اجمل فاروقی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

انشائیه نګارې/تکل لیک:اجمل فاروقی .. انشائیه زمونږ په نثری اصنافو کښی غیر افسانوی صنف دے چی انګریزی کښی ځنی محققیقین ورته essay او ځنی ورسره د light او persional اضافه کوی د تکل نګاری دا صنف ورځ تر بله پیچیده کیږی او څه واضح تصویر ئی مخی له نه راځی دلته اصل ستونزه د مضمون او تکل ترمنځه ده زیاتره د اصنافو کتابونو کښی تکل او مضمون د یو صنف دوا نومونه ګنړل کیږی او حال دادے ددی اصنافو ترمنځه لوی توپیر شته اشفاق احمد خپل کتاب کښی لیکی " دا څوک چی دا دواړه اصناف یو ګنړی دا خلک غلطی کوی" د تکل مقام تعین کولو نه وړاندې په مضمون رڼا اچول ضروری ګنړم غواړم چی ددی دپاره د سید ظهیر الدین کتاب اردو ایسز نه استفاده وکڑم ظهیرالدین صیب خپل کتاب کښی په صفحه 7 او 8 رقمطراز دی "لفظ ایسے فرانسیسی لفظ اسائی essai کی انگریزی شکل ہے . اور اسائی عربی لفظ السعی کی فرانسیسی شکل معلوم ہوتی ہے. دونو الفاظ کوشش کے مفہوم کو ظاھر کرتے ہیں مانا جاتا ہے . کہ لفظ اسائی یونانی زبان سے فرانسیسی زبان میں آیا ہے. مگر گمان غالب ہے کہ عربی لفظ السعی ہی اس کی اصل شکل ہے" په اصل کښی ددی مضمون سرخیل مانتین دی . چی د فرانس سره تعلق ساتی دلته وس ځنی پوهان د مانتین Essay ته تکل وائی وس پدی باندی د تکل اطلاق کول تر کومه حده پوری صیح دې سوال دلته دا راپورته کیږی چی تکل او مضمون دواړه یو دې . نو بیا دوا نومونه او بیل بیل نسبتونو ته څه ضرورت وو د مانتین دا مضمونونه په کال 1571 کښی مخی ته راغلی ځنې خلک که دا خبره کوې چې په دی کښې د تکل څه نا څه خدوخال شته لهذاء په څه ناڅه خدوخال که څوک یو صنف بل صنف پله راکاږی دا سراسر زیاتی دی د مضمون او تکل ترمنځه لوی فرق هم دادی چی کله مضمون لیکل کیږی د هغی خپل فنی لوازمات دی 1تمهید 2 تائېید ېا تردېد 3 نتیجه بله دا چی مضمون کښی به مضمون نګار د موضوع نه انحراف نه کوی. خپلی موضوع سره به څنګ په څنګ ځی مګر دا ده تکل دپاره ضروری نده تکل کښی د موضوع نه اخوا دېخوا تلی شی ګورو چی د لغت کتابونه ددې څه معنی کوې د اردو لغت د انشائیه دا معنی کوې ادب لطیف مضمون لطیف هلکا پهلکا مضمون.

فېروز اللغت انشا سے منسوب نحو کی اصطلاح میں وہ جملہ جس میں سچ جھوٹ کا احتمال نہ ہو غیر سنجیدہ انگریزی لغت ئی سعی. کوشش جدوجهد معنی کوی ښاغلی ډاكټر اسرار د مشتاق مجروح یوسفزی په تکل دسته مقدمه په صفحه 9 داسی لیکی "ادب پوهانو د مختلف تکل نګارو د مطالعی او تجزیی په رڼا کښی د تکل د مختلفو قسمونو درجه بندی کړی ده. دغسی د تکل لیکلو طریقی هم ډیری دی معروفه او اسانه طریقه ئی د یو موضوع خوښول دی د هغی موضوع متعلقات د متلونو حکایتونو لطیفو شعرونو او تلمیحاتو په مدد په خوندور غیر رسمې انداز کښی د خپلی مدعا مطابق وړاندی بوتلل دی د تکل لکه د ازاد نظم ېو مخصوص قالب نشته. د تکل ساه په مخصوص قالب کښی تنګیږی. ځکه وئیلی شی چی د تکل مزاج او روح شته خو ټاکلی فارم یا هیئت ئی نشته" که وکتل شې تروسه پوری د تکل فنی لوازمات تکنیک ندی ښودلی شوی د افسانی پشان د پلاټ کردار مکالمو محتاجه ندی نه د غزل پشان د قافیو پابند دې عموما که وکتل شې تکل موضوع د کور نه شروع شې او په بازار ختمه شې د بازار نه شروع شې په کور ختمه شې . د موضوغ قید وبند نه آزاد دې ښاغلی ماښام خټک په خپل کتاب

