Jump to content

اتيناسيس کرچر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اتيناسيس کرچر (2 مۍ 1602 – 27 نومبر 1680) يو المانی يسوعي عالم او ټولپوهاند و، چا چې د دينونو د پرتليزې څېړنې، ځمکپوهنې، او طب په برخو کې شا اوخوا څلوېښت ستر اثار خپاره کړي دي. «کرچر» د خپلو لېوالتیاوو د پراخه لړۍ پر بنسټ، د خپل همکار يسوعي «روجر جوزف بوسکوويچ» او «لیونارډو ډی اونچي» سره پرتله شوی، او د "د سلو هنرونو ماهر" په وياړ نازول شوی دی. نوموړي په رومن کالج کې له څلوېښتو ډېر کلونه استادي کړې، چېرته چې نوموړي «wunderkammer» (هېښونکې خونه) جوړه کړې وه. په وروستیو لسيزو کې په  علمي ټولنه کې د «کرچر» اړوند لېوالتيا بيا راژوندۍ شوې ده.[۱][۲]

«کرچر» د لرغوني مصري ژبې په «هيروګليف» ليکنې (د انځورونو ليک) د پوهېدو ادعا درلوده، خو په دې ډګر کې د هغه ډير اټکلونه او ژباړې ناسمې ثابتې شوې. په هر حال، نوموړي د لرغوني مصري او قبطي ژبو تر منځ اړيکه په سم ډول پیدا کړې وه، او یو شمېر مبصرين نوموړی د مصرپوهنې بنسټګر بولي. «کرچر» په چينپوهنه کې هم لېوالتيا درلوده، او د چين يو پوهنغونډ (دايرة المعارف) يې ليکلی و، چېرته چې نوموړي د نستوري مسيحيانو ابتدايي شتون روښانه کړ، په داسې حال کې چې له مصر او مسيحيت سره د اړيکو پیدا کولو هڅه يې هم وکړه.

د ځمکپوهنې په برخه کې د «کرچر» په اثارو کې د اورغورځي (اتشفشان) او فوسيلونو څېړنه شامل وو. د مايکروسکوپ په مټ د ميکروبونو د ليدلو له لومړيو څېړونکو څخه يو يې «کرچر» و، څوک چې په خپل دې وړانديز کې له خپل وخت څخه مخکې و، چې وبا د يو ساري مايکرواورګانيزم له امله منځ ته راغلې وه، او د دې د خپرېدو د مخنیوي لپاره يې د اغېزناکو اقداماتو وړانديز کړی و. «کرچر» په ټيکنالوژۍ او ميخانيکي اختراعاتو کې هم ژوره لېوالتيا درلوده؛ نوموړي ته په منسوبو اختراعاتو کې يو مقناطیسي ساعت، ګڼ اتوماتيک وسايل او لومړی لاسي لوړغږی (ميګافون-لاوډسپيکر) شامل دي. د جادويي څراغ اختراع نوموړي ته په ناسم ډول منسوبه شوې ده، که څه هم نوموړي په دې کې د ښکېلو اصولو په اړه د «Ars Magna Lucis et Umbrae» (د رڼا او سيوری لوی هنر-د کرچر يو اثر دی) په نوم په خپل اثر کې څېړنه کړې وه.[۳]

هغه چې په خپل وخت کې د ساينس په ډګر کې يو ستوری و، دا ستوری د خپل ژوند په ورستيو کې د «رينه ډيکارټ» او نورو د سولپالنې (عقلانيت پلوۍ) تندر ونيو. په هر حال، د شلمې پېړۍ په وروستيو کې، د نوموړي د اثارو جمالياتي خصوصيات بيا وستايل شول. يو عصري عالم، «ايلن کټلر»، «کرچر» د "د اولسمې پېړۍ د پوهانو په منځ کې يو عظيم مفکر"  او "يو له هغو وروستيو مفکرينو" بللی "چې په خپل وسعت کې په حقه د ټولې پوهې ادعا کولای شي". يو بل عالم، «ايډورډ ډبليو. شمت»، «کرچر» "د وروستي رنسانس انسان" بللی دی. د «A Man of Misconceptions» په نوم د هغه  په ژوندليک کې، «جان ګلاسي» د «کرچر» په اړه د 2012ز کال په خپل کتاب کې ليکلي دي "د «کرچر» ډېری حقيقي نظرونه، که اوسمهال، يوازې عجيب نه وي، نو بې بنسټه بلل کېږي"، خو هغه "د حيرانتياوو اتل، د هېښونکې پوهې او اختراع سړی" و، د چا اثار چې "د هغه مهال تر ټولو زيرکو ذهنونونو" لوستلي وو.[۴][۵][۶]

