ادراکي انقلاب

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ادراکي انقلاب (انګلیسي: cognitive revolution) یو فکري خوځښت و چې په ۱۹۵۰مه لسیزه کې د ذهن یا فکر او د هغه د پروسو د یوې څو-څانګیزې یا بین رشته‌اي مطالعې په توګه پیل شو. دغه خوځښت بیا وروسته د ادراکي علومو په توګه وپېژندل شو. د ارواپوهنې، ژبپوهنې، کمپیوټر ساینس، انتروپولوژي، عصبي علومو او فلسفې برخې له دغه علم سره تړلې ساحې بلل کېږي. کاري طریقو یې د هغه مهال په تازه راټوکېدلو ډګرونو مصنوعي هوښیارۍ، کمپیوټر ساینس، او عصبي علومو کې وده وکړه. په ۱۹۶۰مه لسیزه کې، د هاروارډ پوهنتون د ادراکي څېړنو مرکز او د کالیفورنیا د سان ډیاګو ښار په پوهنتون کې د بشري معلوماتو د پروسس مرکز د ادراکي علومو د اکاډمیکې مطالعې په برخه کې اغېزناک او مخکښ وو. د ۱۹۷۰مې لسیزې په لومړیو کې، ادراکي خوځښت د یوې روانپوهنیزې الګو یا نمونې په توګه له چلندپالنې مخکې شو. پر دې سربېره، د ۱۹۸۰مې لسیزې په لومړیو کې ادراکي چلند د ارواپوهنې د ډګر په ډېرو څانګو کې د څېړنو پر یوه برلاسې کرښه هم بدل شو.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

د لومړنۍ ادراکي ارواپوهنې یوه اصلي موخه د انساني درک یا پوهېدنې په مطالعه کې د علمي مېتود پلي کول او کارول وو. د ادراکي انقلاب ځینې اصلي نظرونه او پرمختګونه د ادراکي علومو په څېړنه کې د علمي مېتود کارول، د حسي آخذو د پروسس کولو لپاره د ذهني سیستمونو اړتیا، د دغو سیستمونو طبیعي‌والی، او د ذهن پیمانه‌بندي یا انډول کول (modularity) وو. ادراکي انقلاب ته په خوځښت ورکولو کې مهمې خپرونې د ارواپوه جورج میلر د ۱۹۵۶م کال مقاله "جادویي شمېره اووه، جمع یا منفي دوه" (د ارواپوهنې په برخه کې یوه له خورا زیاتو نقل قول شوو مقالو څخه)، او د ژبپوه نوام چامسکي "نحوي یا ترکیبي جوړښتونه" اثر (۱۹۵۷م) او "د بي اېف سکینر د لفظي یا شفاهي چلند د اثر نقد" (۱۹۵۹م) مقاله شامل دي، چې ترڅنګ یې د مصنوعي هوښ په برخه کې د جان مک کارتي، ماروین مینسکي، الن نیویل، او هربرټ سیمون مهم اثار، لکه "د بشري ستونزو هوارولو د یوې تیورۍ عناصر" تر عنوان لاندې د دوی د ۱۹۵۸م مقاله، او د اولریک نیسر د ۱۹۶۷م کال کتاب "ادراکي ارواپوهنه" پکې د یادولو وړ دي.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

تاریخي شالید[سمول]

