اخروی نړۍ
د کتاب ځانګړنې:
د کتاب نامه: اسانه اسلامپوهنه ( د ژڼیو لپاره)
لیکوال: شیخ محسن قرآیتي (د تفسیر نور مفسر)
ژباړن: ډاکټر ذبیح الله اقبال
وېبپاڼه:www.andyal.com
اخروي نړۍ
[سمول]شاوخوا ته چې ګورو؛ نو ترسترګو کېږي، چې هر څه په خپل ځای کې ایښوول شوي دي. که ماشوم بېوسې دی؛ نو موروپلار د هغه مینې له کبله چې ورسره لري یې، پالنه یې کوي او ټولې ستونزې یې ورهواروي. توکاڼې ترخې یا تروې نه دي، چې و مو نه کړوي او اوښکه تروه ده، چې سترګه وساتي.
الله د لاس پر ګوتو ډېر پوټکی ایښی دی، چې په راکت کولو کې ستونزه و نه لري، زنګون یې هم داسې پنځولې، چې راکت کړای شي. د سترګو وریځې، باڼه، ګاټي او کاسه ټول داسې پنځول شوي، چې سترګه مو خوندي وي. شونډې مو نرمې دي، چې په اسانۍ خبره وکولای شو او د خوړو پر مهال خواړه له خولې راتویې نشي. له ځمکې سره د لمر واټن یې داسې اوډون کړی، چې و مو نه سوزوي. خاوره یې راته وړیا چاڼخونه ګرځولې، چې چټلۍ اوبه ورننوځي؛ خو رڼې او پاکې ترې راووځي، هر څه ته چې ګورو، د خدای ځواک او واک پکې وینو؛ نو آیا شونې ده، چې هغه الله چې زموږ بدن او په ټوله نړۍ کې یې دومره ښکلا، هنر، صنعت او حکمتونه ایښي دي، تر څه مودې روسته، د انسان په مړینې سره، هر څه ته د پای ټکی کېږدي؟
آیا له ځان سره ویلای شو، چې انسان نوزېږی، ژڼی، ځوان،پوخ منګی، ورپسې بوډا شي او په مړینه یې دوسیه وتړل شي او هر څه یې پای ته ورسي؟
یوې بېلګې ته پام وکړئ:
که یو څوک ډېرو خلکو ته مېلمستیا وکړي او پر دسترخوان په خورا نظم ډول ډول خواړه، څښاک، سبزیانې او مېوې کېږدي؛ په مېلمستون کې یې ښکلا ته ډول ډول پردې او څراغونه راځړولي وي؛ خو مېلمانه یو بل ته د درناوي پر ځای پر یو بل یرغل وکړي، یو د بل حق تر پښو لاندې او ولتاړي او تر څه مودې روسته، شخړه پای ته ورسي، دسترخوان راټول، څراغونه بند او مېلمستیا پای ومومي؛ نو آیا خلک به دې سړي ته چې دا مېلمستیا یې چمتو کړې وه، نه وايي، چې زحمتونه دې تویې ولاړل او مېلمستیا دې هڅې وه؟ آیا داسې نه ده، چې له دې مېلمنو یوه ګټنه شوې وه او د مېلمستیا یوه موخه وای؟
تردې بېلګې روسته، خپلې زده کړې ته ورځو.
ځمکه خپور شوی دسترخوان دی، چې ډول ډول خواړه، مېوې، رنګونه، خوندونه، سیندونه، غرونه، کانونه او ښکلاوې پرې ايښوول شوې دي او ځمکمېشتي د څه مودې لپاره په دې ستر کور کې دي. ځینې خلک ظالمان او ځینې مظلوم دي. که تر څه مودې روسته ټول مړه شي او د لمر څراغ تت شي او دسترخوان راټول شي؛ نو په دې پنځون کې څه ګټه ده؟ که له خوړو انسان جوړ شي او انسان ومري او خاورې شي او هېڅ ډول ثواب او عذاب نه وي او بد او ښه خلک ټول یوځای ورک او پوپناه شي؛ نو دا پنځون به څه موخه ولري؟ که موږ چمتو نه یوو، چې بې موخې دسترخوان خپور کړو؛ نو حکیم الله هم بې موخې انسان نه پنځوي.
الله حکیم دی، تردې چې زموږ درېدو ته یې د پښو تلی جوړ کړی دی او د بشر هر څه یې پنځولي دي. موږ نشو ویلای چې هر څه بشر ته پنځول شوي دي؛ خو بشر یوازې خوړو او ویدېدو ته پنځول شوی دی؛ نو باید یو ((حساب و کتاب)) او ((ثواب و عذاب)) وي او لکه څنګه چې په مني کې د ونو پاڼې رژېږي او بېرته رازغونېږي او لکه څنګه چې تر ویدېدو روسته بېرته راويښېږو، باید بیاځلي انسان راژوندی شي، چې د خپلو ښېګڼو او بدیو حساب ورسره وشي؛ البته د ښېګڼو او بدیو د لاسباړې یوه برخه په دې نړۍ کې هم ورکول کېږي؛ خو آریز ثواب او عذاب په هغه نړۍ کې دی.
د مړي راژوندي کېدل؛لکه له خوبه راپاڅېدل او د هېرې خبرې د رایادولو په څېر دي. هماغه الله چې موږ یې پنځولي یوو، کولای شي تر مرګ روسته مو بیاځلي راژوندي کړي.
لکه څنګه چې څوک د لومړي ځل لپاره یو موټر جوړ کړي، کولای شي پورزې یې یو له بله جلا او یو ځل بیا یې سره ونښلوي. لکه څنګه چې موږ کولای شو، خښته بېرته خاوره او بیا هماغه خاوره بېرته خښته کړو. آیا داسې نه ده، چې د ماشوم غاښونه پرېوځي؛ خو پر ځای یې بیاځلي کلک غاښونه راوځي؟ ان که د انسان د بدن یوه کوچنۍ ذره وي، پر یوه انسان باندې اوړي. تاسې د انګور د تاک یوه پینځه سانتي متره ښاخ پرې کوئ، په ځمکه یې ټومبئ او کرئ یې، بیا هماغه کوچنۍ قلمه پر ستره ونه واوړي.
نو هغه الله چې یوه کوچنۍ قلمه ونه کولای شي او د غاښونو تر لوېدو روسته د اوږد ژوند لپاره بیاځلي کلک غاښ راویستلی شي او په مني کې رژېدلې ونې په پسرلي کې بیا زرغونولی شي او ویده بېرته راويښولی شي؛ نو مړي هم بېرته راژوندي کولای شي؛ ځکه که بیا یې راژوندي نه کړي او انسان په مرګ ورک او پوپناه شي؛نو د هغې بې ګټې مېلمستیا په شان به وي، چې مېلمانه یو پر بل تېری وکړي او دسترخوان راټول شي.