اخلاقي غورځنګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


اخلاقي غورځنګ (په انګلیسي: Ethical Movement)، چې د اخلاقي هڅوب غورځنګ او اخلاقي وګړپالنې یا په ساده توګه د اخلاقي هڅوب په نومونو هم یادېږي، یو اخلاقي ښوونیز او دیني/مذهبي خوځښت دی چې په ټوله کې، مخینه یې فیلېکس ادلر (۱۸۵۱ تر ۱۹۳۳ ز) ته ورګرځي. بېلابېل څانګه‌ییزو بنسټونو ته، په ټولیزه توګه، «اخلاقي ټولنې» ویل کېږي او کېدای شي «اخلاقي ټولنه»، «اخلاقي هڅوب ټولنه»، «د اخلاقي هڅوپ لپاره ټولنه»، «اخلاقي وګړپاله ټولنه» او یا په «اخلاقي» چوکاټ کې داسې نور نومونه ولري.[۱]

اخلاقي غورځنګ، تر ډېره په متحده ایالاتو او اروپا کې، د نولسمې پېړۍ د سیکولر اخلاقو څخه په لمن کې زېږېدلی دی. کله چې د دغه غورځنګ ځیني غړي یو سیکولر وګړپال خوځښت د جوړولو هوډ کوي، نور په‌دې هڅه کې وو ترڅو یو سیکولر اخلاقي غورځنګ رامنځ‌ته کړي چې د وګړپالو اخلاقي کوډونو په پراختیا کې، د ټولنیزو جوړښتونو او دیني مناسکو د هڅولو په معنی، د خپلې تګلارې په ترڅ کې په غوڅه توګه «مذهبي» ؤ. په داسې حال کې چې دغه غورځنګونه په متحده ایالاتو کې د جلا ښوونیزو بنسټونو په توګه (د امریکا وګړپاله ټولنه او د امریکا اخلاقي ټولنه) رامنځ ته کېدل، د امریکا اخلاقي ټولنې بریتانیایي هم‌پوړې ټولنې (د South Place اخلاقي ټولنه او د بریتانیا اخلاقي ټولنه) په لاسي توګه، له ټولنیز موډل څخه رااېستل کېږي او نومونه یې، په ترتیب سره، کانوې هال (Conway Hall) او د بریتانیا وګړپال (Humanists UK) ته اوړي. د «بې‌خدایه» په فرعي ټولنیزو غورځنګونو کې «Sunday Assembly» شامله ده، چې د لندن څانګه یې له ۲۰۱۳ زېږدیز کال راهیسې له کانوې هال څخه د غونډې ترسره کولو ځای په توګه کار اخلي.

د اخلاقي هڅوب او سیکولرې وګړپالې ډلې، په نړیواله کچه، تل په ګډه تنظمیږي؛ د امریکا اخلاقي ټولنه او د بریتانیا اخلاقي ټولنه په ګډه د وګړپالو نړیوالې ټولنې (Humanists International) بنسټ اېښودونکي غړي وو، چې په اصل کې یې نوم «نړیواله وګړپاله او اخلاقي ټولنه» او د غورځنګ د یووالي ښودونکی ؤ.[۲][۳]

تاریخ[سمول]

مخینه[سمول]

اخلاقي غورځنګ، د وېکټوریا پېر د روښاندو په منځ کې د ایمان د ورکېدو په پایله کې وده وکړه. د اخلاقي غورځنګ د اصولو لومړنۍ نښه د South Place په اخلاقي ټولنه کې د موندلو وړ ده؛ دغه ټولنه په ۱۷۹۳ ز کې، د South Place عبادتځي په توګه، د لندن ښاره پر یوې څنډه، په فینسبوري میدان تاسیس شوه. [۴]

د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې، نوموړې ټولنه د «افراطي سیاستوالو د راغونډېدلو ځای» په توګه پېژندل کېده. د ښاره په هغې څنډه کې نوموړې ټولنه یو کوچنی اتحادپاله عبادتځی ؤ او یاد غورځنګ، کواکرانو ته ورته، د ښځو برابروالي څخه ملاتړ کاوه. د لوی کاهن «ویلیام جانسون فاکس» تر مشرۍ لاندې، د نوموړې کلیسا منبر د انا ویلر (لومړنۍ ښځه چې په انګلستان کې یې د عمومي غونډو له‌لارې د فېمینیزم لپاره مبارزه او په ۱۸۲۹ ز کې یې د «ښځو د حقوقو» په اړه وینا وړاندې کړه) په څېر فعالانو په اختیار کې کېښودل شو. تر هغو وروسته لسیزو کې، دغه کوچنی عبادتځی له اتحادپالنې څخه لېرې شو او خپل نوم یې «د South Place دیني ټولنه» او وروسته بیا «د South Place اخلاقي ټولنه» ته واړوه (دا د ټولنې رسمي نوم ؤ، که څه هم له ۱۹۲۹ ز وروسته د کانوې هال په نامه پېژندل کېده) او اوس‌مهال ورته «د کانوې هال اخلاقي ټولنه» ویل کېږي.[۵][۶][۷]