ژوند

[سمول]

«کرچر» د 1601 يا 1602ز کال د مۍ په دويمه نېټه (د کال د ناڅرګندتيا لامل دا دی چې هغه خپله هم نه پوهېدو) د فلډا (تورنګيا، المان) سره نږدې، د «بوکونيا» په «ګايزا» کې زېږېدلی و. نوموړي د «بوچو، بوچونيس» او «فلډينسس» لقبونه د خپل زېږندځای څخه اخيستي دي، کوم لقبونه به چې هغه کله کله له خپل نوم سره يوځای کول. نوموړي له 1614 څخه تر 1618ز کال پورې د «فلډا» په يسوعي کالج کې زده کړه وکړه، کله چې هغه د دې ټولنې د روزنې په ابتدايي پړاو کې داخل شو.

«کرچر»، چې په خپلو نهو خوېندو وروڼو کې تر ټولو کشر و، له ډبرو او خوټکېدو (چاودنو) سره د خپلې مېنې پر بنسټ اوغورځې (اتشفشان) ولوستل.، په هغه ښوونځي کې، پر خپلو زده کړو سربېره يو حاخام نوموړي ته عبراني ژبه هم ورښودلې وه. نوموړي په «پيډربورن» کې فلسفه او دينپوهنه ولوستل، خو په 1622ز کال کې د پروټسټان پوځونو د وړاندې تنګ له امله «کولن» ته وتښتېد. د خپل سفر پر مهال، د کنګل شوي «راين» څخه د اوښتلو پر مهال له واورې څخه د غورځېدو پر وخت له مرګه لږ څه کې بچ شو – دا يوه له هغو ډېرو پېښو ده، چې نوموړی پکې د ژوند د بايللو له ګواښ سره مخ شوی دی. وروسته چې هغه «هايليګنشتات» (Heiligenstadt) ته سفر کاوه، نوموړی د پروټسټان سرتېرو د يوې ډلې له خوا ونيول شو، او نږدې وه چې راويې ځړوي (اعدام يې کړي).[۷][۸]

له 1622 څخه تر 1624ز کال پورې، «کرچر» «کوبلينز» ته واستول شو، تر څو د ښوونکي په توګه په يسوعي ټولنه کې د داخلېدو لپاره د روزنې موده پيل کړي. له دې وروسته نوموړي ته په «هايليګنشتات» کې يوه دنده وسپارل شوه، چېرته چې هغه رياضيات، عبراني او سورياني ژبې تدريس کړې، او د «ماينز» ميلمه ټاکونکي لوی اسقف ته يې اورلوبې او متحرک مناظر وړاندې کړل، او په دې ډول يې په ميخانيکي وسايلو کې د خپلې لېوالتيا ابتدايي ثبوت ورکړ. نوموړی ته په 1628ز کال کې د پادري  دنده او د «ورزبرګ» پوهنتون کې د اخلاقو او رياضي پروفيسرۍ ورکړل شوه، چېرته چې هغه عبراني او سورياني ژبې هم تدريس کړې. د 1628ز کال په لومړيو کې، نوموړي په مصري هيروګليف (د مصر د انځورونو لرغونې ژبپوهنه) کې لېوالتيا پیدا کړه.[۹]

په 1631ز کال کې، کله چې لا هم په «ورزبرګ» کې و، ويل کېږي چې «کرچر» په ښار کې د روښانه رڼا او له اسونو سره د وسله والو کسانو د شتون وړاندوينه کړې وه، له دې ډېر ژر وروسته په «ورزبرګ» بريد وشو او ونيول شو، د کوم له امله چې د علم نجوم په مټ د ناورينونو د وړاندوينې کولو له امله د «کرچر» درناوی کېدو، خو «کرچر» په خصوصي ډول ټينګار کاوه، چې هغه په علم نجوم متکي نه و. دا کال «کرچر» خپل لومړی کتاب خپور کړ (د دې کتاب نوم Ars Magnesia و، چې د مقناطيسيت په اړه يې د خپلې څېړنې راپور يې ورکړی و)، خو په دېرش کلنه اوږده جګړه کې له ايسارېدو وروسته نوموړی د فرانسې پاپايي «ايوينان» پوهنتون ته واستول شو. په 1633ز کال کې، نوموړی د سترواک له خوا «ويانا» ته وغوښتل شو، تر څو د «کيپلر» پر ځای د رياضيپوه په توګه د «هيبسبرګ» په دربار کې کار وکړي. د «نکولسن-کلاوډ فيبري ډي پيرسک» په مداخلې سره، دا حکم منسوخ شو، او د دې پر ځای، د خپلو علمي کارونو د دوام لپاره نوموړی روم ته واستول شو، خو نوموړی له دې مخکې ويانا ته روان شوی و.[۱۰]

