اتومي وسلې او اسرائیل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اسرائیلو د دولت په اړه په پراخه کچه باور دا دی چې یاد دولت اتومي وسلې لري. د اسرائيلو په سلاکوټونو کې د هستوي کوپړیو (بمونو)  شمېر له ۸۰ څخه تر ۴۰۰ پورې اټکل کېږي او باور په دې دی چې یاد هېواد د دې توان لري چې نوموړي بمونه د څو مېتودونو په واسطه وتوغوي، چې له الوتکې له لارې توغول، له اوبتلونو څخه د کروز توغندیو په توګه توغول، او د جريچو (Jericho) د لړۍ له منځني څخه تر بین قاره یی (انټرکانټينېنټل) واټن بالېستیک توغندیو له لارې توغول پکې شامل دي. د دې هېواد د د توغولو وړ لومړنۍ اتومي وسلې په اړه داسې انګېرل کېږي چې د ۱۹۶۶ز کال په وروستیو یا د ۱۹۶۷ز کال په پیل کې تکمیل شوې وي، چې په دې توګه یې د نړۍ په کچه یادو وسلو ته د پراختیا ورکوونکو هېوادونو په منځ کې شپږم ځای خپل کړی دی.[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۳]

په هر حال، اسراییل یوه د سنجول شوي ابهام پالیسي لري، چې هېڅکله په رسمي توګه د اتومي وسلو د درلودلو تائید یا رد نه کوي، په ځای یې د کلونو په اوږدو کې دا زمزمه کوي چې " اسرائیل به لومړنی هېواد نه وي چې منځني ختیځ ته هستوي وسلې ور معرفي کوي". اسرائیلو همداراز د اتومي وسلو د نه تکثر تړون (NPT) له امضاء کولو څخه ډډه کړې، که څه هم د دغه کار لپاره ورباندې نړیوال فشارونه اچول شوي دي، خو اسرائیل وایي چې دا د دوی د ملي امنیت له ګټو سره په ټکر کې دي.[۸][۹][۱۰][۱۱]

له دې امله، اسرائیلو د نورو سیمه ییزو لوبغاړو له خوا د اتومي وسلو د تر لاسه کولو په ردولو سره د تکثیر ضد مفکورې او مخنیوی کوونکو ګوزارونو ته پراختیا ورکړه. د اسرائیلو هوایي ځواک د عراق او سوریې د اتومي بټیو د ویجاړولو په پار په ترتیب سره په ۱۹۸۱ز او ۲۰۰۷ز کلونو کې د اوپېرا (Operation Opera) او اورچارډ (Operation Orchard) په نومونو سره عملیات تر سره کړل، او په ۲۰۱۰ز کې د سټکسنېټ (Stuxnet malware) ویروس چې د ایران اتومي تأسیسات یې په ناوړه ډول زیانمن کړل، ګمان کېږي چې د اسرائلو له خوا جوړ شوی و. تر ۲۰۱۹ز کال پورې، اسرائیل په منځني ختیځ کې یوازینی هېواد و چې په اړه یې باور کېده چې نوموړی هېواد اتومي وسلې لري. د سامسون انتخاب (Samson Option) د وروستي انتخاب په توګه د هغه هېواد په وړاندې چې پوځ یې په اسرائیلو حمله وکړي او/یا د اسرائیلو زیاتره برخه ویجاړه کړې، په اتومي وسلو سره د اسرائیلو د لویې غچ اخستنې مخنیوي کوونکې ستراتېژۍ ته راجع کېږي.[۱۲][۱۳]

اسرائیلو په ۱۹۴۸ز کال کې د خپلواکۍ له اعلانولو سملاسي وروسته په اتومي برخه کې څېړنې پیل کړې، او په محرمانه ډول یې د فرانسویانو په مرسته د ۱۹۵۰ز کال په وروستیو کې د نېګېو هستوي څېړنیز مرکز (Negev Nuclear Research Center) په جوړولو باندې پیل وکړ، چې ډېمونا (Dimona) ښارګوټي ته نږدې پروت و او یوه هستوي بټۍ او د بیا پروسس کولو دستګاه پکې شامل وو. د وسلو د پروګرام په اړه لومړني د پراخې کچې تفصیلات د ۱۹۸۶ز کال د اکتوبر په پنځمه تر یو رسنیز پوښ لاندې د مردخای وانونو (Mordechai Vanunu) له خوا له څرګندونو څخه  رابرسېره شول، نوموړي مخکې په اړوند مرکز کې د تکنېشن په توګه دنده تر سره کړې وه. وانونو ډېر ژر د موساد له خوا اختطاف او اسرائیلو ته راوړل و، چې هلته د خیانت او جاسوسۍ په جرم په ۱۸ کاله بند محکوم شو.[۱۴][۱۵]

