دى درست كړى . دكافردسلام اچولو جواب رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَمْ فرمايلى : كله چه اهل كتاب ) يهود اونصارى ( تاسـو باندى سلام واچوى نوتاسوورته ووائى ) وعليكم ( چه معنى ئى داده : تاباندى دى هم وى . )[20]( كله چه دتهجد لما نځه لپاره راپاسى نودادوعاوايه اللَّهُمَّ إِنِّيْ أَعُوْذُ بِكَ مِنْ ضَيْق ِالدُّنْيَا وَضَيْقِ يَوْمَ الْقِيَامَةِ: ([21]) ترجمه : اى الله ! زه په تاسره پناه غواړم ددنيا دتنګسيانه اودقيامت د ورځى دتنګسيانه . دسهارپه وخت كى دوعا أَصْبَحْنَا وَأَصْبَحَ الْمُلْكُ ِللهِ رَبِّ الْعَالَمِيْنَ اللَّهُمَّ إِنِّيْ أَسْأَلُكَ خَيْرَ هَذَا الْيَوْمِ فَتْحَهُ، وَنَصْرَهُ، وَنُوْرَهُ وَهُدَاهُ، وَأَعُوْذُ بِكَ مِنْ شَرِّ مَا فِيْهِ وَشَرِّ مَا بَعْدَهُ :([22]) ترجمه : مونږ اوټول ملك الله تعالى لپاره دى چه هغه رب العلمين دى د صبا په وخت كى داخل شواى الله ! زه ستانه ددى ورځى دبهتروالى يعنى ددى ورځى دفتحى اومدد اونور اوبركت او هدايت سوال كوم اودهغه څيزونو دشرنه كوم چه په ديكى دى اوكوم چه به ددى نه پس وى دهغوشرنه په تاسره پناغواړم . دماښام په وخت كې دوعا اللَّهُمَّ بِكَ أَمْسَيْنَاوَبِكَ أَصْبَحْنَا وَبِكَ نَحْيَا، وَبِكَ نَمُوْتُ وَإِلَيْكَ النُّشُوْرُ: ([23]) ترجمه : يا الله ستا په توفيق سره موبيگاه كړواوستا په توفيق سره موسبا كړواوستا په توفيق سره ژوندى كيږواوستاپه نوم سره مړه كيږو اوتا ته واپس كيدونكى يو. 2- بِسْمِ اللهِ الَّذِيْ لاَ يَضُرُّ مَعَ اسْمِهِ شَيْءٌ فِي اْلأَرَضِ وَلاَ فِي السَّمَاءِ وَهُوَ السَّمِيْعُ الْعَلِيْمُ ([24]) ترجمه : شروع كوم په نوم دهغه الله چه ضرر نشى رسولى څه شى دهغه دنوم سره نه په ځمكه كى اونه په اسما ن كى اوالله جَلَّ جَلَالُه ډير اوريدو نكى اوډير پوه دى . مطلب څوك چه دادوعا سبا اوماښام درى درى ځلى ووائى هغه ته به هيڅ شى ضررونه رسوى . 3- رَضِيْتُ بِاللهِ رَبّاً وَبِالإِسْلاَمِ دِيْناً، وَبِمُحَمَّدٍ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَمْ نَبِيًّا: ([25]) ترجمه : راضى يم دالله جَلَّ جَلَالُه په ربوبيت اوداسلام په دين اود محمد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَمْ په نبوت . مطلب څوك چى دادوعادرى ځلى سهاراوماښام وائى الله پاك هغه دقيامت په ورځ ضرورخوشحاله وى . پنځمه كلمه داستغفار اَسْتَغْفِرُاللهَ رَبِّىْ مَنْ کُلِّ ذَنْبٍ اَذْنَبْتُه عَمَدًا اَوْ خَطَاً سِرًّا اَوْ عَلَانِيَةً وَّاَتُوْبُ اِلَيْهِ مِنَ الذَّنْبِ الَّذِىْ اَعْلَمُ وَمِنَ الذَّنْبِ الّذِىْ لَآ اَعْلَمُ اِنَّکَ اَنْتَ عَلَّامُ الْغُيُوبِ وَسَتَّارُ الْعُيُوْبِ وَ غَفَّارُ الذُّنُوْبِ وَلَاحَوْلَ وَلَاقُوَّةَ اِلَّابِاللهِ الْعَلِىّ الْعَظِيْمِ . ترجمه: زه داللهجَلَّ جَلَالُه نه معافي غواړم چه زماپروردگاردى دهرگناه نه چه ماكړي ده قصداً ياپه هيره په پټه اوياپه ښكاره اوزه دهغه حضور كى دهغوگناهو نونه توبه كوم چه ماته معلوم دى اودهغوگناهونونه چه ماته ندى معلوم بيشكه ته دغيب په ټولو خبروښه پوه ئى اودعيبونو پټوونكى ئي اودگناهونو بخښونكى ئى اودگناهونونه دبچ كيدوطاقت اودنيك كاركولو طاقت دالله جَلَّ جَلَالُهدطرف نه دي چه لويى شان اوعظمت خاوند دي . شپږم كلمه درد شرك اَللّٰهُمَّ اِنِّىْ اَعُوْذُبِکَ مِنْ اَنْ اُشْرِکَ بِکَ شَيئًا وَّاَنَا اَعْلَمُ بِهٖ وَاَسْتَغْفِرُکَ لِمَا لَآ اَعْلَمُ بِهٖ تُبْتُ عَنْهُ وَتَبَرَّاْتُ مِنَ الْکُفْرِ وَالشِّرْکِ وَالْکِذْبِ وَالْغِيْبَةِ وَالْبِدْعَةِ وَالنَّمِيْمَةِ وَالْفَوَاحِشِ وَالْبُهْتَانِ وَالْمَعَاصِىْ کُلِّهَا وَاَسْلَمْتُ وَاَقُوْلُٓ اِلٰهَ اِلَّا اللهُ مُحَمَّدٌ رَّسُوْلُ اللهِ ترجمه: يا الله زه په تاسره پناه غواړم ددى خبرى نه چه څه څيزستاسره شريك كړم اوماته دهغى علم وى اوزه تانه دهغى گناه معافى غواړم چه دهغى ماته علم نشته مادهغى نه توبه وويسته اوبيزاره شوم دكفردشر ك،دروغو،غيبت ، بدعت، دچغلى كولو،دبى حيائي كارونونه د تهمت لږ ولونه اودهرقسم نافرمانيو نه ماايمان راوړاوزه وايم چه د الله جَلَّ جَلَالُهنه سوابل معبود نشته حضرت محمد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَمْ دهغه رسول دى . كله چه څه مصيبت دراورسى اگركه ازغى ننوتلى هم وى نوداووايه إِنَّا ِللهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُوْنَšاللَّهُمَّ أَجُرْنِيْ فِيْ مُصِيْبَتِيْ وَأَخْلِفْ لِيْ خَيْراًمِنْهَا: ([26]) ترجمه : بيشكه مونږخاص الله دپاره يواوخاص الله ته واپس كيدونكى يواى الله ! ماته په مصيبتونواجرراكړى اوددى په عوض كى راته ددينه ښه بدل راكړي . داودس په مينځ كى دادوعا اَلهُم اَغْفِرْ لِى ذَنْبِى ووسَعْ لِى فِى دارى وَبَارك لى فى رزقى : ([27]) ترجمه : اى الله! زماگناهونه اوبخښى اوزماكورپراخه كړي اوزماپه رزق كى بركت واچوي . دسهاراوماښام لمانځه نه وروسته دوعا

اللَّهُمَّ أَجُرْنِيْ مِنَ النَّارِ: ([28])

