احمدبن یحیی بلاذری
ابوالحسن احمدبن یحیی بن جابر چي مشهوره په بلاذري سره دی داسلامي نړۍ په تاریخ کي له نوموتو لیکوالانو اوتاریخ پوهانوڅخه ګڼل کیږي . نوموړي په ۸۲۰ زیږدیز کال کي دبغداد په ښارکي وزېږدی اوپه ۸۹۲ زیږدیز کي هلته وفات سو .
دبلاذري ژوند
[سمول]داسلامي تاریخونو دمعلوماتو له مخي دبلاذري د پیدایښت او مړیني نېته چنداني دقیقه نه ده معلومه خو دومره معلومات سته چي بلاذری د دویمي هجري پېړۍ په اخرو کي پیداسوی دی اودبغداد په عباسي خلافت کي یې ژوندکاوه . بلاذري خپلي زدکړي دشام په حمص او انطاکیه کي سرته ورسولې اوترهغه وروسته یې په عراق کي له سترو علماوو اوپوهانو څخه علوم لاسته راوړه چي ددې په پایله کي نوموړی له ډیري پوهي سره اشناسو اوپه بغداد کي یې دمامون الرشید په دربارکي ځانګړی ځای خپل کړ . بلاذري به په عباسي دربارکي مامون الرشید خلیفه ته شعرونه جوړول اودهغه ترمرګ وروسته یې له نورو عباسي خلیفه ګانوسره هم پېژندګلوي وسوه څوچي په اخرکي دمعتمدعباسي خلافت پیل اوبلاذري نورله هغه ځایه وویستل سو[۵].
له عباسي دربار څخه ترتګ وروسته دبلاذري په اړه یوازي دومره معلومات سته چي دنوموړي ژوند ډېر خراب اوله غریبۍ سره لاس او ګرېوان سو خوترهغه وروسته په دې اړه نوره یادونه نه ده سوې .
دبلاذري آثار اوکتابونه
[سمول]بلاذري پخپل ژوندکي بېلابېل علمي اثار لیکلي دي خوله نوموړي څخه یوازي دوه اثار اسلامي نړۍ ته په میراث پاته دي چي له هغوی څخه لمړئ دفتوح البلدان او دویم د انساب الاشراف په نامه دی، په فتوح البلدان کي بلاذري دحضرت محمد(ص) سیرت اوغزاګاني بیان کړي دی اودمسلمانانو یوه پېړۍ تاریخ یې ټول پکښي لیکلی دی . دویم کتاب چي انساب الاشراف نومیږي پکښي دعاشورا دورځي، امام حسین(رض) دشهادت او نور معلومات سته .
- ↑ ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. دوتنې ټوليزه پېژندنه: 119312360. Retrieved: ۱۴ اکتوبر ۲۰۱۵. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
- ↑ ۲٫۰ ۲٫۱ Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه). نه اخيستل شوی 10 October 2015.
{{cite web}}
: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link) - ↑ ذکر کېدنه: SNAC. SNAC ARK ID: w6d54q82. Subject named as: Al-Baladhuri. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګرېزي ژبه.
- ↑ Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه). نه اخيستل شوی 10 October 2015.
{{cite web}}
: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link) - ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help)
- هغه پاڼي چې د P1559 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P19 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P27 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P569 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د ويکيډېټا مالومات کاروي
- هغه پاڼي چې د P570 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P20 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P1412 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P106 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼي چې د P140 ځانګړتیاوي کاروي
- هغه پاڼې چي بې پاراميټره مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي مالوماتبکس کېټ کاروي
- هغه پاڼې چي انځور نلري
- سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه
- سرچينو تېروتنې:تشې سرچينې لرونکي مخونه