تر ادراکي انقلاب وړاندې چلندپالنه (behaviorism) په متحده ایالاتو کې د ارواپوهنې په برخه کې برلاسی جریان و. چلندپالانو له "زده کړې" سره لېوالتیا لرله، چې "له غبرګونونو سره د محرکونو یا هڅوونکو عواملو نوې او تازه اړیکه" ګڼل کېده. پر حیواناتو ازمویښتونو او تجربو د چلندپالنې اړوند څېړنو کې پام‌وړ رول لوبولی، او مشهور چلندپوه جې بي واټسون، چې د یوې واحدې ډلې په توګه د انسانانو او حیواناتو د غبرګونونو په تشریح کولو کې یې لېوالتیا لرله، وویل چې د دواړو ترمنځ توپیر کولو ته اړتیا نشته. واټسون هیله لرله چې د خپلې څېړنې له لارې د چلند اټکل او کنټرول زده کړي. د جورج مانډلر په وینا، د هول-سپېنس (Hull-Spence) زده کړې د تیورۍ اړوند محرک-غبرګون مشهوره طریقه، د هغو موضوعاتو د څېړنې لپاره کارول ناشوني وو چې د ادراکي علومو پوهان پکې لېوالتیا لري، لکه حافظه او فکر، ځکه چې محرک او غبرګون دواړه په بشپړه توګه فزیکي پېښې ګڼل کېدې. چلندپوهانو عموما د دغو موضوعاتو په اړه څېړنه نه ده کړې. بي اېف سکینر، چې یو کړنپال چلندپوه دی، ځینې ذهني مفاهیم، لکه غریزه د "توضیحي تخیلاتو" په توګه، نقد کړل هغه مفکورې چې د یوه ذهني مفهوم په اړه د انسانانو تر واقعي پوهې د زیات څه انګېرنه کوي. د چلندپالنې بېلابېل ډولونه د هغه دقیق رول (که وي) په اړه مختلف نظرونه لري چې شعور او درک یې په چلند کې لوبوي. که څه هم چلندپالنه یا سلوکېزم په متحده ایالاتو کې مشهور و، خو په ځانګړې توګه اروپا یې تر اغېزې لاندې نه وه، او په دغه دوره کې په اروپا کې د ادراک په اړه څېړنې په اسانۍ سره موندل کېدای شي.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

نوام چامسکي په ترتیب سره ادراکي او چلندپال دریځونه د منطقي او تجربي په توګه مطرح کړي دي. دا هغه فلسفي دریځونه دي چې د سلوکیزم یا چلندپالنې له مشهورېدو او ادراکي انقلاب له رامنځته کېدو وړاندې راټوکېدلي دي. تجربه‌پالان پر دې باور دي چې انسان یوازې د حسي آخذو له لارې پوهه ترلاسه کوي، په داسې حال کې چې عقل‌پالان بیا باور لري چې تر حسي تجربې هاخوا هم یو څه شته چې د انسان له پوهې سره مرسته کوي. له دې سره سره، دا چې ایا د ژبې په اړه د چامسکي دریځ له دودیز منطقي چلند سره سمون لري کنه، د فیلسوف جان کوټینګم لخوا د پوښتنې وړ بلل شوې ده.[۱۹][۲۰]

جورج میلر، چې په ادراکي انقلاب کې د ښکېلو پوهانو له جملې څخه دی، د دغه انقلاب د پیل نېټه د ۱۹۵۶م کال د سپټمبر ۱۱مه ټاکي، په کومه نېټه چې د تجربوي ارواپوهنې، کمپیوټر ساینس، او تیوریکي ژبپوهنې په څېر ساحو ګڼو څېړونکو د ادراکي علومو اړوند موضوعاتو په اړه خپل علمي کار د ماساچوسېټ ټیکنالوژۍ انسټیټیوټ کې "د معلوماتو په تیورۍ کې د ځانګړې لېوالتیا ګروپ" په یوه غونډه کې وړاندې کړ. دغې بین رشته‌اي همکارۍ د "ادراکي څېړنه" او "د معلوماتو د پروسس ارواپوهنه" په څېر ګڼ نومونه واخیستل مګر په پای کې د ادراکي علم په نوم یاده شوه. په ۱۹۷۰مه لسیزه کې د الفریډ پي سلوان بنسټ له خوا مالي ملاتړ د ادراکي علومو په اړوندو ډګرونو کې بین رشته‌اي پوهاوي ته وده ورکړه او د هغو څېړنو ملاتړ یې وکړ چې د ادراکي عصبي علومو ډګر ته یې لاره هواره کړه.[۲۱]

اصلي مفاهیم[سمول]

جورج میلر وايي چې د ادراکي علومو په پراختیا کې شپږو ډګرونو ونډه لرلې ده: ارواپوهنه، ژبپوهنه، کمپیوټر ساینس، انتروپولوژي یا انسانپوهنه، د اعصابو علم، او فلسفه، چې لومړیو دریو یې بنسټیز رول پکې لرلی دی.[۲۲]

علمي مېتود[سمول]