ترجمه: اى الله! مادجهنم داورنه محفوظ كړي . دحيواناتودحلالى په وخت كى دوعا بِسْمِ اللهِ وَاللهُ أَكْبَرُ اللَّهُمَّ مِنْكَ وَلَكَ اللَّهُمَّ تَقَبَّلْ مِنِّيْ : ([29]) ترجمه : دالله جَلَّ جَلَالُه په نوم سره شروع كوم اوالله جَلَّ جَلَالُه دهرشى نه لوى دى يا الله ! ستالخوانه دى اوستا لپاره دى ياالله جَلَّ جَلَالُه ته ئى قبول كړه ځمانه . دصحبت خير اوعافيت دعا اللَّهُمَّ اهْدِنِيْ،َ و ارْزُقْنِيْ وَعَافِنِي وَارْحَمْنِيْ،: ترجمه اى الله ! زماهدايت نصيب كړدى اورزق راته راكړي اوبخښنه راته اوكړى اوپه مارحم اوكړي . دفرض لمونځ نه وروسته دوعاگانى 2:أَسْتَغْفِرُ اللهَ ، أَسْتَغْفِرُ اللهَ ، أَسْتَغْفِرُ اللهَ ،اللَّهُمَّ أَنْتَ السَّلاَمُ وَمِنْكَ السَّلاَمُ، تَبَارَكْتَ يَا ذَا الْجَلاَلِ وَالإِكْرَامِ: ([30]) ترجمه: بښنه غواړم تانه يا الله جَلَّ جَلَالُهبښنه غواړم تانه يا اللهجَلَّ جَلَالُه ، بښنه غواړم تانه يا الله جَلَّ جَلَالُه، ياالله جَلَّ جَلَالُه ته سلامتيا واله ئي اوستاطرف نه سلامتيا ده دبركت والائي اى خاونده دعظمت اوعزت. 2- )سُبْحَانَ اللهِ)۳۳) وَالْحَمْدُ لِلَّهِ )(۳۳) (وَاللهُ أَكْبَرُ) (۳۳) لاَ إِلَهَ إِلاَّ اللهُ وَحْدَهُ لاَ شَرِيْكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ، وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيْرٌ : ([31]) ترجمه : الله جَلَّ جَلَالُه پاك دى،دكمال ټول صفتونه الله جَلَّ جَلَالُه لره دى،الله جَلَّ جَلَالُه دهرشى نه ډير لوى دى نشته بل حقدار دبنده گى مگر الله جَلَّ جَلَالُه دى چه يودى شريك نه لري دهغه په اختيار كى بادشا هى ده هغه لره كامل صفات ي اوالله په هرشي باندى پوره قدرت لرونكى دي . 3- اللَّهُمَّ أَعِنِّيْ عَلَى ذِكْرِكَ، وَشُكْرِكَ، وَحُسْنِ عِبَادَتِكَ ([32]) ترجمه : اى الله ! زما امداد اوكړى چه ستاذكراوكړم اوستا شكر اداكړم اوستا ښه عبادت اوكړم . 4- أَسْتَغْفِرُكَ الَّذِي لاَ إِلَهَ إِلاَّ هوَا لْحَيُّ قَيُّوْمُ وَأَتُوبُ إلَيْهِ ([33]) ترجمه : مغفرت غواړم دالله جَلَّ جَلَالُه نه چه هغه ذات دي چه دده نه علاوه بل څوك نشته ژوندى دى اودهميش لپاره قائم دي اوزه هم ده ته توبه اوباسم . درمضان مبارك شپوكى دادوعالولى تُحِبُ الْعَفْوفَاعَف عَنَا يَا غَفُوْرُ يَا غَفُوْرُ يَا غَفُوْرُ: ترجمه : اى الله! بيشكه ته معاف كونكى ئى اومعافى خوښوى اومونږ معاف كړى اى مغفرت كونكيه اى مغفرت