«د نوي ژوند ټولنه – Fellowship of the New Life» په ۱۸۸۳ ز کې د سکاټلندي روښاندي «ټوماس دېوېدسن» له‌خوا پرانېستل شوه. د ټولنې غړي، شاعران ادوارد کارپېنتر او جان دېوېدسن، د ژویو حقوقو فعال هنري ستېفنس سالت، نوږپوه هاولاک اېلیس، فېمینیست اېديت لیز (چې وروسته له له اېلیس سره واده کوي)، ناول لیکونکی اولیف شراینر او ادوارد ر. پیز وو. [۸][۹][۱۰]

موخه یې «د واړه غړو لپاره د یوه بشپړ شخصیت روزنه او پالنه» وه. هغو غوښتل چې د یوه سپېڅلي ساده ژوند بېلګې په وړاندې کولو سره، ټولنه کې بدلون راولي. دېوېدسن د دین، اخلاقو او ټولنیزو اصلاحاتو په اړه د یوې جوړښتي فلسفې کلک ملاتړی ؤ.

په امریکا کې[سمول]

فیلېکس ادلر په ځلمیتوب کې روزل کېده ترڅو د خپل پلار په څېر (ساموېل ادلر، د نیویارک په ایمانوېل عبادتځي یهودي اصلاح‌پال رابي) د یهودانو ملا (رابي) شي. د زده‌کړو د یوې برخې په توګه، په هایدلبرګ پوهنتون کې نوم لیکي او هلته د نوې-کانتي فلسفې څخه اغېزمن کېږي. هغه په ځانګړې توګه کانتي مفکورو او باورونو ته وهڅېده، چې له‌مخې یې د خدایانو شتون یا نه‌شتون او یا تلپایښت د اثبات وړ نه‌دی او اخلاق پرته له الهیات‌پوهنې څخه هم رامنځ‌ته کېدلای شي. [۱۱]

په دغه وخت کې هغه هم د ښځو او اجیرانو د زبېښاک (استثمار) له‌امله رامنځ‌ته شویو اخلاقي ستونزو له ګواښ سره مخ کېږي. دغه تجربې د اخلاقي غورځنګ لپاره فکري ډګر اواروي. په ۱۸۷۳ ز کې کله چې له آلمان څخه بېرته راځي، نو خپل اخلاقي الواک د یوې خطبې په چوکاټ کې د خپل پلار له جماعت سره شریکوي. راپارېدلو منفي غبرګونونو ته په کتو سره، د یوه روزېدونکي رابي په توګه، دا د هغه ړومبنۍ او وروستۍ خطبه وه. هغه د رابي‌توب په ځای، په کورنېل پوهنتون کې استادۍ ته منصوبېږي او په ۱۸۷۶ ز کې یوه بله خطبه وړاندې کوي چې په ۱۸۷۷ ز کې د نیویارک اخلاقي هڅوب ټولنې د رامنځ‌ته کېدو لامل ګرځي. په ۱۸۸۶ ز کې، ورته ټولنې په فیلادلفیا، شیکاګو او سنت لویس کې وده وکړه. [۱۲]

دغو واړو ټولنو د اصولو له‌مخې، ورته څرګندنه درلوده:

  • هغه اعتقاد چې له‌مخې یې اخلاق له الهیات‌پوهنې څخه جلا ګڼل کېږي؛
  • هغه تایید چې نوې اخلاقي ستونزې په نومهالې صنعتي ټولنه کې راولاړې شوې دي، خو د اوارولو لپاره یې د نړۍ دینونو ورته په اړینه او پوره کچه، وړ غبرګون نه‌دی ښودلی؛
  • هغه دنده چې د اخلاقو د دودیزولو له‌لارې انسان‌پالنې ته ژمنه پاتې شي؛
  • دا باور چې د ځان اصلاح او د ټولنې اصلاح په ورته پړاو کې ترسره شي؛
  • په اخلاقي ټولنو کې د جمهوري حکومت ټینګښت، نه سلطنتي واکمنۍ؛
  • هغه توافق چې له‌مخې یې د ځوانانو ښوونه او روزنه تر ټولو ستره موخه ده.