د لومړنۍ ادراکي ارواپوهنې کلیدي موخه د انسان د درک یا پوهېدنې په مطالعه کې د علمي مېتود کارول یا پلي کول وو. دا چاره د هغو تجربو یا ازمایشونو له طرحه کولو سره ترسره شوې، چې د مصنوعي هوښ محاسبه‌اي ماډلونه یې کارولي ترڅو په یوه کنټرول شوي لابراتواري تنظیم کې د انسان د ذهني پروسو اړوندې تیورۍ په سیستماتیک ډول وازمویي.[۲۳]

منځګړیتوب او د معلوماتو پروسس[سمول]

د "ادراکي چلند" په تعریف کې اولریک نیسر وايي چې انسانان یوازې د هغو منځګړو یا واسطه‌اي سیستمونو له لارې له "ریښتینې نړۍ" سره تعامل کولی شي چې معلومات پروسس کوي لکه حسي آخذه (input). د ادراکي علومو د یوه متخصص له فهم سره سم، د درک یا پوهېدو مطالعه د همدغو سیستمونو او هغو لارو چارو مطالعه ده چې له آخذې څخه ترلاسه شوي معلومات پروسس کوي. په دغه پروسس کې نه یوازې د آخذې لومړنی جوړښت او تشریح شاملېږي، بلکې ذخیره کول او وروسته کارول یې هم پکې شامل دي.[۲۴]

سټیون پینکر ادعا کوي چې ادراکي انقلاب د فزیکي نړۍ او مفکورو، مفاهیمو، معناوو او ارادو د نړۍ ترمنځ واټن له منځه وړی. دغه انقلاب دا دوې نړۍ له یوې داسې تیورۍ سره رایوځای کړې چې ذهني ژوند پکې د معلوماتو، محاسبې او فیډبک له مخې تشریح کېدای شي.[۲۵]

نیوکې[سمول]

له سلوکیزم څخه ادراکیزم ته د بدلون د معمولو ځانګړتیاوو په اړه نیوکې هم شته دي.

درېیم هنري اېل روډیګر استدلال کوي چې د ادراکي انقلاب په اړه د ډېری خلکو عام روایت ناسم دی. هغه روایت چې نوموړی یې تشریح کوي دا دی چې ارواپوهنه په ښه ډول پیل شوه مګر خپله لاره یې ورکه کړه او د چلندپالنې په لوري ولوېده، خو د ادراکي انقلاب په وسیله بېرته سمه شوه، چې په اصل کې یې سلوکېزم یا چلندپالنې ته د پای ټکی کېښود. نوموړی ادعا کوي چې د چلند تحلیل په حقیقت کې لاهم د هغو څېړنو یوه فعاله ساحه ده چې په ارواپوهنه کې بریالۍ پایلې راباسي او د بېلګې په توګه "د چلند د تحلیل نړیوال سازمان" ته اشاره کوي. د هغه په وینا، د چلندپالنې څېړنې د اوتېزم یا ګوښه‌والي، ژبې بندېدو یا توتله‌والي، او ګونګوالي د بریالۍ درملنې مسولیت لري، او دا چې ډېری ارواپوهان په حقیقت کې د لیدلو وړ چلند څېړي، که څه هم دوی یې پایلې په ادراکي توګه تفسیروي. هغه پر ​​​​دې باور دی چې له سلوکېزم څخه ادراکېزم ته بدلون په تدریجي بڼه و، او د چلندپالنې یا سلوکېزم له رغولو سره ورو ورو د تکامل په حال کې دی.[۲۶][۲۷][۲۸]

سرچینې[سمول]