د پراختیا تاریخچه[سمول]

له ډېمونا څخه د مخه، ۱۹۴۹ز-۱۹۵۶ز[سمول]

د اسرائیلو لومړنی لومړی وزیر ډېويډ بن-ګوریون په دې موخه چې د هولو کاسټ پېښه یو ځل بیا رامنځته نشي د هستوي وسلو په لاسته راوړلو کې " تقریبا پکو شوی" و. هغه وویل، " هغه څه چې انېشتاین (Einstein)، اوپنهېمر (Oppenheimer) او ټېللر (Teller) چې درۍ واړه یهودیان دي، د امریکا متحده ایالاتو ته جوړ کړي، په اسرائیلو کې هم ساینس پوهانو د خپلو خلکو لپاره تر سره کولی شول. بن ګورین حتی په ۱۹۴۸ز کې دعربو-اسرائیلو له جکړې مخکې چې په پایله کې یې د اسرائیلو دولت رامنځته شو، پرېکړه وکړه چې له بهر څخه یهودي ساینس پوهان وګوماري. دی او ورسره د ویزمن د ساینس انستیتیوت (Weizmann Institute of Science) مشر او د دفاع وزارت ساینس پوه اېرنسټ ډېويډ برګمن په دې باور وو او هیله مند وو چې یهودي ساینس پوهان لکه اوپنهېمر او ټېللر به له اسرائیلو سره مرسته وکړي. [۱۶][۱۷]

په ۱۹۴۹ز کال کې د اسرائیلو د دفاعي ځواکونو د ساینس د څانګې یو واحد چې په عبري لنډون سره هېمېد ګیمېل (HEMED GIMMEL) بلل کېږي، د نېګېو (Negev) صحرا په یوې دوه کلنې جیولوژیکي سروې باندې یې پیل وکړ. په داسې حال کې چې د پترولو د زېرمو په تړاو د ګونګوسو له امله یې له مخکې یوه ابتدایي مطالعه تر سره شوې وه، د دغې اوږدې سروې یوه موخه د یورانیومو د زېرمو پیدا کول وو؛ چې د فاسفېټو له زېرمو څخه یوه کوچینۍ اندازه وموندل شول. په هغه کال هېمېد ګیمېل څانګې د فزیک شپز فارغ محصلینو ته بهر ته زده کړو ته د تلو لپاره تمویل کړل، د نوموړو محصلینو څخه یو یې د شیکاګو پوهنتون ته لاره ومونده تر څو د انریکو فرمي تر څارنې لاندې زده کړې وکړي، نوموړي پروفیسور د نړۍ د لومړني مصنوعي او په ځان بسیا هستوي ځنځیري تعامل (nuclear chain reaction) څارنه کړې وه. په ۱۹۵۲ز کال کې هېمېد ګیمېل د اسرائیلو له دفاعي ځواک څانګې څخه په دفاع وزارت کې یوې څانګې ته چې د څېړنو او زېربینا (EMET) په نوم پېژندل کېده، ور جلا شو. د هماغه کال په جون کې بېرګمن د بن ګورین له خوا د اسرائیلو د اتومي انرژۍ د کمېسیون (Israel Atomic Energy Commission) د رییس په توګه وټاکل شو. [۱۸][۱۹][۲۰]

هیمېد ګیمېل ډېپارټمنټ د یاد لېږد په بهیر کې د څلورم ماچون په نوم ونومول شو او د برګمن له خوا د اسرائیلو د اتومي انرژۍ د کمېسیون (IAEC) د مخکښ لابراتوار په توګه کارول کېده؛ څلورم ماچون په ویزمن انستیتیوت کې د اېزوتوپ د څېړنو له څانګې سره یو ځای په نېګېو کې له فاسفېټو څخه د یورانیمو او د طبیعي درنو اوبو (2H2O) د راویستلو وړتیا ته پراختیا ورکړه. دغه تخنیکونه له امریکايي هڅو څخه د دوو کلونو په اندازه پرمختللي وو. برګمن چې له فرانسویانو سره یې د هستوي همکاریو ډېرولو ته لېوالتیا درلوده، یادې دواړې اختراع ګانې یې د فرانسې د بدیلو انرژیو او اتومي انرژۍ په کمېسیون ( Commissariat à l'énergie atomique ) په ۶۰ میلیونه فرانکه وپلورلې. که څه هم دا پلورنه سوداګریزه شوې نه وه، خو دغه کار د فرانسوي-اسرائیلي همکاریو په لور یو منتج کېدونکی ګام و.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