پښتو ادب کښید تکل نګارې ابتدا اؤ ارتقاء" کښی د تکل دپاره ځنی فنی خوبیانی او تکنیک ذکر کړی چی پدی ډول دی اختصار بی ترتیبی تازګی شګفتګی نامکملتیا د خبری نه خبره ویستل پټ اړخونه راښکاره کول طنز ومزاح داخلیت او خود کلامی ازادی راځی چی د پوهانو په رڼا کښی د تکل تعریف وګورو مشتاق مجروح یوسفزئی خپل کتاب زرکاڼے کښی په صفحه 190 کښی لیکی "د تکل څه مخصوص هیئت نشته او نه ورله دا ضروری ده چی دا دی خامخا د مضمون په هیئت ولیکل شی لکه چی ځنی خلکو د مضمون پوری خاص کړی" په صفحه 191 ددی صنف په حقله لیکښې "پښتو ته دا صنف د اردو نه اګاهو راغلی او د دی صنف دپاره د تکل نوم په وړومبی ځل اولسی ادبی جرګی استعمال کړی دی"

ډاکټر علی محمد خان په اصناف نظم و نثر صفحه د 287 کښی لیکی " چند لمحو کے لئے سنجیدہ زندگی کی باقاعدگیو سے قطع نظر کرکے غیر رسمی اور ہلکے پھلکے انداز میں کسی بھی موضوع پر ذاتی اظہار خیال کرنے کا نام انشائیہ ہے"

قاضی افضال حسین پہ صنفیات کښۍ په ص 223 کښی لېکی "کسی موضوع کی تحریک پر نثر نگار کا تاثراتی/ تخلیقی بیانیہ انشائیہ کہلاتا ہے عطاء الرحمن نوری پہ اصناف اردو ادب صفحہ 51 باندی لیکی "مضمون کا ایک ایسا ہلکا پھلکا انداز جس میں بے ساختہ بے تکلفانہ کسی موضوع پر اظہار خیال کیا جاۓ تو اسے انشائیہ قرار دیا جاتا ہے" ډاکټر اشرف کمال تارېخ اصناف نظم و نثر په صفحه 289 باندی لیکې کفایت لفظی،اختصار منتخب الفاظ،ندرت خیال،جدت انشاء ،لطافت، اور مزاحیہ طرز اظہار انشاۓ کی بنیادی ساخت میں اہم کردار کے حامل ہوتے ہیں"

ڈاکٹر ہارون الرشید اصناف اردو صفحہ 54 باندی لیکی "انگریزی میں جو صنف لائٹ ایسے سے موسوم ہے اردو ادب میں اس کے لئے انشائیہ کی اصطلاح مستعمل ہے" ددې ټولو محقېقینو د تعرېفونو نه دا خبری اخز کیږی چی تکل هاغه اصناف نثر دې چی تروسه پوری د مضمون متبادل ګنړل کیږې. مګر ځنی پوهان ددی خبرې هر ګز قائل ندی. تبسم صیب ددی پیچیده صنف د ښکاره کیدو دپاره ددې صېح مقام متعین کولو دپاره ځنی خصوصیات په ګوته کڑې چی په هغی کښی ځنی دادې غیر رسمې انداز اختصار تنوع ادهورا پن د داخل او خارج امتزاج اسلوبدلته سوال دا را ولاړیږی.

طنز ومزاح د تکل  دپاره ضروری دی کنه؟

طنز ومزاح د څه تکل دپاره څومره ضروری دی ددی دواړه سوالونو جواب هم دا کیدیشی چی دا ضروری نده چی طنز ومزاح دی خامخا وی. یا دا چی که طنز ومزاح پکښی نه وی بیا به تکل نه وې البته تکل بغیر د طنز ومزاح نه هم تکل وی مګر د طنز ومزاح کردار په تکل کښی داسی دی لکه

جسم کښی  روح .

هر کله چی یو تکل کښی د طنز مزاح نه کار واخلی نو دا اسلوب به زړه راښکونکی وی . دا لیک به قاری ځان سره بوځی په تکل کښی د طنز نه زیات مزاح پکار ده د طنز ومزاح معیار لؤړ پکار دی. ګنی بیا به عامیانه پن حدودو کښی داخلیګی بله دا چی ضروری خصوصیاتو کښې د خیال رنګینی او شګفتګی هم راځی حاصل بحث به مونږ دا وګنڑو

چی تکل یو داسی صنف ادب دی چی هری موضوع ته پکښی غیر سنجیده انداز او یو نوی نقطه نظر سره کتلی شی البته دا صنف د اختلاف راے په بنیاد غیر واضح طرف ته تلی . که په اردو کښی ئی جاج واخلو نو هلته دی صنف ډیره پیچیدګې پیدا کړی ده. لویه وجه ئی داده چی د سرسید احمد خان مضامینو باندی د انشائیه اطلاق کوی. د سرسید احمد خان رفقاء 

الطاف حسین حالی شبلی نعمانی زکاء الله او د محمد حسین آزاد نیرنګ خیال هم د تکل په زمره کښی راولی

او حال دادی چی هغه خالص مضامین دی ډیره عجیبه خبره داده ځنی پوهانو  د اسدالله خان غالب خطوط هم د انشائیه نګاری زمره کښی راوستی