  1. Thagard, Paul (2014). "Cognitive Science". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Miller, George (March 2003). "The cognitive revolution: a historical perspective" (PDF). Trends in Cognitive Sciences. 7 (3): 141–144. doi:10.1016/S1364-6613(03)00029-9. PMID 12639696. S2CID 206129621. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 12 October 2011 باندې). The Cognitive Revolution. Harvard Gazette.
  4. "George Mandler - In Memoriam". Department of Psychology, UC San Diego. Regents of the University of California. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Friesen, Norm (2010). "Mind and Machine: Ethical and Epistemological Implications for Research" (PDF). AI & Society. 25 (1): 83–92. doi:10.1007/s00146-009-0264-8. S2CID 27570009. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۴ اگسټ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  6. Thagard, P. (2002). "Cognitive Science". Stanford Encyclopedia of Philosophy.  
  7. Waldrop M.M. (2002). The Dream Machine: JCR Licklider and the revolution that made computing personal. New York: Penguin Books. د کتاب پاڼي 139, 140. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Pinker, Steven (2002). The blank slate : The modern denial of human nature. Viking. OCLC 939275519. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-670-03151-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Chomsky, Noam (1975). Reflections on Language. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Thagard, Paul (2014). "Cognitive Science". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Gorenflo, Daniel W.; McConnell, James V. (26 August 2016). "The Most Frequently Cited Journal Articles and Authors in Introductory Psychology Textbooks". Teaching of Psychology. 18 (1): 8–12. doi:10.1207/s15328023top1801_2. S2CID 145217739. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Noam Chomsky". 2015-10-16. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ اکتوبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ جولای ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Graham, George (2019). "Behaviorism". In Zalta, Edward N. (المحرر). Stanford Encyclopedia of Philosophy (الطبعة Spring 2019). Metaphysics Research Lab, Stanford University. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Neisser, U (1967) Cognitive Psychology Appleton-Century-Crofts, New York.
  15. Mandler, George (2002). "Origins of the cognitive (r)evolution". Journal of the History of the Behavioral Sciences. 38 (4): 339–353. doi:10.1002/jhbs.10066. PMID 12404267. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Skinner, B. F. (2012). Science And Human Behavior (په انګلیسي ژبه کي). Simon and Schuster. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-02-929040-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Leahey, T. H. (1992). "The mythical revolutions of American psychology" (PDF). American Psychologist. 47 (2): 308–318. doi:10.1037/0003-066X.47.2.308. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۷ اپرېل ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  18. Mandler, George (2002). "Origins of the cognitive (r)evolution". Journal of the History of the Behavioral Sciences. 38 (4): 339–353. doi:10.1002/jhbs.10066. PMID 12404267. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Empiricism and Rationalism, by Noam Chomsky (Excerpted from Language and Responsibility)". chomsky.info. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Markie, Peter (2017), "Rationalism vs. Empiricism", in Zalta, Edward N. (المحرر), The Stanford Encyclopedia of Philosophy (الطبعة Fall 2017), Metaphysics Research Lab, Stanford University, د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Miller, George (March 2003). "The cognitive revolution: a historical perspective" (PDF). Trends in Cognitive Sciences. 7 (3): 141–144. doi:10.1016/S1364-6613(03)00029-9. PMID 12639696. S2CID 206129621. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Miller, George (March 2003). "The cognitive revolution: a historical perspective" (PDF). Trends in Cognitive Sciences. 7 (3): 141–144. doi:10.1016/S1364-6613(03)00029-9. PMID 12639696. S2CID 206129621. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Thagard, Paul (2014). "Cognitive Science". The Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Neisser, Ulric, 1928-2012. (2014). Cognitive psychology. Psychology press. OCLC 1014160397. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84872-693-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: أسماء متعددة: قائمة المؤلفون (link)
  25. Pinker, Steven (2002). The blank slate : The modern denial of human nature. Viking. OCLC 939275519. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-670-03151-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Roediger, Henry L.; III (2004-03-01). "What Happened to Behaviorism". APS Observer (په انګلیسي ژبه کي). 17 (3). الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Leahey, T. H. (1992). "The mythical revolutions of American psychology" (PDF). American Psychologist. 47 (2): 308–318. doi:10.1037/0003-066X.47.2.308. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۷ اپرېل ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); الوسيط |archiveurl= و |archive-url= تكرر أكثر من مرة (مساعدة); الوسيط |archivedate= و |archive-date= تكرر أكثر من مرة (مساعدة)
  28. Lachman, Roy, Lachman, Janet L. and Butterfield, Earl C. (1979). Cognitive Psychology and Information Processing: An Introduction. Hillsdale, NJ: Lawrence Erlbaum Associates. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: يستخدم وسيط المؤلفون (link)