كونكيه اى مغفرت كونكيه دلمونځ كولو طريقه )الله اكبر( په و يلوسره دواړه لاسونه ترغوږ ونوپورى اوچت كړى اوبيا داثناويل: سُبْحَانَكَ اللَّهُمَّ وَبِحَمْدِكَ، وَتَبَارَكَ اسْمُكَ ، وَتَعَالَى جَدُّكَ، وَلاَ إِلَهَ غَيْرُكَš اَغُوْذُ بِاللهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيْمِ š بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيْمِš اَلْحَمْدُ لِلہِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَﭐﺫ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِﭑﺫ مٰلِکِ یَوْمِ الدِّیْنِ ﭒﺚ اِیَّاکَ نَعْبُدُ وَاِیَّاکَ نَسْتَعِیْنُﭓﺚ اِھْدِنَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِیْمَﭔﺫ صِرَاطَ الَّذِیْنَ اَنْعَمْتَ عَلَیْھِمْﺃ غَیْرِ الْمَغْضُوْبِ عَلَیْھِمْ وَلَا الضَّا۬لِّیْنَšبيابه سورت ويل قُلْ ھُوَ اللہُ اَحَدٌﭐﺆ اَللہُ الصَّمَدُﭑﺆ لَمْ یَلِدْﺃ وَلَمْ یُوْلَدْﭒﺫ وَلَمْ یَکُنْ لَّھ۫ کُفُوًا اَحَدٌšبيا داللّٰه اكبر په ويلو سره ركوع ته تلل اودرى ځلى سُبْحٰنَكَ رَبِّي الْعَظِيْمﺚ ويل اوبيا د سَمِعَ اللّٰهُ لِمَنْ حَمِدَه په ويلو سره نيغ اودريدل اوبيا د رَبَنَالَكَ الْحَمْدﺚ نه روسته د اللّٰهُ أَكْبَرُ په ويلو سره سجدى ته تلل اوپه دواړوسجدوكى درى ځلى سُبْحٰانَ رَبِيَّ الْاَعْلٰي ﺚ ويل اوبياد اللّٰهُ أَكْبَرُ په ويلوسره كښيناستل اوداويل اَلتَّحِيَّاتُ للهِ وَ الصّلَوَاتُ وَ الطَّيِّبَاتُ، اَلسَّلامُ عَلَيْكَ اَيُّهَا النَّبِيُّ وَ رَحْمَهُ اللّٰهِ وَ بَرَكَاتُهُ، اَلسَّلامُ عَلَيْنَا وَ عَلَي عِبَادِ اللّٰهِ الصَّالِحِيْنَ، اَشْهَدُ اَنْ لاَّ اِلَهَ اِلاَّ اللّٰه وَ اَشْهَدُ اَنَّ مُحَمَّداً عَبْدُهُ وَ رَسُوْلُهُ بيادرودشريف ويل: اَللَّهُمَّ صَلِّ عَلَي مُحَمَّدٍ وَ عَلَي آلِ مُحَمَّدٍ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَي اِبْرَاهِيْمَ وَ عَلَي آلِ اِبْرَاهِيْمَ اِنَّكَ حَمِيْدٌ مَّجِيْد. اَللَّهُمَّ بَارِكْ عَلَي مُحَمَّدٍ وَ عَلَي آلِ مَحَمَّدٍ كَمَا بَارَكْتَ عَلَي اِبْراهِيْمَ وَ عَلَي آلِ اِبْراهِيْمَ اِنَّكَ حَمِيْدٌ مَّجِيْد بيابه دوعا ووائي دعا:اَللهُمَّ رَبَّنَا آتِنَا فِي الدُّنْيَا حَسَنَهً وَ فِي الآخِرَهِ حَسَنَهً وَ قِنَا عَذَابَ النَّارِ بيابه ښى طرف ته السَّلاَمُ عَلَيْكُمْ ورحمة الله په ويلوسره مخ وگرځوى اوبيابه چپ طرف ته هم همداسى عمل وكړى . ترتیب کوونکی :− محمدجلیل (مسرور)~