چی ددی نه راتیر شی یوه بله لړی د سلیم آختر او انورسدید ترمنځه راځی دی دواړو ښاغلو اصل بحث په ډاکټر وزیر آغا دی انورسدید ډاکټر وزیر آغا د تکل موجد ګنړی. او 1958 خواوشا تاریخ ئی پېل کیدو تارېخ خودلی شی که وکتل شی. وزیر آغا د اردو تکل بام عروج ته ورسؤل . په کومه موضوع چی یی قلم وچتل کړی. نو په هغی کښی ئی روح پوکلی دی پک ډنډا ئی د تکلو مجموعه ده چوری سے یاری تک آزادی غلامی ایک دن روڈ رولر کے ساتھ که وکتل شی وزېر آغا موضوع سره دومره انصاف کړی. په داسی انګل ورګوری چی هغه به بلکل نوی وی . بارهوا کهلاړی ئی ژواندی مثال دی د اردو تکل دور جدېد کښی ډاکټر داود رهبر جاوید صدېقی، ممتاز مفتی، نظیر صدیقی، مشکور حسین یاد، مشتاق قمر، جمیل آذر، انور سدید، غلام جیلانی،سلیم آغا قزلباش، اکبر حمیدی، کامل قادری

 رام لعل نابهوی، محمد یونس بټ وغیره د تکل په مخ د وړاندی بوتلو کښی هیڅ کسر پرینخودو

پښتو کښی د تکل آغاز د کله نه وشو او پښتو ته دا صنف د کومی ژبی نه راغلو؟

بیا د تکل نوم چا ورکړو؟

ددی په مرمختګ کښی کردار چا ادا کړو؟ دا هاغه سوالونه دی چی ددې حل کیدو سره به څه نا څه خبره واضحه شی. ددی دپاره د پوهانو په حواله خبره کول ډیره مستنده ده ښاغلی مشتاق مجروح صیب خپل کتاب زرکاڼے کښی ددی په حواله په صفحه 191لیکی " پښتو ته دا صنف د اردو نه اګاهو راغلی دی. او ددی صنف دپاره د تکل نوم په ړومبی ځل اولسی ادبی جرګی استعمال کړی" ښاغلی ایوب صابر خپل کتاب جدېد پشتو ادب کښی په 82 کښی لیکی "پشتو کے بہت پرانے اخبارات ورسائل کی فائلوں سے یہ ثابت کیا جاسکتا ہے کہ جدید انشائے اردو سے بہت پہلے پشتو میں لکھے گئے تھے. پشتو میں جن ادیبوں نے اس صنف کو پروان چڑھایا ان میں عبدالخالق خلیق،امیرھمزہ خان شنواری ماسٹ عبدالکریم،دوست محمد کامل، مہدی شاھ مہدی،محمد اشرف مفتون،قلندر مومند" د پښتو تکل صنف خوش قسمتی داده چی دا داسی پوهانو ګوتو له ورغلے چی هغه بغیر د څه شک شبهی د ادب د میدان لوبغاړی وو

پروفیسر داور خان د پښتو تکل نګاری بانیان کاکا جی صنوبر حسین او راحت زاخیلی ګنړی. خو دا متفقه خبره ده تکل اولسی ادبی جرګی بطور یو صنف قبول کړی. او بام عروج ته یی هم رسولی ددی نه وړاندی یی د تکل دپاره هڅه نوم تجویز کړی وو چی اتفاق پری ندی شوی او تکل نوم متفقه توګه باندی منلی شوی اولسی ادبی جرګی په ۱۲ فروری ۱۹۵۲ کښی دا صنف پښتو ته وربښلی دی تاریخ سره ځنی پوهان اتفاق نه کوی او ددی نه اګاهو د قصه خوانی ګپ یا داسی نور اثار د پښتو د تکل نګاری اغاز ګنړی چی په اخبارونو او مجلو کښی چاپ دی. البته حقه خبره داده چی تکل بطور یو صنف شعوری توګه باندی د اولسی ادبی جرګی یوه لویه کارنامه ده کله چی دا لړی تر ډاکټر اسرار پوری را ورسیده نو تکل تکل شو د وزیر اغا پشان پښتو کښی

ډاکټر اسرار د تکل کمی پوره کړو.  په باقاعده توګه د تکل کتاب ړومبی ډاکټر اسرار چاپ کړی. ددی نه علاوه پښتو کښی دی تکل لیکونکو  تکل  له وده ورکړی

داور خان داود نورالبشر نوید ازاد اشنغری خلیل باورمهر اندیش سلیم خان سلیم مفلس درانی ماښام خټک محب الله شوق مشتاق مجروح یوسفزیی وغیره په نوی لیکونکو کښی سید ارمان باچا د پام وړ دی. وخت په وخت یی ساهو مرکه کښی تکل تنقید ته وړاندی کیږی. چی د اعلی تکونکی او د را روان وخت د کامیابی او ددی صنف مخ په وړانیدی بوتلو اثار پکښی ښکاری الله دی وکړی چی دا لړی هم داسی جاری وی