کلیدي مفکورې[سمول]

په داسې حال کې چې اخلاقي هڅوپ، په خامخایي ډول، د خپل د بنسټ اېښودونکي لیدلوري د وروستیو پرېکړو په توګه په پام کې نه‌نیسي، ادلر داسې مرکزي مفکورې معرفي کړې چې په اخلاقي هڅوب کې مهمې پاتې شوې. دا مفکورې په لاندې ډول دي:

  • د انسان ارزښت او ځانتنی‌توب – ټولو وګړو ته د ذاتي ارزښت لرونکو انسانانو په سترګه کتل کېږي، د هغو ارزښت د هغو د ترسره شویو کارونو ارزښت پورې تړاو نه‌لري. هغوی د درناوي او وقار وړ دي، د هغو ځانتنۍ ډالۍ دې ولمانځل شي او نور هم وهڅول شي.[۱۳]
  • تر ټولو ښو ښېګڼو راپارول – «تل داسې عمل وکړئ چې په نورو، او په پایله کې په خپل ځان کې تر ټولو ښې ښېګڼې راولاړې کړئ»؛ د دې مفکورې درلودل، اخلاقي هڅوب ته د طلایي قاعدې وربخښلو په معنی دي.
  • خپلمنځي اړیکه – د ادلر د جاج له‌مخې نړۍ د بې‌شمېرو ځانتینو او اړینو اخلاقي پلاویو (انساني وګړي) په توګه رامنځ‌ته شوې ده، هر یو یې پر بل اغېزه لري او د اغېزې کچه یې د اټکلولو وړ نه‌ده؛ ادلر د خپل دغه جاج د ښودلو په موخه له «اخلاقي څواړخیزوالی» ګړنې څخه کار واخېست. په بله وینا، موږ ټول یو بل سره په اړیکه کې یاستو، داسې چې هر جز وګړی په کل کې نقش لوبوي او هر کل پر جز وګړي باندې اغېزه پرېږدي. زموږ خپلمنځي اړیکه د اخلاقو په زړه کې پرته ده.

ډېري اخلاقي ټولنې په څرګنده توګه یوې نښې ته ګوته نیسي او وایي چې، «هغه ډګر چې واړه وګړي تر ټولو لوړو ښېګڼو د لټون لپاره سره راغونډېږي، سپېڅلې ځمکه ده».[۱۴]

سرچینې[سمول]

  1. From Reform Judaism to ethical culture: the religious evolution of Felix Adler Benny Kraut, Hebrew Union College Press, 1979
  2. Brown, Stuart C; Collinson, Diané (1996), "Adler", Biographical dictionary of twentieth-century philosophers, د کتاب پاڼې 7, د کتاب نړيواله کره شمېره 9780415060431 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. The conservator, Volumes 3-4, Horace Traubel, Volume 3, page 31
  4. City of London page on Finsbury Circus Conservation Area Character Summary Archived 8 October 2006 at the Wayback Machine.
  5. The Sexual Contract by Carole Patema, 1988, p. 160
  6. Rendall, Jane. "Women's Politics in Britain 1780-1870: Claiming Citizenship". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ مارچ ۲۰۱۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مارچ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) Especially "72. The religious backgrounds of feminist activists".
  7. "Ethical Society history page". Ethicalsoc.org.uk. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ جنوري ۲۰۰۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ سپټمبر ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Good, James A. "The Development of Thomas Davidson's Religious and Social Thought". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. George Hendrick, Henry Salt: Humanitarian Reformer and Man of Letters, University of Illinois Press, pg. 47 (1977).
  10. Jeffrey Weeks, Making Sexual History, Wiley-Blackwell, pg. 20, (2000).
  11. Howard B. Radest. 1969. Toward Common Ground: The Story of the Ethical Societies in the United States. New York: Fredrick Unger Publishing Co.
  12. Colin Campbell. 1971. Towards a Sociology of Irreligion. London: MacMillan Press.
  13. Brown, Stuart C; Collinson, Diané (1996), "Adler", Biographical dictionary of twentieth-century philosophers, د کتاب پاڼې 7, د کتاب نړيواله کره شمېره 9780415060431 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Goldberger, Paul (12 August 2010), Architecture, Sacred Space, and the Challenge of the Modern, Chautauqua Institution, د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ جولای ۲۰۱۱ باندې, د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مارچ ۲۰۱۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)