پر دې سر بېره، اسرائیلي ساینس پوهانو په اغلب ګمان په مارکول (Marcoule) کې، د جي-۱ پلوتونیوم د تولید د بټۍ او یو پي-۱ د بیا پروسس کولو د دستګاه په جوړولو کې مرسته کړې ده. فرانسې او اسرائیلو په زیات شمېر برخو کې نږدې اړیکې درلودې. فرانسه د یهودي نوي دولت لپاره د وسلو عمده عرضه کوونکې وه، او په شمالي افریقا کې د فرانسې په مستعمرو کې د ناکراریو په خورېدو سره، اسرائیلو په یادو هېوادونو کې د سفاردي یهودیانو (Sephardi Jews) سره په اړیکې ټینګولو سره ارزښتناک جاسوسي معلومات د فرانسې په واک کې ورکړل. [۲۶][۲۷]

په عین وخت کې، اسرائیلي ساینس پوهانو د فرانسې له خپل اتومي پروګرام څخه هم څارنه کوله، او هغوی یواځیني بهرني ساینس پوهان وو چې اجازه ورکړل شوې وه تر څو د مارکول په اتومي تاسيساتو کې په خپله خوښه وګرځي. د فرانسوي او اسرائیلي یهودي او غیر یهودي څېړونکو تر منځ د اړیکو سربېره، فرانسویان په دې باور وو چې له اسرائیلو سره همکاري دوی ته په نړیواله کچه یهودي اتومي ساینس پوهانو ته لاسرسی برابرولی شي.

وروسته له هغه چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډوېټ ایزنهاور د سولې لپاره د اتومونو (Atoms for Peace) نوښت اعلان وکړ، اسرائیل یې په امضاء کولو کې دویم شول (په ترکیې پسې) او د ۱۹۵۵ز کال د جولای په ۱۲مه یې د متحده ایالاتو سره د سوله ییزې اتومي همکارۍ تړون لاسلیک کړ. چې په دې توګه د ۱۹۵۷ز کال د مارچ په شلمه، د امضاء کولو په عمومي مراسمو کې "په ناچال سورېق (Nachal Soreq) کې د لامبو د یو کوچیني حوض د څېړنیزې بټۍ" د جوړېدلو لامل شول، کوم چې له فرانسویانو سره یې په ډېمونا کې د ډېرو لویو تاسیساتو جوړېدل تر خپل پوښښ لاندې راوستل.[۲۸][۲۹][۳۰]

فرانسیس پرین چې له ۱۹۵۱څخه تر ۱۹۷۰ز کال پورې د اتومي انرژۍ لپاره د فرانسې عالي کمېشنر و، په ۱۹۸۶ز کال کې په څرګند ډول وویل چې اسرائیلي ساینس پوهان په ۱۹۴۹ز کال کې د ساکلې هستوي څېړنيز مرکز ته ور بلل شوي وو، دغې همکارۍ د فرانسوي او اسرائیلي ساینس پوهانو تر منځ په ځانګړې توګه د هغوی چې د منهاتن د پروژې څخه وو، د پوهې شریکولو په شمول ګډو هڅو ته لاره خلاصه کړه. د بریدمن کولونېل وارنر ډي. فار د یو رېپوټ په حواله چې د یوساف د تکثیر ضد مرکز (USAF Counterproliferation Center) ته یې ورکړی و په داسې حال کې چې فرانسه پخوا په اتومي څېړنو کې یو مخکښ هېواد و "اسرائیل او فرانسه له جګړې وروسته د تخصص په یو شان سطح کې وو، او اسرائیلي ساینس پوهانو کولی شول چې د فرانسویانو له خوا په کېدونکو هڅو کې د پام وړ ونډه واخلي. په فرانسه او اسرائیلو کې د هستوي ساینس او تکنالوژۍ په برخو کې پرمختګ د ۱۹۵۰مې لسیزې په لومړیو کې سره ډېر نږدې او تړلی و". د دې په څنګ کې، د فار په حواله،  "د فرانسې په هستوي ازموینو کې څو اسرائیلي څارونکو شتون درلود او اسرائیلیانو د فرانسې د هستوي ازمویښتي چاودنو په اړه معلوماتو ته نا محدود لاسرسی درلود".[۲۵][۲۵]

