اختیارالدین کلا هرات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اختیارالدین کلا (انګرېزي: Herat Citadel فارسي: ارگ ھرات) چې د افغانستان تر ټولو لرغونې کلا ده. نوموړې کلا چې د هرات د ارګ او سکندرۍ کلا په نامه هم مشهوره ده د هرات ښار په زړه کې پرته ده.[۱]

Ekhtiarodin (4)

تاریخ[سمول]

د تاریخپوهانو د څېړنې ترمخه دغه کلا د عیسی علیه السلام له میلاد څخه هم ۳۳۰ کاله مخکې افغانستان ته د لوی سکندر او د هغه د لښکر د راتګ په وخت کې جوړه شوې ده. ډېرو امپراتوریو له دغې کلا څخه د خپلې پلازمېنې په توګه کار اخیستی دی، او د پېړیو په بهیر کې ډېر ځلې ویجاړه او بیا جوړه شوې ده. له سیمې نه د سکندر له تګ څخه وروسته د پارتیانو، کوشانیانو،‌ ساسانیانو، هیپتالیانو، امویانو، طاهریانو، صفاریانو، سامانیانو، سلجوقیانو، غزنویانو او غوریانو په شمول واکمنانو په هرات واکمني لرله او له دغې کلا څخه یې استفاده کوله چې په ۱۱۷۵ کې هرات د دې کلا له امله د غوریانو د لړۍ یو مهم ښار وو.[۲] Archived 2022-01-03 at the Wayback Machine.

د کلا جوړښت[سمول]

اختیارالدین کلا نژدې ۵۰۰۰ مربع متره مساحت لري او ۲۵۰ متره اوږدوالی نژدې ۷۰ متره پلنوالی او د ۲۸ مترو په لوړوالي ۲۳ برجونه لري.[۳]


د کلا ویجاړېدل او بیا رغونه[سمول]

اختیارالدین کلا د تاریخ په اوږدو کې څو څو ځلې د بېلا بېلو واکمنو له لوري ویجاړه شوې او بیا د نورو له لوري څخه رغول شوې ده. په کال ۱۲۲۱میلادي کې د مغولي لښکر له خوا سخته ویجاړه شوه خو وروسته کرتي واکمنو بېرته جوړه کړله.‌ کرتي امیر فخرالدین په ۱۲۹۹-۱۳۰۰ میلادي کې د دغې کلا برجونه او دېوالونه قوي کړل.‌

په ۱۳۸۰ میلادي کال کې د تیمور لښکر اختیارالدین کلا خرابه کړه خو وروسته په ۱۴۰۵ – ۱۴۴۴ کې یوه تیموري واکمن شاه رخ جوړه کړه او خپله پلازمېنه یې هرات ته ور انتقال کړه.‌ هغه د کلا دېوالونه په ډبرو او پخو خښتو کلک کړل او د دېوالونو په بهرني اړخ یې کاشي ولګول.

په ۱۸مه پېړۍ کې د هوتکي او دراني امپراتوریو پر وخت له دې کلا څخه د استوګنځي، خزانې، محبس او د سلا کوټ په توګه کار اخیستل کېده، او په ۱۹مه پېړۍ کې د افغان – انګلیس جګړې پر وخت بیا زیانونه ور ورسېدل.‌

په ۱۹۵۰مو میلادي کالونو کې پخواني افغان پاچا محمد ظاهرشاه د دغې کلا د پوره ورانېدلو مخه ونیوله، او د ۱۹۷۶ او ۱۹۷۹ تر منځ یونیسکو په کې ډېرې کیندنې وکړې او بیا یې ورغوله.‌

په افغانستان باندې د شوروي اتحاد له یرغل څخه وروسته او د کورنیو جګړو پر وخت دا کلا بیا له خرابۍ سره مخامخ شوه،‌ خو په وروستیو کالونو کې څو نړۍ والو موسسو بیا له سره ورغوله. د ۲۰۰۶ او ۲۰۱۱ میلادي کالونو تر منځ د اختیارالدین کلا د اغاخان فنډ په مرسته او د متحده ایالاتو او جرمني د ۲.۴ میلیونو ډالرو په لګښت بیا ورغول شوه چې اوس یې ډېرې برخې د لیدونکو پر مخ پرانستې دي.

امیر اختیارالدین[سمول]

اختیارالدین چې دا کلا یې په نامه نومول شوې ده د کرتيانو د واکمنۍ یو امیر یا نظامي قوماندان وو چې دغه کلا یې بیا رغولې وه ځکه کلا دده په نامه مشهوره شوه.

کلا په ملي میوزم واړول شوه[سمول]

په وروستیو کې دا کلا د هرات په ملي میوزیم واړول شوه او د کلا ملکیت د افغانستان د اطلاعات او کلتور وزارت په لاس کې دی.

سرچینې[سمول]

[۴]

[۵] Archived 2022-01-03 at the Wayback Machine.

[۶] Archived 2022-01-03 at the Wayback Machine.