په لاره کې، د نوموړي بېړۍ له خپل مسير بدله او مخکې له دې چې هغه له خپل بدل شوي منزل خبر شي، روم ته ورسېد. نوموړي خپل ټول ژوند په دې ښار کې تېر کړ، او له 1634ز کال راهيسې، نوموړي مخکې تر دې چې خپل ځان د څېړنې لپاره وزګار کړي، د څو کلونو لپاره په «کالجو رومانو» (چې اوس پونټيفيکل ګريګورين پوهنتون دی) کې د رياضي، فيزيک او ختيځو ژبو تدريس وکړ. هغه د مليريا او وبا په اړه څېړنه وکړه، د لرغونو توکو يوه ټولګه يې راټوله کړه، کوم چې نوموړي د «کشرشيريانم» په موزيم کې د خپلو ځينو اختراع کړيو وسايلو سره يوځای نندارې ته کېښودل.[۱۱]

په 1661ز کال کې، «کرچر» د هغې کليسا پاتې شوې خرابې کشف کړې، چې په اړه يې ويل کېدل قسطنطين په هغه ځای اباده کړې وه، چېرته چې «سينټ يوسټيس» د هوسۍ په ښکرونو کې په صليب د ځړولو ننداره کړې وه. نوموړي د «Santuario della Mentorella» (زموږ د اغلې مينټوريلا مزار) په توګه د دې کليسا د بيا ابادولو د لګښت لپاره پيسې راټولې کړې، او له مړينې وروسته یې زړه په دې کليسا کې خښ کړای شو.

اثار

[سمول]

«کرچر» د مصرپوهنې، ځمکپوهنې، او د موسيقۍ د تيورۍ په څېر په ډول ډول موضوعاتو ډېر مهم کتابونه خپاره کړي دي. د نوموړي د همغږيتوب ليدلوري د علمي موضوعاتو تر منځ دوديزې پولې له پامه وغورځولې: د بېلګې په ډول د هغه د  «Magnes» په نوم اثر، په څرګند ډول د مقناطيسيت په اړه بحث کوي، خو د جاذبې د قوې او مينې په څېر يې د جذب نورې طريقې او اړخونه هم راوسپړل. ښايي چې د «کرچر» تر ټولو مشهور اثر د «Oedipus Aegyptiacus» (1652 - 54) په نوم وي، کوم چې د مصرپوهنې او دينونو د پرتليزې څېړنې يوه پراخه مطالعه ده.[۱۲][۱۳]

سرچينې

[سمول]
  1. Glassie, p. 246
  2. Woods, p. 108.
  3. "Athanasius Kircher". Britannica Online. Encyclopædia Britannica. نه اخيستل شوی June 4, 2016.
  4. Cutler, p. 68.
  5. Glassie, p. xv.
  6. John Glassie: A Man of Misconceptions: The Life of an Eccentric in an Age of Change. New York, Riverhead, 2012, p. xiv.
  7. "Athanasius Kircher". Britannica Online. Encyclopædia Britannica. نه اخيستل شوی June 4, 2016.
  8. Fletcher, John Edward (2011-08-25). A Study of the Life and Works of Athanasius Kircher, 'Germanus Incredibilis': With a Selection of His Unpublished Correspondence and an Annotated Translation of His Autobiography (په انګليسي). BRILL. ISBN 978-9004207127.
  9. "Athanasius Kircher". Britannica Online. Encyclopædia Britannica. نه اخيستل شوی June 4, 2016.
  10. Newman & Grafton, 1-2
  11. Fletcher 2011, p. 31.
  12. "Kircher, Athanasius." Encyclopædia Britannica from Encyclopædia Britannica 2007 Ultimate Reference Suite. (2008).
  13. Craig P. Bauer (2010). Unsolved! The History and Mystery of the World's Greatest Ciphers from Ancient Egypt to Online Secret Societies. Princeton University Press. p. 35. ISBN 9780691167671.