سرچينې[سمول]

  1. Kristensen, Hans M.; Norris, Robert S. (2014). "Israeli nuclear weapons, 2014". Bulletin of the Atomic Scientists. 70 (6): 97–115. Bibcode:2014BuAtS..70f..97K. doi:10.1177/0096340214555409. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Yoni Hirsch; Israel Hayom Staff (April 14, 2014). "Carter says Israel has stockpile of over 300 nuclear bombs". Israel Hayom. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۶ اپرېل ۲۰۱۴ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Brower 1997.
  4. "Jericho 3". missilethreat.csis.org. Center for Strategic and International Studies. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Nuclear weapons – Israel". Federation of American Scientists. د لاسرسي‌نېټه July 1, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Nuclear Proliferation International History Project. "Israel's Quest for Yellowcake: The Secret Argentina-Israel Connection, 1963–1966". Woodrow Wilson International Center for Scholars. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Nuclear Overview". Israel. NTI. د اصلي آرشيف څخه پر January 2, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 23, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. (په October 13, 2010 باندې). Vague, Opaque and Ambiguous — Israel's Hush-Hush Nuclear Policy.
  9. (په November 1, 1998 باندې). The Quiet Bomb.
  10. "Foreign Relations of the United States, 1964–1968" (historical documents). Office of the Historian. Department of State. December 12, 1968. Document 349. د لاسرسي‌نېټه July 3, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Israel Rejects Offer to Join UN Atomic Agency, Shalom Life, September 21, 2010 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة).
  12. "Nuclear Overview". Israel. NTI. د اصلي آرشيف څخه پر January 2, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 23, 2009. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Strategic Doctrine". Weapons of Mass Destruction (WMD). Global Security. April 28, 2005. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په April 21, 2004 باندې). Mordechai Vanunu: The Sunday Times articles. The Times.
  15. (په April 20, 2004 باندې). Vanunu: Israel's nuclear telltale.
  16. Goldberg, Jeffrey (September 2010). "The Point of No Return". The Atlantic. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Pinkus, Binyamin; Tlamim, Moshe (Spring 2002). "Atomic Power to Israel's Rescue: French-Israeli Nuclear Cooperation, 1949–1957". Israel Studies. 7 (1): 104–138. doi:10.1353/is.2002.0006. JSTOR 30246784. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Nuclear weapons – Israel". Federation of American Scientists. د لاسرسي‌نېټه July 1, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Cohen 1998، ص. 26.
  20. Cohen 1998، صص. 30–31.
  21. "Nuclear weapons – Israel". Federation of American Scientists. د لاسرسي‌نېټه July 1, 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Pinkus, Binyamin; Tlamim, Moshe (Spring 2002). "Atomic Power to Israel's Rescue: French-Israeli Nuclear Cooperation, 1949–1957". Israel Studies. 7 (1): 104–138. doi:10.1353/is.2002.0006. JSTOR 30246784. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Pinkus, Binyamin; Tlamim, Moshe (Spring 2002). "Atomic Power to Israel's Rescue: French-Israeli Nuclear Cooperation, 1949–1957". Israel Studies. 7 (1): 104–138. doi:10.1353/is.2002.0006. JSTOR 30246784. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Hersh 1991، ص. 30.
  25. ۲۵٫۰ ۲۵٫۱ ۲۵٫۲ Farr 1999.
  26. Cohen 1998، صص. 33–34.
  27. Hersh 1991، ص. 19.
  28. Pinkus, Binyamin; Tlamim, Moshe (Spring 2002). "Atomic Power to Israel's Rescue: French-Israeli Nuclear Cooperation, 1949–1957". Israel Studies. 7 (1): 104–138. doi:10.1353/is.2002.0006. JSTOR 30246784. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Cohen 1998، ص. 44.
  30. Cohen 1998، ص. 65.